مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • د تهران اوسیدونکو ته د ډانلډ ټرمپ خبرداری.

    د تهران اوسیدونکو ته د ډانلډ ټرمپ خبرداری.

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پیغام کې وویل چې ”هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي.”

    د ولسمشر پیغام له هغه وروسته مخې ته راځي، چې نن وختي اسرائیلي چارواکو د تهران شمال ختیځو برخو اوسېدونکو ته مشوره ورکړه، چې له سیمې ووځي، چې په وینا یې دوی پلان لري، چې “پوځي تاسیسات” په نښه کړي.

    ټرمپ په خپل پیغام کې زیاته کړې، ایران باید هغه هوکړه لاسلیک کړې وای، چې ده د امریکا او ایران تر منځ د اتومي پروګرام پر سر وروستیو خبرو کې وړاندې کړې وه. ټرمپ په خپل پیغام کې په لویو تورو لیکلي: “په اسانه ټکیو مې وویل، ایران نه شي کولای (یوه) اتومي وسله ولري.””هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي.”

    له بلې خوا د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، له جې۷ غونډې د ټرمپ وختي ستنېدل مثبته نښه ده. مکرون، چې د جې۷سرمشریزې له نورو ګډونوالو سره یو ځای په کاناډا کې دی وايي، له دې غونډې د ټرمپ ژر ستنېدل ”مثبته نښه او په منځني ختیځ کې د اوربند هوډ کیسه کوي.”

    مکرون د کاناډا له وخت سره سم د دوشنبې پر مازدیګر وویل، ډونلډ ټرمپ د جي۷سرمشریزې ګډونوالو ته وویل، چې د اسرائیل او ایران تر منځ د اوربند په هکله بحثونه دوام لري، او اروپايي هېوادونه باید چمتو واوسي، چې له اوربند سملاسي وروسته له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر خبرو کې ګډون وکړي.

    د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه پورې له جي۷ غونډې د ولسمشر ټرمپ وختي ستنېدو خبر رسماً نه دی تائید کړی.

    په ورته وخت کې چین پر سې شنبه په اسرائیل کې له خپلو اتباعو غوښتي چې ”ژر تر ژره” له دې هېواده ووځي.

    په اسرائیل کې د چین سفارت پر وې چټ یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي:

    ”په اسرائیل کې د چین ماموریت له چینايي وګړو غواړي چې څومره ژر کېدای شي په داسې شرط چې شخصي امنیت یې تضمین وي، په ځمکنۍ لار له دې هېواده ووځي. سپارښتنه دا ده، چې د اردن پر لور وخوځېږئ.”

    د چین سفارت پر سې شنبه وویل، کړکېچ پرلپسې زیاتېږي.

    چینايي سفارت وايي’ډېرو ملکي تاسیساتو ته زیان اوښتی. ملکي تلفات ډېرېږي او د امنیت وضعیت جدي بڼه غوره کوي.”

  • اسرائیلو تهران کې دفاع وزارت په نښه کړی،‌ ایران پر اسرائیلو تازه توغندي توغولي

    اسرائیلو تهران کې دفاع وزارت په نښه کړی،‌ ایران پر اسرائیلو تازه توغندي توغولي

    د رسمي راپورونو له مخې، په تهران کې د ایران د دفاع وزارت پر دوو ودانیو اسرائیلو بریدونه کړي دي. داسې ښکاري هغه څه چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ له درېیو ورځو پراخو هوايي بریدونو وروسته روان دي، له پوځي شخړې په جګړه بدل شوي دي. د دواړو هېوادونو د مشرانو ګواښونه په وروستیو ساعتونو کې د یو بل په وړاندې بې ساري کچې ته لوړ شوي دي او په سیمه کې لږترلږه تر اوسه ایران کې زېربنایي بنسټونه په نښه شوي دي.

    د “شرق” ورځپاڼې یوه وېډیو خپره کړې چې په کرج ښار کې د یوې لویې چاودنې انځورونه پکې ښودل کېږي.

    د دې چاودنې بېلابېل عکسونه خپاره شوي او ځینې کاروونکو ویلي، له کرج نه تهران ته په اتوبان کې د چاودنې له ځایه لوګی پورته کېږي.

    ناتایید شوي راپورونه وايي، د سپاه پاسداران یو نظامي مرکز په نښه شوی دی.

    د رسنیو ترلاسه شويو عکسونو له مخې، د تهران د نوبنیاد سیمه د اسرائیلو د بریدونو هدف وه او هلته یوه لویه چاودنه وشوه.

    د ‘ایلنا’ خبري اژانس تایید کړه چې “په تهران کې د دفاع وزارت مرکزي دفتر” اسرائیلي “الوتکې” په نښه کړی.

    د رسنیو د معلوماتو له مخې، د نوبنیاد په سیمه کې د “د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو د ملاتړ مرکزي دفتر” ودانۍ “د مرکزي دفترونو له اداري ودانیو یوه وه.”

    ایلنا لیکلي چې ودانۍ ته “لږ زیان” اوښتی او د “د دفاع وزارت د دفاعي څېړنې او نوښت سازمان (سپند)” هم په سیمه کې په یوه بل برید کې زیانمن شوی.

    د شرق ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې “په ختیځ تهران کې د چاودنې لوګی لیدل شوی.”

    له تهرانه راپورونه وايي، اسرائیلو د ښار څو ځایونه په نښه کړي دي.

    د شهران د تېلو له زېرمې د پراخه اور لګېدو راپورونه ورکړل شوي.

    په ورته وخت کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه تازه تیلېفوني اړیکه کې د اسرائیل د بریدونو په اړه خبرې کړې دي.

    د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، هېواد به یې د ایران پر “ټولو سایټونو او هدفونو” برید وکړي.

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، بریدونو د ایران اټومي بټیو ته دروند زیان اړولی دی.

    هغه زیاته کړه:”په نژدې راتلونکي کې به تاسې اسرائیلي الوتکې، د اسرائیلو هوایي ځواک او زموږ پیلوټان د تهران په فضا کې ګورئ.”

    له بلې خوا د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان ګواښ وکړ، که د اسرائیلو بریدونه دوام ومومي، نو دوی به “نور هم سخت” غبرګون وښيي.

    ایرانی رژیم به دا د بقا جګړه وګڼي – دوی ورته چمتووالی هم نیولی. دوی به په دې جګړه کې هر څه چې لري وکاروي.

    د دوی بریدونه تر اوسه محدود وو. د اسرائیلو استخباراتي ارزونه ښکارکوي چې په سیمه کې له تېرو ۲۰ میاشتو جګړې وروسته د ایران د وسلو زېرمې زیانمنې شوې خو بیا هم شاوخوا ۲۰۰۰ بالستیک توغندي لري او د لا نور تولید وړتیا لري.

    ایران دغه توغندي د ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره کاروي چې ګڼ‌مېشتو استوګن‌ځایونو ته نږدې یا لیرې پراته دي. د بېلګې په توګه، په تل ابیب کې، د اسراییلو  د دفاع وزارت او نورو پوځي ځایونو په نښه کولو هڅه کوي خو توغندي یې په لنډ واټن کې غورځي او په استوګنځایونو لګېږي.

    دا که قصدي وي یا ناڅاپي خو په ایران او اسرائیلو دواړو کې يې د ډېرې مرګ‌ژوبلې وېره شته.

    د یادونې ده چې ایران نه غواړي امریکا په مستقیم ډول ښکیله کړي. د ایران مشر پوهیږي چې ایران په پوځي او سیاسي لحاظ نشي بریالی کېدلی. خو د جګړې له سختۍ سره ایراني پوځي چارواکي اوس په سیمه کې پر امریکایي اډو د بریدونو ګواښ هم کوي.

    دوی تل باور درلود چې د دا ډول جګړې مخه امریکایي ولسمشرانو نیولې وه چې نتنیاهو ته به یې ویل: “نه، د ایران پر اټومي تاسیساتو برید نشئ کولئ، موږ به یوه ډیپلوماتیکه لاره ومومو – دا ساده خو خورا خطرناکه لاره ده.”

    ولسمشر ټرمپ وايي چې هغه زرغون څراغ نه دی ورکړی، خو که ژیړ څراغ يې هم ورکړی وي، دا جګړه پیل شوې او هېڅ روښانه نه ده چې څنګه او کله به پای ته رسېږي.

  • د ایران او اسرائیل تر منځ د نویو بریدونو څپې

    د ایران او اسرائیل تر منځ د نویو بریدونو څپې

    په داسې حال کې چې د اسرائیلو بریدونه د ایران پر بېلابېلو سیمو- په ځانګړي ډول پر پلازمېنه تهران دوام لري، ایراني رسنیو د اسرائیلو پر ضد د درېیم ځل توغندیز برید خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، په اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي دي، چې پکې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز او د سپاه پاسداران د څو قوماندانانو نومونه هم شامل دي. همداراز، ۳۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

    د اسرائیلو د بېړنیو خدماتو ادارې راپور ورکړی چې د اسرائیلو پر مرکزي ساحلي سیمه د ایران د توغندیو په بریدونو کې “۲۱ کسان” ټپیان شوي دي.

    دغې ادارې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې ویلي چې له ټپیانو یو یې په نازک حالت کې دی، څو یې سخت ټپیان شوي دي او څو نور یې کوچني یا متوسط ​​ټپونه لري.

    ‏د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر ایران د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې ویلي، اسرائیلو داسې کړنه ترسره کړه، چې د اټومي پروګرام پر سر خبرې نورې بې معنا دي.

    ایراني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له قوله راپور ورکړی، چې نه شي کولی جګړې او خبرو دواړو ته دوام ورکړي.

    ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ شپږم پړاو خبرې سبا یکشنبه د عمان پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.

    د دې خبرو تر پیل وړاندې اسرائیلو د جمعې په ورځ سهار وختي د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل، چې وروسته ایران په ځوابي برید لاس پورې کړ.

    پر ایران د اسرائیلو تر بریدونو وروسته ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي، د اسرائیلو بریدونو کې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان شوي.

    بل لورته د اسرئیلو یورشلم پوسټ ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې په تل ابیب د ایران په ځوابي برید کې لسګونه اسرائیلیاتو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    د روسیې غندنه

    په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

    ایراني رسنیو ویلي؛ پوتین پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

    دروسیې ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د دواړو خواو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

    ملګري ملتونه

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ایران او اسراییلو ترمنځ پر پوځي بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو څخه یې غوښتي چې سملاسي جګړه ودروي.

    ګوترېش نن سهار پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي «د ایران او اسراییلو متقابل بریدونه باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي».

    دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی، او دواړو خواوو پر یوه بل پوځي بریدونو ته زور ورکړی دی.

  • اسلامي امارت له هغو هېوادونو  د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره ده

    اسلامي امارت له هغو هېوادونو د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره ده

    د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت وایي، له هغو هېوادونو یې د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره شوې ده.

    د اسلامي امارت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همدا راز ویلي چې په دې وروستیو کې هېڅ هېواد ته افغان څاروي هم نه دي صادر شوي.

    دا وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکې ایران له افغانستانه د څارویو واردول منع کړي دي.

    خو د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم شهامت وویل، “په دې وروستیو کې ایران او بل هېڅ هېواد ته د افغانستان څاروي‌ نه دي صادر شوي. همدا راز د عامې روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره له هغو هېوادونو هم د څارویو واردول منع اعلان شوي چې د حیواناتو ناروغي پکې خپره ده.”

    د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هرات په ګډون د افغانستان له ځینو ولایتونو رپوټونه ورکړل شول چې د ‘طبق’ او د نورو حیواني ناروغیو له کبله د مالدارانو ګڼ څاروي مړه شوي دي.

    مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي، “له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیول شوي.”

    د لوی اختر په رارسېدو سره د ‘کانګو’ په نوم د ناروغۍ خطر هم ډېرېږي چې تر ډېره له څارویو سره د تماس له کبله انسانانو ته ورځي.

    د افغانستان ځينو سيمه‌ييزو رسنیو هم خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو سیمو کې د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او یو شمېر کسان یې له کبله مړه شوي‌ هم دي.

    د کاظم شهامت په وینا، “د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیولي دي او هڅه کوي چې د حیواني ناروغیو مخه ونیسي.”

    په همدې حال کې کابل ښاروالي هم وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره یې د حیواني ناروغیو د مخینوي لپاره یو لړ لارې چارې سنجولې دي.

    د کابل ښاروالۍ ادارې مالداران د سړکونو پر سر د څارویو له خرڅولو منع کړي او ځينې ځانګړي ځایونه یې ورته ټاکلي دي.

    د کابل ښاروالۍ یوه مسؤل نعمت الله بارکزي وویل، “له ټولو ښاریانو مو هیله ده چې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې څاروي وپلوري او واخلي. ځکه چې د عامې روغتیا وزارت ټيمونه د کانګو وېروس چې د حیواناتو په څرمنې او ویښتانو کې وي، د کنټرول لپاره هلته دوا پاشي، نو خلک دې په دې کې له موږ سره یوه فرهنګي همکاري وکړي.”

    ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د کابل ښاروالۍ ځينې “نظارتي ډلې” به په ښار – بازار کې ګزمې کوي، وضعیت به څاري او “ستونزو ته به ځان رسوي.”

    دغه ۱۲ ځایونه د کابل ښار ۲۵ ناحیو لپاره په دې توګه ټاکل شوي دي چې معلومات یې کابل ښاروالۍ له بي‌بي‌سي سره شریک کړي دي.

  • د روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې

    د روسیې او اوکراین دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې

    د راپورونو له مخې د روسیې او اوکراین ترمنځ دویم پړاو خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې.

    په دغو خبرو کې یوازې د بندیانو پر تبادلې هوکړه شوې، خو په اوربند بیا هیڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

    رسنیو د اوکرایین مرکچي پلاوي له قوله راپور ورکړی، چې دوی له کوم قید او شرط پرته د اوربند وړاندیز ورکړ، خو مقابل لوري ورسره پرې هوکړه نه ده کړې.

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو دویم پړاو په داسې کړکیچن حالت کې پیل شو، چې اوکراین د روسیې پر څلورو پوځي اډو پراخ بریدونه وکړل.

    اوکراین په دغو بریدونو کې روسیې ته د ۷ ملیارد ډالرو زیان واړوه.

    له بل لوري رسنیو راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین بریدونو په غبرګون د یاد هېواد په ځینو برخو تازه بریدونه کړي.

    په دغو ترسره شویو تازه بریدونو کې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ پراخ زیانونه هم اوښتي دي.

     

  • د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي

    د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي

    د اسلامي امارت  د سرحدي پولیسو ریاست وايي، د را روان لوی اختر لومړۍ دوه ورځې به د سپین بولدک دروازه به د مسافرو پر مخ تړلی وي.

    یاد ریاست زیاته کړې، چې دا دروازه به له دویمې ورځې وروسته د ورځې له ۱۲ بجو تر ۳ بجو مسافرو ته پرانېستل شي.

    چارواکو زیاته کړې چې د سپین بولدک دروازه به د اختر له لومړۍ تر څلورمې ورځې پورې د بار وړنکو، خالي او ټرانزیټ موټرو پر مخ تړلې وي.

    چارواکو نه دي ویلي، چې د کومو دلایلو له امله سپین بولدک دروازه د اختر تر څلورمې تړلې ساتي.

    دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې په هلمند کې پاکستان سره د بهرامچې دروازه د دواړو لوریو له نښتې وروسته پرانېستل شوې ده.

  • روسیې د اسلامي امارت سفیر ومانه.

    روسیې د اسلامي امارت سفیر ومانه.

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې، په مسکو کې د امارت د سفیر د منلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا خبره وکړه.

    تر دې مخکې مسکو کې د امارت استازی د سرپرست یا شارژدافیر په کچه و.

    روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې کابل کې سفارت بند نه کړ.

    د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې، مولوي ګل حسن د مسکو لپاره د اسلامي امارت د سفیر په توګه معرفي شوی دی.

    د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی تر ډیپلوماټیکو راشو – درشو محدود نه دی. اسلامي امارت وړاندیز کړی چې له روسیې سره سوداګرۍ کې د روسیې او افغانستان پولي واحد یعني روبل او افغانۍ د ډالر پر ځای وکارول شي.

    د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنۍ سوداګري نږدې درې سوه میلیونه ډالره ده.

    دا شمېر د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان له سوداګرۍ په څو برابره کم دی، خو غزیزي ویلي، له روسیې به د نفتو محصولاتو واردات پام وړ زیات شي.

    پر روسیه د لوېدیځ له بندیزونو سربېره افغانستان له دغه هېواده تېل او ګاز واردوي او د روسیې د غنمو یو مهم مارکېټ دی.

    د مالي او بانکي چارو شنونکی ضیا شفايي چې د افغانستان بانکي سکتور کې د کار تجربه هم لري، پر دې باور دی چې روسیه ښايي له دغه وړاندیز سره هوکړه وکړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هغومره نه ده چې په افغانستان کې د ډالر کمښت جبران کړي او دا ډول کار ښايي د امریکا له غبرګون سره هم مخ شي.

    همداراز اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وروستیو کې د روسیې د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته سفر کې هم په یوه اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ او د مسکو او کابل ترمنځ پنځه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

    هغه دا هم وویل چې بېجینګ هم غواړي په سوداګرۍ کې پر ملي پیسو د راکړې ورکړې خبرې پیل کړي، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالره ده.

    د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو تېره اوونۍ د دغه هېواد د مهمو امنیتي چارواکو ناسته کې وویل، وروسته له هغه چې د روسیې سترې محکمې د”منع شويو او ترهګرو ډلو” له نوملړه د طالبانو د ایستلو حکم ورکړ، اوس له کابل سره د همکاریو پراخه زمینه برابره شوې ده.

    په داسې حال چې اسلامي امارت له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پام ډېر کړی، خو روسیه لا هم له افغانستانه امنتي اندېښنې لري.

    د روسیې دفاع وزیر اندره بلوسوف ویلي چې له شلو ډېرې توندلارې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او شونې ده چې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

    هغه د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د ټولیز امنیت تړون د دفاع وزیرانو غونډه کې زیاته کړه، “دا هره ډله له ۱۵ زرو ډېر وسلوال لري چې همسایه او تر هغه هاخوا هېوادونو ته یې احتمالي نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی.”

    روسیې له داعش سره د مبارزې لپاره اسلامي امارت ته د مرستې وړاندیز کړی دی، خو د کابل او مسکو ترمنځ د نظامي همکارۍ څرنګوالی او څومروالی لا روښانه نه دی.

  • د بلوچستان د ازادۍ پوځ په مستونګ او نورو سیمو کې د پوځ او ملېشو ګنې پوستې نیولي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په مستونګ او نورو سیمو کې د پوځ او ملېشو ګنې پوستې نیولي

    د بلوچستان د آزادي پوځ وايي چې جنګیالیو یې د مستونګ په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ او په لويه لاره کې د ملېشه ځواک (لیویز) پر پوستو بریدونه کړي، او یو شمېر یې نیولي دی.

    دې بېلتون غوښتونکې ډلې رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې تیره شپه د مستونګ د پولیسو والي خان سټېشن (ماموریت) نیولی، او بلې ډلې یې د کوټې-کراچۍ په لويه لاره کې د لیویز پوستې نيولي او تر یوې ګړۍ پورې یې سړک بند کړی و.

    ازادي غوښتونکو په دې عملیاتو کې د پوليسو سټېشن او د هغو موټرونه ويجاړ کړل او له پرسونلو څخه يې شپږ وسلې هم ضبط کړې.

    ازادي غوښتونکو د لیویز (ملېشه) ۶ پرسونل له نیولو وروسته د هغوی د بلوڅ هویت پر اساس په مشروط ډول خوشې کړل.

    بلوچ آزادي غوښتونکو د یکشنبې په شپه د مستونګ د خادکوچه په سيمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته بريد وکړ. دې بريد شل دقيقې دوام وکړ، چې پکې اتومات او درنې وسلې وکارول شوې. په نتيجه کې دوه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي، او دښمن ته نور تلفات او د مالي زيانونه هم اوښتي دي.

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي:« د مې په ۲۷مه نېټه، ازادي غوښتونکو په کوټه کې د جي ډي ای په ميدان کې د اشغالګر پاکستاني پوځ پر اجنټ، محمد نبي خيلجي وسله‌وال بريد وکړ، چې په کې هغه سخت ټپي شو. دغه ایجنټ په اصطلاح د تحریک جوانان پاکستان، مارخور وینګ کوټې مشر دی، چې د پاکستان د پوځ په فرمایش غونډې او جشنونه جوړوي. محمد نبي همداراز د خلکو د ګومارلو په هڅو او ګواښونو کې ښکیل و.»

  • اوکرایین وايي، په ډرون بریدونو کې یې د روسیې لږ تر لږه ۴۰ جنګي الوتکې په نښه کړې دي.

    اوکرایین وايي، په ډرون بریدونو کې یې د روسیې لږ تر لږه ۴۰ جنګي الوتکې په نښه کړې دي.

    اوکرایین چارواکي ادعا کوي، چې د روسیې په بېلابېلو هوايي اډو کې یې تر ۴۰ ډېرې جنګي الوتکې په نښه کړې دي. دا په ظاهره د روسیې پر هوايي چلن تر ټولو زړور ډرون بریدونه ښکاري.

    د اوکرایین امنیتي خدماتو ادارې (اېس بي یو) له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي: ”د دښمن ستراتیژیکې بمبار کوونکې (الوتکې) په روسیه کې د اور په لمبو کې سوځي.”

    د اوکرایین امنیتي خدماتو اداره وايي، ”په پراخه کچه یې ځانګړي عملیات” پیل کړي، چې ”هدف یې د دښمن جنګي الوتکو ویجاړول” دي.

    له اوکرایین زرګونه کیلومتره لېرې د سایبریا ایرکوڅک پر بیلایا هوايي اډې ظاهراً د ډرون بریدونو ډرامايي تصویرونه خپاره شوي دي.

    د اوکرایین د امنیتي خدماتو سرچینو په وینا، د “غڼې تار” په نامه د دې عملیاتو تنظیم یو نیم کال وخت ونیو او شخصاً د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي لخوا څارل کیدل.کس سرچینه،REUTERS

    سرچینې وايي چې لومړی ډرونونه په پټه توګه د روسیې خاورې ته لیږدول شوي او بیا ګرځنده لرګین کابنونه، ډرونونه، چې په لاریو کې ایښودل شوي وو، د دې کابینونو لاندې پټ شوي وو.

    د برید په وخت کې، چتونه له لېرې څخه پرانیستل شوي او ډرونونو الوتنه وکړه، چې نږدې هوایی اډې یې په نښه کړې.

    په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې یو بمبار ډرون د ځغاستلیکې په اوږدو کې الوتکو ته نږدې کېږي.

    رپوټونو کې ویل شوي، چې د روسیې په شمال- لوېدیځ لېرې پرتې سیمې مورمانڅګ ښارګوټي پر اولینیا هوايي اډې هم برید شوی دی.

    یوې سرچینې ویلي، د ستراتیژیک اتومي وسلو لېږدولو وړتیا لرونکو ټي-یو-۹۵ او ټي یو-۲۲ایم ۳ او دغه راز اې-۵۰ ډوله الوتکې هم په نښه شوې دي.

    د روسیې رسنیو په مورمانڅک کې د برید رپوټونه ورکړي، خو په وینا یې دافع هوا نظام فعال دی.

    د ایرکوڅک سیمې برید رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

    په ورته مهال اوکراییني چارواکو ویلي، پر دې هېواد د تېرې شپې برید کې ۴۷۲ ډرون، بالسټیک او کروز توغندي شامل وو.

    دا تر اوسه د روسیې ډرون بریدونو تر ټولو ستر هغه بلل کېږي.

    اوکراییني چارواکي وايي، په هوا کې یې ۳۸۵ هدفونه په نښه کړي او ”ویجاړ” کړي دي.

    په ورته مهال په یوه جلا پېښه کې اوکراییني چارواکي وايي، د اوکرایین پوځ پر یوه روزنیز مرکز د روسیې توغندیز برید له کبله ۱۲ پوځیان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

  • جرمني د افغانانو لپاره د پناه ورکولو شرایط سختوي

    جرمني د افغانانو لپاره د پناه ورکولو شرایط سختوي

    د جرمني د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دبرینت» یوه نوې طرحه د خپل هیواد کابینې ته وړاندې کړې چې له مخې یې د هغو کډوالو کورنۍ چې یوازې فرعي حمایت لري، نه شي کولی ژر له خپلو عزیزانو سره په جرمني کې یوځای شي.

    فرعي حمایت هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د رسمي پناه شرایط نه لري، خو که خپلو هېوادونو ته ستانه شي، له جدي خطر سره مخامخ کېږي — چې زیاتره پکې افغانان دي.

    د نوې طرحې له مخې، د دغو کډوالو کورنۍ یوازې له دوو کلونو وروسته او هغه هم د “ډېرو بیړنیو شرایطو” په صورت کې کولای شي جرمني ته ورشي. د جرمني حکومت غواړي له دې لارې دا پیغام ورکړي چې د دوی د مهاجرت سیاست بدل شوی او غواړي د هغو عواملو مخه ونیسي چې کډوال دې هېواد ته جذبوي. دا مهال تر ۳۵۱ زره زیات کسان په جرمني کې د فرعي حمایت تر چتر لاندې ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي.

    دا محدودیتونه د نورو مهاجرتي اصلاحاتو ترڅنګ پلان شوي دي. په نورو محدودیتونو کې د هغو مهاجرو لپاره چې ښه ادغام شوي، له درې کلونو وروسته د تابعیت اخیستو د امکان لغوه کول شامل دي.

    یاده طرحه د کلیسا، زرغون ګوند او د کډوالو د حقونو د مدافع سازمانونو له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې، دوی وايي دا ډول محدودیتونه پر کډوالو لا زیات فشار راوړي او د کورنیو د یوځای کېدو حق محدودوي.

    دا طرح به تر تصویب وروسته د جرمني پارلمان او فدرالي شورا ته وړاندې شي. حکومت هڅه کوي چې دا طرح د جولای تر ۱۱مې، د پارلمان تر دوبنیو رخصتیو مخکې تصویب کړي.