د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، په واخان کې د چین تر پولې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې دوام لري.
د واخان پر دهلیز د تېر جمهوري حکومت په مهال کار پیل شوی و خو د تحولاتو له کبله نیمګړی پاته شو. تېر کال اسلامي امارت وویل چې د دې سړک د جوړولو چارې یې پیل کړي او ډېر ژر به بشپړې شي.
خو اوس ښاغلی اخوندزاده وايي، په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته د واخان چین دهلیز د ۳۶۰ میلیون افغانیو په قرارداد سره بیا پیل شوی دی.
اخونزاده دا هم وویل چې نړیوال بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې د دې بانک نابشپړې یا نیمکاره پروژې به بیا پیل کړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر یادونه وکړه چې بهرنیانو په افغانستان کې نژدې ۲۰ زره نیمه بشپړې شوې پروژې پرېښي دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خپل یو کلن راپور کې ټینګار کړی چې د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (MRRD) خپله داخلي بودجه او مرستې د هیواد په ټولو برخو کې په مرستو مصرفوي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
د کلیو د پراختیا وزیر وايي، د واخان سړک کار دوام لري
-
حماس د اوربند لپاره د اسرائيلو شرطونه رد کړي
حماس وايي پر اسرائيلو يې يو توغندی توغولی او د اوربند لپاره د اسرائيلو ټول شرطونه رد کړي خو د اسرائیلو پوځ بيا وايي دغه توغندی د تل ابيب په جنوب کې په ازاده سيمه کې لګېدلی دی.
د حماسي پوځي څانګې ويلي، د تل ابيب پر لور يې د “اېم ۹۰” توغندی “د اسرائيلو له خوا د ملکي وګړو د وژنی په ځواب کې توغولی”.
څو ورځې وړاندې د مصر پلازمېنه قاهره کې د خبرو اترو وروستی پړاو ترسره شو، حماس هم خپل استازي ور لېږلي وو. د حماس يوه چارواکي ويلي، د دوی استازو د مصر او قطر له منځګړو سره تر خبرو او د مذاکراتو د وروستيو پايلو له خبرېدو وروسته له قاهرې وتلي دي.
اسرائيل وايي، غوښتنې يې نه دي بدلې شوې خو حماس بیا پر اسرائيلو تور پورې کوي چې د غزې او مصر تر منځ له سيمې د خپلو سرتېرو د ايستلو په اړه له خپلې کړې ژمنې سرغړونه کوي.
حماس غورځنګ زیاته کړه ، اسرائيلو نوې غوښتنې کړې چې په وينا يې په هغو کې له هر اړخيز اوربند وروسته د غزې شمال کې د فلسطيني کډوالو د بېرته ستنېدو څارنه هم شامله ده.
په ورته وخت کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، چې په اسرائيلو کې يې د پوځ پر يوه استخباراتي اډه بريد کړی دی.
د رويټرز خبري اژانس له مخې نوموړي ادعا کړې چې حزب الله ډله توانېدلی خپل بريدونه له پلان سره سم ترسره کړي او په وينا يې ټول توغندي د اسرائيلو فضا ته ننوتلي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی که پايلې کافي نه وې دوی ښايي بيا غبرګون وښيي.
د لبنان لومړي وزير چې حکومت يې پر حزب الله ډله ډېر لږ اغېز لري ويلي، “د لبنان له ملګرو سره يې يو لړ اړيکې نيولې تر څو د تاوتریخوالي د زياتېدو مخنيوی وشي.”
تر دې څرګندونو وړاندې د اسرائیلو پوځ ویلي وو چې په لبنان کې د حزب الله د بریدونو د مخنیوي په پار يې د لبنان په جنوب کې د دغه ډلې اړوند ۴۰ اهداف په نښه کړي دي.
په همدې حال، د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې حزب الله “له لبنان څخه د اسرائیلو پر لور له ۱۵۰ ډېر توغندي توغولي دي.”
امریکايي خبري ویب پاڼې اکسیوس هم راپور ورکړی چې د اسرائیلو او امریکا استخباراتي ادارو معلومات ترلاسه کړي چې د لبنان حزب الله ډله پر اسرائیلو د توغندیو برید ته تیاری نیسي.
همداراز د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت د احتیاطي تدابیرو په توګه په دغه هېواد کې د ۴۸ ساعتونو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی. -
په جرمني کې د افغان او سوري کډوالو د نه منلو په اړه اندېښنې
د جرمني په لویدیځ ښار سولینګن کې د چړې په وسیله له وژونکي برید وروسته په دغه هیواد کې د کډوالو د یو شمېر مخالفانو غبرګونونه پارېدلي دي. په عین وخت کې قضایي چارواکو د دې برید په اړه د “ترهګرۍ ضد” تحقیقات پیل کړي دي.
د جرمني د اپوزیسیون مسیحي دیموکرات اتحادیې مشر په حکومت غږ وکړ چې جرمني ته د افغان او سوري کډوالو د ورتګ مخه ونیسي. ویل کیږي چې په دې برید کې ښکېل کس، چې درې تنه یې وژلي او اته ټپیان کړي، پولیسو ته اعتراف کړی چې هغه دا کار کړی دی.
د جرمني د تروریزم ضد قضایي چارواکي وایي، پر دغه ځوان سوري (د سوریې تبعه) د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب شک دی او هغوی مستقیم شواهد موندلي چې هغه له دې برید سره تړاو لري.
راپورونه وایي چې هغه په سولینګن ښار کې د پناه غوښتنې په یوه مرکز کې اوسېده.
په همدې حال کې د جرمني د مسیحي دیموکراتیک اتحادیې (CDU) مشر فریدریش مرڅ جرمني ته د افغانانو او سوریه والو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه وکړه.
ګومان کېږي چې په جرمني کې د دې ډول بریدونو یو اصلي هدف دا دی چې په دغه هیواد کې، چې تر بل هر اروپايي هیواد زیات کډوال مني، د مسلمانو کډوالو مخه ونیول شي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې، د شنبې په ورځ په خپل ټیلګرام چاینل کې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، خو د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.
له بلې خوا ښاغلي مرڅ د هغو کډوالو ایستلو ته هم اشاره وکړه چې له سوریې او افغانستان څخه جرمني ته ورغلي وو او زیاته یې کړه: “موږ به نور د دغو هیوادونو هیڅ کډوال ونه منو.” -
د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې
د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، دوړو، بادونو، او سیلونو اټکل کړی دی.
دا اداره وړاندوینه کوي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو به په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو پورې وي.
د دې ادارې له اټکل سره سم به، په کابل، پنجشیر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، بدخشان، نورستان، خوست، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې بارانونه وشي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې څانګې هم اعلان کړی چې په دې دوو ورځو کې د سالنګ په ګډون په لویدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د تندرونو امکان شته. د باد د سرعت په اړه اټکل شوی چې په ساعت کې به له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سیلونو له کبله د خلکو یو شمېر کورونه زیانمن شول. -
ژر به د اسلامي امارت سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سفیر د ټاکلو په اړه د هوکړې خبر تایید کړ او ویې ویل چې عبدالغفار تیروي اوس مهال په تاشکند کې خپل فعالیتونه پیلوي.
د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي ویلي، افغانستان او ازبکستان په دې اړه یوې موافقې ته رسېدلي او تمه کیږي چې نوی ټاکل شوی سفیر به ډېر ژر په تاشکند کې کار پیل کړي.
هغه زیاته کړه: په اوس وخت کې له ځینو نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکې کچې د لوړولو په اړه یو لړ تفاهمونه شوۍ دي.
جلالي زیاته کړې، په تېرو دریو کلونو کې اسلامی امارت ځان د یو باثباته او قوي نظام په توګه ثابت کړی دی، او سیمه او نړۍ ورځ په ورځ دا حقیقت درک کوي. په نژدې راتلونکې کې به عبدالغفار تیروي په تاشکند کې د سفیر په توګه خپل فعالیتونه پیل کړي.
دیادونې وړده چې تېره اونۍ، بدر الدین حقانی په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه وټاکل شو. -
صدیق اتل د ۲۰۲۴م کال شپږیزې لیګ غوره توپوهونکی او غضنفر غوره توپ اچونکی شو.
د شپږیزې لیګ پایلوبه کې بند امیر ښامارانو د امو نهنګانو لوبډلې ته د یوه لوبغاړي په زیان د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه چې په بدل کې یې امو نهنګانو دا منډې د دریو لوبغاړو له سوزیدو وروسته په ۱۹م اوور کې پوره کړې، له دې سره امو نهنګانو د اووه وېکټو په توپیرپه لومړي ځل د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله.
زبېد اکبري، شاهدالله کمال او محمد اسحاق چې د افغانستان د کورني کرېکټ نوې ځلېدونکي لوبغاړي دي د دغې هدف په پوره کولو کې مهم او اغېزناک رول ولوباوه، د امو نهنګانو په ګټه دغو لوبغاړو په ترتیب سره ۴۰،۵۹ او ۴۷ منډې وکړې.
له دې مخکې د دغې لوبې پچه حشمت الله شهیدي وګټله او خپله یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
په دې لوبه کې د بندامیر لوبډلې لوبډلمشر حمشت الله شهیدي ۷۸ او د پیل توپوهونکي صدیق الله اتل ۷۵ ارزښتناکه منډې جوړې کړې خو د ۱۷۹ منډو هدف یې لوبډله له ماتې ونه ژغورله.
په دغو دواړو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ځینې پیاوړي او د کورني کرېکټ یو شمېر ځلیدلې لوبغاړي لوبېدل.
په نننۍ لوبه کې د فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي په ګډون د امو نهنګانو هیڅ کوم بالر په وېکټ اخېستلو بریالی نشو او د بند امیر لوبډلې یوازینۍ اوټ لوبغاړی کریم جنت هم د اعجاز احمدزي لخوا د منډې جوړولو پر مهال وسوځېد.
بند امیر لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د شپږیزې لیګ اتلولي ګټلې وه، هغه مهال د دغې لوبډلې لوبډلمشر راشد خان و.
امو نهنګانو بیا د شپږیزې لیګ هیڅ کومه اتلولي نه لرله او سږنۍ اتلولي سره یې د ګټې لومړۍ حساب پرانېست.
صدیق الله اتل پایلوبه کې د ۷۵ مهمو منډو له جوړولو سره په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکي لوبغاړي ځای خپل کړ،نوموړی له دې مخکې د شپږیزو لیګ لومړي پړاو سیالیو کې د ۳۴۸ مجموعي منډو سره مخکښ و. د پایلوبې سره د هغه ټولې منډې ۴۲۳ شوې چې دا د نهم پړاو شپږیزه لیګ کې تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې دي. د هغه تر څنګ نور ځلېدونکي لوبغاړي هم ټول نوې ځوانان دي او د ملي لوبډلې هیڅ لوبغاړی په لومړیو پنځو غوره توپ وهونکو کې نشته.
د صدیق اتل وروسته زبید اکبري، دروېش رسولي، عبدالمالک، وفی الله تره خېل او حسن عیسی خېل د نهم پړاو شپږیزې لیګ غوره ځلېدونکي او مخکښ توپوهونکي بلل کېږي.
په توپوهنه کې بیا الله محمد غضنفر د سږني لیګ غوره توپ اچونکی نومول شوی او د دې ویاړ جایزه ورکړل شوې، نوموړې نن پایلوبه کې یوه وېکټه واخېسته خو په ټولو نهو سیالیو کې له ۱۸ وېکټو سره مخکښ دی.
د امو نهنګانو زبید اکبري بیا د ټولو سیالیو غوره لوبغاړی او وفی الله تره خېل د شپږیزې لیګ تر ټولو ځوان ښه لوبغاړی نومول شوی دی.
افغانستان له همدې کورني کرېکټه ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي غوره کوي او که د غوراوي کمیټه د صدیق اتل په څير د نورو ځلېدونکو لوبغاړو وروستۍ سیالۍ پام کې نیسي شک نشته چې د افغانستان له اوږده مهال راهیسې روانه د توپوهنې ستونزه ورسره کمېدی شي.
د توپ اچونې برخه کې بیا الله محمد غضنفر، حمزه هوتک، فضل حق فاروقي او ننګیال خروټی مخکښان دي.
و به کتل شي چې تر ټولو مشهورو کورنیو دغو سیالیو کې ځلیدونکو لوبغاړو باندې په راتلونکي کې څومره باور کېږي؟ -
افغانستان او پاکستان هممهاله د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي
افغانستان او پاکستان به په راتلونکې میاشت کې له یو بل سره هممهاله د پولیو ضد واکسین کمپاینونه پیل کړي او د ساري ناروغیو د له منځه وړلو لپاره به نوې هڅې وکړي.
د جنورۍ له میاشتې راهیسې، پاکستان د پولیو ۱۶ پېښې ثبت کړي دي، چې ۱۲ یې په بلوچستان په ایالت پورې تړاو لري.
په پاکستان کې په دې ناروغۍ اخته درې ماشومان مړه شوي دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د بیړنیو عملیاتو مرکز همږغوونکي انعام الحق قریشي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د قضیو زیاتوالی په دریو فاکتورونو پورې اړه لري: د نفوسو حرکت چې د ویروس خپریدو لامل کیږي، د ځینو والدینو له خوا د خپلو ماشومانو له واکسین کولو څخه انکار، او د کافي خوړو نه رسېدل چې په ماشومانو کې معافیت کمزوري کوي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس وحشي ډول پکې خپور دی.
تر دې وړاندې نایجریا هم د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د پولیو ویروس لرونکی هیواد ګڼل کېده خو نایجیریا د ۲۰۲۰ په اګست کې له پولیو څخه پاک اعلان شو، او له ۲۰۱۶ راهیسې یې د پولیو هیڅ نوې قضیه نه ده ثبت کړې. -
بلوچستان ته د منظور احمد پښتین په ورتګ بندیز ولګول شو.
د پاکستان بلوچستان صوبايي حکومت دغه ایالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سولې په ګټه او د خلکو د ارامښت او د امنیتپه موخه بلوچستان ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ په سملاسي توګه د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګوي او په دې موده کې به هغه د دغه ایالت هېڅ ولسوالۍ ته نه پرېښوول کېږي.
په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچينو ویلي چې په پام کې و، ښاغلی پښتين د اګست پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او د دغه ایالت ځينو نورو سيمو ته سفرونه وکړي.
د دغه غورځنګ ګڼو غړو پر اېکس خواله رسنۍ د بلوچستان حکومت دغه ګام غندلی او ځينو یې ویلي چې ګواکې د پاکستان حکومت له ‘پښتون قومي جرګې’ په وېره کې دی نو ځکه د منظور پښتين مخنیوی کوي.
خو دوی ویلي چې هېڅوک به یې مخه ونه شي نیولی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت یوه ستره ولسي جرګه رابولي.
د یادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ۱۱ اکتوبر جرګې ته د خلکو بللو لپاره هغو ۶۰ ضلعو یا ولسواليو ته ځي چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي.
ښاغلي پښتين د ۱۱ اکتوبر جرګه د پښتنو تاریخي جرګهبللې او شاوخوا لس ورځې وړاندې یې وویل چې د دې قومي جرګې بنسټيز کارونه بشپړ شوي دي. -
جرمني کې د چړې برید په پایله کې درې کسان وژل شوي
د لوېدیځ جرمني په سولینګین ښار کې د چړې په یوه برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان دي.
دا برید د جمعې په ماښام داسې حال کې شوی، چې د دې صنعتي ښار د تاسیس ۶۵۰ مې کلیزې نمانځنې مراسم روان وو.
د بریدګر په هکله ویل کېږي، چې تر اوسه نه دی موندل شوی.
د بایلډ نومې وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، بریدګر د مراسمو په ترڅ کې پر هغه کس ګوزار کاوه، چې په مخه ورتلل.
سولینګین د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی، چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.
د سولینګر ښاروال ټیم کورزباچ پر خواله رسنیو په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، هغه ټول کسان چې د ښار تاسیس کلیزه یې لمانځله ‘سخت خواشیني، حیران او غوسه دي.’
که څه هم تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو ،پولیسو د مشکوک بریدګر لټون پیل کړی دی.
د سولینګر تاګیبلات ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د مراسمو ډېری ګډونوال تر هغه مهاله له بریده ناخبره وو، چې منتظمینو له دریځه له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې د مراسمو لغو کولو اعلان وکړ.
له ګډونوالو وغوښتل شول، چې له وېرې پرته په ارامه د پېښې له ځایه ووځي. -
د ایران او اسراییل د کړکېچ له کبله د افغانستان پر هوا د الوتکو بیروبار ډېر شوی
د نړیوالو الوتنو د څار اداره وایي چې د سینګاپور هوايي شرکت، بریتیش ایروېز او لوفتانزا هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي قلمرو الوتنې زیاتې کړې دي.
د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه د جمهوریت له سقوط وروسته د نړۍ کابو ټولو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه الوتنې منع کړې او د افغانستان پر ځای یې نور مسیزونه غوره کړل ځکه چې د افغانستان د هوايي لارښوونې او رادار سیستمونه یا ویجاړ شول اویا یې تخنیکي عمله له هیواده ووته.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم دغه خدمات تر اوسه په بشپړ ډول فعال نه دی خو هوایي شرکتونه د افغانستان هوایي قلمرو د ایران او اسراییل ترمنځ د هوایي قلمرو په نسبت خوندي بولي.
د Flightradar24 ادارې، چې په نړۍ کې د الوتکو د الوتنو مسیر څاري، یوه ویاند ایان پیچنیک Ian Petchenik وویل چې د نړۍ په ځینو برخو کې د کړکېچونو له کبله له هوایي حریمونو څخه د کاراخیستو محاسبه هم بدله شوې ده او ډیری هوایي شرکتونه د امکان ترحده د خطر کمولو په لټه کې دي.
ده زیاته کړه، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوسني کړکیچ له کبله د هوايي شرکتونو لپاره د افغانستان فضا خوندي ښکاري.
د دې سازمان د شمېرو له مخې د روانې اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د افغانستان له هوایي قلمرو څخه د الوتنو شمیر اووه برابره زیات شوی دی.
په ایران کې د حماس د اسلامي غورځنګ د سیاسی مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ویره پیدا شوه چې ایران به غچ اخیستونکی اقدام وکړي. لا هم په دې اړه د هوايي شرکتونو اندېښنه پای ته نه ده رسیدلې.