اشغال شوې لوېدیزه غاړه کې یوه ۲۶ کلنه ترکۍ-امریکایۍ ښځه تر هغې وروسته وژل شوې چې اسرائیلي ځواکونو پر احتجاج کوونکو ډزې کړې.
عایشهنور اېزګي اېګي’ د جمعې پر ورځ نابلوس ته نږدې ‘بیتا’ ښار کې د یهود مېشتو ښارګوټو د پراختیا خلاف احتجاج کې برخه اخیستې وه، چې په مرمۍ په سر ولګېده او روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړه.
ځايي رسینو ویلي ډزې سیمه کې موجودو اسرائیلي سرتېرو کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا “خواشینوونکې ضایعه” او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان “وحشیانه” اقدام بللی دی.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اغلې اېګي “د اسرائیل اشغالګرو سرتېرو لخوا په نابلوس ښار کې وژل شوې ده.”
هممهاله د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ایډياېف) ویلي، “سیمه کې د شویو ډزو پایله کې د یوې بهرنې وګړې د وژل کېدو رپوټونه ارزوي.”
مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو مېلر ویلي وو، چې واشنګټن په دې تړاو په بېړه مالومات راټولوي چې اغلې اېګي په څرنګه شرایطو کې وژل شوې ده.
ترکي رسنیو لیکلي، دا ښځه امریکایۍ وګړې او د ترکیې انتالیا کې زېږېدلې وه.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي ځواکونه له نهو ورځو پراخو پوځي عملیاتو وروسته د جمعې پر ورځ د لوېدیزې غاړې له جنین ښاره او په دغه ښار کې د کډوالو له یوه پنډغالي ووتل.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، په دې موده کې لوېدیزه غاړه کې ۳۶ فلسطینیان وژل شوي چې ۲۱ یې د جنین اوسېدونکي وو.
فلسطیني وسله والو ډلو ډېر وژل شوي کسان خپل غړي بللي، خو روغتیا وزارت وايي ماشومان هم په کې دي.
اسرائیل تېرو ۵۰ کلونو کې په لوېدیزه غاړه او ختیځ بیتالمقدس کې ګڼ یهود مېشتي ښارګوټي جوړ کړي، چې اوس په کې له ۷۰۰ زرو ډېر یهودان ژوند کوي.
د بریتانیا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون بېلابېلې خواوې د نړیوال قانون له مخې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د ښارګوټو رغول غیرقانوني ګڼي، خو اسرائیل پرې غوږ نه ګروي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
لوېدیزه غاړه کې د “اسرائيلي ځواکونو په ډزو” یوه امریکایۍ ښځه وژل شوې
-
د پاکستان یوه اداره چې د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، اګست تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله
د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸ کال له جولای را په دېخوا د دغه هیواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په تېر اګست کې په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې شوي خو د ورتېرو میاشتو پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې.
د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه او په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.
د دې مرکز پر اساس، په وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ د دولت وسله وال مخالفان دي.
خو دا په داسي حال کې ده چې د دولت وسله وال مخالفان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې تر دې په ځلونو ډېرې ښيي. یوازې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان د وروستۍ اوونۍ په هممهاله بریدونو کې، چې د دغه ایالت په ۱۱ ښارونو کې یې وکړې، د ۱۳۰ امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا وکړه.
د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز په اګست میاشت کې د ټپیانو شمېر ۱۷۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې دا کسان په ۸۳ بریدونو کې ژوبل شوي دي.
په راپور کې یادونه شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۲ وسله وال وژل شوي او نور په نښتو کې وژل شوي دي.
د دې ادارې پر اساس، په جولای میاشت کې ۷۸ تنه وژل شوي وو. -
ډ افغانستان د فوتسال لوبډلې، ګواتیمالا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ د د ګواټیمالا ملي ټیم ته ۵-۴ افغانستان ماته ورکړه.
د انټرکانټینټال جام سیالیو په لړ کې دا مسابقه د تایلینډ په کوربتوب ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، د افغانستان او ګواټیمالا سیالي د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شوې وه چې په پایله کې یې افغانستان ۵ او ګواټیمالا ۴ ګولونه ووهل.
دا په انترکانټنینټل سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه.
ټاکل شوې چې نن سې شنبې افغان لوبډله د کوېت پر وړاندې سیالي وکړي. -
کابل ! ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او دیارلس نور ټپیان دي
د پلازمېنې کابل د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له کبله مرګژوبله اوښتې ده.
د اسلامي امارت د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په قلعه بختیار سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي دي.
ځدراڼ زیاتوي په دغه پېښه کې چې تېر مازدیګر رامنځته شوې، ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي.
په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.Twitter پای
د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي، چې ټپیان پر وخت روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
تر دې دمه د یادې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو له دې مخکې د ورته پېښو تر سره کولو ادعا داعش ډلې کړې وه.
بلخوا اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډلې فعال حضور رد وي او ادعا کوي، چې یاده ډله دومره وړتیا نه لري، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي. -
اسلامي امارت له ترکمنستان سره د ریلارې او د تورغونډۍ بندر د پراختیا په اړه موافقې لاسلیک کړې
ترکمنستان او د افغانستان اسلامي امارت د تورغونډۍ بندر د پراختیا او له تورغونډۍ د هرات د صنوبر تر سیمې د ریللارې د جوړېدو دوه قرادادونه لاسلیک کړل.
د اسلامي امارت چارواکو وویل چې دا قراردادونه ترکمنستان ته د دوی د اقتصادي پلاوي د سفر په لړ کې لاسلیک کړي دي.
ددوی په وینا، ترکمنستان به ډېر ژر د دواړو پروژو عملي کار پیل کړي.
له بل لوري د ټولګټو وزارت په وینا، له تورغونډۍ څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومتره پټلۍ جوړول د امارت او ترکمنستان د چارواکو تر منځ د دوه اړخیزو موافقو یوه برخه ده.
چې په عملي کیدو سره به یې د توغونډۍ بند او ریللارې پراختیا به سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د چټک لیږد په شمول ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې ترکمنستان او افغان چارواکو په عشق اباد کې په یوه غونډه کې د اقتصادي همکاریو څو موافقې لاسلیک کړې.
دا موافقې د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو په هدف لاسلیک شوې دي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ددواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه لیدنه د جمعې په ورځ د اګست په ۳۰مه ترسره شوه.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری، عشق اباد ته د سفر پر مهال د پلاوي مشری کوله. د افغانستان بانک، مالیې او د بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم په پلاوي کې شامل وو. -
پاکستان د پوځ او آی اېس آی د شرموونکیو کارونو افشاکوونکی سناتور ونیوه
پاکستاني پولیسو خپل یو سناتور مشتاق د دغه هېواد د پوځ او پوځي استخباراتي ادارې (آی اېس آی) په هکله له شرموونکیو افشاګریو څخه وروسته په شرموونکي ډول نظامي موټر ته ورپورته کړ.
سناتور مشتاق چې د پاکستان د مشرانو جرګه (ایوان بالا پاکستان) کې د جماعت اسلامي ګوند سناتور وه تېره اونۍ د دغه هېواد له یوه ژورنالیست اسد تور سره په یوه مرکه کې د عافیه صدیقي په مسئله کې د پاکستان د پوځ او آی اېس آی په هکله شرموونکي افشاګرۍ وکړې.
سناتور مشتاق په خپله ویډیوي مرکه کې وویل، «۲۱ کاله مخکې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) عافیه صدیقي د هغې له درې بچیانو سره یو ځای وتښتوله، بیا یې افغانستان ته واړوله، او هلته یې د ټولو نړېوالو اصولو خلاف امریکایانو ته په لاس ورکړه،»
مشتاق وویل چې دا خبرې په هغو اسنادو کې واضح ښکاره شوي چې د عافیه صدیقي امریکایي وکیل جمع کړي او دلته په اسلام اباد کې د پاکستان هایکورټ (مرافعه محکمې) ته وړاندې کړای شوي دي.
مشتاق د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، «محکمې د آی اېس آی لوی رئیس (ډي جي – ډایرېکټر جنرل آی اېس آی) هم پوښتلی چې د کومو شواهدو په اساس یې عافیه تښتولې وه او د کومو شواهدو په اساس یې امریکا ته وسپارله؟»
سناتور مشتاق وویل چې دا نهایت بې غیرتي ده، او زیاته یې کړه چې، «که شواهد وي هم، آیا یوه اداره دا حق لري چې د محکمې له حکم پرته خپل یو تبعه بل هېواد ته په لاس ورکړي؟»
مشتاق وویل، «ادارې نه یوازې عافیه بلکې د ملت دغه لور له درې بچیانو سره یو ځای وتښتوله چې دوه بچیان یې اته او لس کاله وروسته راخوشې شول، او یو بچی یې چې هغه وخت یې په غېږ کې و او د شپږو میاشتو و، اوس هم ورک دی او که ژوندی وي اوس به د ۲۲ کالونو ځوان وي،»
ښاغلي مشتاق وویل، «عافیه په اېف اېم سي کارسوېل فډرل میډیکل سنټر کارسوېل کې بندي ده چې د جنسي زورونې تر ټولو ډېرې پېښې په دغه زندان کې کېږي، او د جهنم کنده بلل کیږي،»
مشتاق د عافیه صدیقي د وکیل له خولې وویل چې همدا څو ورځې مخکې هم د زندان یوه ساتونکي هغه له جنسي پلوه زورولې ده. -
په اسرائیلو کې لس ګونو زرو کسانو لاریون او کاري اعتصاب کړی
په اسرائیلو کې په لسګونه زره خلکو په هغو لویو مظاهرو کې ګډون کړی، چې له امله یې له خپل حکومته له غزې د پاتې یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره له حماس سره د یوه جوړجاړي د منلو غوښتنه کوي.
په اسرائیل کې یوې ډېرې بانفوذه ټولنې ‘هیستادروت’ د مظاهرو دې غورځنګ د ملاتړ لپاره د دوشنبې پر ورځ د ټوليز کاربنديز غوښتنه هم کړې ده.
د اسرائیلي سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم په هغو کسانو کې شامل دی، چې پر حکومت یې د عملي اقدام لپاره د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی دی.
بل لور د اسرائیلي پلازمېنې ښاروال هم پر خواله رسنۍ ایکس اېکسټرنال یوه پیغام کې ویلي، تل ابیب ښاروالي به هم له اعتصاب کوونکو سره یو ځای شي.
رون هولدای په خپل پیغام کې ویلي، اسرائیل حکومت هغه شپږ یرغمل کسان ”هېر” کړي وو، چې اسرائیلي ځواکونو یې مړي د سویلې غزې په یوه تونل کې وموندل.
نوموړی وايي، ”اعتصاب له یرغمل کسانو او د دوی له کورنیو سره د یو موټیوالي یو سمبول دی.”
هغه له خلکو غوښتي چې له سهاره تر غرمې پورې لارو، کوڅو ته ووځي.
دا مظاهرې له هغه وروسته شوې، چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د هغو شپږ کسانو مړي وموندل، چې حماس یرغمل کړي وو.
له بل لوري د اسرائیلو عامې روغتیا وزارت مسوولینو وویل، چې دا کسان ”له نژدې واټنه د ټوپک په ډزو” وژل شوي دي.
د اسرائیل عامې روغتیا ویاندې شیرا سولومن په دې هکله وویل: ”د فورنزیک معایناتو له مخې یرغمل شوي کسان اټکلاً له دې معایناتو د ۴۸ او ۷۲ ساعتونو تر منځ وخت مخکې وژل شوي دي.سرچینه،GETTY IMA
اسرائیل له هغه وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس د اسرائیل پر سویلي برخه د تېر اکتوبر میاشتې پر ۷مه نېټه برید وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ یې د یرغمل په توګه له ځان سره یوړل. -
جرمني د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت ورکړی
په جرمني کې خبرې سرچینو ,ویلي چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته د ۲۸ تنو له لېږلو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بون کې قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې یا له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او یا هم خپل ماموریتونه بند کړي.
د سرچینو په وینا، د دې فشارونو هدف دا دی چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته په لومړی ځل د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ او ۲۸ “جنایتکار” افغان کډوال یې له لیپزګ هوایي ډګر څخه په یوه الوتکه کې کابل ته ولېږل.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په اروپا کې یې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو په ځلونو د همکارۍ او تعامل غوښتنه کړې وه.
د چارواکو په وینا چې اکثره کونسلي چارې له کابل سره له همغږۍ پرته “په خپله خوښه او له منل شویو اصولو څخه په څرګنده سرغړونه او اقدامات دي.
وروسته له دې چې اسلامي امارت اعلان وکړ چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ کونسلګریو او سفارتونو اقدامات د دوی لپاره د منلو نه دي، د امارت د باندنیو چارو وزارت د اروپايي هیوادونو د باندنیو چارو وزارتونو ته یو لیک ولېږه چې دا کونسلګرۍ او سفارتونه بند کړي.
په لندن، بلجیم، برلین، بون، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان ماموریتونه په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره له همکارۍ او همغږۍ څخه انکار کړی دی. -
د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست له اټکل سره سم به نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې بارانونه واوري.
دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د باران ترڅنګ د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته او په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو پورې وي.
د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار هغه ولایتونه دي چې پکې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده.
د هوا پیژندنې ادارې همداراز په یادو ولایتونو کې د تېزو ورښتونو او سیلونو ترڅنګ د برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.
سږ کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تېرو کلونو خلاف د ژمۍ له وروستۍ میاشتې راهیسي بارانونو دوام کړی چې له کبله یې خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.
دا ورښتونه او سیلونه د اقلیمي بدلون پابله بلل کېږي.
پرون د غزني او کندهار څو اوسیدونکو رسنیو ته وویل چې بارانونو یې انګور تر ډېره حده خراب کړي دي. -
د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست له اټکل سره سم به نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې بارانونه واوري.
دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د باران ترڅنګ د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته او په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو پورې وي.
د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار هغه ولایتونه دي چې پکې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده.
د هوا پیژندنې ادارې همداراز په یادو ولایتونو کې د تېزو ورښتونو او سیلونو ترڅنګ د برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.
سږ کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تېرو کلونو خلاف د ژمۍ له وروستۍ میاشتې راهیسي بارانونو دوام کړی چې له کبله یې خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.
دا ورښتونه او سیلونه د اقلیمي بدلون پابله بلل کېږي.
پرون د غزني او کندهار څو اوسیدونکو رسنیو ته وویل چې بارانونو یې انګور تر ډېره حده خراب کړي دي.