مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • د بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار نیولی، حکومت د وسله والو برید تاییدوي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار نیولی، حکومت د وسله والو برید تاییدوي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې جنګیالیو یې تېر ماښام په بلوچستان کې سوراب ښار په بشپړ ډول نیولی،ټول امنیتي ځواکونه یې ژوندي نیولي یا په شا تمبولي او د ټولو دولتي ادارو، د پولیسو د ماموریتونو (تاڼو)، بانکونو او نورو ادارو کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

    د بلوچستان ایالتي حکومت هم تاییدوي چې د دولت وسله والو مخالفانو په سوراب ښار کې پر دولتي ادارو او د چارواکو پر کورونو بریدونه کړي او د دې ښار مرستیال کمیشنر یې وژلی دی.

    د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی رشید ریند وویل چې د دولت وسله والو مخالفانو په دغه ایالت کې د څو دولتي چارواکو پر کورونو بریدونه کړي، او مرستیال کمیشنر هدایت الله بولیدي یې وژلی دی.

    خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، پولیس او ملېشه ځواکونه یې ژوندي نیولي، له هغوی څخه یې وسلې اخیستي او هغوی یې په مشروط ډول په دې خاطر خوشي کړي چې په خټه بلوچان وو.

    دوی همداراز وايي چې مرستیال کمیشنر هدایت الله بلیدي هڅه کوله چې برید وکړي او دوی د دې لپاره چې د هغه مخه ونیسي نوموړی په یوه خونه کې بندي کړ مګر هلته یې په تصادفي ډول سا بنده شوه او مړ شو.

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ادعا کوي چې د سوراب ښار د نیولو ترڅنګ یې د کوټې – کراچۍ لویه لار هم بنده کړې ده.

  • د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې سفیر ټاکي

    د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې سفیر ټاکي

    پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.

    د نړیوالو قوانینو له مخې، شارژدافیر ته د سفیر په څېر ځانګړې حقوق او خوندیتوب ورکړل شوی دی، او عموماً په دې حقونو کې د شارژدافېر ټیم هم شاملېږی. خو د شارژدافیر مقام د سفیر په پرتله ټیټ وي او د رسمي ډیپلوماتیکو مراسمو په مهال د سفیر په څېر درناوی نه لري.

    پاکستان د اسلامي امارت  د واک ته رسیدو په لومړیو کې افغانستان ته سفیر واستاوه او ورپسې یې څو سفیران بدل رابدل کړل خو کله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ټي ټي پي پر سر اړیکې خرابې شوې، کابل ته خپل سفیر شارژدافېر ونوماوه څو اسلامي امارت ته ته خپل خپګان وښيي.

    د جمعې په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۹ مه، ما د پاکستان له پلاوي سره کابل ته یو ډېر ګټور سفر وکړ، چې له امله یې د پاکستان او افغانستان اړیکې مثبت لوري ته روانې شوې.»

    هغه زیاته کړه، د دې «مثبت پرمختګ» د دوام لپاره یې د پاکستان د حکومت له خوا په کابل کې د خپل دیپلوماتیک حضور د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته د لوړولو پرېکړه کړې ده.

    هغه په خپل پوسټ کې همداراز لیکلي: «زه ډاډه یم چې دا ګام به د ښو اړیکو د لا پیاوړتیا، د اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګرۍ په برخو کې د پاکستان او افغانستان د همکاریو د ژورتیا او د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو تبادلو په برخه کې مرسته وکړي.»

    که څه هم ډار په افغانستان کې د سفیر کچې ته د خپل دیپلوماتیک حضور پرېکړه کابل ته له خپل سفر سره تړلې، خو دا موضوع په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان په غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کې یاده شوه او د چین په منځګړتوب پرې فیصله وشوه.

  • هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

    هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

    هند یو ځل بیا افغان اتباعو ته د بېلابېلو ویزو د ورکولو بهیر پیل کړی، چې پکې سوداګرو او هنرمندانو ته هم ویزې شاملې دي.

    دا اعلان د هند د حکومت یوې رسمي ویبپاڼې پرون (شنبې) خپور کړ او ویې ویل، دا اقدام له پنځو کلونو وروسته شوی دی. هند د اسلامي امارت  له واک ته رسیدو وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه ودروله او خپلې کونسلګرۍ او سفارت یې بند کړل.

    سره له دې چې د هند حکومت تر اوسه افغانانو ته د ویزو د بیا پیل په اړه رسمي اعلان نه دی کړی، خو د حکومت یوه سرچینه The Hindu ورځپاڼې ته ویلي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو لپاره د نوې آنلاین ویزې ماډیول فعال شوی دی.

    د ویزو ډولونه

    د indianvisaonline.gov.in وېب‌پاڼې له مخې، اوس یو نوی “New AFGHAN Visa” پورټل پرانستل شوی، چې افغان اتباع کولی شي آنلاین ویزه ترلاسه کړي.

    په دې پورټل کې لاندې ویزې شاملې دي:

    • تحصیلي  (Student)
    • سوداګري (Business)
    • درملنه (Medical)
    • د ناروغ ساتونکی (Medical Attendant)
    • ننوتنه/ورود (Entry)
    • د ملګرو ملتونو دیپلومات (N. Diplomat)

    د اسنادو شرایط:

    غوښتنلیک ورکوونکي باید لاندې اسناد پورته کړي:

    • له سپین شالید سره مخامخ تازه عکس
    • د پاسپورټ د بایو/عکس پاڼه
    • د تابعیت تذکره (Tazkira) چې نوم، د زیږون نېټه، تابعیت، د اعتبار موده او نور شخصي معلومات پکې وي.

    هغه هنرمندان، فرهنګي شخصیتونه، اکادمیک کسان، او مسلکي خلک چې د پېژندل شویو بنسټونو له خوا د لنډ مهالو فرهنګي فعالیتونو لپاره هند ته راځي (بې له امتیاز یا معاوضې) کولی شي د “ننوتو ویزې” لپاره غوښتنه وکړي.

    همداراز، هغه ماشومان چې له پخوانیو واده شویو افغان والدینو څخه دي او اوس د هند له یوه وګړي، یا د هند د اصل شخص، یا کارت لرونکي سره واده شوی وي، هم کولی شي د ننوتو ویزه ترلاسه کړي.

    د سوداګرۍ ویزه (Business Visa):

    • ورزشکاران او روزونکي چې د هند په تجارتي سپورتي پیښو کې ګډون کوي.
    • هغه افغانان چې غواړي په هند کې سوداګریز یا صنعتي کاروبار پیل کړي.
    • هغه کسان چې د اوږدمهالو تجارتي فعالیتونو لپاره مکرر سفر ته اړتیا لري.
    • پانګوال او د هغوی ملګري.

    نور شرایط:

    • هغه افغانان چې په هند کې ملکیت لري،
    • هغه والدین چې بچی یې د لوړو زده‌کړو لپاره هند ته تللی وي،
    • یا هغه والدین چې له ۱۸ کالو کم عمره اولاد لري، هم کولی شي د ننوتو ویزې لپاره غوښتنه وکړي.

    شالید:

    هند د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم د افغانستان لپاره هرراز ویزې ځنډولې وې. یوازې د “Emergency X-Miscellaneous Visa” په نوم یو بېړنی ډول ویزه اعلان شوې وه، چې ډېری یې یوازې د هندوانو او سیکهـ لږکیو لپاره منظور شوې وې.

    له اسلامي امارت سره تماس

    د مې میاشتې په ۱۵مه، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس. جې شنکر د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دا د طالبانو له ادارې سره د هند د یوه وزیر په کچه لومړی رسمي تماس ګڼل کېږي، سره له دې چې هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

  • ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به ‘سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي’

    ټرمپ وايي روسیه او اوکرایین به ‘سملاسي د اوربند خبرې پیل کړي’

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره له دوه ساعته ټيليفوني خبرو اترو وروسته ويلي، روسيه او اوکرايين به “سملاسي” د اوربند او جګړې د پايته رسولو لپاره خبرې پيل کړې.

    ټرمپ چې دا خبرې “ډېرې ښې” بللې ويلي، د سولې شرايطو په اړه بايد د دواړو خواو تر منځ خبرې وشي.

    سره له دې چې ټرمپ هيله څرګنده کړې او د له اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي سره يې هم خبرې کړې دي خو اوربند يا د سولې تړون نژدې نه ښکاري.

    د روسيې ولسمشر ويلي، چمتو دی چې له اوکرايین سره د “ممکنه سولې تړون پر هوکړه ليک” کار وکړي. د اوکرايين ولسمشر بيا دا “ټاکونکې شېبه” بللې او له امریکا يې غوښتي چې له مذاکراتو ځان لرې نه کړي.

    پوتین په خپلو خبرو کې د امريکا او اروپايي هېوادونو د هغې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي چې له قيد او شرط پرته دې ۳۰ ورځنی اوربند وکړي.

    له ټرمپ سره له ځانګړو خبرو وروسته، زېلېنسکي يو ځل بيا “له قيد او شرط پرته د مکمل اوربند” غوښتنه تکرار کړه او خبرداری يې ورکړ چې که مسکو چمتو نه وي “بايد سخت بنديزونه پرې ولګول شي.”

    ټرمپ د پوتين سره له ټيليفوني خبرو وروسته پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل لیکلي، “روسیه او اوکرايين به سملاسي د اوربند او تر ټولو مهم د جګړې د پايته رسولو لپاره مذاکرات پيل کړي”. نوموړي ويلي چې دا خبره يې زېلېنسکي ته په دویمه ټيليفوني اړيکه کې چې نورو نړيوالو مشرانو هم په کې وو کړې ده.

    ټرمپ زياته کړې، “د دې لپاره شرايط به د دواړو هېوادونو له خوا وټاکل شي، ځکه دوی له هغو جزياتو خبر دی چې نور څوک نه پرې پوهېږي”.

    زېلېنسکي ويلي د خبرو اترو پروسه کې بايد “د امریکا او اروپا استازي په مناسبه کچه” ګډون ولري.

    نوموړي ويلي، “دا زموږ ټولو لپاره مهمه ده چې امریکا له دې خبرو او د سولې له هڅو لرې نه شي، ځکه يوازېنی کس چې له دې وضعيت ګټه پورته کوي، هغه پوتين دی”.

    ټرمپ وروسته په سپنه ماڼۍ کې د يوې غونډې پر مهال وويل، امریکا به د روسیې او اوکرايين سره د خبرو اترو له منځګړيتوبه لاس وانخلي خو زياته يې کړه چې په “ذهن کې يې سره کرښه کاږلې”، که دواړه خواوې پرمختګ نه کوي، بيا به فشار راوړل بند کړي.

    نوموړي دا هم رد کړه چې ګواکې امريکا له منځګړيتوبه په شا کېږي.

    په تېرو څو اوونيو کې ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړی و چې که په خبرو اترو کې پرمختګ ونشي، امریکا به له مذاکراتو لاس واخلي.

    کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې د روسيې په اړه يې نظر څه دی، ده وويل، فکر کوي پوتين نور له جګړې ستړی شوی او غواړي جګړه پايته ورسېږي.

    بل پلو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين له ټرمپ سره دا خبرې “ډانګ پېيلې معلوماتي او رغنده” بللي او د اوربند د شونتيا يادونه يې هم کړې ده.

    نوموړي ويلي، “موږ د امريکا له ولسمشر سره ژمنه وکړه چې روسيه چمتو ده له اوکرايين سره د امکان وړ سولې هوکړې په اړه پر يو يادښت کار وکړي.”

    د روسیې ولسمشر ويلي، “ښاغلي ټرمپ د اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړ. ما ټینګار وکړ چې روسیه هم د اوکرایین د کړکېچ سوله ایز حل غواړي. موږ یوازې د سولې په لور د تګ لپاره ترټولو اغېزمنې لارې ټاکلو ته اړتیا لرو.”

    د روسیې ولسمشر يوه سلاکار يوري اوشاکوف ويلي، “په دې خبرو کې د اوربند د مهال وېش په اړه څه نه دي ويل شوي… که څه هم ټرمپ پر دې ټينګار کوي چې ژر تر ژره دې يو ډول هوکړې ته ورسېږي.”

    د اوکرایین او روسیې استازو د جمعې په ورځ په استانبول کې مخامخ خبرې وکړې خو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.

    سپینه ماڼۍ وايي د سولې د هڅو ورو پرمختګ ښاغلی ټرمپ “ستړی او نهيلی کړی دی”.

    د امریکا ۷۸ کلن ولسمشر د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکرایین جګړه پایته ورسوي، خو له هغه وخت راهیسې ډیپلوماټیکو هڅو لږې لاسته راوړنې لرلې دي.

  • اسلامي امارت وایي ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه خپل شرعي مسوولیت ګڼي

    اسلامي امارت وایي ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه خپل شرعي مسوولیت ګڼي

    د اسلامي امارت  د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې د تهران فورم په نامه نړیواله غونډه کې غږېده وویل، په تېرو نژدې څلورو کلونو کې چې دوی واک ته رسېدلي د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په اړه د شوي تړون له مخې د امکان تر حده ایران ته اوبه ورکړل شوې او په راتلونکې کې به هم ورکړل شي.

    متقي چې د ۵۳ هېوادونو د استازو په شتون کې غږېده وویل، د ایران خلک باید پوه شي چې ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه دوی خپل اسلامي او شرعي مسوولیت ګڼي.

    نوموړي زیاته کړه چې “تر نن ورځې پورې خو اوبه روانې دي او د ایران لوري ته ځي. له دې وروسته هم زموږ هڅه دا ده چې اوبه ضایع نه شي او په ښه ډول ایران ته ورسېږي. کله چې یو مسلمان له تندې ځورېږي، دا زموږ اسلامي او شرعي مسوولیت دی چې که وکولای شو مرسته ورسره وکړو. دا کار هم ثواب او هم یو ښه سیاست ګڼو.”

    نوموړي دا هم وویل، چې ایران ته د اوبو د ورکړې په برخه کې کوم بد نیت نه لري او هغسې چې دوی د هلمند، نیمرزو او فراه ولایتونو له خلکو سره مینه او خواخوږي لري هماغسې یې له ایراني ولس سره هم لري.کس سرچینه،GETTY IMAGES

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې حکومت یې د اوبو په برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ شوي تړون ته ژمن دی او په تېرو نژدې څلورو کلونو کې هم د همدې تړون له مخې عمل شوی دی.

    متقي د طالبانو د حکومت د رییس ولوزرا ملا محمد حسن اخوند هغه خبره هم تکرار کړه چې شاخوا څلور میاشتې مخکې یې کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته کړې وه او ویلې یې وو چې که د اوبو تړون هم نه وي دا خپل مسوولیت ګڼي چې د سیستان او بلوچستان بې وزلو خلکو ته اوبه ورسوي.

    د یادونې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال هلمند اوبو د تړون له مخې، په عادي حالت کې هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه د ایران حق دی خو د افغانستان پخوانیو حکومتونو او اوسني واکمنانو ویلي چې په دغه هېواد کې پرلپسې جګړو او د سرحدي اوبو برخه کې د منظم مدیریت د نشتوالي له امله ایران ډېر کله د ۱۳۵۱ کال تړون کې د اوبو له ټاکلې اندازې ډېرې اوبه ترلاسه کړې دي.

    د شوي تړون له مخې په یوه ثانیه کې باید ۲۲ متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړل شي خو د افغان کارپوهانو له خولې رپوټونه وايي چې ایران په تېرو ډېرو کلونو کې په هره ثانیه کې شاوخوا ۲۶ متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي او کله کله له دې کچې هم ناخوښي څرګندوي.

  • د امریکا سترې محکمې د کډوالو د فوري ایستلو په باب د ټرمپ فرمان رد کړ

    د امریکا سترې محکمې د کډوالو د فوري ایستلو په باب د ټرمپ فرمان رد کړ

    د امریکا د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، د ۲ مخالفو رایو په مقابل کې په ۷ رایو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان مخه ونیوله چې غوښتل یې یو شمېر وینزویلایي کډوال، چې د “ترن د آراګوا” (TdA) نومې ورانکارې ډلې د غړیتوب تور پرې لګول شوی، بې له ځنډه له هېواده وشړي.

    دا تازه پرېکړه د هغو حقوقي خنډونو یوه بله بېلګه ده چې د غیرقانوني مهاجرو د ایستلو لپاره د ټرمپ د هڅو پر وړاندې رامنځته شوې ده.

    د امریکا د سترې محکمې دا پرېکړه د هغو افغانانو له قضیې سره هم مرسته کولی شي چې په امریکا کې یې د اوسیدو موده پای ته رسېدلې یا په غیرقانوني لارو دغه هیواد ته تللي دي.

    د سترې محکمې په حکم کې راغلي، هغو کسانو، چې په ټکساس ایالت کې د مهاجرت په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي، د شړلو پر پرېکړې د اعتراض لپاره لازم وخت او معلومات نه‌ دي ترلاسه کړي. په حکم کې ویل شوي: «پرته له دې چې ووایي قانوني اعتراض څنګه کولای شي، تر شړلو یوازې ۲۴ ساعته مخکې خبر ورکول، هېڅ کافی نه‌ دي.»

    سره له دې، سترې محکمې ټینګار کړی چې د یاد قانون د مشروعیت په اړه یې پرېکړه نه ده کړې او دا موضوع یې د نیواورلین په پنځمه استیناف محکمه کې د بیا کتنې لپاره پرېښې ده. دا حکم وروسته له هغه صادر شو چې راپورونه خپاره شول چې یو کس له السلوادور څخه په تېروتنه کې د هغو مهاجرو له ډلې وشړل شو چې د “ترن د آراګوا” د غړیتوب په تور نیول شوی و. د ټرمپ حکومت هم منلې چې د هغه بېرته راوستل ممکن نه‌ دي.

    ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د مې ۱۶مه، په خپله خواله رسنۍ “تروت سوشال” کې د سترې محکمې پر دې پرېکړې سخت انتقاد وکړ او ویې لیکل: «د امریکا ستره محکمه ماته اجازه نه راکوي چې هغه کار وکړم چې خلکو پرې رایې راکړي دي. دا د امریکا لپاره یوه بده او خطرناکه ورځ ده.»

    هغه دا پرېکړه، چې د ځینو مهاجرو د وژونکو، د نشه‌یي موادو د قاچاقبرو او بانډونو غړو د ایستلو مخه نیسي، د خپل حکومت پر وړاندې یو خنډ وباله، او ویې ویل چې اوس دولت باید د اخراج لپاره «یو اوږد، ډېرلګښته او وخت‌نیوونکی قانوني بهیر» تعقیب کړي.

    دواړو محافظه‌کارو قاضیانو، کلارنس توماس او سامویل الیتو، د اکثریت له رایو سره مخالفت وکړ او د ټرمپ د دریځ ملاتړ یې وکړ. ټرمپ هم په خپل پیغام کې له هغوی څخه د «هېواد د ساتنې» لپاره د هڅو مننه وکړه.

    ډونالډ ټرمپ، له هغه وخته چې بېرته سپینې ماڼۍ ته راګرځېدلی، د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او داسې جنایي بانډونه لکه “ترن د آراګوا” او “MS-13” یې ترهګرې ډلې بللي دي.

  • حماس د نورو يرغملو د خوشي کولو وړانديز کړی

    حماس د نورو يرغملو د خوشي کولو وړانديز کړی

    د حماس له خوا د نوي اوربند د وړانديز له مخې دا ډله چمتو ده چې نور يرغمل کسان خوشي کړي. حماس دغه وړانديز د شنبې په ورځ له تازه خبرو اترو وروسته کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائيلو پوځ په غزه کې نوي پوځي عمليات پيل کړي دي.

    یوه فلسطیني چارواکي رسنیو ته ويلي، حماس هوکړه کړې چې نهه يرغمل به د ۶۰ ورځني اوربند او د فلسطيني بنديانو د خوشي کولو په بدل کې پرېږدي.

    د ياد چارواکي په وینا، د نوي وړانديز له مخې به هره ورځ غزې ته د مرستو د ۴۰۰ ګاډو د ورتګ اجازه ورکول کېږي او د همدا ډول به ناروغاو ته اسانتيا برابرېږي چې له سيمې ووځي. اسرائيلو په بدل کې د پاتې يرغملو په اړه کره معلومات غوښتي دي.

    د اوربند د نويو خبرو اترو دا پړاو د قطر او امریکا د منځګړو په مرسته د پلازمېنې دوحې په ښار کې د شنبې په ماسپښين پيل شوی.

    تراوسه اسرائيلو په رسمي ډول د دې وړانديز ځواب نه دی ورکړی خو له خبرو اترو مخکې يې ويلي وو چې نه له غزې خپل ځواکونه وباسي او نه به د جګړې د پايته رسولو ژمنه کوي.

    دا وړانديز په داسې حال کې شوی چې د اسرائيلو پوځ د شنبې په ورځ په غزه کې د نويو عملیاتو اعلان وکړ.

    په وروستيو څو ورځو کې اسرائيلو په غزه کې مرګونه بريدونه ترسره کړي. د ژغورونکو په وينا له تېرې پنجشنبې راهيسې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي چې په هغو کې پر روغتونونو او د کډوالو پر پنډغالو بريدونه هم شامل دي.

    له هغه راهیسې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ دوه مياشتنی نازک اوربند مات شو اسرائيلو د مارچ پر ۱۸ بيا بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې يې زرګونه کسان وژل شوي دي.

    مرستندويه ادارې وايي، د غزې بشري کړکېچ لاپسې خراب شوی، اسرائیل له تېرو لسو اوونيو راهيسې غزې ته د خوړو او نورو مرستو پر ورتګ بنديز لګولی دی.

    د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د روانې مياشتې په پيل کې د پراخو بريدونه ګوتڅنډنه کړې وه او ويلي يې وو چې د غزې شمالي برخې نيسي او حماس به له منځه وړي.

    غزه کې د ننه يوې خبريالې غاده القرد ويلي چې “د غزې په شمال او ختيځ کې هوايي بريدونه، ډزې، ډرون بريدونه او حتی چادونې روانې دي.”

    نوموړې حالت “ډېر وېروونکی” بللی دی.

    دې زياته کړې، چې د لوړو بيو له کبله کورنۍ يې يوازې يو ځل خواړه خوري، اسرائيل يې تورن کړي چې خواړه د وسلې په توګه کاروي. هغه تور چې د ملګرو ملتونو چارواکو هم تائيد کړی دی.

    مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د غزې ۲.۱ ميلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي، داسې ويډيوګانې او راپورونه خپرېږي چې ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ ويلي وو چې په غزه کې “ډېر خلک له سختې لوږې” کړېږي خو د اسرائيلو حکومت دا تورونه رد کړي چې ګواکې په غزه کې د خوړو کموالی دی.

    یوې بريتانوۍ ډاکترې وېکټوريا روز چې د خان يونس په ناصر روغتون کې کار کوي، بي بي سي ته ويلي، “ټيم يې ډېر ستری شوی” او د روغتون کارکوونکو “ډېر وزن له لاسه ورکړی” دی.

    نوموړې ويلي، “ماشومان ډېر ډنګر شوي، ډېر داسې ماشومان دی چې غاښونه يې غورځېدلی دي.”

    “ډېری ماشومان د سوځېدو ژور ټپونه لري، د دې کچې لوږې او کمزورتيا له کبله يې د مېکروبي کېدو ګواښ لوړ شوی او د رغېدو توان يې ډېر کم شوی دی.”،REUTERS

    د اسرائيلو لومړي وزير د مې پر پنځمه ويلي وو چې اسرائيل په غزه کې پراخو عملياتو ته تياری نيسي او هغه وخت به پيلېږي چې ولسمشر ټرمپ د منځني ختيځ سفر بشپړ کړي. نوموړی د جمعې په ورځ له منځني ختيځه تللی دی.

    په همغه ورځ د غزې شمالي او مرکزي برخو اوسېدونکو ته ويل شوي وو چې له خپلو کورونو او پناه ځايونو ووځي. مرستندويه ادارو دا کار نژدې ناشونی بللی ځکه چې ګڼ شمېر خلک له وړاندې بې کوره شوي دی.

    د شنبې په ورځ د اسرائيلو پوځ وويل، “تر هغه به عملیات ونه دروي چې نور حماس ګواښ نه وي او ټول يرغمل بېرته کورونه ته ستانه شوي نه وي.” اسرائيلي پوځ ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې “په غزه کې له ۱۵۰ ډېرې موخې په نښه کړې دي.”

    د اسرائيلو دا پراخ عمليات د ملګرو ملتونو او ځينو اروپايي مشرانو له خوا غندل شوي دي.

    د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) مشر فېلېپ لازاريني ويلي، “د نورو څومره فلسطينيانو ژوند به د هوايي بریدونو، لوږې او د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي له کبله له منځه ولاړ شي؟”

    “زموږ تر سترګو لاندې ظلمونه په یوه نوي عادي کار بدلېږي، په بې پروايۍ سره د نه زغملو وړ حالت د زغملو وړ ګړځي.”

    له نویو بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش، د اسپانیا لومړي وزير پېډرو سنچېز او د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انټونيو تاجاني د تلپاتې اوربند غوښتنه کړې ده. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي دا نوي عمليات د غزې د خلکو لپاره “کړکېچن بشري وضعيت نور هم خرابوي” او د پاتې يرغملو پر وړاندې ګواښ زياتوي.

    حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.

    په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۳ زره فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.

  • امریکا د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حالت پای ته رسوي

    امریکا د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حالت پای ته رسوي

    د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) د پای ته رسیدو اعلان وکړ؛ دا پرېکړه د زرګونو افغانانو راتلونکی له نامعلوم برخلیک سره مخامخ کوي.

    د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت وویل چې: «په افغانستان کې شرایط نور د لنډمهاله خوندیتوب حالت قانوني معیارونه نه پوره کوي.» د لنډمهاله خوندیتوب حالت هغو هیوادونو د وګړو د اخراج د مخنیوی او په امریکا کې د کار کولو اجازه ورکوي چې له جګړو یا بحرانونو سره مخامخ وي.

    د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) په خپله د دايمي اقامت لاره نه ده، خو کیدای شي له بل قانوني وضعیت سره هممهاله وساتل شي.

    د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، د افغانانو لپاره TPS چې په ۲۰۲۲ کال کې ورکړل شوی و، د مې په ۲۰مه پای ته رسېږي او د جولای له ۱۲ څخه به په رسمي ډول لغوه شي.

    د دغه وزارت مشري کریسټي نوم پر غاړه لري، هغې وویل: «اوسنۍ اداره TPS بېرته خپل اصلي، لنډمهاله هدف ته راګرځوي.»

    نوموړې زیاته کړه: «په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، او اقتصادي ثبات نور دا نه مني چې افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه نه شي.»

    د TPS د لغوه کولو پلانونه تېره میاشت اعلان شوي وو، خو دې پرېکړې د دوشنبې په ورځ رسمي بڼه غوره کړه. د ملي مهاجرت فورم د معلوماتو له مخې، دا مهال تر ۸۲۰۰ څخه زیات افغانان TPS لري.

    په افغانستان کې د امریکا له ۲۰ کلن حضور وروسته، دا هېواد د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووت. له وتلو وروسته رامنځته شوې خلا ژر د اسلامي امارت له خوا ډکه شوه، چې کابل یې ونیو او د امریکا پلوي حکومت یې وپرزاوه.

  • وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو تقاعد اعلان کړ

    وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو تقاعد اعلان کړ

    د نړۍ په کچه مشهور هندي توپ وهونکی وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو د سملاسي تقاعد اعلان کړی دی.

    نوموړي دغه پرېکړه د انګلنډ پر وړاندې له پنځو ټېسټ لوبو وړاندې چې د جون پر ۲۰ مه پيلېږي کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې خبر لږ وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ د هند د ټېسټ لوبډلې کپټان روهېت شرما هم له ټېسټ لوبو سره مخه ښه وکړه.

    کوهلي چې ۳۶ کلن دی د هند لپاره يې په ټولو ۱۲۳ ټېسټ لوبو کې ۹۲۳۰ مندې کړې دي. د منډو اوسط يې ۴۶.۸۵ دی.

    وېراټ کوهلي پر ټولنيزو رسنيو ليکلي: “۱۴ کاله مخکې مې د هند د ټېسټ لوبو جامې واغوستې. دې فارمټ زه ازمويلی، روزلی او داسې زدکړې راکړې چې تل به راسره وي.”

    کوهلي په ۲۰۲۴ کال کې د نړيوال شل اوريز جام له ګټلو وروسته له نړيوالو شل اوريزو لوبو د تقاعد اعلان کړی و خو تمه ده چې نوموړی به د هند لپاره په یو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ولوبېږي.

    کوهلي په ۲۰۱۱ کال کې د وېسټ انډيز پر وړاندې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه او وروسته د هند د ټېسټ لوبو کپټان شو. د ۶۸ لوبو مشري يې وکړه او له دې يې ۴۰ لوبې وګټلې چې همدې د هند تر ټولو بريالی لوبډلمشر کړ.

    کوهلي وايي، “سپینو جامو کې لوبېدل يو ژور احساس راکوي، چوپه خواري، اوږدې ورځې، هغه شېبې چې ښايي نور يې ونه ګوري خو تل له لوبغاړي سره پاتې کېږي. د دې فارمټ پرېښودل اسانه نه دي خو سمه پرېکړه يې ګڼم. ما پوره هڅه کړې او دې ما ته تر تمې ډېر څه راکړي”.

    د هند کرېکټ بورډ د کوهلي ستاينه کړې او وايي، “هغه د هند کرېکټ لپاره د غوره والي، مشرتابه او ژمنتيا معيارونه بدل کړل.”

    د هند کرېکټ بورډ مشر راجر بېني وايي، “د وېراټ کوهلي نوم به د هغو افسانوي لوبغاړو په ډله کې وي چې د ټېسټ کرېکټ ښکلا يې نندارې ته وړاندې کړه. هغه نه يوازې غوښتل چې ډېرې منډې وکړي بلکې د سخت فارمټ پر وړاندې يې د لوړې کچې ژمنتيا هم لرله. د هغه مشرۍ له جرئت، باور او د ماتې نه منلو له ذهنيت سره د هند د لوبې بڼه بدله کړه”

    “ده يوه نسل ته دا درس ورکړ چې د سپينو جامو [ټېسټ لوبو] قدر وکړي او د هغه اغېز به د لسګونو کلونو لپاره محسوسېږي”.

    کوهلي له ډېرې مودې راهيسې د ۳۰ سليزو په لرلو د خپل نسل له څلورو غوره توپ وهونکو لکه د انګلنډ جو روټ، د اسټراليا سټيو سمېت او د نيوزيلنډ کېن وېليمسن یو ګڼل کېده.

    يوازې سچن ټنډولکر، راهول ډراوېډ او سونيل ګواسکر د هند لپاره تر کوهلي ډېرې ټېسټ منډې کړې دي خو د لوبډلمشر په توګه د هند لپاره تر نورو ډېرې (۲۰) سليزې لري.

    کوهلي په ټېسټ لوبو کې وروستۍ سليزه د تېر کال په نومبر کې د اسټراليا پر وړاندې ووهله چې دا يې د ۱۶ مياشتو په موده کې يوازنۍ سليزه وه.

    له ۲۰۲۰ کال راهيسې کوهلي په ټېسټ لوبو کې يوازې دری سليزې بشپړې کړې وې او دغه موده کې يې د منډو اوسط ۳۰.۷۲ و.

    د کوهلي شهرت، ځواک او اغېز بيانول اسانه نه دي. دی د نړۍ د تر ټولو ځواکمن کرېکټ خوښوونکي هېواد يو تر ټولو لوی ستوری دی چې تر ډېره به د ټېسټ لوبو مينوالو په زړونو کې ځای ولري.

  • د ترکیې وسله واله کردي ډله وایي چې وسلې پرځمکه ږدي.

    د ترکیې وسله واله کردي ډله وایي چې وسلې پرځمکه ږدي.

    د ترکيې حکومت پر ضد له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې جګړه کوونکې کردۍ ډله پي‌کې‌کې وايي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحلېږي.

    د کردستان د کارګرانو ګوند یا ‘پي‌کې‌کې’ دا اعلان تر هغه وروسته کوي چې په تېره فبروري میاشت کې یې بنديوان مشر عبدالله اوجلان د دې ډلې د منحلولو غوښتنه کړې وه.

    ترکیه، اروپايي ټولنه، بریتانیا او امریکا پي‌کې‌کې د یوې “ترهګرې دلې” په توګه پېژني او بندیز یې پرې لګولی دی.

    دې ډلې په پیل کې د کردانو لپاره چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه کېږي، د یوه خپلواک هېواد جوړول غوښتل. خو وروسته د بیلتون غوښتنې له هدفه لېرې او پر ځای یې د کردانو لپاره د لا ډېرو حقونو او ازادیو غوښتلو باندې پام ورټول کړ.

    له ترکي حکومت سره د پي‌کې‌کې په جګړه کې تر اوسه له  ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.

    په تېره فبروري میاشت کې د دې ډلې ۷۶ کلن مشر عبدالله اوجلان پرخپل دغه خوځښت غږ وکړ چې وسلې پر ځمکه کېږدي او منحل شي. هغه له ۱۹۹۹ کال راهیسې د استانبول په جنوب لوېديځ کې د مرمره سمندرګي په یوه ټاپو کې بندي دی.

    ښاغلي اوجلان په فبروري کې له زندانه په یوه لیک کې لیکلي ‌وو، “د یوه سیاسي نظام د ترلاسه کولو لپاره د ولسواکۍ بدیل نه شته. ډېموکراتیکه اجماع بنسټيزه لار ده.”

    معلومه نه ده چې اوجلان او د هغه ملاتړو ته به د خپلې ډلې د منحلولو په بدل کې څه ورکړل شي خو داسې اټکلونه شته چې ښايي هغه په مشروط ډول خوشې کړل شي.

    کردي سیاستوال به اوس د یوه نوي سیاسي ډيالوګ لارې څارې او د کردانو لپاره د ډېرو حقونو ترلاسه کولو ته به په تمه وي.

    اوس دواړو خواوې د جوړجاړي لپاره دلایل لري.

    په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې پوځ پي‌کې‌کې سخته ځپلې او په سیمه‌ کې راغلو بدلونونو هم دې ډلې او ملاتړو ته یې په عراق او سوریه کې فعالیت ستونزمن کړی دی.

    که ترکی ولسمشر رجب طیب اردوغان په ۲۰۲۸ کې راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي نو د کرد‌پلوه سیاسي ګوندونو ملاتړ ته به ډېره اړتیا ولري.

    د ښاغلي اردوغان او د ‘عدالت او پراختیا ګوند’ یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پي‌کې‌کې د انحلال پرېکړه “له ترهګرۍ د پاکې ترکیې” پر لور یو مهم ګام دی او دولتي ادارې به دا بهیر څاري.

    د ‘چاټم هاوس’ په نوم د نړیوالو چارو د څېړنیز مرکز یوه کارپوه وینټروپ راجرز ویلي چې د کردانو سیاسي ګوندونو غوښتنو ته د رسېدو لپاره به “د ترکیې له لوري یوه لوی ډېموکراتیک لېږد” ته اړتیا وي.

    د ښاغلي راجرز به وینا، په وروستیو میاشتو کې د ځینو ترکيو مشرانو له لوري “ښه نیت” ښکاره شوی دی چې دا د پي‌کې‌کې د منحلېدو لامل شو.

    خو دی زیاتوي، “دا لا روښانه نه ده چې دا به نور کوم بدلونونه راوړي او په سیاست او ټولنه کې د کردانو بشپړ ګډون به ډاډمن کړي او که نه. له ګڼو اړخونو په ډګر کې توپ اوس له ترکیې سره دی.”

    د یادونې وړده چې د پی کې کې یا کردستان د کارګرانو ګوند مشر عبدالله اوجالان د ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د کینیا د پلازمېنې نایروبي په هوايي ډګر کې د پټو عملیاتو پر مهال له نیول کېدو وروسته ترکیې ته ولېږدول شو چې اوس ورباندې دعمري بند سزا ختلې ده.