د جو بایډن مرستیالې کمالا هرېس، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند کاندیده ده، د دوشنبې په ورځ د دالاور ایالت په ویلیمنګټن ښار کې د بایډن هاریس مرکزي دفتر ته لاړه او وویل: “د ګټلو لپاره میدان ته راغلې” او که د امریکا په تاریخ کې د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه سپینې ماڼۍ ته ورشي نو په خپل هېواد کې به د مېرمنو قانوني حق بېرته ترلاسه او د ماشوم د ضایع کولو حق به ورکړي.
کمالا هرېس دا هم ویلي، که ولسمشره شي، یو اصلي هدف به یې د امریکايي ټولنې د منځنۍ کچې وګړو ځواکمنول وي.
مېرمن هرېس وویل، د هغې په اند د ۲۰۲۵ پروژه چې مېرمن هرېس یې “افراط” بولي، به امریکا شا ته بوځي.
هغې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د ۲۰۲۵ کال په پروژه کې وړاندیز شویو اهدافو او هیلو ته په اشاره وویل: “امریکا مخکې هم دا ډول سیاستونه ازمویلي او موږ لیدلي چې دا ډول تګلارې په سوکالۍ پای ته نه دي رسېدلي. موږ ولیدل چې دوی د اقتصادي نابرابرۍ او بېعدالتۍ لامل شوي او له همدې امله به موږ بېرته هغه حالت ته نه ستنېږو.”
په ورته وخت کې ولسمشر جو بایډن د خپلې استعفا د اعلان پرمهال وویل چې دی به په راتلونکو څو ورځو کې د خپل هېواد له خلکو سره د خپلې استعفا د لاملونو په اړه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړي.
مخکې له دې چې ډونلډ ټرمپ ځان ته غوره کړی مرستیال جي ډي وانس په اوهایو کې خپله وینا پیل کړي، ډونلډ ټرمپ په ټولنیزه شبکه “تروت سوشل” کې پر جو بایډن او کمالا هرېس نیوکې وکړې.
هغه لیکلي: “جو بایډن به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر ثبت شي. ”
ټرمپ د کډوالو په باب د کمالا هرېس فعالیت ته په کنایه وویل، کمالا هیریس یوه نا اهله ښځه ده او زمونږ د سرحدونو وضعیت به نور هم خراب کړي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
ټرمپ کمالاهریس بې کفایته او نااهله بللې.
-
له ژمنې سره سره د چمن- سپین بولدک لار لا هم بنده ده.
سه شنبې د زمري دویمه: د چمن اوسېدونکي او کاروباریان وایي چې د سپین بولدک – چمن دروازه لا هم تړلې او دوی ته پر افغاني تذکرو او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د چمن د پرلت مشرانو اعلان وکړ چې خپل لس میاشتنی پرلت په دې خاطر پای ته رسوي چې د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک عنایت الله کاسي پرلتوالو ته اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د مذاکراتو په نتیجه کې ورسره منلې چې خلک د پخوا په ډول د چمن – سپین بولدک پر دروازه پر پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکرو تګ راتګ کولی شي.
د دوی په وینا، د چمن – سپین بولدک د لارې د پرانستل کېدو ترڅنګ د پرلت د مرکزي کمېټې غړی او ویاند صادق خان هم، چې دوې میاشتې پخوا د پاکستان حکومت له لوري نیول شوی وه، پرون خوشي شو.صادق خان هیله څرګنده کړه چې دا لار به بیا نه بندیږي.
خو اوس د چمن سلګونو اوسېدونکو او د کرښې د دواړو خواوو کاروباریانو دروازې ته په دې تمه مراجعه وکړه چې هغه به پرانستل شوې وي، خو د پاکستان حکومت له پاسپورته پرته د تګ راتګ اجازه ورنه کړه.
اټکل دادی چې د پاکستان حکومت د دې لارې د پرانستلو ژمنه د دې لپاره کړې وه چې د بنو د اعتراض په شمول د پښتنو غوسه کمه کړي. -
کانونو وزارت: د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي
سه شنبې د زمري دویمه : د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې د روانې اوونۍ تر پایه به د لوګر د مس عینک کان د کیندنې چارې عملاً پيل شي.د دغه وزارت ویاند همایون افغان په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
له دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت اټکل کړی و چې د مس عینک په کان کې د مسو د زېرمې کچه، څه باندې ۱۱ مېلیون ټنو ته رسېږي.
د صنایعو او کانونو خونې هم ویلي چې د دغه کان د استخراج له عملي کېدو سره، د زرګونو تنو لپاره د کار زمینه برابرېږي.
د مس عینک کان د کابل سوېل ختیځ ۴۰ کیلومټرۍ کې د لوګر په بېحاصلې سیمه کې موقعیت لري، دغه کان په نړۍ کې د مس تر ټولو ستر کان دی او د افغانستان د یوه طبیعي پانګې د سرچینې په توګه شمېرل کېږي.
د مس عینک کان تړون د امسيسي چینايي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ خو د هغه استخراج چارې د بېلابېلو دلیلونو له امله بشپړې نه شوې. -
چمن کې پرلتوال: “له نن وروسته به لکه د پخوا په پېژندپاڼه تګ راتګ کوو”
دوشنبې د زمري لومړۍ : په چمن کې له نږدې یوولس میاشتو اعتراضونو او پرلپسې پرلت وروسته تنظیمونکي وايي چې بالاخره یې مهمې غوښتنې منل شوې دي.
د دغه پرلت او حکومت تر منځ د منځګړي پلاوي یوه مشر ملک عنایت الله کاسي زرګونو پرلت کونکو ته په وینا کې ویلي: “د یولسو میاشتو خواري مو پایله ورکړې او ټولې غوښتنې مو منل شوې.”
نوموړي وویل سر له سبا به د پولې دواړه غاړې تګ راتګ له “تذکره او شناختي کارډ سره کېږي.”
د دریځ پر سر د هغه دا اعلان په ولولو، خوشحالیو، چکچکو او شعارونو بدرګه کېده. ښاغلي کاسي وویل د پرلت له منځه نیول شوي ټول بندیان هم له زندانه بېرته را خوشي شوي دي.
د نوموړي په وینا له حکومته یې د شناختي کارډونو جوړولو لپاره ځانګړې اسانتیاوې غوښتې او که څوک پاکستانی کارت نه لري په (ټوکن) به اوښتلی او بېرته راتللی شي.
له بل لوري د پرلت تنظیمونکو ویلي چې د “حکومت او پرلت کمېټۍ تر منځ اصولي جوړجاړی وشو.
ویل کېږي د خلکو تګ راتګ لپاره به یو نوی مېکانیزم جوړیږي، خو سملاسي به خلکو ته اجازه ورکړل شي چې پر پخوانۍ تګلاره تګ راتګ وکړي. -
لیکوال او شاعر همېش خلیل له دې نړۍ سترګې پټې کړې
دوشنبې د زمري لومړۍ : د پښتو ژبې لیکوال، شاعر، څېړونکی، تاریخپوه، کیسه لیکونکی او کره کتونکی همېش خلیل د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د جولای پر ۲۱مه د پېښور بر تاکال په غریب اباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
همېش خلیلک په ۱۹۳۰ کال د اپرېل پر ۱۱مه د پېښور په بر تاکال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې. پلار یې انځر ګل نومېده چې له مومندو مرزاخېلو سره یې تعلق درلود.
دغه پښتون شاعر او لیکوال پنځه کلنۍ کې د خپل کلي په مدرسه کې سبق ویلی، له شپږم جماعت وروسته اسلامیه کالجییټ سکول نه د لسم ټولګي سند اخیستی او اسلامیه کالج کې یې دوولسم هم پایته رسولی. وروسته یې خصوصي زده کړې پېل او په دغه جریان کې یې د (نغمه زار) په نامه لومړۍ شعري ټولګه چاپ شوه.
تر څنګ یې په ورځپاڼو او اخبارونو کې هم ګڼې مقالې او لیکنې خپرې شوې دي.
لسګونه کتابه یې لیکلي چې ځینې مشهور یې (د غره ګلونه، د فکرونو ډېوې، پښتانه لیکوال، ورکه خزانه، زما سندرې، مومن خان شیرینۍ، ادم خان درخانۍ، حضرت عثان ذو النورین او د قلم خاوندان) دي.
پر خواله رسنیو په تېره فېسبوک کې ګڼو پښتو لیکوالو او شاعرانو د همېش خلیل مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
همېش خلیل د قلم سربېره سیاسي مبارزه هم کوله، چې څو ځله د پاکستان د وخت د حکومت له لوري بندي شوی او بېلابېلو زندانونو ته لېږدول شوی دی. -
پاکستان یوځل بیا د افغانستان په تازه مېوو ګمرکي تعرفې لوړې کړي
افغان سوداګر وايي پاکستان دتېر په څېر یوځل بیاد افغانستان په تازه مېوو محصولات پورته کړي او دوی اړ دي چې له بڼوالو د مېوو پېرودل و ځنډوي
د افغانستان په تودو ولایتونو کې د بېلابېلو مېوو، په ځانګړې توګه د انګورو د ټولولو فصل پیل او یوازې درې میاشتې وخت لري.
افغان بڼوال او کروندګر له اوږدې وچکالۍ وروسته سږ کال د خپلو باغونو محصولاتو ته خوښ وو او تمه یې درلوده، چې تش جېبونه او دسترخوانونه به یې ډک شي خو داسې ښکاري چې پاکستان یې دا هیلې په اوبو لاهوکړي.
د پاکستان له اړخه دغه هېواد ته پر وارداتي توکو د نویو تعرفو اعلان ټیک پر داسې مهال شوی چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د کرهنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د انګورو فصل رارسیدلی.
خو د افغانستان سوداګرۍ خونه وایي اوسنۍ ستونزه د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي پاکستان د افغانستان پر محصولاتو ګمرکي تعرفه ځکه لوړه کړې چې افغانستان په ژمي کې د پاکستاني پر مېوو لوړه تعرفه لګولې وه. -
غزه: د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي
چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ : د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د غزې تړانګې پر سوېلي او مرکزي سیمو د اسرائیلو بمباریو او بریدونو له ۶۰ ډېر کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
بریدونه په داسې ځایونو هم شوي چې خپله اسرائیلو هم بشري او غیرجنګي اعلان کړې. اسرائیلی پوځ وايي هلته د ملکیانو د وژنې راپورونه پلټي.
په یوه برید کې، د خان یونس سوېلي ښار په لویدیځه څنډه مواسي سیمه کې چې خوندي یا له جګړې خالي اعلان شوې، یو موټر په نښه شوی او لږ تر لږه اوولس کسان پکې وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان شوي.
فلسطيني چارواکو ویلي چې په دغه ګاډي کې څلور کسان سپاره وو او یوه اردني ساحوي روغتون ته څېرمه د بې ځایه شوو کورنیو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په نښه شوی. په تېرو لسو ورځو کې څوځله اسرائیلو د ملکي فلسطینیانو په پنډغالو بریدونه کړي.
بل برید په مرکزي غزه کې په نصیرات د کډوالو پنډغالي کې د ملګرو ملتونو لخوا مدیریت کېدونکي یوه ښوونځي شوی او لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې دوی فلسطيني جنګيالي په نښه کول او اوس د ملکي مرګژوبلې اړوند راپورونه پلټي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې پر غزه د برید له پیل راهیسې يې په تېرو نهو میاشتو کې د حماس د پوځي شاخې نيمايي مشرتابه یې له منځه وړې او شاوخوا څوارلس زره جنګیالي یې وژلي او یا یې نیولي.
د یادونې وړده چې پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې له ۳۸۷۱۰ کسانو ډېر وژل شوي چې له ۱۴۶۸۰ یې ډېرې ښځې، ماشومان او د لوړ عمر وګړي دي، خو تردې دمه عربي نړۍ او نورو هېوادونو په دغو بریدونو سترګې پټې کړي او د اسرائیلو د دغو جنایاتو پروړاندې یې هېڅ ډول غبرګون نه دې ښودلی. -
ایټالیا او هسپانیا په کابل کې سفارتونه پرانیزي
چهارشنبه د چنګاښ ۲۷ : ایټالیا او هسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو پر بیا پرانستلو غور کوي. بلومبرګ رسنیو د خپلو سرچینو په قول ویلي چې یو شمېر اروپايي هېوادونه پر ورته اقدام غور کوي،خو فرانسوي، جرمني او بریتانوي چارواکو دغه موضوع رد کړې ده.
بلومبرګ په خپل راپور کې ویلي چې ایټالیا په وروستیو اوونیو کې د امنیتي وضعیت او موجودو شرایطو د ارزونې لپاره یو پلاوی کابل ته استولی چې وضعیت له نژدې وارزوي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، کابل ته راغلی دی.
انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل، «موږ پر دې مسلې کار کوو.
زموږ د سفیر له خوا یو ماموریت پیل شوی دی. هسپانیا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې وايي افغانستان ته د خپل سفیر پر استولو غور کوي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الباریز هم په دې اړه وویل چې “هر څومره ژر چې لږ تر لږه امنیتي شرایط برابر شي، زه به خپل سفیر بېرته واستوم.”
هغه وویل، هسپانیا یوه میاشت وړاندې افغانستان ته د خپل سفیر د استولو لپاره چمتووالی ښودلی و، خو وروسته له هغې یې دغه اقدام وځنډاوه چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ.
الباریز زیاته کړه چې له دغه برید وروسته د هسپانیا سفیر د څو ورځو لپاره کابل ته سفر وکړ. -
د اقلیمي بدلونونو بدې اغېزې! افغانستان کې وروستیو ناورینونو ۱۵۰۰ ماشومانو بې کوره کړي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ ‘سېف دې چېلډرن’ په یوه اعلامیه کې ویلي چې له ۱۵۰۰ ډېر ماشومان په افغانستان کې د اقليمي ناورینونو وروستۍ څپه کې بې کوره شوي او دا يې په دغه هېواد کې د وروستیو لسیزو سخت بشري ناورینونه یاد کړي.
د دغه بنسټ په وینا چې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې په وروستي توپان کې په ځپل شوو سیمو کې شاوخوا ۱،۳۶ مېلیونه وګړي اوسېږي چې له اته نیم لکو ډېر یې ماشومان دي.
‘سېف دې چېلډرن’ دا هم ویلي چې وروستي توپان په تورخم کې د راستنېدونکو پنډغالي او مرکزونه هم زيانمن کړي او دغه راز يې د تیلېفوني شبکو او سړکونو په ګډون د اړتیا وړ خدمات زیانمن کړي.
ډاکټران وايي، چې په ننګرهار کې د وړمې ورځې د باران او توپان له امله شوې ویجاړۍ کې د مړو-شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۵۰ ته پورته شوی دی.
په دې پېښو کې د ځپل شویو خلکو د لاسنیوي د پڅ بهیر په اړه هم نیوکې او شکایتونه ډېر شوي، خو طالب چارواکو ویلي، چې زیانمنو شویو کورنیو سره یې تازه د نغدي مرستو لړۍ پیل کړې ده.
بل لور ته، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له درنو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي، چې له امله یې د پنځو کسانو د مړینې خبرونه راغلي دي.
د هوا پوهنې ادارې نن او سبا په اوولسو ولایتونو کې د نورو سختو ورښتونو او په ځینو سیمو کې یې له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.
د جلال اباد ښار په شاوخوا سیمو کې سیلابونو او توپان پراخه وېجاړي هم اړولې ده. په ګڼو سیمو کې برېښنا پرې شوې او د سړکونو له غاړې ونې هم ماتې شوې دي. -
ننګرهار کې اورښتونو او توپان “۴۰ تنه” وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.
سه شنبې د چنګاښ ۲۶ : د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې سختو اورښتونو، توپان او سېلابونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، د بارانونو، ږلۍ او توپانونو لکه کبله تر دې مهاله “۴۰” تنه وژل شوي او له “۲۵۰ تنو” زیات ټپيان دي.
د ننګرهار په مرکزي روغتون کې يوې سرچينې هم بي بي سي ته وويل چې تر دې مهاله ۲۸ تنه مړي او څه باندې ۲۰۰ ټپيان وروړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو مشر قريشي بدلون وايي، د دغه ولايت د مرکز جلال اباد، بټي کوټ، سره رود او بهسودو ولسواليو تر څنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم زيانونه اوښتي دي.
د نوموړي په وينا ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون تر څنګ يو شمېر نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.
د بارانونو او توپانونو له کبله په بټي کوټ، بهسودو، سره رود ولسواليو او په مرکز کې سلګونه جريبه ځمکه هم ويجاړه شوې او ولاړ فصلونه يې له منځه وړي دي.
د ځايي رسنيو په وينا د سره رود ولسوالۍ د مستي خېلو په کلي کې د يوه کور د چت راپرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ويل کېږي په ښار او يو شمېر نورو سيمو کې د برېښنا او مخابراتي شبکو ستنې غورځېدلې دي چې له امله برېښنا پرې شوې او په سيمه کې مخابراتي خدمتونه هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو بې وزلو هېوادونو دی، چې سږ کال د سختو ورښتونو او د طبیعي پېښو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.
د یادونې وړده چې څه موده وړاندې د افغانستان په شمال د بغلان ولایت په څو ولسوالیو کې سختو سېلابونو سلګونه کسان ووژل او د کرنیزو ځمکو یوه لویه برخه یې ویجاړه کړه. د دغه هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه وګړو ژوند پر کرنه تکیه دی.