دوشنبه د چنګاښ ۲۵ : د ۲۰۲۴ کال اروپايي فوټبال اتلولیو پایلوبه کې اسپانیا انګلنډ ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.
د لوبې تر لومړۍ نیمې پورې هېڅ یوه لوبډله و نه توانېده، چې ګول وکړي. خو په ۴۶ دقیقه کې د اسپانیا نیکو ویلیمز توپ د انګلنډ ګول ته ورساوه او لومړی ګول یې وکړ.
د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې بیا د انګلنډ کول پالمر د انګلنډ له لوري ګول وکړ او سیالي یې په یوه- یوه ګول برابره کړه. خو مایکل اویارزابیل د لوبې په ۸۶ مه دقیقه کې د اسپانیا لپاره ګټونکی ګول وکړ او لوبډله یې د یو په مقابل کې په دوو ګولونو مخکې شوه د الوبه د جرمني په برلین کې ترسره شوه.
انګلنډ لوبډله پایلوبې ته هالنډ ته د یو مقابل کې له دوو ګولونو ورکولو وروسته رسېدلې وه.
اسپانیا بیا درې ځله د دې سیالیو اتله لوبډله پاتې شوې.
د ۲۰۲۴ کال اروپايي اتلولیو کې د اسپانیا له لوري ځوان لوبغاړی لامین یامال خورا ښه وځلېد، چې د پایلوبې له پیل یوه ورځ مخکې ۱۷ کلن شو. دی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې په اروپايي سیالیو کې د اسپانیا لپاره ولوبېد.
انګلنډ لوبډلې له ۱۹۶۶ راهیسې د فوټبال کومې مهمې سیالۍ پایلوبه نه وه ګټلې او د دې لوبډلې روزونکی ، ګارېت ساوتګېټ لومړی ځل وتوانید لومړی ځل له هېواده بهر د اروپايي اتلولیو پایلوبو او د یوې مهمې لوبې پایلوبې (یورو او نړیوال جام نیمه پایلوبې) ته ورسوي.
انګلنډ لوبډله د اروپا اتلولیو کې له دې مخکې دوه ځله له اسپانیا سره مخامخ شوې او دواړه ځله انګلنډ لوبډله بریالۍ شوې وه. نننۍ سیالۍ د دې دواړو لوبډلو تر منځ د اروپايي اتلولیو په سیالیو کې درېیمه هغه وه، چې اسپانیا وګټله.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
اسپانیا داروپا ۲۰۲۴ کال د فوټبال د نړېوال جام اتلولي وګټله
-
په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي
دوشنبه د چنګاښ ۲۵ : د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي او ډېر ژر به د افغانستان په نورو ښارونو کې هم د دغو کمرو د نصبولو لړۍ دوام وکړي.
تېره اوونۍ د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې هم د امنیتي کمرو د نصب لړۍ پیل شوه.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو امنیتي کمرو نصب به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته وکړي.
ښاغلي قانع دا هم څرګنده کړه چې د امنیتي کمرو د څارنې په وسیله یو شمېر پلان شوي امنیتي ضد بریدونه هم شنډ شوي دي.
خو ده یې کره شمېر په اړه څه ونه ویل.
تر دې وړاندې ویل شوي وو چې اسلامي امارت د چین د مخابراتي وسایلو له جوړوونکي هوواوې سره د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. -
منظور پښتین پاکستان ته!خپله خاوره نه در پریږدو، د پښتنو تګ نور درسره نه کیږي.
یکشنبه، د چنګاښ ۲۴ : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه وینا کې پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې نور د پښتنو تګ درسره نه کیږي او نور د دغه هېواد اوسني سیاستونه نه شي زغملای.
ښاغلي پښتین د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: زه د پاکستان ریاست چارواکو ته هم وایم، داسې ښکاري چې زموږ او تاسو نوره ونهشوه، داسې ښکاري، نور دغه حالات چې تاسو جوړوئ پښتانه نور له تاسو سره په دې شرایطو تګ نهشي کولای.»
نوموړي پښتنو ته په خطاب کې ویلي: «حوصلې به نهبایلئ، همت به نهبایلئ، سل زره سرونه قربان وو؛ خو دا وطن ورته نهپرېږدو، دا خپله خاوره به آزاده وو.»
پښتین همدارنګه د اکتور په یوولسمه د پښتنو د قومي عدالت جرګې د بللو اعلان کړی او ویلي، چې د پښتنو لږ ترلږه ۴۰ زره استازي به پکې د پاکستان د سیاستونو او خپل وضعیت په اړه خپلې پرېکړې کوي.
هغه په یوه وینا کې پاکستان ته ویلي، چې پر پښتنو یې شل ګوزاره کړي، خو دا ځل به پښتانه منسجم او داسې یو ګوزار وکړي، چې د پښتنو تاریخ او برم به ور په یاد کړي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د لوی افغانستان ارمانجن او د پښتنو په انقلابي شاعر او ددغه غورځنګ د رهبرۍ شوراپه غړي ګیلامن وزیر په اسلام آباد کې د څو تنو لخوا مرګوني حمله وشوه چې درې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه او تېره جمعه په وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو. د ښاغلي ګیلامن وزیر په جنازه کې په سل ګونو زره پښتنو برخه اخیستې وه او د افغانستان د بېرغ په اوچتولو سره یې د لر او بر افغان د آزادۍ نارې وهلې.
پاکستاني رسنیو د منظور پښتین پر دغې وینا هم د تل په شان بندیز لګولی او هم یې د ګیله من وزیر د شهادت اړوند ټول خبرونه او اعتراضات نه دي رسنیز کړي. -
ګیلامن پښتون بالاخره د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه
د لر او بر افغان ستر داعي، او د پښتو ژبې انقلابي شاعر ګیلامن پښتون د پاکستان د اسلام آباد په یو روغتون کې تېره شپه د ژورو ټپونو له امله د ژوند پور پرې کړ.
پرهغه درې ورځې وړاندې د څو تنو لخوا د چړو او لرګیو مرګونی برید وشو چې وروسته د درملنې لپاره د اسلام آباد پمز روغتون ته ولیږدول شو خو د پرله پسې هڅو وروسته بیاهم د هغه ژوند ونه ژغورل شو.
ښاغلي ګیلامن وزیر به تل په خپلو شعرونو او مبارزو کې پښتون قوم یووالي ته رابوله او تل به یې پاکستاني ریاست د پښتنو په وژنه او د پښتونو په سیمو کې په ناامنۍ تورناوه.
د پښتنون قوم دغه سترمبارز څو ځلي د هغه د تندو بیانونو له امله بندي کړی او شکنجه کړی هم وه، خو نوموړي به تل ویل چې ترڅو یې د پښتنو حقوق نه وي ترلاسه کړي خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.ټاکل شویده چې د ښاغلي ګیلامن پښتون جنازه به د شاندارو مراسمو په ترڅ کې په پښتونخوا کې په خپله پلرنی هدیره کې خاورو ته وسپارل شي. -
ملګري ملتونه: سوډان کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو شمېر لس میلیونه او د کډوالو نږدې ۲ میلیونو ته رسېدلی.
ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې تازه رپوټ ښیې، د سوډان کورنۍ جګړې له کبله د بې ځایه شویو شمېر لس میلیونه او ګاونډیو هېوادونو ته د کډوال شویو کسانو شمېر بیا نږدې دوه مېلیونو ته رسیدلی دی.
دا د جګړې له کبله د خلکو د بې ځایه کېدو د تر ټولو لوی کړکېچ ښکارندويي کوي چې شمېر یې د اوکرائین او سوریې په جګړه کې له بې ځایه شویو هم اوړي.
یو اېن ایچ سي ار په خپاره شوي رپوټ کې ویلي، د وروستي څه باندې یوه کلن کړکېچ له کبله یوازې له شپږ سووو زرو ډېر کډوال ګاونډي چاډ هېواد ته اوښتي.
له دغو نویو شمېرو سره ښکاري، تر ټولو ډېر سوډانیان چاډ ته کډوال شوي کوم ځای چې وار له مخه د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کالونو جګړو له کبله هم له نیم میلیون د ډېرو کډوالو کوربه دیGETTY IMAGES
د چټک ملاتړ یاغي ډلې مشري جنرال محمد حمدان دګالو کوي او د دولتي وسله وال پوځ مشري جنرال عبدالفتاح البرهان کوي.
په دغو جګړو کې د زرګونو کسانو د مړینې تر څنګ د میلیونونو خلکو کډوالي او سختو کړاوونو د مرستندویه بنسټونو اندیښنې هم پارولي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې په دې سخت حالت کې له کډوالو مرستې ونه سپموي.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې تېره نومبر میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د مرستو کمښت به په چاد کې د نږدې یو نیم میلون کډوالو سره د مرستو بهیر سخت زیانمن کړي او په وینا یې دا بېل کړکېچ زیږولی شي.
په همدې مهال ګڼو سازمانونو څرګنده کړې چې نژدې ۲۰ میلیونه خلک کابو په هرو دوو سودانیانو کې یو یې د خوراکي توکو له سخت ناخوندیتوب سره مخ دی. دوی خبرداری ورکړ، که جګړه ونه درېږي او په جګړه ځپلو سیمو کې بندو پاتې کسانو ته مرستې ونه رسېږي، نو له لوږې سره به مخ شي. -
د برېتانیا نوي لومړي وزیر روانډا ته د پناه غوښتونکو د استولو پلان لغوه کړ.
د بریتانیا نوي لومړي وزیر کېیر سټارمر تېر حکومت له خوا روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پروګرام لغوه اعلان کړ.
ښاغلي سټارمر د روانډا سکیم په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل “د روانډا پروګرام له پیلېدو مخکې مړ او ښخ شوی دی.”
هغه د وړو کیښتیو په وسیله بریتانیا ته د پناه غوښتونکو ورتګ ته په اشارې وویل روانډا ته د کډوالو د لېږلو پلان د کډوالو د ورتګ د مخنیوي په توګه کار ونه کړ. سټارمر وايي، “د روانډا پلان له پېلیدو دمخه ناکاره او په نشت حساب و. هېڅکله د کډوالو د راتلو مخنیونکی نه و. هغو شمیرو ته وګورئ چې د دې کال څه باندې لومړیو شپږو کې راغلي دي. دا د ریکارډ په کچه شمېرې دي. دا هغه ستونزه ده چې موږ ته په میراث پاتې ده. دا پلان هېڅکله د مخنیوي په توګه کاریدلی نه شي. تقریبا برعکس، ټول په دې پوهیږي په ځآنګړي ډول ورانکارې ډلې، چې روانډا ته د کډوالو د استولو چانس خورا کم و، تر یو سلنې هم کم.”
روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو موخه د مخکېني لومړي وزیر رشي سوناک د هغو هڅو یوه برخه وه، چې ویل يې، د انګرېز چېنل له لارې د راتلونکو غېر قانوني کډوالو مخنیوی وکړي.
پلان داوه، هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته راځي، روانډا ته به ولېږدول شي او له هغه ځایه د پناه غوښتنه وکړي – که غوښتنه یې نه منل کېده، نو بېرته به خپلو هېوادونو ته استول کېږي.
اوسني واکمن او د اپوزيسيون نورو ګوندونو او د بشري حقونو ډلو هغه مهال هم پر دغه پلان سختې نيوکې کولې او مخالف یې وو.
د بريتانيا مخکېني لومړي وزير ريشي سوناک وړاندې ويلي و، د کډوالو لېږد به په جولای میاشت کې پیل شي.
ټاکل شوې وه چې رونډا ته د کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې شوې وای خو له قانوني ننګونو وروسته په وروستۍ شېبه کې وځنډول شول. -
مسعود پزشکیان د اېران د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ – ۵ جولای ۲۰۲۴
د ایران ټاکنو ادارې د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو ۳۰ میلیون کارول شویو رایو له شمېر وروسته وویل، مسعود پزشکیان دا ټاکنې ګټلې دي.
د ایران ټاکنو ادارې د شمېرو له مخې اصلاحات غوښتونکي ډاکتر پزشکیان په دې ټاکنو کې ۵۳ اعشاریه درې او سخت دریځي سیال یې سعید جلیلي ۴۴ اعشاریه درې سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو دا دویم پړاو له هغه وروسته ترسره شو، چې د جون پر ۲۸مه د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید و نه توانېد غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.
د ایران ټاکنو دویم پړاو د پایلو له اعلان وروسته د مسعود پزشکیان ګڼو پلویانو د ایران د ښارونو په واټونو کې د هغه بریا ولمانځله.
د هغه ټاکنه ښايي اوس هغو ځوانانو ته نوې هيلې ورکړي چې د هېواد د وضعيت د ښه والي په اړه يې هيلې له لاسه ورکړې وې او د کډوالۍ په فکر کې وو.
دوی تمه لري، نوی ولسمشر به وکولای شي، چې دغه هېواد په ژورو کې د ډوبېدو مخه ونیسي.
ښاغلي پزشکیان ژمنه کړې، چې له امریکا او لویو ځواکونو سره به د بندیزونو د لېرې کولو لپاره خبرې پیل، د اجباري حجاب په اړه د کړکېچ مخه به ونیسي، د انټرنېټ فلټر کولو چاره به پای ته ورسوي، او د تعامل او سوداګرۍ لپاره به د خپل هېواد دروازې پرانېزي.
خو دا معلومه نه ده چې ښاغلی پزشکیان به تر کومه حده عملي ازادي ولري. ښايي سخت دریځي او توندلاري به د هغه په لار کې خنډونه رامنځته کړي.