مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • یو چینایي شرکت په کونړ کې د درې برښنا بندونو جوړلو ته لېوالتیا ښودلې.

    یو چینایي شرکت په کونړ کې د درې برښنا بندونو جوړلو ته لېوالتیا ښودلې.

    د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي،یوه چینايي شرکت په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید پر ۳ سترو بندونو پانګونې ته زړه ښه کړی.
    یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یوه چینايي شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې په کونړ ولایت کې په درېیو سترو بندونو ( شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې اترې کړې دي.
    د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ په دغه لیدنه کې، د چینایي شرکت مسؤلینو په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده؛ چمتو دي، چې ژر له دغه وزارت سره په همدې موخه د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړي او په عملي توګه چارې پیل کړي.
    سرچینې زیاته کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د برېښنا د تولید په بندونو کې د دغه چینايي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کونړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شتون لري او که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، نو افغانستان به وکولای شي، چې ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.
    په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغه چینايي شرکت مسؤلینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې عملي چارې یې ژر پیل شي.

  • په کلېفورنیا کې ځنګلي اور هرساعت ۵۰۰ جریبه ځمکه له منځه وړي.

    په کلېفورنیا کې ځنګلي اور هرساعت ۵۰۰ جریبه ځمکه له منځه وړي.

    د امریکا د شمالي کلیفورنیا په ځینو برخو کې یو لوی ځنګلي اور په یوه ساعت کې۲۰ مربع کیلومتره مخته ځي.
    په کلیفورنیا کې د اوروژنې د مبارزې اداره وايي د پارک اور چې د چارشنبې په ورځ د مشکوک قصدي اور لګېدو له کبله بل شوی، د چیکو په شمال ختیځ کې له ۳۴۸ جرېبه ډېره ځمکه سوځولې او د شنبې په ورځ یوازې صفر سلنه کنټرول شوی دی.‌
    شاوخوا ۲۵۰۰ اور وژونکي د اور پر کابو کولو بوخت دي اور مبارزه کوي.
    یو ۴۲ کلن سړی د پنجشنبې په ورځ په بټ کاونټي کې د الیګیټر هول ته نژدې د سوځېدونکي موټر په خوشي کولو او ځغاستلو او د اور د پیلولو په شک نیول شوی دی.
    دا سږکال په کلیفورنیا ایالت کې ترټولو لوی اور دی او د نیویارک ښار د پنځو ناحیو د اندازې ۱٫۵ برابره ډېره سیمه یې سوځولې ده.
    د اور وژنې د پېښې قوماندان په خبره چې اور په یو ساعت کې ۵۰۰۰ جرېبه ځمکې ته په سرعت سره خپرېږي
    لږترلږه ۱۶ چورلکې د اور په کابو کولو کې مبارزه کوي، همدارنګه هوايي ډېری ټانکرونه له پاسه اوبه غورځوي.
    د ځنګل اور په بټ کې خلک اجباري وتلو ته اړ کړي، په ۲۰۱۸ کې د کلیفورنیا تر ټولو وژونکي د “کمپ اور” له ۸۰ ډېر کسان وژلي وو.
    اندېښنه دا ده چې که دولتونه د کاربن ډای اوکسایډ غازو د خپرېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه وانخلي، نو د نړۍ هوا به لا ډېره پیسې توده شي.

  • په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا په یوه ښوونځي د برید له امله ۳۰ تنه وژل شوي.

    په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا په یوه ښوونځي د برید له امله ۳۰ تنه وژل شوي.

    په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د غزې په دیر البلح سیمه کې اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي ګوزارونه کړي دي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
    د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي اېف) بیا وايي، په خدیجه نومي دې ښوونځي کې د حماس د قوماندې یو مرکز فعالیت کاوه. ای ډي ایف ځواکونه زیاتوي، حماس وسله والو په دې ځای کې وسلې زېرمه کولې او د پټنځای په توګه یې کاراوه.
    د غزې عامې روغتیا مسوولین بيا وايي، د پېښې په تړاو خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې د پېښې قربانیان ملکي خلک دي او ډېری پکې ماشومان دي.
    د غزې عامې روغتیا وزارت مسوولینو په وینا په دیر البلح او خان یونس سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو له کبله د شنبې له سهار راهیسې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۸۹ کسان ټپیان شوي دي.
    له بلې خوا د اسرائیلو روغتیايي سرچینو ویلي، د جولان په لوړو کې د اسرائیلو تر ولکې لاندې مجدل شمس کلي کې د توغندیز برید له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنکي زلمیان او ځوانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
    ویل کېږي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان او تنکي ځوانان دي چې په سیمه کې یې د فوټبال په میدان کې لوبې کولې.
    د اسرائیلو پوځ ویلي، یو توغندی د دروزمېشتو په ښار کې لګېدلی دی. دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو پر شمالي سرحدونو تر ټولو خونړی برید دی.
    اسرائیلي رسنیو ویلي، دغه توغندي د لبنان د حزب الله ډلې له خوا توغول شوي دي. دا برید په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو او دغې ډلې ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
    د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د حزب الله لخوا د دې برید ځواب ورکولو ته تیاری نیسي.

  • په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه په بې ساري ډول نیول شوې

    په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه په بې ساري ډول نیول شوې

    یوې برتانیایي مؤسسې د سپوږمکۍ له لارې د تصویرونو له اخیستلو وروسته څرګنده کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې 50٪ کم شوی، او له دې کښت سره د مبارزې لپاره روانې هڅې به سبب شي چې سږکال دا بوټی په بې ساري ډول کم شي.
    د بریتانیا د السیس (Alcis) موسسې د تازه راپور له مخې، سږ به دویم پر له پسې کال وي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې پر کوکنارو بې ساری بندیز لګول کېږي.
    راپور وايي چې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۲ پورې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۴ ولایتونو د کرنې نقشه ښیي چې د کوکنارو تر کښت لاندې ساحه تر 4,000 هکتارو کمه شوې ده. حال دا چې په ۲۰۲۳ م کال کې په نژدې ۱۶,۰۰۰ هکتارو مځکه کوکنار کرل شوي وو.
    راپور وايي، دا هغه ۱۴ ولایتونه دي چې په ۲۰۲۲ کې د ټول افغانستان د کوکنارو ۹۲ سلنه پکې کرل شوي وو.

  • د سختو امنیتي تدابیرو سره د المپیک سیالۍ  پرانیستل شوې.

    د سختو امنیتي تدابیرو سره د المپیک سیالۍ پرانیستل شوې.

    د فرانسې پلازمېنې پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړېوالې لوبې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.‌
    له شدید باران او د پاریس د اورګاډو په لیکو کې له پراخو ګډوډیو سره سره لسګونه زره کسان د دغو مراسمو لیدو ته راټول شوي وو.
    ډېرو ننداچیانو د فرانسې درې‌رنګه او نور ملي بیرغونه رپول. د ‘سن’ سیند د شاوخوا شپږ کیلومترو په اوږدو کې د ډېرو پرتو ودانیو پر کړکیو هم بیرغونه لګول شوي وو.
    د ګڼو نورو سندرغاړو او هنروالو منځ کې لیډي ګاګا او ایا ناکامورا هم په ژوندۍ بڼه ننداره وړاندې کړه.‌
    دا هر څه په داسې حال کې دي چې د فرانسې استخبارات د هغو کسانو په لټون بوخت دي چې د پاریس د اورګاډو په لیکو کې یې د ګډوډیو په رامنځته کولو سره د اولمپیک لوبو د پرانیستې جشن او مراسم له ستونزو سره مخ کړل.
    د فرانسې لومړي وزیر ‘ګابریل اتل’ ویلي، چې پر خلکو د دې ورانکارۍ اغېزه “پراخه” وه.
    د یادونې ده چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس اولمپیک لوبو د امنیت ساتنې لپاره شاوخوا ۴۵ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
    پر دې سربېره زرګونه خصوصي امنیتي سرتېري او د پوځ شاوخوا لس زره سرتېري هم د امنیت ساتنې په برخه کې همکاري کوي.
    د یادونې وړده چې د المپیک نړېوالې سیالۍ په مېلیونونو مینه وال لري او هرکال په دغو سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو څخه په لسګونو لوبغاړي په مختلفو لوبو کې برخه اخلي .

  • د پېښور اعلی وزیر : په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

    د پېښور اعلی وزیر : په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

    د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په بنو سیمه کې یوې غونډې ته وینا کې وویل، ”د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر په توګه اعلان کوم چې په دې صوبې کې به د عملیاتو اجازه ور نه کړو.”
    نوموړي زیاته کړه، ”قرباني ورکول زموږ په وینه کې شامل دي. زموږ نیکونو دا رازده کړي، د دې هېواد لپاره به وینه ورکړو، خو خپلې پرېکړې به موږ خپله کوو. زموږ پرېکړې به بل څوک نه کوي.”
    د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه (ایپکس) له یوې غونډې وروسته ویلي وو، چې د “عزم استحکام” په نامه نوي عملیات به پیل کړي، چې د سیاسي ګوندونو مشرانو او په ځانګړې توګه د پښتنو سیاسي مشرانو او د مخکینیو قبایلي سیمو مخورو ورسره مخالفتونه وکړل.
    په بنو کې تېره اوونۍ ځايي اوسېدونکو په دې سیمه کې د ناامنیو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړل، چې په ترڅ کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او ۲۵ نور ټپیان شول.
    د ډزو له هغې پېښې ورسته د بنو احتجاجي لاریون په یوه پرلت بدل شو. وروسته د پرلت مشرانو د صوبايي حکومت له مشرتابه سره خبرې وکړې او هغوی ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
    په دې غوښتنو کې له سیمې د “ښو” او “بدو” طالبانو د ټولو مرکزونو ختمولو او د پوځي عملیاتو پر ځای ځايي پولیسو او ترهګرۍ ضد ځواکونو ته د زیات واک ورکولو او فعالیت اجازې ورکولوغوښتنه هم شامله وه.
    بل لور د جمعې پر ورځ اعلی وزیر ګنډاپور د بنو خلکو ته په یوه غونډه کې وویل، ”په اپیکس کمېټه کې تفصیلي خبرې وشوې او هلته هماغسې پرېکړه وشوه، چې تاسو غوښتل. له ما سره لیکلي اسناد شته.”
    نوموړي وویل، له ۱۶ ټکیو یو دا و، چې پولیس به هغې مدرسې یا ځای ته ورځي، چې (مرکز) بلل کېږي او دا موضوع به حل کوي.
    د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو د جولای په لومړیو کې په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټيکاو لپاره مهم دي.

  • هند افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

    هند افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

    هند له نژدې ۳ کلونو وروسته افغانانو ته د وېزې ورکړه بیا پیل کړې ده.
    د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي دي.
    جیسوال په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د هند پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، «موږ د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لرو.»
    د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و. دا مهال په کابل کې په سفارت کې یوازې یو تخنیکي ټیم پاتې دی.
    زرګونه افغان محصلان، چې د تېر کال تر اګست مخکې په رخصتۍ هیواد ته راغلي وو، د جمهوري حکومت له تسکورېدو او د هند له لوري د سفارت له بندېدو وروسته په افغانستان کې پاته شول. هغوی ډیر شکایتونه وکړل چې زده کړې یې په هند کې نیمګړې پاته شوي دي.
    هند په احتیاط او تدریج د اسلامي امارت سره اړیکې پیل کړي. په تېرو درو کلونو کې یې افغانستان ته د چابهار بندر له لارې لسګونه زره ټنه غنم د مرستې په توګه رالیږلي دي.

  • ایتوپیا کې ژغورونکو له خټو ۲۲۹ مړي رایستلي.

    ایتوپیا کې ژغورونکو له خټو ۲۲۹ مړي رایستلي.

    د ایتوپیا حکومت وایي چې د ځمکې ښویدنې له پېښې وروسته ژغورونکې ډلې له خټو څخه ۲۲۹ جسدونه رایستلي او د نورو مړو د پېداکولو هڅې روانې دي.
    دځمکې ښویدنې دغه پېښه د تېرې یکشنبې په ماښام دایتوپیا یا حبشې د ګوفا زون په یوه لیرې پرته غرنۍ سیمه کې له سختو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې.
    ځایي چارواکو وویل چې د ممکنه ژوندي پاتې شویو خلکو لټون “په شدت دوام لري” خو “د مړو شمېر لاهم لوړېدی شي”.
    په عکسونو کې ښودل شوي چې په سلګونو کسان د پېښې په ځای کې راټول شوي او د خاورو لاندې د ژوندیو کسانو په لټه کې دي.سرچینه،REUTERS
    ګوفا د سوېلي ایتیوپیا یوه برخه ده چې د پلازمېنې ادیسه بابا سوېل لویدیز شاوخوا ۳۲۰ کیلومتره کې موقعیت لري.
    د یادونې وړده چې مخکې هم ایتیوپیا کې د ځمکې ښوېیدنې او سېلابونو پېښې رامنځ ته شوې دي. د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د دغه هېواد په جنوب کې د سختو بارانونو له کبله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول.

  • ترکمنستان له قزاقستان څخه د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ جوړولو کې د برخې اخیستو غوښتنه کړې

    ترکمنستان له قزاقستان څخه د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ جوړولو کې د برخې اخیستو غوښتنه کړې

    د ترکمنستان چارواکو قزاقستان ته بلنه ورکړې چې د تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک رېل پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي. دا پټلۍ چې د ترکمنستان له لوېدیځې پولې تېرېږي، د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته غځېږي.
    ورته مهال د پاکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت او د ټاپي پروژې پر تطبیق او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.
    له بل لوري،د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ترکمنستان او افغانستان پر پوله په تورغونډۍ ښارګوټي کې د لوژستيکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې او ډېر ژر به د دغه مرکز د جوړېدو چارې پيل شي.
    پر دې سربېره د ترمز – مزار – کابل – پېښور د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو تړون هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط ۵ میاشتې وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
    دغه پروژه چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، ۴،۸ میلیارده امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.
    د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د تودو اوبو لاره د دوی له هېوادونو څخه تېره شي.
    د ازبکستان، پاکستان او افغانستان حکومتونو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د اورګاډي د دې پټلۍ د جوړولو لارنقشه لاسلیک کړې ده.
    د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت ویلي، د دغې پروژې بشپړېدل به د سیمه ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته وکړي.

  • د کار ملي کنفرانس؛ د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وشوې.

    د کار ملي کنفرانس؛ د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وشوې.

    د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړ کړی چې د حکومتي چارواکو، د نړیوالو موسسو او خصوصي سکټور استازو پکې ګډون کړی دی.
    دا وزارت وايي، دغه کنفرانس به په هېواد کې د بې کارۍ کچې راټيټولو سره مرسته وکړي.
    د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، “په کنفرانس کې د بې کارۍ په عواملو، ورته د حل لارو په پيدا کولو او پر هغو ستونزو چې د افغانستان د کار په بازار کې موجودې دي، بحثونه وشول.”
    د کار ملي کنفرانس ته د امارت لومړي وزیر په خپل پیغام کې په افغانستان کې د کار رامنځته کول د خپل حکومت لومړیتوب بللی، خو ورته مهال یې پر نړیوالو بنسټونو او خصوصي سکتور غږ کړی چې د کار ملي کنفرانس په بریالیتوب کې پوره ونډه واخلي.
    د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه کنفرانس کې ځینو مواردو ته په اشاره وویل، نړیوالې ټولنې د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي.
    د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ابراهیمي زیاته کړه ، زموږ اټکل دا دی چې د دغه کنفرانس د تعهداتو له تطبيق وروسته به د بې کارۍ کچه ټيټه شي.
    له بلې خوا د نړیوال بانک په دا وروستیو کې ویلي، لږ تر لږه تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانستان د اقتصادي وضعیت به همداسې مخ په ځوړند روان وي.