مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې

    په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې

    د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.
    د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار او ارزګان ولایتونو کې به د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
    دغه راز ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون به په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې وي، چې د بادونو سرعت په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
    د ثور له نیمايي راپدېخوا د افغانستان په زیاتو برخو کې د اروښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
    د یادونې وړده چې دوې اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې د سختو ورښتونو او سیلونو له کبله نژدې ۵۰ تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

  • پاکستانیو ملیشو یوځل بیا علي‌وزیر نیولی دی.

    پاکستانیو ملیشو یوځل بیا علي‌وزیر نیولی دی.

    د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېژندل شوی غړی او د دغه هېواد په قامي ‌اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان د خلکو مخکینی استازی علي‌وزیر نیولی دی.
    پر خواله رسنیو یوه ډېره لاس په لاس شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیس هغه موټر ته خېژوي او له ځان سره یې بیايي.‌
    علي وزیر په دې ویډیو کې په اردو ژبه وايي چې له یوې ترافیکي پېښې وروسته یې څوک پېمز روغتون ته وړي خو پولیس یې اوس “په زور له ځانه سره بايي”.
    دا لا مالومه نه ده چې دغه ترافیکي پېښه څه وخت او چا کړې ده.
    په ویډیو کې دا هم ښکاري‌ چې پولیس هغه ته د نورو خبرو اجازه نه ورکوي او د تصویرونو د اخیستلو مخه نیسي.
    د اسلام اباد پولیسو تر اوسه د علي‌وزیر د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
    د پاکستان د قامي اسمبلۍ یوه غړي ‘زبیر وزیر’ اسلام اباد کې د پولیسو ‘سکرټریټ’ حوزې مخکې ته په یوه ویډیو کې ويلي، چې علي وزیر دلته راوړل شوی خو پولیس نه دوی دننه ورپرېږدي‌ او نه هم دا ورته وايي چې هغه یې ولې نیولی دی.
    د خیبرپښتونخوا ایالتي اسمبلۍ مخکیني غړي میرکلام وزیر د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د علي‌وزیر نیول کېده “د ډېرې خواشینۍ او شرم وړ عمل ګڼلی”.
    د علي‌وزیر د نیول کېدو لامل لا مالوم نه دی، خو نوموړی داسې مهال نیول کېږي‌ چې پي‌ټي‌‌ایم د را روان اکتوبر پر یوولسمه له ډیورنډ کرښې هاخوا د پرتو پښتنو ولسونو د یوې لویې قامي جرګې د رابللو اعلان کړی دی.
    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دې جرګې ته د “پښتنو د قامي عدالت” نوم ورکړی.
    د یادونې ده چې علي وزیر مخکې هم څو ځله نیول شوی او یو ځل یې تر دوو کلونو ډېره موده بند هم تېر کړی دی.

  • تاجکستان هم د افغانستان تر پولې ریل لاره جوړوي

    تاجکستان هم د افغانستان تر پولې ریل لاره جوړوي

    له ازبکستان او ترکمنستان وروسته تاجکستان هم غواړي چې د جنوبي کوریا په مرسته د افغانستان تر پولې ریللار وغځوي.
    دغه هېواد غواړي د کوريا د نړيوالې همکارۍ ادارې (KOISA) په مرسته د افغانستان پولې ته د اورګاډي پټلۍ جوړه کړي.
    د تاجکستان د ترانسپورت وزیر عظیم ابراهیم وویل چې د دې پروژې هدف د جنوبي اسیا د هېوادونو بازار ته د تاجکستان داخلېدل دي.
    ابراهیم زیاته کړه چې که دا پروژه په بریالیتوب عملي شي، تاجکستان به د ریلګادي د ترانزیت په یوه مرکز بدل شي.
    د هغه په وينا، د دې پټلۍ له کبله به له ګاونډيو هېوادونو سره د تاجکستان د مالونو او محصولاتو لېږد – رالېږد زيات شي، او دا به نه يوازې تاجکستان بلکې د سيمې د نورو هېوادونو ته هم ډېره ګټه وکړي.
    ویل کیږي چې د دې ریللارې اوږدوالی به د افغانستان تر پولې شاوخوا ۵۱ کیلومتره وي.
    په تاجکستان کې د جنوبي کوريا ډيپلومات کيم جون سيک وويل، دا پروژه د تاجکستان لپاره د سوکاله راتلونکي په لور يو ګام دی.
    حاضردمه د ازبکستان او مزارشریف ترمنځ ریللار د افغانستان په خاوره کې یوارینۍ ریلي لار ده چې کار ورڅخه اخیستل کېږي. ایران هم تر هرات ښاره د ریللارې پر جوړولو بوخت دی او ډېره برخه یې بشپړه کړې ده.

  • نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وټاکه

    نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وټاکه

    نړیوال بانک د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې فارِس حداد زیروس یې د افغانستان لپاره د نوي رئیس په توګه ګومارلی دی.
    حداد زیروس تر دې مخکې د مالدیپ، نیپال او سریلانکا لپاره د نړیوال بانک د رییس په توګه دنده ترسره کړې.
    نړیوال بانک ویلي په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
    “ښاغلی فارس حداد زیروس د افغانستان لپاره د نړیوال بانک نوی رییس ټاکل شوی، او دنده یې له نن څخه د اجرا وړ ده. هغه د آغلې میلندا ګود ځای نیسي چې د نړیوال بانک نوې دنده یې په غاړه اخیستې ده. د ښاغلي حداد زیرووس وروستۍ دنده د مالدیپ، نیپال او سریلانکا لپاره د نړیوال بانک د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.”
    فارس حداد- زیروس د کار د رامنځته کولو او ټول شموله ودې د پیاوړتیا لپاره د خصوصي سکتور او کوچنیو او متوسطو شرکتونو په ځانګړې توګه د ښځو له خوا د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
    په همدې حال کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر د نوي رئیس د ټاکل کیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه بانک باید په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کار بیا پیل کړي.
    د کارپوهانو په اند، سره له دې چې بندیزونو د هېواد پر بانکي سیستم منفي اغېز کړی، نو تمه ده چې د نړیوال بانک د فعالیتونو پراخېدل به د افغانستان د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
    حداد زیروس، د متحده ایالاتو تابعیت لري، له ۱۹۹۶ راهیسې له نړیوال بانک سره کار کوي.

  • د ټولو سیم کارټونو پر ثبت د مخابراتو وزارت ټینګار

    د ټولو سیم کارټونو پر ثبت د مخابراتو وزارت ټینګار

    د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، په افغانستان کې د «ام.ټي.ان» مخابراتي شرکت له رئیس هشام رمضان سره په کتنه کې؛ د مخابراتي ستونزو پر حل او د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پر بهیر خبرې کړې دي.
    د نوموړي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ام.ټي.ان» شرکت مسئولینو، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دوی توانیدلي تر دې دمه د دغه شرکت د ۱۰۰ مخابراتي سایټونو خدمات 4G” “ ته لوړ او څه باندې ۷۰۰ زره سیمکارټونه د قانون مطابق ثبت او راجسټر کړي.
    مولوي نجیب الله حقاني هم، د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول، د ټولو مخابراتي شبکو مکلفیت ګڼلی او ویلي یې دي چې مخابراتي شرکتونه باید په دې برخه کې آسانتیاوې ډېرې او پروسه ګړندۍ کړي.
    هغه زیاته کړې چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په هېواد کې ټولو مخابراتي شرکتونو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي؛ نو مخابراتي شرکتونه هم باید د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې قوانین رعایت کړي.

  • د هواپېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

    د هواپېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

    د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلونواو تېزو بادونو اټکل کړی دی.
    دغه ریاست تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې اټکل وکړ چې نن (سې شنبه) به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې بارانونه واوري.
    د باران انداره په بیلابیلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۶ میلي مترو پورې اټکل شوې ده.
    په خبرپاڼه کې د بارانونو ترڅنګ د دوړو، بادونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه هم شوې ده.
    سږنی کال د ورښتونو او سیلونو له پلوه د افغانستان لپاره په تېرو شاوخوا ۵ لسیزو کې بې ساری دی.
    د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې خو له درېیمې میاشتې څخه یې ورښتونه بیل شول چې د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې یې دوام کړی دی.
    د چاپیریال متخصصان دا ورښتونه له اقلیمي بدلون سره بې ارتباطه نه بولي او وايي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د سترو صنعتي هیوادونو له کبله د رامنځته شوي اقلیمي بدلون تر ټولو زیات تاوان ورکوي.
    تراوسه پورې د سیلونو له کبله سلګونه افغانان مړه شوي او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه او سلګونه کورونه یې ویجاړ شوي دي.

  • مولوي کبیر د اېران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته رسیدلی

    مولوي کبیر د اېران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته رسیدلی

    په داسې حال کې، چې د د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو ته د ګډون لپاره ورغلی؛ اسلامي امارت له یوې میاشتې راهیسې له اېران څخه افغانستان ته د ۱۲۸ زرو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی.
    په ایران کې مېشت افغان کډوال هم د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده شکایت لري.
    دوی وايي، له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې افغان کډوال آن د ایرانیانو له لوري هم ځورول کېږي.
    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم منلې چې، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۲۸ زره کسان له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
    د نوموړي په وینا، په دوی کې ۵۲ زره شاوخوا په جبري توګه را ایستل شوي دي، نور یې پخپله خوښه راغلي دي.
    اسلامي امارت ایران ته د مولوي کبیر د سفر پر مهال د افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو یا نه خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.
    څه موده مخکې د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ایران ته په سفر تللی و، خو د کډوالو پر ستونزو یې د خبرو یادونه نه وه شوې.

  • سریلانکا په لومړي ځل د ښځو آسیا جام اتلولي وګټله.

    سریلانکا په لومړي ځل د ښځو آسیا جام اتلولي وګټله.

    د شري لنکا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د آسیا جام اتلولي ترلاسه کړه.
    دغې لوبډلې وکولای شول چې د هند لخوا ورکړل شوی د ۱۶۶ منډو هدف په اسانۍ پوره او اتلولي په خپل نوم کړي.
    د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په پایلوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۶۵ منډې کړې وې، شري لنکایۍ ښځو دا منډې په ۱۸م اوور کې داسې مهال پوره کړې چې یواځې دوه لوبغاړې یې اوټ شوې وې، او له دې سره یې پایلوبه د اتو وېکټو په توپیر وګټله.
    دا په تېرو نهو اتلولیو کې لومړی ځل شو چې د شري لنکا ښځو لوبډله د اسیا جام اتلولي ګټي.
    له دې مخکې اووه جامونه هندۍ او ۲۰۱۸م کال کې یوه اتلولي د بنګله دېش ښځو کرېکټ لوبډلې ګټلې.
    دا لوبې د شري لنکا په کوربتوب وشوې، د دغه هېواد کرېکټ بورډ اعلان کړی و چې د پایلوبې لېدو ته نندارچیان په وړیا ډول ورتللی شي.
    هندۍ لوبډلې د پچې له ګټلو سره لومړی پخپله توپ وهنه کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د شپږو وېکټو په زیان د ۱۶۵ منډې جوړې کړې دا په ښکاره لوی هدف و خو شري لنکایۍ لوبغاړو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې پوره کړ.

  • د کوزې پښتونخوا په کورمه کې د دوه ډلو ترمنځ په شخړه کې ۳۰ تنه وژل شوي.

    د کوزې پښتونخوا په کورمه کې د دوه ډلو ترمنځ په شخړه کې ۳۰ تنه وژل شوي.

    د پښتونخوا ایالت په کورمه کې د فرقه ییزو شخړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر یو نیم سلو ډېر ټپیان شوي دي.
    دا شخړه پنځه ورځې مخکې د سنیانو او شیعه ګانو د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوې وه، چې وروسته یې فرقه یي بڼه خپله کړه.
    ویل کېږي، تر اوسه پورې د دې شخړې د مخنیوي لپاره حکومتي هڅې او د ځايي مخورو جرګې، مرکې ناکامه شوې دي.
    هلته په کورمه کې عیني شاهدان وايي، نن پنځمه ورځ هم نښتې روانې وې او د دواړو لوریو لخوا درنې او سپکې وسلې کارول شوې دي.
    شخړه په لومړي سر کې د مدګي او ګلاب نومي کلیو د دوو اوسېدونکو کورنیو تر منځ پيل شوې، خو وروسته د شاوخوا بوشهره، ملي خېل، ډنډر، بالش خېل، صده، کونج عليزی، مقبل، پېواړ او ترمنګل سيمو ته هم غځېدلې ده.
    د سیمې د ځینو اوسیدونکو په خبره،ځايي چارواکو او د سیمې مخورو څو ځله د اوربند لپاره هڅې کړې، خو تر اوسه پورې یې کومه پایله نه درلوده.
    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خواله رسنۍ فېسوبک له لارې په یوه پیغام کې ویلي، په کورمه کې جګړه روانه ده، خو د مخنیوي لپاره یې چارواکي نه خو خپل مسوولیت ترسره کوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي، چې سیمې ته ورشي او د روغې، جوړې راوستلو هڅه وکړي.

  • دپوهنې وزارت: عصري زده کړې فرض کفایي دي، ډرون به جوړوو.

    دپوهنې وزارت: عصري زده کړې فرض کفایي دي، ډرون به جوړوو.

    د پوهنې وزارت سرپرست سید‌ حبیب‌الله اغا وايي چې عصري زده کړې کول فرض کفایي دي.
    نوموړي د سږني کانکور د مخکښانو په ستاینغونډه کې ویلي:«نړۍ آسمان ته ورسیده ، ډرن یې په اسمان کې ګرځي زه او ته د ډرن په مقابل کې څه لرو؟ هېڅ نه‌لرو؛ خو دا به جوړوو دا په موږ او تاسو باندې لازمه ده، نه موږ د خپل نظام حفاظت کولای شو او نه د دغې خپلې خاورې، د خپلې جغرافیې حفاظت کولای شو.»
    سید حبیب‌الله اغا زیاته کړه :«زموږ او تاسې افغاني او اسلامي ټولنه، عصري علومو ته اړتیا لري. د عصري علومو زده‌کړه کفايي فرض ده. »
    هغه دا هم ویلي، چې په پوهنیزو بنسټونو کې به د ټلیفون او ټولنیزو رسنیو استعمال منع کړل شي.