د ایران حکومت وایي چې د روان کال تر پایه به نژدي دوه میلیونه هغه بهرنیان له ایرانه وباسي چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري.
ایراني چارواکي ډېر ځله د بهرنیو وګړو ټکی افغان کډوالو ته کاروي.
د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې په ایران کې د هغو کسانو شمېر معلوم کړل شوی چې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې اوسېږي خو په وینا یې وروستۍ کره شمېره به یې د کورنیو چارو وزارت لخوا اعلانېږي.
په همدې حال د ایران د کورنیو چارو نوي وزیر اسکندر مومني ویلي، اوس مهال ایران کې د بهرنیو وګړو په اړه بېلا بېلې شمېرې شته خو وايي په پام کې ده چې دې برخه کې یوه څېړنه ترسره شي چې د بهرنیو وګړو دقیق شمېر معلوم شي.
نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د پولو د تړلو غوښتنه هم کړې ده.
وړمه ورځ په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي له یوه تلویزون سره په خبرو کې ویلي وو چې د پولو د تړلو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.
ایراني حکومت په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په څېر لسګونه زره افغانان په زور افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ایران ورتلونکو بهرنیو وګړو ته د ضمانت یا کفالت شتون هم حتمي کړی او ورسره يې د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د بې اسنادو بهرنیو وګړو د نیولو او ایستلو اړوند اقدامات پراخ کړي دي.
د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال او د چابهار ولسوال او د البرز ولایت چارواکو هم پر بې اسنادو بهرنیو وګړو د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.
له دې سره په ایران کې افغان کډوال له نور فشار سره هم مخ شوي چې ورسره هلته د ژوند، کار او کور کرایه کولو په څېر شرایط نور هم ګران شوي.
په سلګونو زره او ان څو نسله افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي، د ډېرو هلته ماشومان پیدا او را لوی شوي دي، خو له دې سره سره بیا هم هلته کډوال پاتې دي او ایرانی تابعیت نه دی ورکړل شوی.
په ايران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سر ټکوي، د پوليسو او عامو وګړو له خوا د ځورولو وېډيوګانې يې هم وخت ناوخته پر ټولنيزو رسنيو خپرېږي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
راتلونکو شپږو مياشتو کې به دوه ميليونه غير قانوني کډوال له ایران څخه وویستل شي.
-
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران نیول شوي
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند عمومي منشي، بیرسټر ګوهر، د دې ګوند یو بل مشر شیرافضل مروت او شعیب شاهین پاکستاني امنیتي ځواکونو نیولي دي.
د تحریک انصاف ګوند یوه مشر زلفي بخاري د ګوند دې لوړپوړو غړو نیول تائید کړي دي.
رپوټونه وايي، بېرسټر ګوهر او شیرافضل مروت په پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ مخې ته نیول شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند کراچۍ څانګې له رسمي اېکس پاڼې په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ”نامعلومو کسانو چې عادي کالي یې اغوستي وو، بیرسټر شعیب شاهین له خپله دفتره په داسې حال کې تښتولی، چې ناوړه چلن یې ورسره کاوه.”
پر خواله رسنیو یو شمېر خپرو شویو تصویرونو کې هم لیدل کېږي، چې د پي ټي ای عمومي منشي او شېر افضل مروت د پاکستان پارلمان ودانۍ مخې ته نیول کېږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه بل مشر حماد اظهر بیا په پنجاب ایالت کې د ګوند له مشرانو غوښتي، چې له نیول کېدو د ځان ژغورنې په پار باید (خوندي) ځایونو ته لاړ شي. نوموړي دغه راز په یوه اېکس پیغام کې ویلي، په لاهور ښار کې به د ګوند غونډه د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه کېږي او په وینا یې، ”(د کامیابۍ له پلوه به) د تېرو غونډو ریکارډ هم مات کړي.”
د یادونې ده، چې پاکستان تحریک انصاف ګوند پرون د پلازمېنې په سنګجاني سیمه کې غونډه کوله، خو اسلام اباد کې ځايي چارواکو د غونډې اجازې ورکولو تر څنګ ویلي و، چې که له ټاکليو اصولو سرغړونه وشي، منتظمین به یې له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
اسلام اباد کې ځايي چارواکو پي ټي ای ته له مازدیګر څلورو د ماښام تر اووه بجو پورې د غونډې کولو اجازه ورکړې وه، خو له ټاکلي وخت ځنډېدو وروسته چارواکو پولیسو ته امر کړی و، چې د غونډې ځای ته ورغلي خلک له هغه ځایه وشړي.
دغه راز پرون ماښام د تحریک انصاف ګوند پلویانو او پولیسو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته چارواکو د وضعیت کابو کولو لپاره ملېشه ځواک (ایف سي) ځواکونه سیمې ته استولو خبره کړې وه.
په پام کې وه، چې تحریک انصاف ګوند د پلازمېنې په سنګجاني سیمه کې غونډه وکړي، خو اسلام اباد ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د پولیسو او غونډې ګډون کوونکو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته ملېشه ځواک بلل شوی و.
یو ځايي چارواکي پرون ماښام ناوخته وویل، د غونډې لپاره تحریک انصاف ته ورکړل شوی، وخت یو ساعت مخکې پای ته رسېدلی، او له همدې کبله باید دوی غونډه ختمه کړي. -
په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي
په ناروې کې د افغانستان سفارت مسوولین وايي، د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه په اوسلو کې سفارت وتړي.
په دغه هېواد کې د افغان سفارت له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د افغانستان سفارت تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
په اعلامیه کې دغه راز د اسلامي امارت د هغو څرګندونو یادونه شوې، چې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې یې په ناروې کې د افغانستان سفارت په ګډون په یو څو اروپايي هېوادونو کې د افغان سفارتونو د کونسلي خدمتونو له منلو انکار وکړ.
په اوسلو کې د افغانستان سفارت تړل کېدو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، “د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند مسوولینو د جولای پر ۲۴ د امارت یاداشت یوه حقوقي معظله وبلله او د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.”
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د اسلامي امارت په یاداشت کې د دې سفارتونو کې د فعالو دیپلوماتان هم له دندو ګوښه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډ سپټمبر په اومه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وویل په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا يې کارکوونکي له دندو ګوښه شول.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د روان کال په اکتوبر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د افغانستان ځینې سفارتونه “بې اعتباره” اعلان کړي وو، چې په دې کې د ناروې او بریتانیا لپاره د افغانستان سفارتونه هم شامل وو.
له دې وړاندې په اسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو ویلي وو، چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی. -
لوېدیځه غاړه کې درې اسرائیلیان وژل شوي، او اردوغان د اسلامي هېوادونو د ټلوالې جوړیدو غوښتنه کړې
اسرائيلي چارواکي وايي، د اردن او اشغال شوې لوېديځې غاړې ترمنځ په سرحدي پوله کې د اللنبي پل سره نژدې په ډزو کې درې اسرائيليان وژل شوي دي.
د اسرائیلو د پوځ د چارواکو په وینا، بریدګر چې د لارۍ چلوونکی و، د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ په دې هکله ویلي: “په یوه لارۍ کې یو کس د اللنبي پل سیمې ته نژدې شو او له لارۍ له وتلو وروسته یې د پله سیمه کې پر مېشتو اسرائیلي امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.”
خپاره شوي ویډیويي تصویرونه ښيي چې بریدګر ټرمینل ته ننوځي او تر درېیو ډزو وروسته د اسرائیلي امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل کېږي. درې واړه وژل شوي کسان اسرائیلي ملېشیې وې.
د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې ویلي برید دوی کړی او ویلي يې دي چې دا د اسرائیل وحشيانه ټولوژنې ته طبيعي غبرګون دی.
برید داسې مهال شوی چې په سیمهييز کچ ترينګلتیا ډېرېدونکې ده او د غزې جګړه هم دوولسمې میاشتې ته ننوځي.
بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د اسلامي نړۍ هېوادونه باید د هغه ګواښ مقابلې ته په یوه ټلواله کې راټول شي چې ده د اسرائیل ډېرېدونکې پراختیا غوښتنه وبلله.
هغه د اسرائیل په ډزو کې د یوې ترک توکمې امریکايۍ د وژل کېدو په غبرګون کې د اسلامي مدرسو د يوې ټولنې غونډې ته په استانبول کې د وینا پر مهال وویل:
“یوازېنی اقدام چې کولی شي د اسرائیل د دولت لوړ پروازونه، لارنیونې او ترهګري ودروي هغه د اسلامي هېوادونو یو کېدل دي”.
ده زیاته کړه: “د اسرائیل د پراختیا غوښتنې د ډېرېدونکي ګواښ په مقابل کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه له مصر او سوریې سره د اړیکو ښه کولو لپاره ترکیې په دې وروستیو کې ګامونه اوچت کړي”.
هغه د اسرائیل پراختیاغوښتنه داسې ګواښ وباله چې لبنان او سوریه يې هم له خطر سره مخ دي.
اردوغان او نور ترک چارواکي پر غزې د اسرائیل له برید وروسته پر اسرائیل بیا بیا او جدي نیوکې کوي او د حماس ملاتړ يې اعلان کړی. -
پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په “خوست” ولایت کې ځايي سرچینې وايي، پر دیورند کرښه د پاکستاني او افغان پوځیانو ترمنځ جګړه له څو ساعتونو وروسته پای ته رسېدلې ده.
سرچينې زياته کړې چې دغه شخړه تېره شپه د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ پورې اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ونښته.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوری ادعا کوٍي چې د نښتې لامل په دې سيمه کې د طالبانو له خوا د امنيتي پوستو جوړول و.
څرګنده نه ده چې پاکستانی لوری، چې په خپله یې په یو اړخیز ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې ازغن سیم نصب کړی او بې شمېره پوستې یې جوړې کړي، ولې د افغانستان له لوری د پوستو له جوړېدو سره مخالفت کوي.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو پر اساس د ۵ پوځیانو ټپي کېدا تایید کړې او ویلي چې د دوه کسانو حالت د اندېښنې وړ دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې معلوم نه دی خو په افغانستان کې ځینو سرچینو اعلان کړی چې په دې جګړه کې د اسلامي امارت یو امنیتي سرتېری وژل شوی او پنځه پاکستاني پوځیان هم ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې په خوست کې د اسلامي امارت مرستیال والي محبوب شاه قانت سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې “پر افغان خاوره هر ډول یرغل ته ځواب ورکړي”.
قانت دا خبره د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او سرحدي ځواکونو سره په کتنه کې وکړه او ویې ویل چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره تېرى وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوې ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته شوې وه. -
له جرمني څخه د شړل شويو افغانانو له ډلې ۲۴ تنه خپلو کورنيو ته سپارل شوي
اسلامي امارت وایي ، له جرمني د استول شويو افغانانو له ډلې يې ۲۴ تنه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
او څلور تنه لا هم له دوی سره دي. چې خپل خپلوان يې په افغانستان کې نشته.
همدا ډول په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم ویلي د دې وګړو، له کورنیو د تضمین لیکونو له ترلاسه کولو وروسته، هغوی خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې یاد کسانو له څېړنو او کورنیو څخه یې د ژمن لیکونو له اخیستلو وروسته، دا چې بیا به جرمونه نه کوي له بنده خوشي کړي دي.
دغه ۲۸ تنه نارینه چې جرمن چارواکي وایي، په جرمونو کې ښکیل وو، یوه اوونۍ وړاندې په ځانګړې الوتنه کې کابل ته استول شوي وو.
په دوی کې داسې کسان شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۰ کالونو رسېږي او ځینې یې وايي، لسګونه کلونه یې په جرمني کې ژوند کړی دی.
وړاندې د یادو کسانو له ډلې یوه یې رسنیو ته ویلي و، د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یې ټوله کورنۍ په جرمني کې پاتې ده او په افغانستان کې هېڅوک هم نه لري. د ده په خبره له هرې لارې چې وس یې ورسېږي بېرته په جرمني ته ځي ترڅو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
جرمن چارواکي وایي، دغه خلک په جرمونو کې ښکیل وو او د دې حق یې نه درلود چې نور هلته پاتې شي.
د جرمني حکومت په وینا ښايي یوه بله ډله کسان هم له خپل هېواد څخه وباسي.
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په رسمي ډول نه دي ویلي چې دغه کسان د څه ډول هوکړې له مخې کابل ته استول شوي، خو جرمني رسنیو ویلي چې قطري چارواکو د دې هوکړې منځګړتوب کړی دی. -
د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یوځل بیا نښته رامنځته شوې.
د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولايت کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د شنبې په ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تازه نښته شوې ده.
د ځايي رسنيو په وينا دغه نښته د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې چې د دواړو لوريو له خوا په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.
د پژواک خبري اژانس د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبير احمد عثماني له خولي ويلي، جګړه پرون “مازديګر هغه مهال پيل شوه چې پاکستاني پوځيانو د اسلامي امارت په هغو کسانو ډزې وکړې چې په خپله خاوره کې يې پوسته جوړوله.”
نوموړی وايي، د دې په ځواب کې افغان ځواکونو پر پاکستاني لوري د سپکو او درندو وسلو ګوزارونه وکړل.
په نښته کې د مرکژوبلې او اوښتي زيان په اړه کره معلومات نشته او په رسمي ډول هم په دې اړه څه نه دي ويل شوي خو پاکستاني رسنۍ بيا وايي، کورمه کې پر يوې امنيتي پوستې د افغان ځواکونو د توغندي لګېدو له کبله د يوه افسر په ګډون پنځه تنه پوځيان ټپيان شوي.
د رسنيو په وينا، د افغانستان له خوست ولايت څخه پر کورمې بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې يو توغندی پر امنيتي پوستې لګېدلی دی.
پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر ويډيوګانې هم خپرې شوې چې په کې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
ويل کېږي، جګړه اوس درېدلې ده.
تېره اوونۍ هم دلته د دواړو لوريو تر منځ نښته شوې وه.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې دي چې مرګژوبله يې هم لرله. -
د بریتانیا حکومت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی
د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د اسلامي امارت سره د تعامل امکان رد کړ او امارت په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان د دیپلومالتیکو مرکزونو د بې اعتبارۍ اعلان وکړ، د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې په لندن کې د افغانستان سفارت بند کړي.
په لندن کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې تاند ته وویل چې د بريتانيا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان سفير زلمي رسول ته ویلي چې سفارت بند کړي.
د بریتانیا په شمول په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه اوس هم د افغانستان د پخواني حکومت د هغو ډیپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کیږي چې له امارت سره هیڅ راز تعامل نه کوي.
دغو دیپلوماتیکو ماموریتونو ویلي چې اسلامي امارت نړیوالو په رسمیت نه دي پېژندلي او دوی هم ورسره تماس نه نیسي. خو د دوی دا کار سبب شوی چې اسلامي امارت هغوی بې اعتباره اعلان کړي او له هغو څخه د پاسپورټ په شمول هرراز اسناد و نه مني.
په لندن کې د افغانستان سفارت د دغه ښار په مرکزي او خورا قیمتي سیمه کې موقعیت لري او له ښه مرغه د مجاهدینو د حکومت په مهال لیلام نه شو. خو د استاد رباني د حکومت په مهال په ګڼو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو ودانۍ په ارزانه بیه لیلام شوې او پیسې یې حیف و میل شوې. -
اسلامي امارت له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی کړل
اسلامي امارت هغه ۲۸ تنه افغانان، چې په جرمني کې په جنايي جرمونو بندیان شوي او بیا افغانستان ته استول شوي وو، خوشی کړي دي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د جرمني ډي پي اې خبري اژاتس ته وویل، دا کسان، چې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ کابل ته واستول شول، وروسته له هغه خوشې شول چې کورنیو یې په لیکلې بڼه ضمانت ورکړ چې دوی به نور هېڅ ډول جرم نه کوي.
جرمني ویلي وو چې دا کسان یې په خپله خاوره کې د قتل، جنسي تجاوز او نورو لویو جرمونو په خاطر نیولي وو.
د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، دا ۲۸ کسان وروسته له هغه افغانستان ته ولېږل شول چې قطر د اسلامي امارت او جرمني چارواکو منځګړتوب وکړ.
جرمني د ۲۰۲۱ په اګست کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته نه یوازې دا چې هیڅ افغان بېرته افغانستان ته نه و استولی بلکې لسګونه زره نور افغانان یې ومنل. خو په وروستیو کې د دغه هیواد په منهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا د یوه جرمني پولیس له وژل کېدو وروسته د افغان کډوالو د استولو موضوع په دې هېواد کې پر یوې داسي تودې موضوع بدله شوه چې حتي د جرمني سیمه ییز انتخابات یې تر اغېز لاندې راوستل. -
د هنګري لومړي وزیر د کډوالو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینونو غوښتنه وکړه
د هنګري روس پلوه لومړي وزیر د تېره ورځ خپل مهاجرت ضد دریځ بیا تکرار کړ او ادعا یې وکړه چې مهاجرت د اروپايي اتحادیې پر قوانینو ناوړه اغیزه لري.
د یورو نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان د جمعې په ورځ د ایټالیا په شمال کې د سیرنوبیو په فورم کې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل ، که تاسو له اوس څخه تر ۲۰۱۴ پورې مودې ته وګورئ، دا دوره د اروپایي اتحادیې د انحطاط د پروسې دوره ده.»
په نوموړي چې له اوږدې مودې راهیسې د مهاجرت ضد دریځونو له امله پرې نیوکې کېږي، کډوال “زهر” او “بې ضرورته” وبلل. ده دا څرګندونې،سیالي، په اروپا کې جګړه او مهاجرت په نوم د هنګري له لوري د اروپايي اتحادیې د شپږ میاشتني ریاست په لړ کې خپل لومړیتوبونه وبلل.
دهنګري د لومړي وزیر اوربان له خپلو خبرو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د کډوالو پر ضد څرګندونې لا توندې کړې او د حکومت نورو چارواکو پرې نوره مالګه او مرچ وشیندل.