د پاکستان پارلمان ته د موږکانو سرخوږی؛ “موږکان دومره غټ او څاربه دي، چې ښايي پیشوګانې هم ترې وډار شي.
د پاکستان پارلمان ته موږکان په سرخوږي اوښتي او اوس یې له شره د ځان خلاصولو لپاره مرسته غوښتې ده.
د پارلمان ودانۍ کې د موږکانو د موجودیت ستونزه تر هغې وروسته رامخ ته شوه چې د کار او مسکن وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د عامه کمېټې د یوې ناستې لاسوندونه وغوښتل.
خو کله چې چارواکي ارشیف ته ورغلل، نو مالومه شوه چې د اسنادو ډېره برخه موږکانو خوړلې ده.
دا موضوع وروسته د پارلمان له رئیس سره شریکه شوې او هغه په اسلام باد کې د پراختیايي چارو ادارې “سي ډي اې” ته په یوه مکتوب کې ولیکل چې اړوندې څانګې ته په دې برخه کې د ګام اخیستو لارښوونه وکړي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ویاند ظفر سلطاني ویلي، ډېر موږکان د پارلمان په لومړي پوړ کې دي چې د کمیټو خونې په کې وي.
په لومړي پوړ کې همدا راز د سیاسي ګوندونو د پارلماني غړو او د وزارتونو د قایمه کمېسیونونو ناستې هم ترسره کېږي.
په دغه پوړ کې په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د مشر دفتر او یو کانتین هم دي.
د قامي اسمبلۍ ویاند وايي دغلته موږکان دومره غټ او څاربه دي چې ښايي پېشوګانې هم ترې وډارې شي.
د دغه پارلمان یو کارکوونکی وایي، د بېلابېلو پوړونو تالارونه د ښایست لپاره مسطح شوي او “کله چې ماښام او خلک کم شي، نو موږکان په چتونو کې داسې منډې وهي لکه د ځغاستې سیالي چې یې وي”.
دی زیاتوي چې د پارلمان کارکوونکي اوس له دغه کار سره عادت شوي خو که څوک نوي ورشي نو ډارېږي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ ویاند ظفر سلطان ویلي، چې د پارلمان له ودانۍ د موږکانو ختمولو لپاره د کال ۱۲ لکه روپۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په وینا دا چې د پارلمان ودانۍ د ترمیم او ساتنې مسوولیت د پلازمېنې د پراختیايي چارو ادارې ‘سي ډي اې’ ته راجع دی، نو همدې کبله ترې غوښتل شوي چې دا چاره داوطلبۍ ته وړاندې کړې او ګټونکی شرکت ته یې په سملاسي توګه د لاس په کارېدو خبره وکړه .
د طفر په وینا پیشوګانې د پارلمان په بېلابېلو سیمو کې خوشې شوي.
د یادونې ده چې د پارلمان ودانۍ اسلام اباد کې یوازنۍ دولتي ځای نه دی چې موږکانو یې کارکوونکي پزو ته راوستي.
د سيډياې یوه ویاند فایق علي وویل، د پلازمېنې نږدې ټولو پخوانۍ ودانۍ موږکانو نیولې دي.
دی وايي هغه کمپنۍ چې د ۱۲ لکو روپیو دغه بولي ګټي نو په یوه ځل به نه، بلکې ټول کال به د موږکانو لمنځه وړولو مسوولیت ترسره کوي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
د پاکستان په پارلمان کې موږکانو سخته وېره او سرخوږی پېداکړی.
-
د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې درانه سېلابونه راوتي اوپه ۱۶ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو وړاندوینه شوې
د جلال آباد ښار ۷ ناحیې غوچکو ساحې او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي کې د شدید باران له امله سیلابونه راوتلي
د ځایي چارواکو له قوله، د نن شپې شدید باران له امله د جلال آباد ښار ۷ ناحیې اړوند غوچکو، ماما مېنه کلیو او سره رود چمتلې ښارګوټي اړوند سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې لسګونه کورونه او دوکانونه یې زیانمن کړي دي.
د دغو سېلابونو له امله د یو شمېر کسانو د ټپي کیدو او دغه راز یوه ماشوم مړینه تایید شوې ده.
ګومان کیږي، چې د ځاني او مالي زیانونو سطحه به لوړه شي.
د امارت چارواکو د سېلاب د ځپلو مرستې ته د دوی د ځواکونو د رسیدو خبر ورکړی او ویلي، چې د ژغورنې هڅې روانې دي.
ویل کیږي چې دا سېلابونه د جلال اباد ښار تر فاطمه الزهرا روغتونه هم رسېدلي او ښایي نور لا پراخ شي.
په ورته وخت کې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هوا د اټکل پر اساس، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلونو خبرداری ورکړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سیلونو امکان شته.
اټکل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ او ۹۰ میلي مترو ترمنځ وي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني، پکتیکا، پکتیا، زابل او میدان وردګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو فصلونو او د خلکو باغونو ته زیان اړولی او ځینې سړکونه یې ویجاړ کړی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې خوړونو کې شته.
سږنی کال د ورښتونو له نظره په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساری دی. خو له دې سره سره لا هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کموالي او وچکالۍ شکایتونه کېږي. -
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر راتګ بنديز ولګول شو.
اسلامي امارت افغانستان ته د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتو د ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچرډ بېنېټ، پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د جرمني دوېچ وېله رسنیزې شبکې سره خبرو کې ادعا کړې، چې ښاغلي بېنېټ د دوی د حکومت پر ضد تبلیغ کاوه او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.
مجاهد زیاته کړه د بېنېټ په اړه باید ووایم چې افغانستان ته د هغه په راتګ بندیز لګېدلی دی. ځکه چې د افغانستان په اړه پروپاګند لپاره ګومارل شوی و او داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.
بېنېټ د افغانستان په اړه د بشري حقونو په خپلو څو راپورونو کې د طالبانو پر حکومت د ښځو او لږکيو د حقونو له امله نیوکې کړې، هغه انتقادونه چې طالبانو هېڅکله هم نه دي منلي.
ښاغلې بېنېټ څو ځله افغانستان ته سفر کړی او د کورنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په ګډون يې له ګڼ شمېر چارواکو سره کتلي دي.
ښاغلي بېنېټ په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه خپل وروستي رپورټ کې د زده کړو او کار په برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیت، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسی او ځینې نورې بشري ناخوالې یادې کړې وې.
اسلامي امارت بیا د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر رپوټ رد کړی و او دا يې د اذهانو خربولو هڅه بللې وه. -
اسرائيلو په لبنان کې د حزب الله د وسلو يو زېرمتون په نښه کړی
راپورونه وايي اسرائيلو په يوه هوايي بريد کې د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو يو زېرمتون په نښه کړی دی. دغه برید د لبنان په ختيځ کې د بقاع په دښته کې شوی دی.
تر دې مهاله د بريد په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د لبنان پر يوه سرحدي کلي د اسرائيلو په بريد کې د لبنان حزب الله ډلې دوه غړي وژل شوي وو.
د لبنان د روغتيا وزارت په وینا، د اسرائيلو بريد په حولا سرحدي کلي شوی دی.
د لبنان حزب الله هم اعلان کړی چې د اسرائيلو په شمال کې يې پر پوستو د ډرون الوتکو بريدونه کړي دي.
حزب الله وايي، دا علميات يې د لبنان په جنوب کې د اسرائيلو د برید په ځواب کې کړي او په وينا يې چاودېدونکي ډرونونه په کې کارول شوي دي.
د اسرائیلو پوځ ويلي د دوی يو سرتېری د حزب الله ډلې په بريد کې وژل شوی دی.
اسرائيلو وړاندې ویلي وو چې د دوی ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ په صور سيمه کې د حزب الله يو قومندان وژلی و.
د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو د حماس له بريد او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، حزب الله او اسرائیل په دوامداره توګه د پولې په اوږدو کې نښتې او يو پر بل ډزې کوي.
د اې اېف پي خبري اژانس د راپور له مخې د ډزو په ترڅ کې په لبنان کې شاوخوا ۵۸۴ تنه وژل شوي چې ډېری یې د حزب الله غړي دي او لږ تر لږه ۱۲۸ تنو ملکي وګړو هم په کې خپل ژوند بايللی دی.
د اسرائیلو د پوځ د شمېرو له مخې، د حزب الله د بریدونو په پایله کې ۲۲ پوځیان او ۲۶ ملکیان وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې حزب الله او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د پولې په اوږدو کې نښتې زیاتې شوي او دا اندېښنې یې راپورته کړې چې ښايي د پراخې سیمه ییزې جګړې لامل شي. -
روسیې له اوکرايين نوې سیمه نیولې.
د روسیې دفاع وازت وايي چې ځواکونو یې د اوکرايين دونیڅک سيمې ته څېرمه ‘زلیزن’ ښار نیولی چې په روسي کې یې ‘ارتیوموو’ بولي.
دغه وزارت د خپلو ورځنیو فعالیتونو په لړ کې خبر ورکړی چې د عملیاتو په ترڅ کې مو د تسنتر مرکزي ډلګۍ سرتېرو په دونیڅک جمهوریت کې یو مهم واحد ارتیوموو بېرته ازاد کړی دی.
دا ښار له ‘پوکروفسک’ سیمې ۷۰ کیلومتره لرې یو مهم ستراتيژيک مرکز دی. دا هغه سیمه ده چې روسي ځواکونه یې پر لور ور روان دي.
بلخوا د اوکرايين ولسمشر ولادیمیر زيلېنسکي پر خپل ټيلیګرام په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې، د پوکروفسکي شاوخوا سخته جګړه روانه ده.
د دې سیمې والي له خلکو غوښتي چې خپلې کورنۍ او ماشومان خوندي ځایونو ته وباسي.
په همدې حال کې ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي چې اوکرايين په روسیې کې درېیم پل هم ویجاړ کړی دی.
د تېرې جمعې په ورځ اوکراييني ځواکونو ګلوشکوو ښار ته څېرمه د سييم سیند د پاسه تېر شوي پله باندې د خپل برید عکسونه خپاره کړل چې لوګي او دوړې ترې پورته کېږي.
دا هغه پل و چې روسيي ځواکونه د خپلو سرتېرو د لېږد او رالېږد کار ترې اخلي.
په داسې حال کې چې اوکرايين د روسيې لوېديځ کې پرمختګ کوي، روسي ځواکونه په ختيځ اوکرايين کې د پرمختګ په حال کې دي او په وروستيو کې يې نور کلي هم نيولي دي. -
په باجوړ کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول
د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې تېره ورځ خبر ورکړ چې درې سرتېری یې هغه مهال ووژل شول چې امنیتی ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د افغانستان له خاورې د وسله والو د ورتګ د مخنیوي هڅه کوله.
د پاکستان د پوځ مطبوعاني دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د اګست د اتلسمې او نولسمې ترمنځ په شپه، د ټي ټي پي یوې ډلې هڅه کوله د پاکستان – افغانستان پولې ته ننوځي، په باجوړ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. په دې نښته کې درې پوځیان او ۵ حمله کوونکي ووژل شول.
تر دې یوه ورځ وړاندې دوه پاکستاني پوځیان هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې د خیبرپښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پرې برید وشو.
ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو د کلاچۍ او منډهي ترمنځ په لاره کې پر پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او درې نور له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شول.
د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي. -
اسلامي امارت یو شمېر هیوادونو ته ویلي چې سفارتونه یې د افغانستان استازیتوب نه کوي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څو بهرنیو حکومتونو ته په استولي لیک کې ویلي چې د افغانستان د سفارتونو فعالیتونه چې اوس هم د پخواني جمهوریت د هغو ډیپلوماتانو له خوا اداره کیږي چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، لغوه ګڼل کېږي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا د باندنیو چارو وزارت ډیر دا ډول لیکونه لوېدیځو هیوادونو ته استولي دي. په دغو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته په غیر رسمي ډول د لیک د ورسیدو خبر ورکړل شوی خو تراوسه کوم هیواد د افغان سفارتونو د فعالیت د مخنیوي په تړاو اقدام نه دی کړی.
اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال له ګومارل شویو دیپلوماتانو سره د تماس هڅې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دندو به یې نه لیرې کوي خو اکثرو پخوانیو دیپلوماتانو له دوی سره له تعامله ډډه کړې ده.
د جولای په ۳۰مه، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې نور په بلجیم، سویس، اتریش، فرانسې، یونان، سویډن، بریتانیا، ناروې، کاناډا، اسټرالیا سفارتونه او د جرمني د بن او برلین په ښارونو کې د قونسلګرۍ خدمتونه په رسمیت نه پیژني او د هغو له لوري صادر شوي پاسپورټونه او وېزې او نور اسناد ورته د منلو نه دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو ماموریتونو له خوا صادر شوی اسناد — چې د تضمین بانډونه، د غیر مسؤلیت لیکونه، تصدیقونه، د پاسپورټ صادرول، د پاسپورټ نوی کولو سټیکرونه، او د ویزې سټیکرونه پکې شامل دی — د امارت لخوا د اعتبار وړ نه ګڼل کیږی. -
اوکرايين په روسيه کې يې دويم پول هم ويجاړ کړی
اوکرايين وايي په تېره يوه اوونۍ کې يې د روسيې په کورسک کې دويم مهم ستراتيژيک پول هم ویجاړ کړی دی.
د يکشنبې په ورځ د اوکرايين پوځ د دغه پله د ويجاړېدو انځورونه چې له هوا اخيستل شوي خپاره کړل.
دغه پول د سييم سيند له پاسه جوړ شوی دی. سييم سيند په روسيه او اوکرايين کې تېرېږي او ۷۴۸ کيلومتره اوږد دی.
د اوکرايين د هوايي ځواکونو قومندان جنرال ميکولا اولتسچوک چې د پله د نړېدو ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو خپره کړې ليکلي چې يو بل پول ونړېد.
په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې له پيل راهيسې د روسيې پر خاوره د اوکرايين د تر ټولو لوی بريد نژدې دوې اوونۍ تېرېږي.
جنرال اولتسچوک وايي، “د اوکرايين هوايي ځواک په کره بريدونو سره د دښمن لوژيستکي وړتياوې له منځه وړي.
په ويډيو کې د پله له پاسه دوړي ليدلي کېږي او داسې ښکاري چې د پله يوه برخه نړېدلې ده.
تراوسه معلومه نه ده چې چاودنه کله شوې ده.
د دې اوونۍ په پيل کې اوکرايين د ګلوشکوو ښار ته څېرمه د سييم سيند له پاسه يو بل پول هم نړولی و.
کرملين له دې پله د خپلو سرتېرو په لېږدولو کې کار اخيسته.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پوځي شنونکو په سيمه کې دری پلونه په نښه کړي چې روسيه يې د خپلو اکمالاتو لپاره کاروي. اوس مهال له دغو دريو پلونو دوه ويجاړ او يا هم سخت زيان ورته اوښتی دی.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وړاندې ويلي وو چې دوی په کورسک سيمه کې خپلې پوستې پياوړې کوي او په روسيه کې د پرمختګ په حال کې دي.
مسکو دا يو لوی او پاروونکی برید بللی او ژمنه يې کړې چې “مناسب ځواب” به ورکړي.
په داسې حال کې چې اوکرايين د روسيې لوېديځ کې پرمختګ کوي، روسي ځواکونه په ختيځ اوکرايين کې د پرمختګ په حال کې دي او په وروستيو کې يې نور کلي هم نيولي دي. -
په پاکستان کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په پاکستان کې د ناامنیو په دوام دوه پاکستاني پوځیان هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې د خیبرپښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پرې برید وشو.
ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو د کلاچۍ او منډهي ترمنځ په لاره کې پر پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او درې نور له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شول.
د کلاچۍ پولیس وايي چې دا برید د ټي ټي پي د ګنډاپور ډلې کړی دی خو دې ډلې یا په مجموع کې ټي ټي پی تراوسه څه نه دي ویلي.
ډیره اسماعیل خان او وزیرستانونه په ځانګړي ډول ډېرې نارامې سیمې دي او پر پاکستاني پوځیانو ډېرې حملې کېږي.
تر دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان له پوځ سره د ټي ټي پي د جنګیالیو په نښته کې څلور پوځیان ووژل شول.
د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.
د پاکستان لوی درستیز د اګست د څوارلسمې په وینا کې د پاکستاني طالبانو تحریک فتنه الخوارج وبلل او ژمنه یې وکړه چې هغوی به له منځه یوسي خو د چارو کتونکي وايي، داسي نه ښکاري چې د پاکستان پوځ دې د ټي ټي پي د له منځه وړلو توان ولري په تیره بیا چې اوس د پخوا په شان د امریکا بې پېلوټه الوتکې ورسره مرسته نه کوي او نه د پخوا په شان ډېرې پیسې او وسلې ورکوي.
له بلې خوا پاکستان په سخته اقتصادي تنګسه کې دی او په داسي حالت کې اوږدې ګوریلايي جګړې ته ځان نه شي ټینګولی.
په وروستیو کې د روسي فدرالي جمهوریت استخباراتي چارواکو په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو په لاس د پښتونخوا د سقوط په هکله جدي اندېښنه لري. -
بهرنیو هېوادونو ته له کندهار ولایت څخه ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادر شوې.
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولینو ویلي چې په تېرو ۴ میاشتو کې یې بهرنیو هېوادونو ته ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره کړې ده.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ادارې مطبوعاتي مسؤل نور الله نوري وایي د دغې مېوې زياته برخه کشمش او زیره ده
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت د وچې مېوې ډېره برخه هند ته صادرېږي.
د اسلامي امارت چارواکي هم وخت پر وخت له افغانستانه د بهرنیو صادراتو د زیاتیدو خبره کوي.