مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • زلینسکي د ټرمپ له غوښتنې وروسته له پوتین سره د مخامخ لیدو لپاره چمتووالی وښود

    زلینسکي د ټرمپ له غوښتنې وروسته له پوتین سره د مخامخ لیدو لپاره چمتووالی وښود

    د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلېنسکي، ویلي چې چمتو دی د پنجشنبې په ورځ (د مې ۱۵مه) د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین، سره په استانبول کې مخامخ وویني، څو د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

    دغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له اوکراین وغوښتل چې د پوتین له لوري د مستقیمو خبرو لپاره د ترکیې وړاندیز ومني.

    زلېنسکي ویلي: “نور د وژنو د دوام دلیل نشته. زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د پوتین په تمه یم. مخامخ.”

    هغه مخکې هم ویلي و چې هېواد یې د خبرو اترو لپاره چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې اوربند وشي.

    مستقیمو خبرو ته وړاندیز د کرملېن له لوري شوی، خو لا روښانه نه ده چې پخپله پوتین به هم په دې لیدنه کې ګډون کوي که نه. تر دې دمه مسکو هم د اوربند ژمنه نه ده کړې.

    ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې اوکراین باید “سمدستي” دا وړاندیز ومني، ځکه دا کار ښودلی شي چې د جګړې د پای ته رسولو کومه لاره شته که نه.

    هغه زیاته کړې: “لږ تر لږه ، دوی به وکولای شي معلومه کړي چې ایا کوم تړون ممکن دی که نه، او که ممکن نه وي، نو د اروپا او امریکا مشران به وپوهېږي چې حالات تر کومه حده رسېدلي او پر هغه اساس به تصمیم ونیسي.”

    ټرمپ ټینګار کړی: “دا لیدنه همدا اوس ترسره کړئ.”

    زلېنسکي هم په خپله د ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه پوسټ کې هیله ښودلې چې روسیه دې له خبرو وړاندې اوربند ومني.

    هغه ویلي: “موږ د سبا لپاره د یوه بشپړ او دوامداره اوربند په تمه یو، څو د سولې دپلوماتیکو هڅو ته اړینه زمینه برابره شي.”

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د شنبې شپې ناوخته په یوه وینا کې اوکراین جدي خبرو ته بللی.

    پوتین ویلي چې “د یو نوي اوربند” احتمال ردولای نشي، خو د ۳۰ ورځني اوربند د غوښتنې په اړه یې مستقیمه اشاره نه ده کړې.

    بل لور ته، کرملېن وایي چې پوتین او د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د یکشنبې په ورځ تلیفوني خبرې کړې دي، او اردوغان چمتووالی ښودلی چې په استانبول کې د سولې خبرو کوربه‌توب وکړي.

    له دې مخکې هم پوتین د اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و، او ویلي یې وو چې دا خبرې باید پرته له ځنډه ترسره شي.

  • د تاجکستان په یوه کان کې ۸ افغان کارګر مړه شوي

    د تاجکستان په یوه کان کې ۸ افغان کارګر مړه شوي

    د تاجکستان په یوه کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله اته افغان کارګر مړه شوي دي، ټول مړه شوي کارګر د افغانستان د دایکنډي ولایت اوسیدونکي وو.

    د دایکنډي د طبعي پېښو د مدیریت ادارې د شنبې په ورځ، د مې په لسمه نېټې (غويي ۲۰مه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له وژل شویو کسانو څخه پنځه تنه د شهرستان ولسوالۍ، دوه د میرآمور او یو د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو. د افغانستان ملي تلویزیون هم دا خبر د دایکنډي د پېښو د مدیریت د ادارې له قوله خپور کړی دی.

    تر دې وړاندې په ځلونو د پاکستان د بلوچستان د سکرو په کانونو کې د افغانانو د مړینو خبرونه ورکړل شوي خو دا لومړی ځل دی چې په تاجکستان کې هم افغان کان کیندونکي له مرګونې پېښې سره مخامخ کېږي.

    افغان مهاجر معمولاً په هغو برخو کې کار کوي چې خطرناکې ګڼل کېږي لکه د سکرو کانونه او ساختماني کارونه، چې هلته ډېر وخت د خوندیتوب لازم تجهیزات نه وي موجود. دا چاره له تېرو کلونو راهیسې د ډېرو مرګونو پېښو سبب شوې ده، او کارګر له جدي روغتیايي او فزیکي خطرونو سره مخ کوي.

    په بهر کې د افغان کارګرو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه چې د هېواد دننه اقتصادي بې‌ثباتي خلک اړ باسي چې له هېواده بهر د کار لټه وکړي. زیاتره دغه کارکوونکي له ډېرو خطرناکو کاري شرایطو سره مخامخ دي، او هیڅ ډول خوندي ضمانت نه لري.

  • د هند، پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي د افغانستان د وچې مېوې صادرات کم کړي

    د هند، پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي د افغانستان د وچې مېوې صادرات کم کړي

    د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د افغانستان د وچې مېوې صادرات ۷۰ سلنه کم شوي دي.

    د وروستیو شمېرو له مخې، افغانستان یوازې تېر کال له هند او پاکستان سره د درې ملیارده او ۲۴۶ ملیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.

    په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له امله تر اوسه د واګه بندر له لارې هند ته د افغانستان د ۵۰۰ ملیون ډالرو صادرات درېدلي دي.

    د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده، چې د دغه وضعیت دوام به د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

    اوسمهال د افغانستان د صادراتي توکو څه باندې ۱۶۲ کانټینره، چې ډېری یې وچه مېوه ده، په واګه بندرې کې بند پاتې دي.

    د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دی.

    تازه هند د پاکستان پر درېیو هوایي اډو بریدونه کړي او پاکستان یې هم پر وړاندې بریدونو ته زور ورکړی دی.

  • هند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه کړي.

    هند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه کړي.

    د هند چارواکو ویلي چې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه یې د “سندور” عملیاتو په نوم هوایي بریدونه ترسره کړي او پکې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه شوي دي.

    هندي چارواکي ادعا کوي چې بریدونه یوازې پر هغو اهدافو شوي چې د ترهګرۍ له فعالیتونو سره تړاو لري، او وایي چې د پاکستان هیڅ ډول پوځي تاسیسات ندي په نښه شوي.

    بلخوا د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي سیمې هدف ګرځولې دي چې دوی به بې ځوابه پاته نشي.

    د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بریدونو کې تر دې دمه ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

    هند پوځ پر پاکستان تازه برید ته د “سندور” عملیاتو نوم ورکړی.

    سندور هغه سور رنګ دی چې هندوان پخپلو ودونو کې د ناوې ټنډه پرې سره کوي او په نورو مذهبي مراسمو کې یې هم کاروي.

    له بلې خوا د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري وايي، تر اوسه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ټولټال ۲۴ بریدونه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

    د پاکستاني پوځ په وینا تردې دمه هند د پاکستان د کوټلي، مظفرآباد او بهاولپور ښارونو پر بېلابېلو برخو د هوا له لارې توغندیز بریدونه کړي دي.

    د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا وکړه چې د هند د توغنديزو بریدونو په غچ کې، پاکستان د هند د هوايي ځواک دوه جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلی دی، په داسې حال کې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا وکړه چې د پاکستان هوايي ځواک پنځه هندي الوتکې ویشتلي او څو بې پیلوټه الوتکې یې ویجاړې کړې دي. خو د هند هوايي ځواک تر اوسه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

  • اسراییلو په حدیده بندر کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي

    اسراییلو په حدیده بندر کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي

    د اسرائیلو پوځ وايي د هوایي بریدونو په یوه نوې څپه کې یې د یمن په حدیده بندر کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي.

    د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د حدیده بندر “د ترهګريزو موخو لپاره د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.”

    د یمن حوثي ډلې پورې تړلو رسنیو هم دا بریدونه تائید کړي دي.

    حوثیانو پورې تړلي المسیره ټلویزیوني چینل راپور ورکړ چې د حدیده پر بندر شپږ بریدونه شوي دي.

    د فرانسې خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي، امریکا په دې بریدونو کې هېڅ رول نه درلود.

    تل ابیب ته څېرمه پر بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر د یمن د حوثیانو لخوا له توغنديز برید وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ وکړ چې دا برید به بې ځوابه نه پرېږدي.

    نوموړي ایران د حوثیانو “ترهګر مشر” وباله او ګواښ یې وکړ چې دواړه به د اسرائیلو د ځواب خوند وڅکي. ده ټینګار وکړ چې د ایران پر وړاندې د ځواب ورکولو وخت او ځای به د اسرائیلو په خوښه وي.

    حوثیانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا په نویو بریدونو کې د یمن پلازمېنه صنعا او د هغې شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.

    د سبا خبري اژانس، چې د یمن حوثي ډلې سره تړاو لري، راپور ورکړی چې په بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

    د یمن حوثي یاغیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د بن ګوریون پر نړیوال هوايي ډګر د وروستي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دوی د برید لپاره “هایپرسونیک بالستیک توغندی” کارولی دی.

    توغندی د بن ګوریون هوايي ډګر په سیمه ولګېد، شپږ کسان یې ټپیان کړل او د ځینو هوايي شرکتونو الوتنې لغوه شوې.

    په همدې مهال حوثیانو ګواښ کړی چې د اسراییلو پر هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

    دوی په یوه بیان کې ويلي چې “د اسراییلو په هوايي ډګرونو، په ځانګړې توګه د بن ګوریون هوايي ډګر به په مکرر ډول د بریدونو به مټ د اسرائیلو په اسمان کې د دښمن الوتنې په پراخه کچه بندې کړي.”

    د بن ګوریون په هوايي ډګر د یمني حوثیانو د توغندیو برید او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران په وړاندې د ګواښونکو څرګندونو وروسته، ايراني چارواکو د حوثي غورځنګ پر “خپلواکۍ” ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې دوی به د هر ډول تېري په وړاندې سخت ځواب ووایی.

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یمني حوثیانو پرېکړه “خپلواکه” بللې او خبرداری یې ورکړی چې د ایران وسله وال ځواکونه به “هر ډول تېري” ته “سخت” ځواب ورکړي.

    له دې وړاندې د ایران د دفاع وزیر هم ورته خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو “که پر ایران برید وشي یا جګړه پرې وتپل شي، موږ به په زور سره ځواب ورکړو.”

  • د هیواد په ډېرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

    د هیواد په ډېرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

    د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن څخه د کابل په شمول د افغانستان په شلو ولایتونو کې بارانونه واوري او په ځینو ځایونو کې به سیلونه جاري شي.

    دغه وزارت ویلي چې د روان کال د ثور له ۹مې نېټې څخه تر ۱۱مې پورې، د اقلیمي بدلونونو او د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو اړونده ادارو د وړاندوینې له مخې، د شدیدو ورښتونو، واورو او ورپسې سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

    پر کابل سربېره، بدخشان، هلمند، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، بلخ، جوزجان، پنجشیر، نورستان، لغمان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، دایکنډي، ارزگان، فاریاب او غور هغه ولایتونه دي چې د سختو ورښتونو او د سیندونو د اوبو د لوړوالي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

    د اوبو او انرژۍ وزارت د مختلفو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د طبیعي پېښو له امله د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره جدي احتیاطي تدابیر ونیسي او سیندونو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.

    دا غوښتنه داسې مهال شوې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیان منونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او په تېرو دریو کلونو کې یې څو ځله سختې زلزلي او وژونکي سېلابونه تجربه کړي دي.

    دا طبیعي پېښې خلکو ته د پراخو انساني او مالي زیانونو سبب شوې دي.

    د نړیوال مهاجرت سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۴م پورې، نژدې درې میلیونه افغانان د اقلیمي بدلونونو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

    همداراز، یوازې په تېر یو کال کې، شاوخوا نهه میلیونه کسان په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له خطرونو څخه مستقیم اغېزمن شوي دي.

  • د اذربایجان د امنیتي سرویس ريیس: افغانستان د نړیوالو هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري

    د اذربایجان د امنیتي سرویس ريیس: افغانستان د نړیوالو هراړخیز ملاتړ ته اړتیا لري

    د اذربایجان د دولتي امنیتي سرویس مشر، ستر جنرال علي نقییف وايي، نړۍ ته خورا مهمه ده چې افغانستان ته هر اړخیز ملاتړ برابر کړي،

    هغه دا څرګندونې په باکو کې د “افغانستان: سیمه‌ییزې اړیکې، امنیت او پرمختګ” تر سرلیک لاندې په یوه نړیوال کنفرانس کې وکړې، چې د آذربایجان د دولتي امنیتي سرویس (SSS) له خوا تنظیم شوی و او د شلو هېوادونو د ځانګړو خدماتو استازو په کې ګډون کړی و.

    ستر جنرال علي نقییف ټینګار وکړ چې د نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره د منظمو جرمونو، نړیوال تروریزم، د مخدره موادو قاچاق، او ناقانونه مهاجرت پر ضد د مبارزې په برخه کې پراخ ملاتړ وکړي.

    نقییف دا هم روښانه کړه چې د دې کنفرانس یو له اساسي موخو څخه دا ده چې یوه واحده تګلاره جوړه شي، څو د هغو ورانکارو ډلو او ترهګریزو شبکو د هڅو مخه ونیول شي چې غواړي په افغانستان کې ترینګلتیا وساتي.

    د دولتي امنیت د مشر په وینا، دا مهمه ده چې افغانستان د نړیوالو اړیکو په سیستم کې خپل مناسب ځای ومومي، او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت یقیني شي. هغه هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونه او نور نړیوال ځواکونه به د دې هدف لپاره همغږي او ګډ اقدامات ترسره کړي.

    د کنفرانس په ترڅ کې د نورو هېوادونو استازو هم په دې اړه خپل نظرونه شریک کړل. هغوی څرګنده کړه چې دا غونډه به د افغانستان د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو  لپاره لازمې زمینې برابرې کړي، او نړیواله ټولنه به د افغانستان د دایمي ثبات د ټینګېدو ملاتړ وکړي.

  • د ۱۴ کلن هندي کرېکټ لوبغاړي نوی ریکارډ: سوریاوانشي په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله

    د ۱۴ کلن هندي کرېکټ لوبغاړي نوی ریکارډ: سوریاوانشي په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله

    د کرېکټ په روانو ای‌پي‌اېل یا د هند غوره لیګ سیالیو کې ۱۴ کلن وېبو سوریاوانشي تاریخ جوړ کړ او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په شل اووره لوبو کې چټکه سلیزه وهي.

    دې چپ لاسي زلموټي د ‘راجستان رایلز’ لپاره د ‘ګجرات ټايټنز’ پر وړاندې ښکلې لوبه وکړه او د راشد خان توپ اچونې سره هم مخامخ شو. سلیزه یې د راشد خان په یوه توپ د شپږیزې په وهلو سره پوره کړه.

    ټولټال یې ۳۸ توپونه ولوبول او ۱۰۱ منډې یې جوړې کړې چې اووه څلوریزې او ۱۱ شپږیزې پکې شاملې دي.

    د خپلې لوبډلې له بل توپوهونکي یشاسوي جېسوال سره یې په ګډه ملګرتیا ۱۶۶ منډې وکړې چې هغه هم په ۴۰ توپونو ۷۰ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

    تر راشد خان وروسته چې پراسد کرېشنا سوریاوانشي ته توپ اچونه پیل کړه نو په ‘یارکر’ بال یې وېکټ ترې وویشتله، ویې سوځاوه او د کرېکټ په اصطلاح د دوی اوږد “پارټنرشېپ” یې مات کړ.

    له دې سره وېبو سوریاوانشي په ای‌پي‌اېل سیالیو کې دویم او د یوه هندي لوبغاړي په توګه لومړی تر ټولو ګړندۍ سل منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

    تر ده مخکې په ۲۰۱۳ کې په دې لوبو کې د ويسټ انډيز کرېس ‌ګېل په ۳۰ توپونو سلیزه وهلې وه. ګېل هغه مهال په ای‌پي‌اېل کې د ‘رایل چېلېنجرز’ لپاره د ‘پونې وارییرز’ په خلاف لوبېده.

    په دې لوبه کې ګجرات ټايټنز په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې کړې وې چې سیالې راجستان رایلز لوبډلې د سوریاوانشي چټکې سلیزې په مرسته په ۱۵ اوور کې ټاکل شوی هدف ترلاسه او د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې لوبه د اتو وېکټو په توپير وګټله.

    دیادونې ده چې سوریاوانشي تازه همدا تېره میاشت خپله ۱۴ کلني ونمانځله.

    هغه وېبو سوریاوانشي چې څو کاله مخکې یې د هند غوره لیګ کرېکټ سیالۍ کتلې، تېر کال پرې په همدې لوبو کې بولي وشوه او راجستان رایلز لوبډلې په شاوخوا ۱۱ میلیونه هندي روپیو د لوبو لپاره واخیست.

    دی د هند د ای‌پي‌اېل په تاریخ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو چې د همدې روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې خپلې لوبډلې د لوبېدو چانس ورکړ. وړتیا یې په هماغه لومړۍ لوبه کې ښکاره کړه چې په لومړي توپ یې شپږیزه ووهله.

    د تېر کال په اکتوبر میاشت کې چې دی لا ۱۳ کلن و، په ۵۸ توپونو یې سلیزه ووهله او د خلکو په خوله شو.

    په هغه لوبه کې دی د هند تر ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبډلې لپاره د ځوانانو په ټېسټ لوبه کې د اسټرالیا په خلاف په چېنای کې لوبېده.

    دی تېر کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې هم ولوبېد او منډې يې وکړې.

    سوریاوانشي د هند په لوېدیځ ایالت بېهار کې رالوی شوی او هماغلته یې د خپل ایالت لپاره د کرېکټ لومړۍ درجه یا فرسټ کلاس لوبې هم کړې دي.

    د هند غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل اېکس‌پاڼې د سوریاوانشي د خولې خبرې هم خپرې کړې دي چې دی پکې د خپل مور او پلار “منندوی” دی.

    دی وايي، “زه چې نن هر څه یم، د خپل مور او پلار له برکته یم. چې تمرین ته به تلم نو مور به مې کله سهار وختي اته بجې راته پاڅېدلې وه،‌ په داسې حال کې چې د شپې به یوولس بجې وېده شوې وه. ایله څو ساعته خوب به یې کاوه او ما ته به یې ډوډۍ تیاروله.”

    سوریاوانشي په دې لنډو خبرو کې همدا راز وايي، د دې لپاره چې دی خپلو لوبو او کرېکټ ته ورسېږي مشر ورور او پلار به یې د کور لپاره د نفقې ګټلو بوج پورته کاوه.

    دی زیاتوي، “پلار مې زما لپاره کار پرېښود او مشر ورور مې د هغه کارونو ته اوږه ورکړه.‌ د کور ګوزاره ډېره په سختۍ کېده. خو پلار به مې په ټینګار راته ویل چې ته به کرېکټ کوې. نو خدای هم هر چا ته د هغه د زحمت ثمره ورکوي. نو زما هر بریالیتوب یا لاس ته راوړنې چې ګورئ، دا مې د مور او پلار له برکته دي.”

  • په اسپانیا کې د برېښنا لويې ستونزې: په درې سیمو کې بیړنی حالت اعلان شو

    په اسپانیا کې د برېښنا لويې ستونزې: په درې سیمو کې بیړنی حالت اعلان شو

    د اسپانیا او پرتګال په ګڼو سیمو کې د برېښنا لویه ستونزه رامنځته شوه چې له امله یې میلیونونه خلک اغېزمن شول. د اسپانیا حکومت په درې خودمختارو سیمو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

    د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مادرید، ایکستریماډورا او اندلوسیا سیمو کې د بیړني حالت اعلان له دې امله شوی چې د سیمو چارواکو د مرستې غوښتنه کړې وه.

    اوس د بیړني حالت له مخې، د سیمه‌ییزو مرستو چارې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې دي.

    د برېښنا قطع کېدو له امله د سړکونو، اورګاډو او هوايي ډګرونو په تګ راتګ کې درانه خنډونه رامنځته شوي دي.

    په زرګونو د اورګاډي مسافر په بېلابېلو تمځایونو کې بند پاتې دي، او د پروازونو مهالویشونه هم ګډوډ شوي دي.

    په فرانسه کې هم د برېښنا د موقتي قطع کېدو راپورونه ورکړل شوي وو، خو هلته برېښنا شبکه ژر بېرته رغېدلې ده.

    د برېښنا د غټې قطعې دقیق لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وايي چې پلټنې روانې دي او ژر به نور معلومات له خلکو سره شریک شي.

  • د افغانستان د خبریالانو مرکز یوې ښځینه خبریالې او څلورو نورو خبریالانو ته کلنۍ جایزې اعلان کړې

    د افغانستان د خبریالانو مرکز یوې ښځینه خبریالې او څلورو نورو خبریالانو ته کلنۍ جایزې اعلان کړې

    د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۳ کال د خبریال د دولسم پړاو کلنۍ جایزې د اپرېل پر ۲۸مه نېټه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، په تبعید کې د مېشتو یو شمېر افغان خبریالانو په ګډون، اعلان کړې.

    د افغانستان د خبریالانو د مرکز مشر احمد قریشي تاند ته وویل چې نږدې ۵۰ افغان خبریالانو او د رسنیو استازو په دې رقابتي پروسه کې ګډون کړی و، چې له ډلې یې د غور ولایت د سرحد په نوم یوې محلي راډیو خبریاله نسرین سیدي، له بلخ ولایت څخه عزیز الله وحدت، له خوست څخه محمد یوسف منګل، او له کابل څخه احسان الله کریمي او رامین مظهر د ۷۰ زره افغانیو نغدي جایزې او ځانګړي ایوارډونه تر لاسه کړل.

    افغان خبریال غلام الله حبیبي د دغه ډول پروګرامونو هرکلی کوي او وایې چې دا سیالۍ د خبریالانو د هڅونې، زړورتیا او مسلکي پرمختګ لپاره مهم رول لري.