مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • یوټیوب په افغانستان، ایران او پاکستان کې د ټولو رسمي او غیرې رسمي یوټیوب چینلونو مونټایز بند کړ

    یوټیوب په افغانستان، ایران او پاکستان کې د ټولو رسمي او غیرې رسمي یوټیوب چینلونو مونټایز بند کړ

    د نړۍ تر ټولو سترې ویډیويي خپرونې شبکې “یوټیوب” چې د امریکایي ټېکنالوژۍ لوی شرکت “ګوګل” تر چتر لاندې فعالیت کوي، د افغانستان، ایران او پاکستان د ټولورسمي او غیرې رسمي  یوټیوب چینلونو لپاره منټایزېشن یا د عوایدو ورکولو پروسه درولې ده.

    په رسمي ډول د یوټیوب له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د سیمه‌ییزو امنیتي حالاتو، نړیوالو بندیزونو، او د تجارتي پالیسۍ د ارزونې پر بنسټ شوې ده. ددې بندیز له امله، اوس د یادو هېوادونو له هیڅ یوټیوب چینل څخه اعلانونه نه خپرېږي او نه هم ویډیو جوړوونکو ته د عوایدو زمینه برابره ده.

    سرچینې وایي، دا پرېکړه د څو مهمو نړیوالو تحولاتو له امله شوې، چې پکې لاندې درې کلیدي پېښې د پام وړ ګڼل شوي دي:

    ۱- روسیې له لوري د طالبانو تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت په  رسمیت پېژندل:

    راپورونه ښيي چې له دې وروسته د امریکا او متحدینو لخوا پر اسلامي امارت سیاسي فشارونه زیات شول، چې د یوټیوب دا ګام یې هم یوه برخه بلل کېږي.

    ۲-  ایران – اسرائیل جګړه:

    ایران چې په وروستیو میاشتو کې د اسرائیلو پر ضد پوځي اقدامات کړي، له دې امله د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ شوی. ددې فشارونو یوه پایله همدا ګڼل کېږي، چې یوټیوب د ایران چینلونه هم غیر منټایز کړي.

    ۳-  پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکی ګواښ:

    د خېبر پښتونخوا، بلوچستان او نورو سیمو کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو زیاتوالی، د بیان ازادۍ او خپرونو د خوندي‌والي په برخه کې جدي اندېښنې راپیدا کړې، چې له امله یې یوټیوب د منټایزېشن سیسټم ودرولو ته مجبوره شوی.

    کارپوهان باور لري چې دا پرېکړه یوازې تخنیکي نه ده، بلکې سیاسي اړخونه هم لري. د افغانستان یو وتلی یوټیوبر وایي:

    “د یوټیوب له خوا دا ګام زموږ پر اقتصادي راتلونکي مستقیم اغېز لري. زموږ د محتوا تولید، امکاناتو او ژوند وسیلې له همدې لارې وو، خو اوس بې برخلیکه پاتې یو.”

    په عین حال کې، د رسنیو د ازادۍ ملاتړي بنسټونه پر یوټیوب انتقاد کوي او دا پرېکړه د عامو خلکو د رایې، فکر او بیان پر ازادۍ محدودیت بولي.

    تر دې دمه د ګوګل یا یوټیوب له خوا د دې بندیز د پای ته رسېدو کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې، خو تمه ده چې دا موضوع به د نړیوالو سازمانونو، رسنیزو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري تر جدي ارزونې لاندې ونیول شي.

  • د روان کال تر پایه به ۳ ملیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شي

    د روان کال تر پایه به ۳ ملیونه افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شي

    د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا ۳ ملیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته ستانه شي.

    افغانستان لپاره د دې ادارې استازي، عرفات جمال، په یوه انلاین خبري ناسته کې وویل، چې تر دې مهاله له ۱.۶ ملیونو ډېر افغان کډوال، چې ډېری یې له ایرانه راغلي، بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

    نوموړي زیاته کړه، د دغه بهیر د مدیریت لپاره د اوبو، روغتیا، تغذیې او واکسیناسیون بېړني خدمات پیل شوي.

    له دې سره سم ‏د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت چې د اسلام کلا بندر ته تللی له خصوصي سکټور او ولسي خلکو غوښتي، چې کډوالو ته د خوړو او اوبو برابرولو سربېره ولایتونو ته د هغوی لېږد برخه کې لازیاته ونډه واخلي.

    ملګري ملتونه داسې مهال دا خبرداری ورکوي، چې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال د بشرپاله ویزو له لارې له پاکستان څخه ایټالیا ته لېږدول شوي دي.

    د راپورونو له مخې، دا ۱۱۹ کسیزه ډله د جون میاشتې په ۱۰مه نېټه د روم فیومیسینو هوایي ډګر ته رسېدلې ده.

    دا لېږد د «بشرپاله دهلېزونو» په نوم د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د ایټالیا د حکومت او یو شمېر غیردولتي بنسټونو په همکارۍ ترسره شوی دی.

  • اسرائیل پلان لري چې د غزې اوسېدونکي په رفح کې یوه کمپ ته ولېږدوي

    اسرائیل پلان لري چې د غزې اوسېدونکي په رفح کې یوه کمپ ته ولېږدوي

    د اسرائیل دفاع وزیر وايي، خپل پوځ ته یې لارښوونه کړې، چې په غزه کې ټول فلسطینیان د دې سیمې په سویل کې یوه کمپ ته ولېږدوي.

    اسرائیل کاټز د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې غواړي د رفح ښار په کنډوالو کې یو “بشردوستانه ښار” جوړ کړي، چې پیل کې شاوخوا شپږ سوه زره فلسطینیان او بالاخره ټول دوه اعشاریه یو میلیون نفوس پکې ځای پر ځای شي.

    دی وايي، هدف دا و چې خلک له امنیتي پلټنې وروسته هلته دننه راوستل شي، چې ډاډ ترلاسه شي، د حماس وسله وال نه دي، او د وتلو اجازه به نه ورکول کېږي.

    هغه زیاته کړه چې که شرایط اجازه ورکړي، نو د هغه احتمالي ۶۰ ورځني اوربند په ترڅ کې به ودانیزې چارې پیل شي، چې اسرائیل او حماس هڅه کوي خبرې پرې وکړي.

    په اسرائیل کې د بشري حقونو یوه مدافع وکیل دا پلان غندلی او وايي، دا “د بشر ضد جرم لپاره له عملیاتي پلانه” کم څه نه دي.

    میکائیل سفارد ګارډین ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: ”دا ټوله خبره د غزې سویلي څنډو ته د نفوسو لېږدول دي، چې بیا وروسته له دې تړانګې بهر وایستل شي.”

    له دې مخکې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې له یوې اشغال شوې سیمې په زوره د خلکو ایستل یا شړل د نړیوال بشري قانون له مخې سخت ممنوع چاره او “توکمیز چاڼ ته ورته” ده.

    فلسطیني ادارې یا حماس تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

    پر دوشنبه ناوخته د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه وړاندیز په هکله وغږېد، چې له جګړې وروسته به امریکا د غزې کنټرول واخلي او اوسېدونکي به یې د تل لپاره بل چېرې مېشت کړي.

    نتنیاهو وویل: “زه فکر کوم ولسمشر ټرمپ یو شاندار نظر لري، دا ازادانه اختیار بلل کېږي. که خلک غواړي چې پاتې شي، دوی به پاتې کېږي، خو که دوی غواړي چې لاړ شي، نو دوی باید لاړ شي…

    موږ له متحدو ایالتونو سره له نژدې کار کوو، چې داسې هېوادونه ومومو چې هڅه کوي هغه څه درک کړي، چې دوی تل ویلي – چې دوی غواړي فلسطینیانو ته یو ښه راتلونکی ورکړي. ”

    ټرمپ په دې هکله وویل: ”موږ له… شاوخوا هېوادونو ښه همکاري درلوده، هر یوه ښه همکاري درلوده. نو، یو څه به ښه وشي.”

    په مارچ میاشت کې عربي هېوادونو د ټرمپ پلان بدیل په توګه د ۵۳ بیلیونو ډالرو یوه پلان ملاتړ وکړ، چې له مخې یې باید د هغه ځای فلسطینیان پر خپل ځای پاتې شي.

    دوی دغه راز د فلسطینیانو هر ډول بې ځای کولو موضوع په ټینګار سره رد کړه او دا چاره یې ”له بشري حقونو سرغړونه، د بشریت ضد یو جنایت او توکمېز چاڼ” وباله.

    فلسطیني ادارې او حماس هم د مصر پلان تایید کړ، خو امریکا او اسرائیل ویل چې دا په غزه کې واقعیتونو ته حل نه دی.

    فلسطینیان د نکبه له تکراره وېره لري، چې د “ناورین” لپاره عربي کلمه ده او د هغې پېښې یادونه کوي، چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل دولت له رامنځته کېدو وروسته سلګونه زره خلک له جګړې مخکې او د جګړې په ترڅ کې له خپلو کورونو څخه وتښتېدل یا وشړل شول.

    هغه ډېری کډوال په غزه کې پاتې شول، چې دوی او اولادونه یې د ټولټال نفوس درېیمه برخه جوړوي.

    د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا ۹۰۰ زره نور کډوال په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اوسي او درې اعشاریه څلور میلیونه فلسطیني کډوال بیا په اردن، سوریه او لبنان کې ژوند کوي.

    اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د پولې له بلې غاړې د یوه ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس له منځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړ، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.

    د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۷،۵۰۰ څخه ډېر خلک وژل شوي دي.

    د غزې نفوس ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوی دی. اټکل کېږي چې له ۹۰ سلنې ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي، د روغتیايي اسانتیاوو مرکزونه، د څښاک اوبو نظام او حفظ الصحې سیسټمونه ویجاړ شوي دي او د خوړو، سون توکو، درملو او سرپناه کمښت نشتوالی یا کمېدل معمول دی.

  • اسلامي امارت وایي، د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندیزونو غور کوو

    اسلامي امارت وایي، د کډوالو نړیوال سازمان پر وړاندیزونو غور کوو

    د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره په لیدنه کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې کړې دي.

    د یاد وزارت د خبر له مخې میهیونګ پارک ویلي، له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د مالي سرچینو کمښت سربېره هڅه کوي، اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

    پارک زیاته کړې چې، هرات او نیمرزو کې یې فعالیتونو دوام لري او د اړتیا په صورت کې به نورو سیمو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي.

    نوموړي اسلام کلا او نیمروز کې د کډوالو نړیوال سازمان د فعالیت لپاره د ځمکې وړاندیز کړی دی.

    بل‌ لورته د اسلامي  امارت  د کډوالو وزیر ویلي، دوی له خپلو امکاناتو راستنېدونګو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او په خبره یې، د کډوالو وزارت ټیمونه پولو کې په کار بوخت دي.

    مولوي عبدالکبیر بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو لپاره د نړیوالو په لا ډېرو مرستو ټینګار وکړ.

    نوموړي ویلي، د کډوالو نړیوال سازمان په وړاندیزونو به غور وکړي.

    د یاد وزارت په خبر کې هغه وړاندیزونه نه دي یاد شوي، چې د کډوالو نړیوال سازمان وړاندیز کړي دي.

    دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې پرون سه شنبه د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان کډوال په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د نیول کېدو او ځورونې په ګډون له سخت وضعیت سره مخ دي.

    دغه سازمان د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د تېرې شپې اعلامیې په غبرګون کې دغه راز زیاته کړې، چې ډېری هېوادونه داسې مهال د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام پایته رسوي، چې افغانان تر بل هر وخت ورته اړتیا لري.

    د بښنې نړیوال سازمان دغه راز اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې افغان کډوال په پراخه کچه هېواد ته راستنول کیږي او بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته ده، د مرستو کمښت لا وضعیت خراب کړی دی.

    بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان وایي، افغان کډوال په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د نیول کېدو او ځورونې په ګډون له سخت وضعیت سره مخ دي.

    دغه سازمان د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د تېرې شپې اعلامیې په غبرګون کې دغه راز زیاته کړې، چې ډېری هېوادونه داسې مهال د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام پایته رسوي، چې افغانان تر بل هر وخت ورته اړتیا لري.

    د بښنې نړیوال سازمان دغه راز اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې افغان کډوال په پراخه کچه هېواد ته راستنول کیږي او بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته ده، د مرستو کمښت لا وضعیت خراب کړی دی.

    ‏یاد سازمان د سویلي اسیا څانګې په یوه اعلامیه کې دغه راز ویلي، چې بلوچستان کې لا هم د لاریونونو ځپل کېدل او د لاریون کوونکو نادرکه کېدل دوام لري.

    دغه سازمان ویلي، د روانې جولای میاشتې په ۵مه د څلورو ښځو په ګډون ۵ تنه لاریون کوونکي نیول شوي، چې ښځې تر نیول کېدو دوه ورځې وروسته خوشې شوي خو عبدالله بلوڅ لا هم په بند کې دی.

    د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د نیولو لپاره دې قوانین د وسیلې په توګه نه کاروي او د ګلزار او ماهرنګ بلوڅ په ګډون دې ټول فعالان ازاد کړي.

    د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې له مخې، پاکستان کې باید د جبري نادرکه شویو او له عدلي بهیر پرته د اعدامونو د تورونو په تړاو پراخې او رڼې څېړنې وشي.

    د بلوڅ خپلواکۍ غوښتونکې ماهرنګ بلوڅ او ملګري یې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شول.

    په دغه ډله کې له هغې سره د بلوڅ د یووالي کمیټې نور مخکښ غړي هم دي چې د ترهګرۍ په تور تورن دي او د لس ورځني توقیف لپاره پولیسو ته وسپارل شول.

    ماهرنګ بلوڅ شاوخوا درې میاشتې مخکې د پاکستان د عامه نظم د ساتنې قانون له مخې نیول شوې وه او تر اوسه په بند کې ده.

  • د روسیې د ګرځندوی شرکتونه افغانستان ته سیاحتي پکېجونه اعلانوي

    د روسیې د ګرځندوی شرکتونه افغانستان ته سیاحتي پکېجونه اعلانوي

    په داسي حال کې چې له اسلامي امارت  سره د روسیې اړیکې په زیاتېدو دي، د روسيې د ګرځندوی شرکتونو افغانستان ته د سفر نوي پکېجونه اعلان کړي دي، چې د یوې اوونۍ سفر پر شاوخوا ۳۰۰۰ ډالرو وړاندې کوي.

    د روسیې رسنیو راپور ورکړ چې دا اعلانونه په وروستیو ورځو کې د روسیې پر انټرنټي پلېتفارمونو خپاره شوي، او د تلېګرام د «شات» خبري کانال پر اساس، لومړۍ ډله مسافر به ښايي د روانې جولای میاشتې په منځنیو کې سفر پیل کړي.

    دغه پکېجونه، چې بیه یې ۲۳۵ زره روبله (شاوخوا ۳۰۰۰ ډالر) ده، د روسیې او طالبانو ترمنځ د تودېدونکو اړیکو په ترڅ کې وړاندې شوي دي.

    تېره اوونۍ روسیه لومړۍ هېواد شو چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې اسلامي امارت  یې په رسمیت وپېژانده.

    د پېژندنې تر اعلان وروسته، روسیې له اسلامي امارت  سره په بیلابیلو برخو لکه انرژۍ، کرنې، ترانسپورت، او نورو برخو کې د همکارۍ پلانونه اعلان کړل.

    سره له دې چې پر اسلامي امارت  نړیوال بندیزونه لا هم دوام لري، دواړو لورو د سوداګرۍ د پراخولو او پانګونې د فرصتونو په اړه هم خبرې کړي دي.

  • افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری وفات شو

    افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری وفات شو

    د کرېکټ لوبې مشهور افغان لوبڅار بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

    د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوکپاڼه د ښاغلي شینواري د مړینې په مناسبت یوه پیغام کې د خواشینۍ څرګندونه شوې.

    د افغان کرېکټ بورډ په پیغام کې زیاته شوې: ”افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان لوبڅارنې پلاوي معتبر غړي بسم الله جان شینواري د مړینې په مناسبت د هغه له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان کرېکټ له ټولې ورورلۍ سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوي.”

    د کرېکټ بورډ په پیغام کې زیاته شوې، ”د بسم الله جان شینواري یاد به تل زموږ په زړونو او ذهنونو کې وي.”

    ښاغلي شینواري د کرېکټ لوبڅارنې خورا اوږده تجربه درلوده او د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبڅارانو (ایلیټ پلاوي) غړی و.

    د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو په وینا بسم الله جان شینواري په ۳۴ یوه ورځنیو، ۲۶ شل اووریزو، ۳۱ لومړۍ درجه، ۵۱ – اې درجه او ۹۶ شل اووریزو سیالیو کې د رسمي لوبڅار په توګه ونډه درلوده.

    ښاغلي شینواري د لوبې په ډګر کې د لوبڅارۍ تر څنګ په لسګونو کورنیو او نړیوالو لوبو کې د (ټي – وي) لوبڅار په توګه هم برخه اخیستې وه.

    د کرېکټ په هکله معلوماتي وېبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو له مخې ښاغلي شینواري د ائرلنډ او افغانستان تر منځ د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې لومړی ځل په شارجه کې د نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه او وروستی ځل یې د امریکا او عمان تر منځ په اماراتو کې د روان کال فبرورۍ پر ۱۸مه د یوې نړیوالې لوبې لوبڅار په توګه مسوولیت ترسره کړ.

    په افغانستان کې له شمشاد شخصي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ښاغلي شینواري ویلي و، له شاوخوا ۱۹۹۲ کال راهیسې یې له کرېکټ سره تعلق دردلود، چې پاکستان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه.

    نوموړي په همدې مرکه کې ویلی و، چې خپله یې هم کرېکټ لوبه کوله او هېواد ته له ستنېدو وروسته یې په ۲۰۱۱ کال کې د لوبڅار په توګه مسوولیت پر غاړه واخیست، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د لومړنۍ نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه.

  • اسرائیلي اشغالګرو په یمن کې پر حوثي وسلوالو پراخ بریدونه پېل کړي.

    اسرائیلي اشغالګرو په یمن کې پر حوثي وسلوالو پراخ بریدونه پېل کړي.

    اسرائیل وایي یمن کې یې پر حوثي یاغیانو پراخ بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیل پوځ د دوشنبې پر سهار، جولای اوومه وویل، پر حوثیانو یې د یمن په الحدیده، راس عیسی، او الصلیف بندرونو کې بریدونه پیل کړي.

    د دې بریدونو له پیل سره هممهاله، د اسرائیل د دفاع وزیر پر اېکس لیکلي، چې ”حوثي یاغیان دې د تهران په څېر برخلیک ته چمتو واوسي.”

    له دې بریدونو لږ مخکې اسرائیلي پوځ د سیمې خلکو ته له هدف کېدونکو سیمو د وتلو خبرداری ورکړ. اسرائیلي پوځ په خبرداري کې د سیمې له وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا سیمې پرېږدي یا دې ترې لېرې شي، ځکه چې هوایي بریدونه به ژر پیل شي.

    د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاټس هم د بریدونو له پیل سره سم په ټولنیزو رسنیو خپل پیغام کې لیکلي و چې د بریښناکوټونه او هغه بېړۍ یې هدف دي چې حوثي یاغیانو دوه کاله مخکې ”تښتولې” وې.

    المیادین، چې د حوثي یاغیانو رسمي رسنۍ ده، پر الحدیده بندر بریدونه تائید کړي، خو د تلفاتو یا زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

    د اسرائیل د دفاع وزیر وايي، دې عملیاتو ته د ”تور بیرغ” نوم ورکړل شوی او پر خواله رسنۍ اېکس یې یوه پیغام کې ولیکل: ”حوثیان باید د خپلو کړنو درنه بیه ورکړي. د یمن برخلیک به د تهران په څېر یو څه وي. هر څوک چې هڅه وکړي اسرائیل ته زیان ورسوي، خپله به زیان وويني او هر لاس چې د اسرائیل پر لور وغځېږي، پرې به شي.”

    اسرائیل له دې مخکې هم د یمن پر الحدیده بندر هوایي بریدونه کړي، خو د دې هېواد د چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تازه بریدونه ډېر سخت دي او احتمال شته چې دوام وکړي.

    اسرائیل په یمن کې داسې مهال بریدونه پیل کړي، چې د دې هېواد لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په پار واشنګټن ته د سفر په حال کې دی.

    د غزې جګړې له پیله راهیسې حوثیانو چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، څو ځله پر اسرائیل توغنديز بریدونه کړي او په سره سمندر کې یې سوداګریزې بېړۍ په نښه کړي دي.

    د اسرائیل هوايي ځواک وایي، د دوشنبې سهار بریدونه د حوثیانو پرله‌پسې بریدونو ته ځواب دی، چې د اسرائیل او د دغه هېواد د وګړو پر ضد ترسره شوي.

    اسرائیلي پوځ زیاته کړې، هغه بندرونه چې په دې بریدونو کې په نښه شوي، د “ایراني رژیم له خوا د وسلو د لېږد اصلي مرکزونه” وو، چې له لارې یې ”پر اسرائیل او دې هېواد پر متحدینو ترهګریز بریدونه ترسره کېدل.”

    رویټرز خبري آژانس په دې هکله خپل رپوټ کې ویلي، چې د دې بریدونو له پیل څو دقیقې وروسته حوثي ډلې ادعا وکړه چې د اسرائیل هوایي بریدونو پر وړاندې یې دفاعي سیسټم فعال کړی.

    هغسې چې اسرائیل ادعا کوي، د دې هوایي بریدونو یو هدف د “ګالکسي لیډر” نومې کښتۍ وه، چې حوثیانو د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې نیولې وه، دغه کښتۍ اسرائیل د نړیوالو اوبو د څار لپاره کاروله.

    د راس الکثیب برېښناکوټ هم د اسرائیلو د هوایي بریدونو له موخو یو و، چې د اب او تعز ښارونو په ګډون شاوخوا سیمو ته برېښنا ورکوي.

    د الحدیده بندر، چې په یمن کې میلیونونه ملکي وګړو ته د بشري مرستو رسېدو مهم بندر بلل کېږي، د تېر یو کال په ترڅ کې څو ځله د اسرائیل په بریدونو کې په نښه شوی دی.

  • کونړ کې ۳۵ پراختیایي پروژې پیل شوې

    کونړ کې ۳۵ پراختیایي پروژې پیل شوې

    په کونړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

    دغه پروژې د کونړ په دانګام، شلتن، خاص کونړ، مرورې، سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو کې پیل شوې.

    یادې پروژې د اسلامي امارت  د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مرستیال محمد اسماعیل غزنوي له لوري پرانیستل شوې دي.

    د چارواکو په وینا، د دغو ولسوالیو لپاره په ټولیز ډول د ۱۳۱میلیونه افغانیو په لګښت ۶۸ پروژې منظور شوي دي، چې پکې ښوونځي، مدرسې، کلیوالي پراختیا، اوبو، سړکونو، جوماتونو او نورو زیربنايي برخو ته پروژې ځانګړې شوې دي.

    په دغو پروژو کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوه.

    کونړ مېشتې د دې پروژو له پیل نه خوښي څرګندوي، خو تمه لري چې قراردادي شرکتونه باید په ښه کیفیت کار وکړي.

    دوی له امارت غوښتنه کوي چې د پروژو له چارو منظمه لیدنه وکړي، څو پر وخت او ښه کیفیت بشپړې شي.

    دا پروژې د کونړ ولایت هغو ولسوالیو کې پیل شوې، چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نېږدې موقعیت لري.

  • چین د روسیې له لوري د اسلامي امارت  د رسمیت پېژندو هرکلی وکړ

    چین د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندو هرکلی وکړ

    چین د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې له خوا د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو هرکلی کوي، او ژمنه یې وکړه چې «د افغان ولس پر وړاندې به د دوستۍ پر بنسټ بهرنۍ تګلاره تعقیب کړي.» د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، وویل: «لکه څنګه چې چین د افغانستان دودیز دوست ګاونډی دی، تل یې باور درلود چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا نه شي.» طالبان چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسیدلي، تراوسه هیڅ هیواد په رسمی نه وو، پېژندلي. هغوی له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې او پانګونې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

    چین که څه هم اسلامي امارت یې نه دی پېژندلی، خو په پیکینګ کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.

    چین ویلي، طالبان باید د بشپړې ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره سیاسي اصلاحات وکړي، امنیت ښه کړي، او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې اصلاح کړي.

    خو ماو نینګ د جمعې په ورځ وویل: «په افغانستان کې که هر ډول کورني او بهرني بدلونونه راغلي، د چین او افغانستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هیڅکله هم نه دي پرې شوې.» هغې زیاته کړه: «د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو ادارو په یو بل کې خپل عادي فعالیتونه روان ساتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې مثبت رول لوبولی دی.»

  • ښایي نور هېوادونه هم طالبان ژر په رسمیت وپېژني

    ښایي نور هېوادونه هم طالبان ژر په رسمیت وپېژني

    قطر کې د امارت سفیر سهیل شاهین وایي، ښایي راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ځینې نور هېوادونه هم د روسیې د پرېکړې په تعقیب، د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

    نوموړي له یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې: “ښایي په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو.”

    د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل، چې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپېژنده.

    روسیې هممهاله د امارت په رسمیت پېژندنه تایید کړه.

    روسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ، چې افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت یې په رسمیت وپېژنده او د افغانستان له لوري ور معرفي شوی سپين بيرغ يې هم منلی دی.

    روسیه لومړنی هېواد شو چې اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

    تازه ‏د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې لیکلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ پراخې او پياوړې کړي.

    بیان کې راغلي چې له طالبانو سره به د سیمه ییز امنیت په پیاوړتیا، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، مرستو، زېربنايي پروژو، د انرژۍ تولید، اقتصادي او دغه راز سوداګریزې ودې برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.