اوکرایین د روسیې پر کورسک سرحدي سیمې د خپل برید په دوام پر ‘سییم’ سیند یو ستراتېژیک پول نړولی دی.
رپوټونو کې د روسي چارواکو په حواله ویل شوي چې ګلوشکوو ښار ته نږدې پوځي عملیات له ځینو ورڅېرمه پرتو سیمو سره د اړیکو پرې کېدو لامل شوي او دغه کار روسي ځواکونو ته د تجهیزاتو تامین او د خلکو د ایستلو لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده.
کرملین دا پول خپلو ځواکونو ته د تجهیزاتو استولو لپاره کاراوه او نړېدو یې د دوی چارې ټکنۍ کړې دي.
دا خبر داسې مهال ورکړ شوی چې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي، ځواکونه یې په کورسک سیمه کې د مورچلو پر ټینګولو بوخت دي.
اوس پر کورسک سیمه د اوکراییني ځواکونو د برید دویمه اوونۍ روانه ده.
دا د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ د روسیې لخوا پر اوکرایین له پراخ یرغل را وروسته لومړی ځل دی چې اوکراییني ځواکونه دومره دننه د روسیې خاورې ته ورننوځي.
د اوکرایین دا ناڅاپي عملیات د دې لامل شوي چې د دغو سیمو تر ۱۲۰ زرو ډېر اوسېدونکي خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
کیېف په دغو عملیاتو کې د دوی د ځواکونو پرمختګونو په تړاو له رپوټونو سره سره په وار وار ټینګار کړی چې د روسیې د خاورې نیولو ته لېوالتیا نه لري.
خو د یادونې ده چې د روسیې لوېدیځ کې د اوکراییني ځواکونو له ارضي لاسته راوړنو سره هممهاله، روسي ځواکونو بیا په هماغه اندازه د اوکرایین ختیځ کې پرمختګ کړی دی.
روسیې د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې دغلته سرهیوکا ښار نیولی. له دې سره د روسیې پوځې چارواکو ګواښ کړی چې اوکراین به ددې بریدونو درنه بیه پرې کړي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
اوکراییني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې یو مهم پول ویجاړ کړی
-
د افغان پناه غوښتونکو پر پټو سفرونو د جرمني د حکومت او اپوزیسیون غبرګون.
په جرمني کې افغان پناه غوښتونکي او کډوال سره له دې چې د پناه غوښتلو د دلیل په توګه ادعا کوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، افغانستان ته سفرونه کوي.
آر ټي ایل په یوه راپور ادعا کړې چې ډیری افغانان له نیمګړتیاوو څخه ګټه اخلي، ډیری وختونه د سفري ادارو (ټریول ایجنسیو) په مرسته، له اجازې پرته خپل هیواد ته ځي.
افغان کډوال د دوه ځله ننوتلو (ډبل انټري) ویزې په کارولو سره د ایران له لارې افغانستان ته سفر کوي. کله چې دوی افغانستان ته ننوځي، د هغوی ننوتل یوازې په یوه کاغذ ثبتیږي، او چې بېرته جرمني ته ستنیږي کوم ثبوت نه وي چې افغانستان ته تللي دي.
RTL وايي وروسته له هغه یې د افغانانو د دې کار څرک ولګاوه چې په جرمني کې میشتو افغانانو افغانستان ته د خپلو سفرونو عکسونه او فلمونه په ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک کې شریک کړل.
د آر ټي ایل مستند راپور د هامبورګ په یوې سیمې تمرکز کوي چې هره اوونۍ ډیری افغانان ورڅخه خپل هیواد ته ځي.
په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانانو په جرمني کې ژوند کاوه. د ټریول ایجنسي د چلوونکو په وینا، سلګونه افغانان هره اوونۍ یوازې له هامبورګ څخه خپل هیواد ته په شنو یا نیلي پاسپورتونو سفر کوي.
نیلی پاسپورتونه د هغو کسانو لپاره ځانګړي سفري اسناد دي چې په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي او د خپل اصلي هیواد د پاسپورت پر ځای ورڅخه کار اخلي.
د دې سفرونو په اړه د خبرونو په غبرګون کې، د اګست په 15، د جرمني د مهاجرت کمیشنر، یواخیم سټمپ پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکړ چې د تفریح یا رخصتۍ لپاره خپلو هیوادونو ته سفر ونه کړي او که دوی وموندل شي چې دا کار یې کړی دی نو نتیجې به یې وویني.
دغه کمېشنیر زیاته کړه جرمني باید نړیوال پاتې شي، مګر احمق نه، هغه بیلډ ورځپاڼې ته وویل، کوم کسان چې له موږ څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې او خپل هېواد ته د رخصتۍ لپاره تللي، د خوندیتوب حق فوراً له لاسه ورکوي او نور په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري. -
د متحده عربي اماراتو دولتمشر په روغتون کې د ملاحسن آخند لیدو لپاره ورغی.
د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ محمدبن زاید النهیان د خپل هیواد هغه روغتون ته لاړ چې د اسلامي امارت رييس الوزرا پکې بستر دی.
د اسلامي امارت ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
ملاحسن اخوند تېره ورځ د متحده عربي اماراتو له دولتمشر سره په کتنه کې د دغه هېواد د سخاوتمندانه چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې متحده عربي اماراتو تل په خلاص لاس د پراختیايي پروژو او بیارغونې له لارې د افغانانو ملاتړ کړی دی.
د اسلامي امارت چارواکو د ملاحسن د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي. د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واک ته رسیدو د درېیمې کالیزې په مراسمو کې د ملاحسن پیغام د نوموړي د دفتر ريیس ولوست. ملاحسن آخند ډېر لږ ږغېږي او ډېر لږ لیدل کېږي. -
اوکراین ادعا کړې چې د روسییې زر کیلومتره خاوره یې لاندې کړې
د اوکرايين د پوځ مشر اولکساندر سيرسکي وايي د دوی ځواکونو د روسيې زر کيلومتره مربع خاوره نيولې ده.
نوموړي دا هم ويلي چې، د اوکرايين پوځ به په کورسک سيمه کې خپلو پوځي عملياتو ته چې اووه ورځې وړاندې پيل شوي دوام ورکړي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وايي،”روسيې د نورو کورونو ته جګړه وروړه خو اوس جګړه بېرته روسیې ته غځېدلې ده.
بل پلو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه عمليات جدي پاروونکي بللي او روسي ځواکونو ته يې امر کړی چې د دښمن ځواکونه بېرته له خپل هېواده وباسي.
د جګړې له کبله د کورسک سيمې اوسېدونکي خوندي ځايونو ته ستنېږي. په دې وروستيو کې ۶۰ زرو کسانو ته امر شوی چې له دغې سيمې ووځي.
يو ځايي قومندان وايي، شاوخوا ۲۸ کلي د اوکراييني ځواکونو په لاس کې دي، ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او وضعيت لا هم کړکېچن دی.
اوکراييني ځواکونو اووه ورځې وړاندې د تېرې سې شنبې په ورځ د روسيې پر خاوره بريدونه پيل کړل.
ويل کېږي دغو عملياتو او پرمختګونو د اوکراييني ځواکونو مورال لوړ کړی دی خو شنونکي دا هم وايي چې دا به د اوکرايين پر وړاندې نوي ګواښونه وزيږوي.
د بريتانيا په پوځ کې يوه مهمې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ويلي، مسکو ښايي د دې بريد له کبله دومره غوسه شي چې اوکرايين کې پر ملکي وګړو او بنسټيزو تاسيساتو خپل بريدونه دوه برابره زيات کړي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په خپلو څرګندونو کې چې په دولتي ټلویزيون خپرې شوې ویلي، د دښمن ښکاره موخه د نفاق زړي کرل، شخړه، وېره خپرول او د روسي ټولنې د يووالي له منځه وړل دي.
نوموړي زیاته کړې، د دفاع وزارت اصلي دنده دا ده چې دښمن له خپلې خاورې وباسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د روسیې پوځ به ډېر ژر د دې عملیاتو ځواب ورکړي. -
قزاقستان چمتو دی چې د تورغونډۍ- سپین بولدک ریللارې لپاره وسایل ورکړي
قزاقستان د افغانستان له تورغونډۍ تر سپین بولدک پورې د ریللارې د جوړېدو په پروژه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود.
د قزاقستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه هیواد د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین د خپل هیواد د ترانسپورت او مواصلاتو له عمومي ريیس مومیتان چاکي یف سره له کتنې وروسته وویل چې قزاقستان له ترکمنستان سره په ګډه د شمال – جنوب د نړیوال ترانسپورتي کوریدور جوړېدو ته لېوالتیا لري.
ده وویل چې قزاقستان تیار دی چې د افغانستان د هرات د تورغونډۍ او د کندهار د سپین بولدک ترمنځ د ریللارې د جوړېدو لپاره وسایل مهیا کړي.
قزاقستان په وروستیو کې له ترکمنستان سره په ګډه په هرات کې د تېلو د یوه لوی زېرمتون په جوړولو کې برخې اخیستو ته هم جمتووالی ښوولی و. -
د اولمپيک نړېوالې لوبې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسیدې.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال نړیوالې اولمپیک لوبې په پرتمینو مراسمو په رسمي توګه پای ته ورسېدې. په دې ا لوبو کې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو لوبغاړو په ۳۲ برخو کې د ۳۲۹ مډالونو د ګټلو لپاره سيالي وکړه.
د دغو دوه اونیزو سیالیو په پای کې امریکا د سرو زرو د څلوېښتو او په ټوله کې د ۱۲۶ مډالونو په ګټلو لومړی ځای خپل کړ.
چین هم د سرو زرو څلوېښت او ټول ۹۱ مډالونه وګټل. جاپان ۲۰، اسټرالیا ۱۸، فرانسې ۱۶، نېدرلنډز ۱۵ او بریتانیا د سرو زرو ۱۴ مډالونه وګټل.
د پاريس اولمپیک لوبو کې شپږو افغانانو چې دری نارينه او دری ښځينه وو په بېلابېلو سپورتي برخو کې سيالي وکړه. خو هېڅ کوم افغان لوبغاړی د مډال په ګټلو ونتوانېد.
په افغان لوبغاړو کې کيمیا یوسفي په ځغاسته، محمد صمیم فیضزاده په جودو، فریبا هاشمي په بایسکل ځغلونه، شاه محمود نورزي په ځغاسته، فهیم انوري په لامبو کې او یولدوز هاشمي هم په بايسکل ځغلونه کې برخه واخيسته.
د پای په مراسمو کې د اولمپیک بیرغ د امریکا د لاس اېنجلېس ښاروال ته وسپارل شو، چې ښار به یې په ۲۰۲۸ کال کې د را روانو اولمپیک لوبو کوربه وي.
د مراسمو د یوې برخې په توګه، د امریکا اوڅار فلم ستوری، ټام کروز، په پاریس کې د فرانسې سټېډیم ته په خپل فلمي انداز د رسیو په مټ ورښکته شو او د اولمپیک بیرغ یې په موټرسایکل له لوبغالي له ځانه سره یووړ.
د اولمپیک د نړیوالې کمېټې مشر دا لوبې بریالۍ وبللې او ټینګار یې وکړ چې په یوه وېشلې نړۍ کې اولمپیک د سولې هڅوونکی دی. -
د سالنګ لار د باري موټرو او بسونو پرمخ د سنبلې تر لومړۍ بنده ده
د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لارې د پاتې برخې د ترمیم لپاره به دا لار د سنبلې تر لومړۍ نېټې پورې بنده وي.
د دغه وزارت ویندوی اشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې له کوچنیو موټرو پرته، چې پر نوې فرعي لاره تګ راتګ وکړي، لوی باري موټرونه او بسونه به د سنبلې تر لومړۍ نېټې پورې په دې لاره د تګ راتګ اجازه نه لري.
اسلامي امارت تېر کال د سالنګ تونل ترمیم کړ او ویې ویل چې د دې لارې د بیارغونې چارې یې بشپړې کړي دي.
سالنګ د افغانستان له پلازمېنې، جنوب او ختیځ سره د شمال د ۹ ولایتونو د ارتباط اصلي لاره ده. -
تېر کال یو میلیون او ۷۸۰ زره افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې شاوخوا یو میلیون او ۷۸۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو راستانه شوي دي.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، دا شمېرې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر مولوي محمودالحق احدي په کابل کې په یوه غونډه کې وړاندې کړې.
پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پروسه پیل کړه.
ایران هم په وروستیو کې د افغان اتباعو د ایستلو بهیر چټک کړی دی، او په دې هیواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند او ځورونې ډېر راپورونه ورکول کېږي.
په وروستیو ورځو کې د ایراني پولیسو له خوا د یوه افغان زلمکي د شکنجې ویډیو په خواله رسنیو کې ګڼو خلکو شریکه کړه، او ډېر غبرګونونه یې وپارول.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې په تېرو درېیو کلونو کې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت د کډوالو د نړیوال سازمان یا “آیاوایم” هغه راپور هم رد کړ چې ویلي یې وو، له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له افغانستانه وتلي دي.
یاد سازمان زیاته کړې وه چې له دغو افغانانو څخه یو میلیون یې له اروپايي هېوادونو د پناه غوښتنه کړې او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. -
د افغانستان په څو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د پولیو واکسین ورکول کېږي
د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له د روانې زمري میاشتې له ۲۰ نېټې څخه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي لپاره واکسین پیلېږي.
له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ پر خپله ایکسپاڼه دد دې کمپاین د اعلانولو ترڅنګ له ولسه غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په پاکولو کې ونډه واخلي.
دې ادارې همداراز ویلي چې له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې اجرا شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د لهمنځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ پهدې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج او ان د مړینې سبب یې کېږي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ ویروس پکې محوه شوي نه دي. سږ ګال په پاکستان کې د پولیو ۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې هم اکثره پېښې په پښتني سیمو کې ثبت شوي دي. -
د حماس لخوا یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی اعلان شو
حماس اعلان کړی چې یحیی سنوار به د اسماعیل هنیه ځای ناستی وټاکل شي.
د یحیی سنوار په اړه ویل کېږي چې د غزې جګړې له پیل راهیسې په دې تراړه کې دی، خو کله هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې د اوسېدو د ځای ځایګي په اړه څه مالومات شته.
اسرائیلي ځواکونو څو ځایه د هغه د موندلو په هدف عملیات هم کړي دي.
په تېرو میاشتو کې د اسرائیلو وینا دا وه چې نوموړی غزه کې ایسار پاتې او له خپلو ساتونکو سره تر ځمکه لاندې تونلونو کې پټ دی.
اسرائیلي ځواکونه دا هم وايي چې نوموړی د موندل کېدو له وېرې له هېچا سره اړیکه نه نیسي.
اسرائیل نوموړی د حماس د هغو چارواکو له ډلې ګڼي چې د اکتوبر ۷مه یې د دغه هېواد پر سوېل د خونړي برید امر ورکړی دی.
اسرائیل هم پر دې باور دی چې یحیی سنوار د اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته عملآ د حماس دویم کس ګڼل کېږي.
هنیه تېره اوونۍ د ایران پلازمېنه تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.
په دې وروستیو کې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهای پر ویبپاڼه د ښاغلي هنیه د شهادت په مناسبت یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ښاغلی هنیه له نوموړي سره په یوه لیدنه کې یحیی سنوار ورپېژني.
سنوار ۶۲ کلن دی او په ابو ابراهیم هم پېژندل کېږي.
دی د غزې تراړې په سویل کې د د کډوالو په خان یونس پنډغالي کې زېږېدلی.
د مور او پلار په اړه یې ویل کېږي چې د اشکلون دي خو نیکونه یې د دغه ښار پرېښودلو ته اړ شوي.
دا اجباري کډوالي په ۱۹۴۸ کال کې تر هغې جګړې وروسته پېښه شوه، چې پایله کې یې د اسرائیل هېواد د رامنځته کېدو اعلان وشو. یحیی سنوار ښوونځی په خان یونس کې لوستی او وروسته یې د غزې له اسلامي پوهنتونه په عربي ژبه کې لیسانس اخیستی.
اسرائیلو هغه لومړی ځل په ۱۹۸۲ کال کې چې لا ۱۹ کلن و، د “اسلامي فعالیتونو” په دلیل ونیو او تر هغې وروسته په ۱۹۸۵ کال کې بیا ونیول شو. ښاغلي سنوار په همدې موده کې د حماس د بنسټګر شیخ احمد یاسین باور ترلاسه کړ.
هغه د حماس له رامنځته کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۸۷ کال کې د “المجد” په نوم د دې ډلې داخلي امنیت وېرونکی سازمان جوړ کړ.
د المجد نوم ځکه ژر خوله په خوله او مشهور شو چې پر اخلاقي جرمونو تورنېدونکي کسان به یې مجازاتول.
په ۱۹۸۸ کال کې وویل شول چې نوموړي د دوو اسرائیلیانو د تښتولو او وژلو هوډ درلود.
نوموړی په همدغه کال له نیول کېدو وروسته په اسرائیل کې د ۱۲ فلسطینیانو د وژلو په تور محاکمه او څلور ځله په عمري بند محکوم شو.
یحیی سنوار له ۱۹۸۸ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې له اسرائیل سره تر ۲۲ کلونو ډېر زندان تېر کړ.
نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د بندیانو په تبادله کې خوشې شو.
په هغې تبادله کې ۱۰۲۷ فلسطیني او عرباسرائیلي بندیان د یوه یرغمل شوي اسرائیلي سرتېري “ګیلعاد شلیط” په بدل کې ازاد شول. ګیلعاد شلیط له حماس سره پنځه کاله اسیر و.
اسرائیلو د سنوار له خوشې کولو وروسته د غزې اشغال پای ته ورساوه.