مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي

    غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، یکشنبه، د سپټمبر لومړۍ به په غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول پیل شي.
    د يونيسف په وينا، د واکسین لومړی پړاو به د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې پيل شي.
    په دې پروګرام کې هغو ماشومانو ته واکسين ورکول کېږي چې عمرونه يې له ۱۰ کلونو کم وي. تېره اوونۍ له ۲۵ کلونو وروسته په غزه کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوه.
    اسرائیلو او حماس د ملګرو ملتونو د دې ګام د عملي کېدو لپاره په دريو ځايي ډزبنديو هوکړه هم کړې ده.
    د ملګرو ملتونو ادارې اعلان کړی، چې واکسين به په دريو پړاوونو کې ترسره شي او په هر پړاو کې به په دريو پرله پسې ورځو کې لږ تر لږه اته ساعته جګړه ودرول شي.
    د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۹۰ سلنه ماشومان باید څلورو اوونيو کې دوه ځله واکسین شي.
    خو دا کړنه په غزه کې چې د نژدې یوولسو میاشتو جګړو له امله تر ډېره اغېزمنه شوې او له سترو ننګونو سره مخامخ ده. دلته ډېری خلک بېځايه شوي او د ناپاکۍ او ګڼې ګوڼې په شرايطو کې ژوند کوي.

  • جرمني افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل دي

    جرمني افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل دي

    رپوټونه وايي، هغه الوتکه چې ۲۸ افغانان په کې سپاره ول کابل ته رسیدلې.
    د کابل هوايي ډګر کې د اسلامي امارت چارواکو هم منلې، چې له جرمني اېستل شوي افغانان کابل ته رسېدلي دي.
    د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې اسلامي امارت ته ورسیده، لومړی ځل دی چې په دې کچه افغانان بېرته هېواد استول کېږي.
    د جرمني حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ وویل، ”دا ټول هغه افغان وګړي وو، چې ټول د جرمونو له کبله محکوم شوي وو، دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د دوی د ډیپورټ کولو امرونه صادر شوي وو.” نوموړي د افغان کډوالو د جرمونو د بڼې څرګندونه و نه کړه
    د اي پي خبري اژانس په رپوټ کې راغلي، جرمني افغانستان کې د اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو دا هېواد غواړي له نورو لارو اړونده چارې ترسره کړي.
    رپوټونه وایي چې د دې کډوالو د ستنولو لپاره قطري چارواکو د جرمني او امارت ترمنځ خبرې کړې دي.
    د کډوالو دا ستنونه په جرمني کې د چاقو له یوه وژونکي برید څخه یوه اوونۍ وروسته کېږي. په هغه بريد کې يوې ۵۶ کلنې مېرمنې، دوه نارينه وو، چې ۵۶ او ۶۷ کاله عمر لري خپل ژوند وبايله.
    د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز دا بريد يو “وحشيانه عمل” بللی و او وړاندې يې ويلي وو، چې په دغه بريد کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونيول شي.
    د اې پي رپوټ پر بنسټ یاد برید ترسره کولو باندې یو سوریایی وګړی تورن دی، چې جرمني کې یې پناه اخیستې وه.
    دې رپوټ کې راغلي، چې ټاکل شوې وه، یاد تورن کس تېر کال بلغاریا ته دېپورټ کړي خو د رپوټونو له مخې د یو څه وخت لپاره نادرکه و او بهر کېدو څخه یې ډډه کوله.
    همدارنګه ویل شوي‌، چې یاد سوریايی د وژنې او په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په شک کې د تېرې یکشنبې په ورځ ونیولی شو، چې څېړنې یې روانې دي.
    اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې پرته له دې، چې شواهد وړاندې کړي د جمعې د ورځې د برید مسوولیت ومانه.
    نوموړې ډلې په خپل خبري سایټ کې ویلي، چې بریدګر عیسویان په نښه کړي او دا بریدونه یې “د فلسطین او نورو مسلمانانو د غچ اخیستو په پار ترسره کړي.”

  • اسلامي امارت وایي د افغانستان الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان هوکړه د منلو نه ده.

    اسلامي امارت وایي د افغانستان الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان هوکړه د منلو نه ده.

    د اسلامي امارت د دفاع وزارت پر خپله وېبپاڼه ویلي، له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ راز “معامله” ورته د منلو نه ده.
    په اعلامیه کې ویل شوي، “د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.”
    په اعلامیه کې له ازبکستانه هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له هوکړې ډډه وکړي.
    “د ازبکستان له حکومت څخه هیله کېږي چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.”
    تر دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې ازبکستان او امریکا د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته لېږدول شوې وې.
    ځینو رسنیو په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنیک له قوله رپوټ ورکړی و چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.
    هېنک ویلي وو چې دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی.
    هغه زیاته کړې چې “دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو څښتان یې تل موږ وو.”
    د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.
    د امریکا دفاع وزارت مخکې هم ويلي وو، هغه چورلکې به طالبانو ته نه سپارل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې وې.
    په ټولیز ډول له افغانستانه ازبکستان ته ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي چورلکې لېږدول شوې دي.

  • اوکرایني چارواکي وایي امریکا ته به د بریا پلان وړاندې کړي.

    اوکرایني چارواکي وایي امریکا ته به د بریا پلان وړاندې کړي.

    د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ويلي، د روسيې کورسک سيمې ته د دغه هېواد د سرتېرو ننوتل د هغه بريالي پلان برخه ده چې راتلونکې مياشت به يې د امریکا ولسمشر جو بايډن ته وړاندې کړي.
    زيلېنسکي په يوه غونډه کې وويل، “د پلان برياليتوب به په ولسمشر بايډن پورې اړه ولري چې ايا امریکا به اوکرايين ته هغه څه ورکړي چې په دې پلان کې دي او که نه او ايا موږ به اجازه ولرو چې دغه پلان وکارو، که نه.”
    نوموړي وويل، “دا پلان ښايي د ځينو له نظره ډېر خيالي وي خو دا زموږ لپاره يوه مهمه طرحه ده.” ده اشاره وکړه چې دغه طرحه به د امریکا ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو کملا هرېس او ډونلډ ټرمپ ته هم وښيي.
    يو شمېر اوکراييني ځواکونه د روانې اګست مياشتې په لومړيو کې د روسيې کورسک سيمې ته د يرغليزو عملياتو په ترڅ کې ننوتل او روسيه هم ونتوانېده چې دغه بريد په شا وتمبوي.
    د اوکرايين د پوځ لوی درستيز جنرال الکساندر سيرسکي په همدې غونډه کې ادعا وکړه چې، “اوکرايين د سلو ښارګوټو په ګډون د روسيې ۱۲۹۴ کيلومتره مربع خاوره تر کنټرول لاندې لري.” بي بي سي دغه شمېرې نشي تائيدولی.
    نوموړي وويل، “اوکرايين قصد نه لري چې د دې سيمې اشغال ته دوام ورکړي” او په وينا يې د يرغل يوه انګېزه دا وه چې د اوکرايين په ختيځ کې روسي ځواکونو پام واړوي. روسيه هڅه کوي دلته د پوکروفسک ښار چې د اورګاډي مهم مرکز دی ونيسي.
    اوکرايين تر دې مخکې د روسيې پر وړاندې د امريکا له خوا ورکړل شوي بالستيک توغندي کارول خو اوس د لوېديځ پر مرستو د تکيې کمولو لپاره په کور دننه د پوځي تجهيزاتو د توليد د پراختيا لپاره هم کار کوي.
    اوکرايين اوسمهال د روسيې پر وړاندې جګړه کې پر بهرنيو مرستو او وسلو تکيه کوي. ښاغلې زيلېنسکي د سې شنبې په ورځ دې غونډه کې وويل، اوکرايين په وروستیو کې د روسيې له خوا توغول شويو توغنديو د شنډولو لپاره د لوېديځ له خوا ورکړل شوې اېف ۱۶ الوتکې کارولې دي خو زياته يې کړه چې هېواد يې نورو جنګي الوتکو ته هم اړتيا لري.
    روسیې له تېرو دوو شپو راهیسې په اوکرایین کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بريدونه کړې، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ مخه نیول شوې ده.
    پر کورسک له بريد وروسته روسيې اشاره وکړه چې له اوکرايين سره خبرو ته نه حاضرېږي.
    د کرملین وياند ديمېتري پيسکوف د سې شنې په ورځ وويل، “اوس مهال د خبرو اترو موضوع تقريبا په بشپړه توګه خپله معنی له لاسه ورکړې ده.”

  • د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې د هیروف په نوم په فدايي عملیاتو کې یې ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د ۱۳ ولسوالیو په ۴۰ ځایونو کې ۴۴ بریدونه وکړل.
    دې ډلې پرون (سې شنبې) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو بریدونو په لړ کې یې خپل ۱۳۰ دښمنان وژلي او ۵۵ نور ژوبل کړي دي.
    دوی همداراز ویلي چې د خپلو عملیاتو په لړ کې یې په دوو ځایونو کې د ګاز نللیکه، په ۷ ځایونو کې ریللاره، او په ۲ ځایونو کې پُلونه ویجاړ کړي دي.
    د بلوچستان د ازادۍ ډله، چې پاکستان یې ترهګره ډله بولي، همداراز وايي چې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۳ لارۍ سوځولي چې کاني مواد پکې بار وو.
    د دوی په وینا، د دوشنبې د ورځې په پراخو عملیاتو کې یې په بلوچستان کې په ۱۴ ځایونو کې لارې بندې کړې.
    دا ډله زیاتوي چې د ګوادر په ساحلي سیمه کې یې د پولیسو پر تاڼې د برید په ترڅ کې پولیسو اسیران کړل او له هغوی څخه یې ۲۳ میله وسلې ترلاسه کړې.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بیلابیلو سیمو کې پاکستاني پوخیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات ورکړي خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
    د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې چې ۱۴ سرتېري یې وژل شوي او ۲۱ بلوچ بېلتون غوښتونکي یې وژلي دي.
    د پاکستان پوځ عموماً د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلو خبرونه پټوي او رسنیو ته هم اجازه نه ورکوي چې څه ووايي او مقابل لوري ته د مرګ ژوبلو د اړولو په باب له مبالغې کار اخلي.

  • امریکا وایي د افغان پوځ تښتول شوې الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

    امریکا وایي د افغان پوځ تښتول شوې الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

    د ازبکستان او امریکا چارواکو د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته سپارل شوې وې.
    په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنک له قوله ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.
    هېنک ویلي چې دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی.
    د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.
    دهېنک په وینا دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو اصلي څښتن یې امریکا وه.
    وړاندې هم د امریکا دفاع وزارت ويلي وو، هغه چورلکې به اسلامي امارت ته نه سپارل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوې وې.
    د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وړاندې ويلي وو، د دې چورلکو د برخلیک په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا یې دومره معلومه ده، چې اسلامي امارت ته به نه ورکول کېږي.
    مخکې له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته ورسېږي، په دغه هېواد کې ۱۶۴ جنګي الوتکې وې، چې اوس یوازې ۸۱ پاتې دي.
    په ټولیز ډول له افغانستانه ازبکستان ته ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي چورلکې لېږدول شوي دي.
    تر دې وړاندې په افغانستان کې اسلامي امارت له ازبکستان او تاجکستانه غوښتي وو، چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته ستنې کړي.
    د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت کې د د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پر ازبکستان او تاجکستان غږ وکړ چې هلته ور وړل شوې الوتکې دې دوی ته وسپاري او ګواښ یې وکړ چې د دوی “حوصله دې نه آزمايي.”
    اسلامي امارت تردې دمه د یادې موضوع په اړه غبرګون نه دې څرګند کړی.

  • بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان پر امنیتي مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

    بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان پر امنیتي مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

    پاکستاني چارواکي وایي ، د بلوچستان ایالت د پولیسو پر مرکزونو، د ریلګاډي ستېشنونو، ریللارو، عمومي لارو او موټرو د بېلتون غوښتونکو په خونړیو بریدونو کې د څو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي دي.
    پاکستاني رسنیو د پوځ په قول وویل چې د برید کوونکو پر ضد په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۴ امنیتي ځواکونه او همداراز د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۲۱ جنګیالي وژل شوي دي.
    دا په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو له خوا تر ټولو پراخ بریدونه بلل شوي دي.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په شمول بېلتون غوښتونکې ‌ډلې له لسیزو راهیسې د هغه څه په نامه، چې دوی یې د پنجاب استعمار بولي، د پاکستان د امنیتی ځواکونو پر ضد جګړه کوي.
    بلوڅان وايي چې پنجاب د دوی د ګازو په شمول سرچینې لوټي او په بدل کې یې دوی ته څه نه ورکوي او له همدې کبله بلوچستان د پاکستان تر ټولو وروسته پاته او بېوزله ولایت دی.
    چارواکو زیاته کړه ، یاغیانو په وروستیو بریدونو کې په یوه لویه لاره کې له بسونو څخه نیولې تر لاریو پورې موټر په نښه کړل، چې لږ تر لږه ۲۳ کسان یې ووژل او ۳۵ موټرو ته یې اور واچاوه.
    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په بلوچستان کې پر تازه بریدونو په غبرګون کې وویل:«دا بریدونه په پاکستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یو منظم پلان دی.»
    د پاکستان د ریللارو یوه چارواکي، محمد کاشف وویل چې د پاکستان او ایران ترمنځ پر ریل پټلۍ او همداراز د د ریلګاډو پر یوه پُل د چاودونکو موادو په وسیله بریدونه شوي.
    د پلُ د ویجاړېدو له کبله له نورو سیمو سره د کوټې ارتباط پرې شوی دی.
    دغه چارواکي وویل، له بریدونو سره هممهاله یاغیانو په بلوچستان کې د پولیسو پر مرکزونه او د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بی ایل اې) رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې د پوځ په یوه لویه اډه باندې د برید په ګډون د ډیرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي:«د “هیروف” په نوم په عملیاتو کې د بي ایل اې د مجید لوا فدايي ځواکونو، د پاکستاني پوځ په بیلا کمپ برید وکړ او په بریالیتوب سره یې د تیرو ۱۸ ساعتونو لپاره د کمپ کنټرول ساتلی او د دښمن پر وړاندې یې جګړې ته دوام ورکړی دی.»

  • د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟

    د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟

    د نوومبر په پنځمه به، د متحدوایالتونو اتباع د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي چې خپل راتلونکی ولسمشر/ ولسمشره وټاکي.
    د جولای په وروستیو کې، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن وروسته له هغه له نوماندۍ تېر شو چې په مناظره کې پاتې راغی او همداراز یې روغتیايي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته شوې.
    بایډن د ځان پر ځای د ولسمشرۍ د کاندیدې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس ملاتړ وکړ.
    د دیموکراتانو ملي کنوانسیون، چې تیره اوونۍ په شیکاګو کې جوړ شو، د هریس نوماندي او د هغې د مرستیال په توګه د مینیسوټا د والي ټیم والز انتخاب تایید کړ.
    دواړه اوس له ټرمپ او د هغه له مرستیال جې ډي وینس سره په انتخاباتو کې سیالۍ ته تیاري نیسي.
    نو څوک د بري چانس لري او څوک به بریالی شي؟
    مخکې تر دې چې بایدن له کاندیداتورۍ لاس واخلي او کاملا هریس کاندیده شی، په ټولو نظرپوښتنو کې ټرمپ مخکې و. خو اوس وضعیت بدل دی.
    د یو شمېر امریکايي رسنیو او همداراز له امریکا لېري د یورو نیوز له لوري د سروې ګانو او نظرپوښتنو نتیجې ښيي د ټرمپ پرتله هریس ډېر ملاتړي لري.
    د اګست په میاشت کې اغلې هریس په سیالۍ کې په لومړی ځل مخکښه شوه، سره له دې چې ځینې شنونکي په دې باور دي چې د جولای په نیمایي کې په پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ باندې د وژنې هڅه په دې معنا ده چې د هغه بری نژدې تضمین شوی و.
    د هریس موقف وروسته له هغه نور هم ښه شو کله چې والز د هغې مرستیالي ومنله.
    په پیل کې څرګنده نه وه چې نوموړی به حاضر شي چې له مېرمن هریس سره مرستیال ولسمشرۍ ته کاندیداتوري ومني او که ونه مني.
    ټرمپ، چې د مهاجرو، اقلیتونو او بیلابیلو توکمنو، په تېره بیا مسلمانانو په اړه سخت دریځ لري، د یو شمېر امریکایانو له لوري په دې تورن دی چې توکمپالوونکي تمایلات لري. له دې کبله د امریکا په ټولنه کې، چې د نړۍ د هر هیواد وګړي پکې اوسي، ممکن د ګڼو خلکو له رایو محروم شي.

  • د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات څوک ګټي، د چا پله په درنېدو ده؟

    د نوومبر په پنځمه به، د متحدوایالتونو اتباع د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي چې خپل راتلونکی ولسمشر/ ولسمشره وټاکي.
    د جولای په وروستیو کې، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن وروسته له هغه له نوماندۍ تېر شو چې په مناظره کې پاتې راغی او همداراز یې روغتیايي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته شوې.
    بایډن د ځان پر ځای د ولسمشرۍ د کاندیدې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس ملاتړ وکړ.
    د دیموکراتانو ملي کنوانسیون، چې تیره اوونۍ په شیکاګو کې جوړ شو، د هریس نوماندي او د هغې د مرستیال په توګه د مینیسوټا د والي ټیم والز انتخاب تایید کړ.
    دواړه اوس له ټرمپ او د هغه له مرستیال جې ډي وینس سره په انتخاباتو کې سیالۍ ته تیاري نیسي.
    نو څوک د بري چانس لري او څوک به بریالی شي؟
    مخکې تر دې چې بایدن له کاندیداتورۍ لاس واخلي او کاملا هریس کاندیده شی، په ټولو نظرپوښتنو کې ټرمپ مخکې و. خو اوس وضعیت بدل دی.
    د یو شمېر امریکايي رسنیو او همداراز له امریکا لېري د یورو نیوز له لوري د سروې ګانو او نظرپوښتنو نتیجې ښيي د ټرمپ پرتله هریس ډېر ملاتړي لري.
    د اګست په میاشت کې اغلې هریس په سیالۍ کې په لومړی ځل مخکښه شوه، سره له دې چې ځینې شنونکي په دې باور دي چې د جولای په نیمایي کې په پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ باندې د وژنې هڅه په دې معنا ده چې د هغه بری نژدې تضمین شوی و.
    د هریس موقف وروسته له هغه نور هم ښه شو کله چې والز د هغې مرستیالي ومنله.
    په پیل کې څرګنده نه وه چې نوموړی به حاضر شي چې له مېرمن هریس سره مرستیال ولسمشرۍ ته کاندیداتوري ومني او که ونه مني.
    ټرمپ، چې د مهاجرو، اقلیتونو او بیلابیلو توکمنو، په تېره بیا مسلمانانو په اړه سخت دریځ لري، د یو شمېر امریکایانو له لوري په دې تورن دی چې توکمپالوونکي تمایلات لري. له دې کبله د امریکا په ټولنه کې، چې د نړۍ د هر هیواد وګړي پکې اوسي، ممکن د ګڼو خلکو له رایو محروم شي.

  • حماس د اوربند لپاره د اسرائيلو شرطونه رد کړي

    حماس د اوربند لپاره د اسرائيلو شرطونه رد کړي

    حماس وايي پر اسرائيلو يې يو توغندی توغولی او د اوربند لپاره د اسرائيلو ټول شرطونه رد کړي خو د اسرائیلو پوځ بيا وايي دغه توغندی د تل ابيب په جنوب کې په ازاده سيمه کې لګېدلی دی.
    د حماسي پوځي څانګې ويلي، د تل ابيب پر لور يې د “اېم ۹۰” توغندی “د اسرائيلو له خوا د ملکي وګړو د وژنی په ځواب کې توغولی”.
    څو ورځې وړاندې د مصر پلازمېنه قاهره کې د خبرو اترو وروستی پړاو ترسره شو، حماس هم خپل استازي ور لېږلي وو. د حماس يوه چارواکي ويلي، د دوی استازو د مصر او قطر له منځګړو سره تر خبرو او د مذاکراتو د وروستيو پايلو له خبرېدو وروسته له قاهرې وتلي دي.
    اسرائيل وايي، غوښتنې يې نه دي بدلې شوې خو حماس بیا پر اسرائيلو تور پورې کوي چې د غزې او مصر تر منځ له سيمې د خپلو سرتېرو د ايستلو په اړه له خپلې کړې ژمنې سرغړونه کوي.
    حماس غورځنګ زیاته کړه ، اسرائيلو نوې غوښتنې کړې چې په وينا يې په هغو کې له هر اړخيز اوربند وروسته د غزې شمال کې د فلسطيني کډوالو د بېرته ستنېدو څارنه هم شامله ده.
    په ورته وخت کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، چې په اسرائيلو کې يې د پوځ پر يوه استخباراتي اډه بريد کړی دی.
    د رويټرز خبري اژانس له مخې نوموړي ادعا کړې چې حزب الله ډله توانېدلی خپل بريدونه له پلان سره سم ترسره کړي او په وينا يې ټول توغندي د اسرائيلو فضا ته ننوتلي دي.
    نوموړي خبرداری ورکړی که پايلې کافي نه وې دوی ښايي بيا غبرګون وښيي.
    د لبنان لومړي وزير چې حکومت يې پر حزب الله ډله ډېر لږ اغېز لري ويلي، “د لبنان له ملګرو سره يې يو لړ اړيکې نيولې تر څو د تاوتریخوالي د زياتېدو مخنيوی وشي.”
    تر دې څرګندونو وړاندې د اسرائیلو پوځ ویلي وو چې په لبنان کې د حزب الله د بریدونو د مخنیوي په پار يې د لبنان په جنوب کې د دغه ډلې اړوند ۴۰ اهداف په نښه کړي دي.
    په همدې حال، د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې حزب الله “له لبنان څخه د اسرائیلو پر لور له ۱۵۰ ډېر توغندي توغولي دي.”
    امریکايي خبري ویب پاڼې اکسیوس هم راپور ورکړی چې د اسرائیلو او امریکا استخباراتي ادارو معلومات ترلاسه کړي چې د لبنان حزب الله ډله پر اسرائیلو د توغندیو برید ته تیاری نیسي.
    همداراز د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت د احتیاطي تدابیرو په توګه په دغه هېواد کې د ۴۸ ساعتونو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی دی.