مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • ملا حسن اخوند د آمو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي امر وکړ

    ملا حسن اخوند د آمو سیند د سواحلو د تخریب د مخنیوي امر وکړ

    ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده ورکړې، چې د امو سیند غاړو د پیاوړتیا لپاره پرېکنده اقدامات وکړي او د دغه سیند د سواحلو د لا تخریېدو مخه ونیسي.
    له دې سره سره، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په تېرو کلونو کې دغه وزارت د ۴۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د امو سیند د غاړو د ټېګښت ۲۰ پروژې عملي کړي او اوس هم د دې سیند په بېلابېلو برخو کې د استحکام نوې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.
    د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې د آمو سیند شاوخوا نورو هېوادونو خپل لوري ته د دغه سیند غاړې داسې کلکې کړې وې چې افغان لوري ته یې تاوان پېښ کړی و.
    د دوی په وینا، مخکینیو افغان حکومتونو په دې برخه کې د پام وړ کار نه و کړی او اوس د امارت پاملرنه په دې برخه کې د ستاینې وړ ده.
    په ورته وخت کې، د افغانستان د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدالتیف منصور وايي، د افغانستان او ازبکستان تر منځ پوله د سېلونو له امله مینځل شوې او بیا به مشخصه شي.
    د منځنۍ اسیا د اې کې آی پریس اژانس د راپور له مخې، منصور وویل، د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ د سرحدونو د ټاکلو چارې به، چې له سیلابونو وروسته ناڅرګندې شوي، د یوې نوې ستراتیژۍ له مخې ترسره شی.
    د تېر جمهوري حکومت په مهال په ځلونو د افغانستان لور ته د امو دریا د راشیوه کېدو په اړه راپورونه خپاره شول او ځايي اوسیدونکي وايي، هر کال امو دریا د افغانستان لور ته پراخیږي چې ورسره د افغان کروندګرو زرګونه جریبه مځکه لاندې کوي او یا د منځنۍ اسیا د درو هیوادونو خوا ته پاته کېږي. دوی همداراز وايي د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان د خاورې همدا برخه له خپلې خاورې سره یوځای کوي.

  • ايران وايي د جګړې پراخولو په لټه کې نه دی خو اسرائيلو ته به ځواب ورکړل شي

    ايران وايي د جګړې پراخولو په لټه کې نه دی خو اسرائيلو ته به ځواب ورکړل شي

    په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې تاوترېخوالی مخ په زیاتیدو دی اېران یوځل بیا ګواښ کړی چې اسراېیل به د اېران د پرېکنده ځواب سره مخ شي.
    په همدې مهال د ايران د بهرنیو چارو وزير علي باقري کني هم د هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په ليدنه کې يو ځل بيا اسرائيل په تهران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه په وژنه تورن کړي او اسراېیلو ته یې ګوتڅنډنه کړې چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
    په ورته وخت کې کې د اېران ولسمشر پزشکيان د روسیې د ملي امنیت له رییس سرګي شويګو سره د خبرو پر مهال په تهران کې د اسماعيل هنيه وژنه د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو خلاف سرغړونه بللې.
    نوموړي ويلي، ايران په هېڅ صورت په سيمه کې د جګړې او کړکېچ پراخولو په لټه کې نه دی خو په وينا يې “اسرائیل به د خپلو جنايتونو او ګستاخۍ ځواب ترلاسه کړي.”
    ايران د اسماعيل هنيه د وژنې پړه چې تېره اوونۍ په تهران کې ووژل شو، پر اسرائيلو اچوي خو اسرائيلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
    سرګي شويګو وروستی ځل تېر کال چې هغه مهال د دفاع وزير و ايران ته په رسمي سفر تللی و.
    ايران وايي، د روسيې دغه لوړ پوړي چارواکي ته يې بلنه ورکړې چې پر سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو او دوه اړخيزو اړیکو خبرې وکړي.
    د ايران د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې دغه شورا نه ده توانېدلې چې د “اسرائیلو د کړنو پر ضد” يوه ساده بيانیه ورکړي.
    په تهران کې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې ایران يې د غچ اخيستو ګواښ کړی په سيمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

  • د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون پوله د اور لګېدنې له امله تړل شوې

    د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون پوله د اور لګېدنې له امله تړل شوې

    د ایران د ایرنا خبري رسنۍ د خبر له مخې ویل شوي چې، د د دوغارون پولې په ځانګړي اقتصادي زون کې د تېلو په ټانکرونو کې اور لګېدنه، د ټرانسپورټي بېړیو او د ګمرکونو، سرحدي بازارونو او هر ډول فعالیت د بندېدو لامل شوې ده.
    په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې دغه اورلګېدنه پراخه ده او باروړونکي ګاډي له سيمې په چټکۍ روان دي.
    په سيمه کې د اور کابو کولو وسایل نه ښکاري.
    د ایران د تایباد ښار یوه مسؤل محمد رضا رضايي وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ دوغارون پوله کې د ایران اړوند درې ټانکرونو او د افغانستان اړوند یوه ټانکر کې د چلوونکو لخوا د بې غورۍ او د خوندیتوب شرایطو نه مراعتولو له کبله اور لګېدلی دی.
    نوموړی وایي، سیمې ته د اور د کابو کولو لپاره د افغانستان د هرات او د ایران د تایباد لخوا د اور وژلو ګاډي استول شوي دي.
    نوموړي ویلي، اورلګېدنه دومره وه چې له اتلس کیلومتره واټن څخه یې لوګی لیدل کېدل.
    تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې په دغه اورلګېدنه کې څومره ځاني او مالي زیان موټر چلوونکو او سوداګرو ته اوښتی دی.

  • په زابل کې سیلابونو لس تنه وژلي.

    په زابل کې سیلابونو لس تنه وژلي.

    د زابل د امنیه قومندانۍ ویلي چې په دغه ولایتونو کې سیلونو لږترلږه ۱۰ تنه مړه کړي دي.
    د دغه قوماندانۍ په وینا،د اورښتونو له امله د زابل د مرکز کلات په شمول په ځینو ولسوالیو کې سیلابونه راغلي وو چې په نتیجه کې یې په په شینکۍ ولسوالي کې اته کوره ویجاړ کړي. لس تنه په سیلابونو کې شهیدان شوي او یو تن ټپي دی. د دوی په ویناامنیتي ځواکونو لسګونه کسان ژغورلي هم دي.
    سږنی کال د ورښتونو له نظره په افغانستان او سیمه کې بې ساری دی.
    ملګروملتو ویلي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د سږني کال په شان ورښتونه نه دي شوي.
    په پاکستان کې هم د وروستیو دوو ورځو د بارانونو له کبله لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
    دا په داسي حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې نن هم په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
    د هواپېژندنې ادارې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د باران او سېلونو اټکل کړی دی.
    دې ادارې تېره ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او غزني ولایتونو د بارانونو او سیلونو اټکل کوي.

  • بنګلدیش کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې ۸۰ تنه وژل شوي

    بنګلدیش کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې ۸۰ تنه وژل شوي

    په بنګله دېش کې له هغه وروسته لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول، چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا غوښتونکي مظاهره چیان له بلوا ضد پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.
    د تاو تریخوالي دا وروستۍ څپه له هغه وروسته سخته شوه، چې د محصلینو ټولنو د حکومت پر ضد د امر نه منلو تحریک پیل کړ.
    ځايي چارواکي وايي، ۱۳ پولیس هغه مهال ووژل شول، چې په سراج ګنج سیمه کې زرګونو کسانو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ.
    پولیس او د واکمن ګوند ځینې غړي په داسې حال کې لیدل شوي، چې پر احتجاج کوونکو یې ډزې کولې.
    په تېره جولای میاشت کې د دې احتجاجونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۲۷۰ ډېر کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.
    په ټول هېواد کې د ماښام له شپږ بجو وروسته په ګرځېدو، راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
    په تېره جولای میاشت کې د دې احتجاجونو په لړ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو ویشتل شوي دي.
    په تېرو دوو اونیو کې بیا د رپوټونو له مخې په همدې لړ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نژدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.
    په نیول شویو کسانو کې د اپوزېسیون غړي او محصلین شامل دي. بل لور د اغلې حسینې واجد عوامي لیګ ګوند پلویان هم د هېواد په لر او بر کې لاریونونه کوي.
    د دواړو لوریو لپاره راتلونکې څو ورځې خورا ننګونکې بلل کېږي.
    په ډاکه کې د شنبې پر ورځ د زرګونو خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د محصلینو ټولنو یوې مشرې ناهید اسلام وویل: ”شیخ حسینه باید نه یوازې استعفا وکړي، بلکې د وژنو، چور، تالان او فساد په هکله باید یوه محاکمه وشي.”
    دا احتجاجونه د شیخ حسینه واجد لپاره یوه سخته ننګونه بلل کېږي، چې په تېره جنورۍ کې پرلپسې څلورم ځل د هېواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه. د یادونې ده، چې مهمو اپوزېسیون ګوندونو د جنورۍ له دې ټولټاکنو سره پرېکون کړی و.
    تېره میاشت محصلین د اعتراض په توګه په دولتي دندو کې د یوې لویې برخې هغو کسانو خپلوانو لپاره ځانګړي کولو پر ضد لارو، کوڅو ته راووتل، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د بنګله دېش خپلواکۍ اخیستلو په جګړه کې برخه اخیستې وه.

  • د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالو ته نامتو افغان لوبغاړي غوره شوي

    د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالو ته نامتو افغان لوبغاړي غوره شوي

    د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د نهم پړاو شپږیزه لیګ کرېکټ سیالیو لپاره د ټولو لوبډلو نوملړونه اعلان کړل چې پکې یې د مشهورو افغان لوبغاړو د ګډون یادونه هم شوې.
    دا لیګ د یوه کال په ځنډ د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه نېټه کابل کې پېلېږي.
    په دې کورنیو سیالیو کې لوبډلې په پنځو زونونو وېشل شوې او د کورنیو نویو ځوانانو تر څنګ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم د لوبډلو د ترکیب برخه ده.
    کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان به د سپین غر زمریانو او د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي به د بند امیر ښامارانو لوبډلمشري کوي.
    کابو پنځه کاله کېږي چې راشد خان د افغانستان کورنیو سیالیو کې ګډون نه دی کړی او اوس یې دغو سیالیو کې ګډون ته د ډېرو پام اوښتی دی.
    په شل اوریزه بڼه تر سره کېدونکو دغو سیالیو کې په عمومي ډول د افغانستان د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي د ملي لوبډلې له مشهورو لوبغاړو سره یو ځای لوبېږي.
    تېرو کلونو کې دغو سیالیو ته لوبغاړي د بولیو له لارې هم اخېستل شوي، خو سږ کال د افغانستان غوراوي کمیټې لوبغاړي به بېلابېلو لوبډلو وېشلي دي.
    د راشد خان او حشمت الله شهیدي تر څنګ ابراهیم ځدراڼ د ميس عینک اتلانو، رحمت شاه د بوست ساتونکو او عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ټاکل شوي دي او د هرې لوبډلې په جوړښټ کې څو نوي لوبغاړي ښکاري.
    کرېکټ بورډ محمد نبي، رحمان الله ګوربز، نوین الحق، فضل حق فاروقي او یو شمېر نور لوبغاړي هم چې دا مهال په سوداګریزو لیګونو کې دي، دې سیالو ته غوره کړي دي.
    ویل کېږی دوی به ډېر ژر کابل ته ستانه شي.
    د تېرو پړاونو شبږیزې لیګ سیالیو کې ځینې بهرني لوبغاړي هم غوره شوي وو، خو په کمسارې بڼه دا ځل پکې هیڅ بهرنی لوبغاړی نشته.
    د دې تر څنګ یو شمېر نور افغان لوبغاړي چې ځینې وخت په کورنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي هم له پامه غورځول شوې دي.
    وفادار مومند، افتاب عالم، عبدالله عادل، شوکت زمان، بهار علي او یو شمېر نور لوبغاړي شته چې په شل اوریزو سیالیو کې کومې لوبډلې ته نه دي غوره شوې او نه یې هم کرېکټ بورډ په اړه څه ویلي.

  • اېران په تېرو اوه میاشتو کې شل افغانان اعدام کړي

    اېران په تېرو اوه میاشتو کې شل افغانان اعدام کړي

    د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، د روان کال لومړیو اووه میاشتو کې ایران ۲۰ تنه افغانان اعدام کړي.
    دغه سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي، په دغه موده کې یاد هېواد لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو له کبله د اعدام په سزا رسولي دي.
    د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي چې ۱۷۲ کسان د مخدره موادو، ۱۱۰ کسان د عمدي قتلونو او ۱۵ نور د فساد په تورونو اعدام شوي دي.
    د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، د تېر کال په رپوټ کې ویلي وو چې یوازې دوه افغانان اعدام شوي وو. د تېر کال پرتله د اعدام شویو افغان کډوالو شمېر نژدې لس برابره زیات شوی دی.
    په ایران کې د افغان وګړو د اعدام خبره داسې مهال راغلې چې تېرو څو میاشتو کې هلته د افغان کډوالو ناسم وضعیت په اړه وار په وار رپوټونه ورکول کېږي.
    وروستۍ څو میاشتې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو نیولو او افغانستان ته یې په زوروه د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
    د ایران کورنیو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په دغه هېواد کې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
    ګڼ شمېر نور کډوال هم په هغو پخوانیو ور ګډ شول، چې له څلورو لسیزو راهیسې هلته اوسېږي. کله چې د کډوالو موضوع یاده شي، ایراني چارواکي مختلفې شمېرې ورکوي، له پنځو تر اوو میلیونو یې یادوي.
    په ایران کې د افغانانو د نفوسو چټک زیاتوالی له کلونو راهیسې د ځینو ایرانیانو د اعتراضونو لامل هم شوی، ځکه دا هېواد له وړاندې تر نړیوالو بندیزیونو لاندې دی او اقتصادي کړکېچ یې پراخ دی.
    د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې هم ښيي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په وروستیو اونیو کې په چټکۍ سره روانه ده.

  • په کابل کې د ګرمۍ ترڅنګ د چاپېریال ککړتیا ستونزې رامنځته کړي.

    په کابل کې د ګرمۍ ترڅنګ د چاپېریال ککړتیا ستونزې رامنځته کړي.

    په داسې حال کې چې د دوبي په موسم کې د تودوخې درجه لوړیږي په پلازمینه کابل کې د هوا د ککړتیا ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.
    د پلازمېنې اوسېدونکي د ککړتیا له زیاتوالي او له امله یې د تنفسي ناروغیو له ډېروالي شکایت کوي. د زړو موټرو ترڅنګ د فوسیلي سونګ او حرارتي بریښنا کارول د کابل د هوا د ککړتیا اصلي عوامل بلل کیږي.
    د افغانستان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولانو هم اعلان کړی چې له ترافیک پولیسو او کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ د هوا د ککړتیا کچه راټیټوي.
    د دې ادارې د چارواکو په ویناترافيک پوليس په منظم ډول خپلې پوستې څاري او هغه موټرو معلوموي چې ککړتیا خپروي او د دې ترڅنګ د هغو خاوندانو ته خبرداری ورکوي.
    خو د چاپېریال ساتنې کارپوهان په دې باور دي چې په کابل کې د هوا د ککړتیا د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید نور جدي اقدامات وشي. د شنې فضا زیاتول، د لویو فابریکو کنټرول او د ښار په شاوخوا کې د شنه کمربند بیا ژوندی کول د دوی له وړاندیزونو څخه دي.

  • امريکا له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنانه ووځي

    امريکا له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنانه ووځي

    په منځني ختيځ کې د مخ په زياتېدونکي کړکېچ په جريان کې امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې په هر ډول شته ټکټ له لبنانه پښې سپکې کړي.
    تر دې وړاندې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ لمې هم ورته خبرداری ورکړی و چې په وينا يې په سيمه کې وضعيت په چټکۍ خرابېدلی شي.
    ايران په تهران کې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې اسراېیل په کې پړ ګڼي د “سختې سزا” ګوتڅنډنه کړې ده. د اسماعيل هنيه له وژل کېدو څو ساعته وړاندې د لبنان په بېروت کې د حزب الله يو جګپوړی قومندان فواد شکر هم وژل شوی و.
    داسې وېره ده چې د لبنان حزب الله ډله چې د ايران ملاتړ ورسره دی د غچ اخيستو هڅه وکړي او په بدل کې به د اسرائیلو له سخت غبرګون سره مخ شي.
    د امریکا سفارت د شنبې په ورځ وويل، هغه څوک چې په لبنان کې د پاتې کېدو پرېکړه کوی، “بايد احتياطي پلانونه” او د “اوږدې مودې لپاره خوندي ځای کې پناه” واخلي.
    د امریکا د دفاع وزارت ویلي، په سيمه کې نورې جنګي بېړۍ او جېټ الوتکې ځای پر ځای کوي چې د ايران او د هغوی تر قوماندې لاندې ډلو د احتمالي بريدونو پر وړاندې د اسرائيلو دفاع وکړي.

  • د کاسازر پروژې عملي چارې  به ژر پیل شي

    د کاسازر پروژې عملي چارې به ژر پیل شي

    د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې کار به ژر په افغانستان کې پیل شي او په دې اړه له نړیوال بانک سره په لوړه کچه خبرې اترې روانې دي.
    د سږ کال په پېل کې، نړېوال بانک تایید کړه چې کاسا زر پروژه به د دریو ګاونډیو هیوادونو په غوښتنه اجرا شي.
    نړېوال بانک ټینګار کړی چې د پروژې ټول لګښت او راتلونکي عایدات به په بهر کې اداره کیږي .
    خو د اوبو او انرژۍ وزارت ادعا کړې چې د دې پروژې له فعالېدو سره به افغانستان د برېښنا له لېږد څخه په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.
    د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم خبرې روانې دي. دوی څرګنده کړه چې د کاسا زر پروژې د پلي کولو هوکړې ته رسېدلي دي.
    تمه ده چې د ماسا زر پروژه تر ۲۰۲۶ پورې بشپړه شي.