مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • پر سوریې د امریکا بندیزونه لغوه شول.

    پر سوریې د امریکا بندیزونه لغوه شول.

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو اجرائیوي امر لاسلیک کړی، چې پر سوریې د امریکا لګول شوي بندیزونه ورسره پای ته ورسېږي.

    سپینه ماڼۍ وايي، د بندیزونو لېرې کولو هدف د ”سولې او ثبات پر لور” د سوریې پرمختګ ملاتړ کول دي. دغه بندیزونه چې پر هر ډول بهرنۍ پانګونه لګېدلي وو، د بشار الاسد حکومت پر ضد لګول شوي وو، چې په تېره دسمبر میاشت کې وسله والو مخالفینو نسکور کړ.

    سپینه ماڼۍ وايي، دوی به ”له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو لپاره د رغنده اقداماتو، بهرنیو ترهګرو سره مبارزې او پر ترهګرو فلسطیني ډلو د بندیزونو په ګډون” د سوریې نوي حکومت فعالیتونه څاري.

    د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني وايي، د بندیزونو له لېرې کېدو سره به د اقتصادي بیارغاونې پر وړاندې ”خنډ لېرې شي” او د نړیوالې ټولنې پر مخ به سوریه پرانیستل شي.

    د یادونې ده چې پر اسد او د ده همکارانو او دغه راز پر اسلامي دولت نومې ډله او ایراني نیابتي ډلو د امریکا بندیزونه پر ځای پاتې دي.

    ټرمپ په تېره مې میاشت کې د سعودي پلازمېنه ریاض کې د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره له لیدو مخکې ویلي و، پر سوریې لګېدلي بندیزونه به لېرې کړي.

    د امریکا له نوي اعلان وروسته د دمشق په لارو، کوڅو کې خوښۍ لمانځل کېږي.

    د الشرع اسلامپاله ډله، هيئة تحریر الشام (ایچ ټي اېس)، چې د بشار الاسد حکومت د نسکورولو مشري یې وکړه، په سوریې کې د القاعدې ملګری وو، خو په ۲۰۱۶ کال کې یې اړیکې ورسره پرې کړې. ایچ ټي اېس لا هم د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو او انګلستان لخوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوی دی.

    د دوشنبې ورځې اجرائیوي امر د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لارښوونه کوي، چې د ایچ ټي اېس دې نومونې ته ”بیاکتنه” وکړي.

    په دې امر کې دغه راز ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالات د سوریې له نوي حکومته غواړي چې د سوریې په شمال ختیځ کې د هغو کمپونو مسوولیت پر غاړه واخلي چې د اسلامي دولت نومې ډلې زندانیان پکې ساتل کېږي.

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر د سږ کال په لومړیو کې د سوریې انتقالي دولت د ملاتړ غږ کړی و او خبرداری یې ورکړی و، چې د اقتصادي پرمختګ په لړ کې ناکامي به ”په پراخه کچه د بشپړې کورنۍ جګړې” لامل شي.

    د سوریې ۱۳ کلنې خونړۍ کورنۍ جګړې په پای کې چې د بشارالاسد حکومت له منځه لاړ، د سوریې له ۹۰ سلنه ډېرو خلکو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه.

    د سوریې نوي مشر د دې هېواد لږکیو خوندي ساتلو ژمنه کړې، خو په مارچ میاشت کې د سوریې په لوېدیځو ساحلي سیمو کې د نویو امنیتي ځواکونو او بشار الاسد پلویانو تر منځ نښتو پر مهال د اسد علوي قبیلې اړوند سلګونو کسانو وژل کېدو سره د سوریې په لږکیو کې وېره زیاته شوې ده.

    دغه راز د وسله والو سخت دریځو، امنیتي ځواکونو او دروز مذهبي لږکۍ اړوند وسله والو ترمنځ هم نښتې شوې دي. په جون کې بیا د دمشق یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول.

    د شنبې ورځې له دې امر مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیئوېټ خبریالانو ته وویل، ټرمپ په سوریه کې د سولې او ثبات ملاتړ لپاره خپله ژمنه عملي کوي.

    د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس بارک خبریالانو ته په دې هکله وویل، د بندیزونو لغو کول “د یوې ډېرې ستړې کوونکې، مفصلې او زیارغوښتونکې پروسې پایله وه چې څنګه دا بندیزونه باید لېرې شي.”

    دی زیاتوي، ”سوریه یوه فرصت ته اړتیا لري او همداسې شوي.”

    په سوریې کې د بشار الاسد واکمنۍ پر مهال د دې هېواد ۶۰۰ زره وګړي ووژل شول او ۱۲ میلیونه نور اړ شول، چې خپلې مېنې پرېږدي.

  • خوست کې د کور نړېدو پېښه کې ۴ تنه مړه او ژوبل دي

    خوست کې د کور نړېدو پېښه کې ۴ تنه مړه او ژوبل دي

    خوست کې د اسلامي امارت  ولایتي چارواکي وایي چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوه کور د چت نړېدو پېښه کې یوې ښځې ژوندله لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

    د یاد ولایت ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې، دغه پېښه پرون (یک شنبه) مازيګر مهال په ایسار کلي کې رامنځ ته شوې ده.

    د پېښې د رامنځته کېدو لامل یې تېز باران او توپان شوی دی، ګربز زیاته کړه، په ژوبل شویو کسانو کې دوه کوچنیان هم شامل دي

    ژوبل کسان د درملنې له پاره د دغه ولایت روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

    دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې، بل لورته د دغه ولایت په ګډون په اتو ولایتونو کې د بارانونو د ورېدلو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني اداره وایي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې نن په کېسد باران اټکل شوی دی.

    سرچینه وایي، د باران د ورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو او د باد تېزوالی به په ختیځو، سوېل ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې وي.

    د یادونې ده چې ورورستیو بارانونو په یو شمېر نورو ولایتونو کې بیا خلکو ته زیات مالي زیانونه اړولي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې وېجاړه کړې ده.

  • پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

    پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

    د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د شنبې تر نیمايي ورځې پورې په ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو ملېشو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان شهیدان او له ۴۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

    د الشفا روغتون کارکوونکو او عیني شاهدانو خبري اژانسونو ته وویل، په یوه پیښه کې چې د غزې ښار په یوه لوبغالي رامنځته شوه، د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول.

    دغه لوبغالی د هغو بې ځایه شویو خلکو د استوګنې لپاره کارول کېده چې هلته په موقتو کېږدیو کې ژوند کوي.

    یو عیني شاهد وايي، دوی هلته ناست وو، چې ناڅاپه پر سړک یوه لویه چاودنه وشوه.

    احمد قیشاوي رویټرز خبري اژانس ته وویل: “دا سیمه له خیمو ډکه وه، اوس خیمې تر خاورو لاندې دي. موږ په خپلو خالي لاسونو تر ساعتونو پورې کېندنې کولې.”

    دی زیاتوي: ”دلته نه مطلوب کسان شته او نه هم ترهګر، هغسې چې دوی (اسرائیلیان) ادعا کوي، بلکې یوازې ملکي خلک او ماشومان دي، چې په بې زړه سوي توګه په نښه شول.”

    د المواسي سیمې اپارتمانونو پر یوه بلاک او یوې خیمې بریدونو کې د ۱۴ نورو کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوی، چې ویل کېږي، ځینې یې ماشومان دي.

    سهیونیستي اشغالګرو (ای ډي ایف) تر اوسه د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د شنبې په ماښام یې یوه اعلامیه کې ویلي، د جمعې پر ورځ یې د غزې ښار په صبرا سیمه کې د حماس پوځي څانګې یو لوړ پوړی غړی حخم محمد عیسی العیسی وژلی دی.

    اشغالګر ادعا کوي چې العیسی د حماس پوځي څانګې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه یو و، د حماس د عمومي امنیت شورا غړی و او پر اسرائیل یې د حماس ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ برید “پلان جوړولو او پلي کولو کې مهم رول” لوبولی و.

    اسرائیلي اشغالګرو  د اکتوبر هغه برید په ځواب کې پز غزه بمبار‍ۍ پیل کړې، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

    د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۶۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

    ،د جمعې ورځې له اسرائیلي بمبارۍ وروسته خلک او خیمې تر خاورو لاندې شوي.

    د المواسي سیمې په برید کې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار ووژل شول، چې خپلوانو یې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، په خوب ویده وو، چې وژل شوي دي.

    د شنبې پر ماسپښین د جعفا ښوونځي ته نږدې تفاح سیمه کې د هوایي برید پایله د یو شمېر کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي. دا هغه ځای دی، چې د غزې سلګونه بې ځایه شویو خلکو پکې پناه اخیستې.

    د فلسطین عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په دې برید کې لږترلږه اته کسان ووژل شول، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل وو.

    روغتیايي چارواکي وايي، چې امبولانس او د مدني دفاع عمله د لارو ویجاړېدو له کبله هغو قربانیانو په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ وو، چې په کنډوالو کې ایسار پاتې وو.

    په ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هیله من دی چې په راتلونکې اونۍ به اوربند وشي.

    قطري منځګړي وايي، دوی هیله لري چې د امریکا فشار به د اسرائیل او ایران ترمنځ له اوربند وروسته، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ شخړه پای ته ورسېده، یوه توافق ترلاسه کړي.

    په مارچ میاشت کې یو دوې میاشتنی اوربند هغه وخت مات شو، چې اسرائیلي ځواکونو پر غزه تازه بریدونه پیل کړل. هغه اوربند چې د جنوري پر ۱۹مه پیل شوی و، د درې پړاوونه درلودل، خو له لومړي پړاوه هم تېر نه شو.

    د هغې هوکړې په دویم پړاو کې دایمي اوربند، په اسرائیل کې د فلسطیني بندیانو خوشي کېدو بدل کې په غزه کې د ژوندي پاتې یرغمل شویو کسانو بېرته ستنیدل او له غزې نه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل شامل وو.

    پر پنجشنبه د حماس یوه لوړ پوړي چارواکيوویل، منځګړو په غزه کې د نوي اوربند او د یرغملو خوشي کېدو توافق لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي، خو له اسرائیل سره خبرې لا هم په ټپه ولاړې دي.

    بل لور د شنبې پر ماښام په تل ابیب کې یوه لاریون شوی، چې په کې د حماس لخوا په غزه کې د پاتې یرغمل اسرائیلیانو د خوشي کېدو لپاره د یوې هوکړې غوښتنه وشوه. منتظیمینو شعارونه ورکول: “د جګړې پای ته رسولو او په یوه پړاو کې د ټولو (یرغملو) کورونو ته ستنېدو وخت راغلی دی”.

  • په یوه ورځ له اېرانه ۳۳ زره ا فغانان ایستل شوي.

    په یوه ورځ له اېرانه ۳۳ زره ا فغانان ایستل شوي.

    ایران په یوه بې‌سارې اقدام کې، د چهارشنبې په ورځ ټولټال ۳۳ زره بې‌سنده افغان کډوال له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته واستول.

    په هرات کې د اسلامي امارت  د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې همدا شمېره خپره کړې او ویلي یې دي چې لا هم نور بسونه چې افغان مهاجر پکې سپاره دي، د ایران له لوري د افغانستان پر لور روان دي.

    دا ډول پراخ اخراج بې‌ساری ګڼل شوی او دا د هغه ضرب‌الاجل څخه وړاندې ترسره شوی چې د جولای په ۵مه د ایران له خوا ټاکل شوی، چې پر اساس یې د بې‌سنده افغان مهاجرو لپاره امر شوی چې یا خو دې په خپله خوښه له ایرانه ووځي، یا به ونیول شي او په زور به وایستل شي.

    د ایران د ملي پولیسو قومانداني له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که څوک تر ټاکلي نیټه پاتې شي، نیول کېږي او بېرته به وایستل شي.

    تر دې وړاندې ایران هره ورځ درې زره افغان کډوال بېرته استول.

    کوم افغان اتباع کولای شي په ایران کې پاتې شي؟

    • هغه افغانان چې د پوهنتون محصلان وي،
    • ښځینه سرپرستې چې زیانګالې وپېژندل شي،
    • هغه ماشومان چې یوه ایرانی مور یا پلار ولري،
    • او هغه کسان چې د کار کوډ (Job Code) ولري، کولای شي په ایران کې پاتې شي.

    هغه زده‌کوونکي چې مور او پلار یې قانوني اسناد نه لري، باید د جولای تر ۶مې بېرته افغانستان ته ولاړ شي. خو د پوهنتون د محصلینو لپاره دا شرایط توپیر لري. د ایرنا خبري آژانس د راپړر له مخې، د ایران د مهاجرت ملي ادارې مشر، نادر یاراحمدي، ویلي چې پوهنتوني محصلین که پاسپورټ ولري، کولای شي خپل اقامت تمدید کړي.

    هغه ښځې چې د کور سرپرستې وي او د بېرته تګ په صورت کې یې ژوند ته تهدید موجود وي، کولای شي په موقتي ډول په ایران کې پاتې شي او له روغتیايي خدماتو برخمن شي.

    د قانون له مخې، یوازې د ایران په خاوره کې د زېږوېدو له کبله څوک د ایران تبعه کېدای نه شي. که د ماشوم پلار ایرانی وي او د مور او پلار واده قانوناً ثبت شوی وي، ماشوم ته د ایران تابعیت ورکول کېږي او تذکره به ترلاسه کوي.

    خو که مور ایرانی وي او پلار بهرنی وي، حتی که واده یې ثبت شوی نه وي، ماشوم ته د مور په کورني نوم (فامیلي نوم) سره تذکره ورکول کېږي.

    هغه بې‌سنده کسان چې د کار کوډ لاندې یې کار کړی وي او په خپله خوښه له هېواده وځي، کولای شي بېرته د کار ویزه ترلاسه کړي، که چېرې یې کارفرما (employer) ورسره موافق وي. خو که ونیول شي او اخراج شي، د ویزې لپاره د غوښتنلیک ورکولو حق به ونه لري.

  • ټرمپ د استخباراتي معلوماتو افشا کولو موضوع کې پر امریکايي رسنیو سختې نیوکې کړې

    ټرمپ د استخباراتي معلوماتو افشا کولو موضوع کې پر امریکايي رسنیو سختې نیوکې کړې

    د متحدو ایالتو ولسمشر ډونلډ ټرمټ د استخباراتي ارزونې په تړاو د رسنیو رپوټونو ته غبرګون څرګند کړی.

    پر خپله خواله رسنۍ ټروث سوشل یوه تازه پیغام کې پر امریکايي رسنیو او د دوی پر خبري پوښښ سختې نیوکې کړې.

    نوموړي لیکلي: ”جعلي خبرونه سي این این، له ناکام نیویارک ټائمز سره یو ځای په یوه ډله کې د دې هڅې لپاره یو ځای شوي چې په تاریخ کې تر ټولو بریالي بریدونه بې معنی ثابت کړي. په ایران کې اتومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي! ټائمز او سي این این دواړه د خلکو لخوا رټل کېږي.”

    د ټرمپ حکومت اداره پرلپسې هغه رپوټونه ردوي چې وايي، د امریکايي بریدونو له کبله د ایران اتومي پروګرام له منځه نه دی تللی.

    د یوې نظر پوښتنې پایله چې په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس خپره کړې، ښيي چې په دې هېواد کې ډېری خلک، یعنی ۵۶ سلنه د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکايي ځواکونو له بریدونو سره مخالف وو.

    د خلکو لوی اکثریت دې نظر پوښتنې ته ځواب کې ویلي، ولسمشر باید د دې بریدونو لپاره د امریکا کانګرېس هوکړه ترلاسه کړې وای. د خلکو لوی اکثریت یعنی ۸۵ سلنه ګډونوالو د اړوند ګوندونو

    په ورته وخت د برید ملاتړو او مخالفینو له ګوندي لیدلوري په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي، چې د برید ډېری ملاتړي یعنی ۸۵ سلنه ګډونوال جمهوري غوښتونکي رایې ورکوونکي دي.

    بل لور د دې هوايي بریدونو ډېری مخالفین، یعنی ۷۸ سلنه ګډونوال د دیموکرات ګوند رایې ورکوونکي دي.

    خو دې نظر پوښتنې ته د ځواب ورکوونکو یو پاموړ ټکی دا دی چې ګډوال نه خو ځان دیموکرات بولي او نه هم جمهوریت غوښتونکي، بلکې په اصطلاح خان ‘خپلواک’ بولي.

    په دې کسانو کې چې ځان خپلواک بولي، ۶۴ سلنه ګډونوالو له دې بریدونو سره مخالفت کړی او یوازې ۳۶ سلنه کسان یې ملاتړي دي، یعنی خپلواک رایې ورکوونکو لوی اکثریت د دې هوايي بریدونو په هکله دیموکراتانو ته ورته نظر څرګند کړی دی.

  • د اېران او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو .

    د اېران او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو .

    ولسمشر ټرمپ د اسرائیل او ایران تر منځ پراخېدونکې کړکېچ کې مداخله وکړه، یو لوی قیمار یې وواهه، خو په ظاهره دا خطر د اوس لپاره د هغه په ګټه ښکاري.

    د سې شنبې پر شپه ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، چې ایران او اسرائیل د اوربند په هکله توافق کړی او دا پرمختګ په راتلونکي کې د دوام لرونکې سولې لپاره لار هوارولای شي.

    که څه هم ایران او اسرائیل په څرګند ډول دا توافق نه دی تائید کړی، خو د سپینې ماڼۍ چارواکي دا د پردې تر شا یوه لویه بریا بولي.

    که ولسمشر ټرمپ وتوانېږي چې دا کړکېچ ختم کړي، چې دی یې ”۱۲ورځنۍ جګړه” بولي، نو دا به ټولې سیمې ته د یوې پراخېدونکې جګړې مخنیوي ګټور ګام وي او هغه هم داسې مهال چې امریکا پر شنبه د ایران اتومي تاسیسات بمبار کړل او داسې اندېښنې ډېرې شوې وې، چې ښايي امریکا په دېکړکېچ کې نوره هم ښکېله شي.

    د اوربند په هکله د ټرمپ په پیغام کې ویل شوی و: “له هغې انګېرنې سره چې هر څه داسې کار وکړي، چې باید یې وکړي، چې کوي به یې، زه غواړم دواړو هېوادونو ته مبارکي ووایم.”

    د امریکا ولسمشر د اسرائیل-ایران کړکېچ ته د “۱۲ ورځنۍ جګړې” نوم ورکړی.

    ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي: “دا یوه داسې جګړه وه، چې کېدای شي تر کلونو پورې یې دوام کړی وای او کېدای شي ټول منځنی ختیځ یې ویجاړ کړی وای، خو داسې و نه شول او هیڅکله به داسې و نه شي!”

    له بلې خوا په تهران کې عیني شاهدانو د بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي، له ځايي وخت سره سم د ګهیځ له څلورو بجو راهیسې یې د چاودنو او دافع هوايي ډزو غږونه نه دي اورېدلي.

    دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په تهران، کرج او رشت ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

  • د امریکا بهرنیو چارو وزرات په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته د احتیاط خبرداری خپور کړ

    د امریکا بهرنیو چارو وزرات په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته د احتیاط خبرداری خپور کړ

    پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته په ټوله نړۍ کې امریکايي اتباعو ته د احتیاط کولو خبرداری ورکړل شوی دی.

    په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي:

    ”په بهر کې د امریکایانو او امریکايي ګټو پر ضد د احتجاجونو احتمال شته. د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته خبرداری ورکوي، چې احتیاطي تدبیرونه زیات کړي.”

    دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو د امریکا ضد مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په ورته وخت کې د ایران ولسمشرۍ مقام پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې پزشکیان وايي، ”پر ایران پوځي یرغل شوی او په کلکه مو له ځانه دفاع وکړه.”

    ”موږ تل ویلي، چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې خبرو او مذاکراتو ته چمتو یو، خو د دلیل منلو پر ځای بل لوري د ایران ملت تسلمېدو غوښتنه وکړه.”

    پزشکیان زیاته کړه: ”زموږ ملت به هیڅکله ظلم او ځورونې ته تسلیم نه شي او طبیعي ده چې یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.”

    له فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکرون سره له ټیلیفوني خبرو وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، ”امریکا به د خپل یرغل ځواب وویني.”

    له بلې خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا برید په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه چې د یکشنبې پر مازدیګر د ایران په غوښتنه رابلل شوې وه، ویناوالو پکې توندې، تېزې څرګندونې وکړې، خو کومه پرېکړه پکې و نه شوه او نه هم پکې کوم پرېکړه لیک تصویب شو.

    غونډه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په خبرو پیل شوه، چې په وینا یې ملګري ملتونه چمتو دي، چې د یوه سوله ییز حل لپاره هر ډول هڅه وکړي.

    نوموړي زیاته کړه، د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بمباري په داسې یوه سیمه کې خطرناک بدلون دی، چې له مخکې له کړکېچ سره مخامخ ده.

    ګوتېرش وویل، د منځني ختیځ خلک د ویجاړۍ یو بل پړاو نه شي زغملای.

    د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر رافائل ګروسي د دې غونډې یو بل وینا وال و، چې په خبره یې پر اتومي تاسیساتو باید پوځي بریدونه وشي او د (امریکا) تېرې شپې بریدونه ښايي تاوتریخوالی ډېر کړي.

    ګروسي زیاته کړه، اداره یې د اوس لپاره فرودو کارځای کې تر ځمکه لاندې د اوښتي زیان کچې ارزونه نه شي کولای.

    د روسیې استازي چې د امنیت شورا له پنځو اصلي غړو یو او د وېټو حق لرونکی هېواد دی، وویل، پر ایران د امریکا بریدونه د ایران له هر ډول تحریک پرته ترسره شوي او یو ځل بیا ثابته شوه، چې امریکا نړیواله ټولنه په پام کې نه نیسي.

    د روسیې سفیر وویل، امریکا ځان (عمومي قاضي) بولي چې باید هماغسې عدالت وکړي، چې دوی یې غواړي او د (خپل) نړیوال تسلط دوام لپاره چمتو ده، چې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي. د روسیې استازي وویل:

    ”پرېږدئ، در یاده شي، چې هېچا امریکا ته اجازه نه ده ورکړې، چې دا ډول چلن وکړي.”

    د امریکا استازې په نن‍ن‍ۍ غونډه کې هم وویل، ”د ایران رژیم باید اتومي وسله و نه لري” او په وینا یې پر فردو، نطنز او اصفهان اتومي تاسیساتو د امریکايي بریدونو هدف د تهران له ۴۰ کلونو زیاتو هڅو او په ځانګړې توګه د یورانیمو بډای کولو وړتیا له منځه وړل و.

    د امریکا استازې په ​​وینا، دا اقدام د نړیوالې ناامنۍ د سرچینې له منځه وړلو او “زموږ له متحد اسرائیل سره د مرستې لپاره او د ځان د دفاع لپاره د هغوی له حق سره سم او د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې په هدف ترسره شوی دی. ”

    همدارنګه د امریکا متحدو التونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د ایران پر اتومي کارځایونو د برید امر وکړ او دا بریدونه یې بریالي وبلل او د ایران له لاسونو یې د اتومي بم اخیستلو خبره وکړه، په یوه نوي پیغام کې ویلي:

    ”پوهېږم، چې له سیاسي پلوه باید د رژیم بدلون خبره و نه شي، خو که د ایران اوسنی رژیم نه شي کولای د ایران پخوانی عظمت بېرته راولي، ولې باید هلته رژیم بدل نه شي؟ میګا”

    ټرمپ د خپل پیغام په پای کې د څلورو تورو مخفف میګا یا (MIGA) لیکلی، چې ”د امریکا پخواني برم بیا راوستلو” په معانا کارول کېږي، خو په دې پيغام کې یې د امریکا لپاره د سر توری (اې) د ایران لپاره د کارول کېدونکي توري (ای) سره بدل کړی دی، چې معنی یې ”د ایران پخواني برم بیا راوستل دي.”

    د ولسمشر ټرمپ دغه پیغام د یکشنبې پر مازدیګر داسې مهال د نوموړي پر خواله رسنۍ ټروت سوشل خپور شو، چې له دې څو ساعته مخکې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا پوځي عملیات ”د ایران پر ضد نه، بلکې د ایران اتومي پروګرام پر ضد شوي” او پنټاګان او سپینه ماڼۍ په ایران کې د رژیم بدلون هڅه نه کوي.

  • امریکا د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه کړي

    امریکا د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه کړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا د فردو، نتنز او اصفهان په ګډون پر دریو ایراني اتومي تاسیساتو بریدونه بشپړ کړي دي.

    نوموړي پر ټروت سوشل خواله رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي: ”موږ په ایران کې پر دریو اتومي تاسیساتو خپل بریدونه بشپړ کړي دي، چې فردو، نتنز او اصفهان پکې شامل دي. ټولې الوتکې اوس د ایران له هوايي حریمه بهر دي.”

    نوموړي زیاته کړې، ”د بمونو یو بشپړ بار” پر فردو غورځول شوی او اوس ټولې الوتکې بېرته امریکا ته پر لار دي.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، بي-۲ ډوله امریکايي جنګي الوتکو پر ایران بریدونه کړي.

    مخکې د بي بي سي په رپوټونو کې د سرچینو په حواله ویل شوي وو، چې دغه ډول جنګي الوتکې د امریکا ملکیت ګوام ټاپو ته استول شوې او داسې تاثر ورسره راپیدا شوی و، چې ښايي همدا الوتکې پر ایران د امریکا برید کې برخه واخلي.

    ،د ټرمپ وینا پر مهال مرستیال ولسمشر جې ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیټ هیګسیت د هغه تر څنګ ولاړ وو.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ولس ته وینا وکړه.

    ده وویل: ”ایران باید اوس سوله وکړي. که داسې و نه کړي، نور بریدونه به لا ستر او لا ډېر اسان شي.”

    ټرمپ په خپلو خبرو کې د ایران پر فردو، نتنز او اصفهان اتومي کارځایونو بریدونه تائید کړل.

    نوموړي وویل: ”دوی چې دا ویجاړونکې وحشتناک ځایونه جوړ کړي وو، تر کلونو پورې هر چا نومونه اورېدل. زه نن کولای شم نړۍ ته ووایم، چې دا بریدونه پاموړ پوځي بریا وه.”

    نوموړي زیاته کړه: ”د ایران مهمې اتومي بډاینې اسانتیاوې له منځه وړل شوې دي.”

    ټرمپ خبرداری ورکړ: “یا به سوله کېږي او یا به د ایران لپاره تراژیدي تر هغې هم زیاته شي، چې موږ په تېرو اتو ورځو کې ولیده. یاد لرئ، چې ډېر هدفونه شته، چې لا پاتې دي. نن شپه د دوی تر ټولو سخت هغه وو او ښايي تر ټولو وژونکي هغه هم. خو که سوله ژر و رانشي، موږ به په هغو نورو پسې په دقت، سرعت او مهارت سره ورشو.”

    د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې د ایران پخواني پوځي قوماندان قاسم سلیماني یادونه هم وکړه او په خبره یې هغه زرګونه کسان ووژل: “ما ډېر مخکې پرېکړه وکړه، چې دا به نه پرېږدم، چې دوام وکړي. دا به نور دوام نه کوي.”

    نوموړي دغه راز د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ته هم مبارکي ورکړه او په وینا یې دوی د “اسرائیل پر وړاندې د دې وحشتناک ګواښ” له منځه وړلو لپاره د “یوه ټیم” په توګه کار وکړ.

  • اېران به هېڅکله له صهیونیزم سره خبرې ونکړي.

    اېران به هېڅکله له صهیونیزم سره خبرې ونکړي.

    د ایراني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر اېکس خواله رسنۍ د پیغامونو یوه لړۍ کې ویلي، ایران به ”هېڅکله له صهیونیستانو سره جوړجاړی و نه کړي.”

    د نوموړي یوه پیغام ژباړه ښيي: ”موږ به له ضهیونیستانو سره هېڅ ډول مهرباني څرګنده نه کړو.”

    په یوه بل پیغام کې بیا علي خامنه يي وايي: ”جګړه پیل شوه.”

    دغه پیغامونه چې په بېلابېلو ژبو د ایت الله علي خامنه يي له حسابونو خپاره شوي، د امریکايي ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته لومړی ځل مخې ته راځي، چې وايي، امریکایان پوهېږي، چې دی چېرې دی، خو په وینا یې ”لږ تر لږه اوس یې… نه راباسو.”

    د روانۍ اونۍ په پیل کې زموږ یوه رپوټ کې ویل شوي، چې ټرمپ د اسرائیل هغه پلان رد کړی، چې علي خامنه يي ووژني.

  • د ایران دولتي رسنیو پر اسرائیل د فتح-۱ نومي توغندي توغولو اعلان وکړ

    د ایران دولتي رسنیو پر اسرائیل د فتح-۱ نومي توغندي توغولو اعلان وکړ

    د نیمه دولتي خبري اژانس مهر له لوري پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویل شوي، ایران د اسرائیل پر لور ”فتح-۱ توغندي” توغولي دي.

    د ایران دولتي ټلویزیون هم د دې ډول توغندیو توغول کېدو خبره کړې او دواړو سرچینو د سپاه پاسداران ځواک په حواله دا رپوټ خپور کړی.

    د پریس ټي وي په رپوټ کې راغلي سپاه پاسدران له قوله ویل شوي، د عملیاتو تازه پړاو پرېکنده هغه دی او په وینا یې د فرسټ جنرېشن توغندیو کارول د اسرائیل ‘افسانوي’ دافع هوا نظام لپاره ”د پای پیل ښيي.”

    له بلې خوا د امریکا کانګرېس غړي د هغې مسودې په هکله بحث کوي، چې له ایران سره مخامخ جګړې کې د ښکېلتیا په تړاو د ولسمشر ټرمپ وړتیا محدودوي.

    د جګړې واکونو پرېکړه لیک په نامه دا مسوده وايي، ټرمپ نه شي کولای بې تائیده پر ایران داسې ګوزارونه وکړي، چې لومړی یې کانګرېسه تائید نه وي ترلاسه کړی.

    د امریکا مشرانو جرګه یا سېنیټ کې د دې مسودې په هکله د بحث په لړ کې د ویرجینیا دیموکرات سناتو ټیم کایني وویل، که امریکا د ایران پر ضد جګړه کوي، دا به له ۲۰۰۱ کال راهیسې درېیمه جګړه وي، چې امریکا یې په منځني ختیځ کې کوي.

    د نوموړي په وینا له ایران سره داسې یوه جګړه به ”د دې هېواد لپاره یوه ناوریني تېروتنه” وي او په منځني ختیځ کې به پر امریکايي اډو د پراخو بریدونو لامل شي.

    په ورته وخت کې د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ایران سپاه پاسدران ځواک د اسرائیل پلازمېنې تل ابیب اوسېدونکو ته امر کړی، چې له خپلو مېنو ووځي.

    دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي ایف) وايي، د ختیځ له لوري راغلي دوه ډرونونه یې په نښه کړي، چې له کبله یې د اسرائیل مړه سمندر په سیمه کې د خبرداري سائرنونه یا ټلۍ وغږول شوې.

    د جګړه ییز حالت په ورته وخت،د امریکا جنګي الوتکې په داسې حال کې د انګلنډ په ختیځ کې له یوې اډې پورته شوې دي، چې ډېری رپوټونو کې ویل شوي، امریکا د ایران او اسرائیل په شخړه کې له پوځي پلوه د ښکېل کېدو پلان لري.

    د یوه اماتور عکاس لخوا اخیستل شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې ایف-۳۵ ډوله الوتکې د برېتانیا شاهي هوايي ځواک له لاکینهیټ هوايي اډې الوتې دي.

    له دې الوتکو سره یوه داسې الوتکه هم مله وه، چې د ټانکر په توګه کار کوي او په هوا کې الوتکو ته تېل ورکوي.