مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • د فوتسال نړیوال جام، افغانستان انګولا ته ماته ورکړه

    د فوتسال نړیوال جام، افغانستان انګولا ته ماته ورکړه

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوتسال په نړیوال جام کې په خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره مخامخ شو او د دغه هیواد ملي لوبډلې ته یې ۶-۴ ماتې ورکړه.
    دې سیالۍ کې، چې د کابل مازدیګر په پنځه بجې د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په هومو لوبغالي کې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ۵ ګولونه او انګولا یې په وړاندې ۲ ګولونه ووهل.
    د مسابقې په دوهمه نیمايي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو بل ګول ووهه او په دې ترتیب دا سیالي افغانستان د ۴ په وړاندې په ۶ ګولونو وګټله.
    د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.
    افغانستان به خپله دوهمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له ارجنټاین سره وکړي.

  • ډونالډ ټرمپ له یوه وسله وال برید روغ وتلی

    ډونالډ ټرمپ له یوه وسله وال برید روغ وتلی

    د امريکا په فلوريډا ايالت کې د جمهوريپال ګوند له خوا ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند ډونلډ ټرمپ د ګولف کلب ته څېرمه چېرته چې نوموړي لوبه کوله ډزې شوې دي.
    د ډونلډ ټرمپ ټاکنيز کمپاين دفتر خپلو پلويانو ته د برېښنالیک له لارې خبر ورکړی چې د ګولف کلب ته نژدې له ډزو وروسته پوليسو يو کس نيولی دی.
    په دغه برېښناليک کې ويل شوي چې ټرمپ ته هېڅ زيان نه دی رسېدلی.
    د امريکا پوليسو سرچينو سي بي اېس خبري رسنۍ ته ويلي، امنيتي کسانو پر دغه کس ډزې کړې او په داسې حال کې نيول شوی چې د تښتې هڅه يې کوله او وسله يې هم ترې نيولې ده.
    د امريکا د پلټنو فدرالي ادارې اېف بي ای ويلي، “په ظاهرا داسې ښکاري چې دا د ټرمپ د ترور هڅه وه چې ناکامه شوه.”
    د ډنالډټرمپ د ټاکنيز کمپاين دفتر په برېښناليک کې د نوموړي خبره راغلې چې وايي، “هېڅ شی به زما مخه ونه نيسي. زه به تسليم نشم.”
    د سپټمبر پر ۱۵ مه د ډزو دغه پېښه يوه مياشت وروسته له هغه شوې چې پنسلوانيا کې يوه کس د ټاکنيزې غونډې پر مهال په ښاغلي ټرمپ د ټوپک ډز وکړ او هغه يې پر غوږ ټپي کړ.
    پر ټرمپ د وژنې له هڅې ورسته، د هغه د امنیت ساتلو تدابير کلک شوي وو.
    د امریکا د پلټنو فدرالي ادراې پر خپله اېکس پاڼه د پېښې د تائید پر مهال ليکلي، “له ډزو وروسته د کلف کلب ته څېرمه يو مشکوک کس ځايي مهال ماسپښین شاوخوا دوه بجې نيول شوی دی.”
    د امریکا سپينې ماڼۍ هم سملاسي اعلان وکړ چې ولسمشر بايډن او مرستياله يې کملا هرېس له پښې خبر شوي او په دې اړه وروستي معلومات ترلاسه کوي.
    دوی دواړو له دې امله خواشيني څرګنده کړې او کملا هرېس ويلي، “تاوتریخوالی په امريکا کې ځای نه لري.”

  • په خيبرپښتونخوا او رومانیا کې د سېلابونو له امله په لسګونو تنه مړه شوي.

    په خيبرپښتونخوا او رومانیا کې د سېلابونو له امله په لسګونو تنه مړه شوي.

    په خيبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له کبله لږتر لږه شپږ کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. يوه پېښه د دغه ايالت په چارسده سيمه کې رامنځ ته شوې چې د باران له کبله د يوه کور د چت راپرېوتو په ترڅ کې د يوې کورنۍ پنځو غړيو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
    په وژل شويو کسانو دری ماشومان او د هغوی مور او پلار شامل دي.
    بله پېښه په بر دير کې د تندر راپرېوت له کبله رامنځ ته شوې چې له امله يې يو تن وژل شوی دی. د بارانونه له کبله ځينو کورونو ته زيان هم اوښتی دی.
    د خيبر پښتونخوا د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې له مخې د روان کال د جولای مياشت له پيل راهيسې په دغه ايالت کې تر دې مهال ټول ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.
    د يادې ادارې په وينا د بارانونو او سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
    په دې وروستیو کې د اقلیم بدلون له کبله بې وخته بارانونه، سېلابونه او توپانونه خیبر پښتونخوا کې د ځاني او مالي زيان سبب شوي دي.
    دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې د اروپا په مرکزي او ختيځو برخو کې هم سخت بارانونه اورېدلي چې له کبله يې په رومانيا، چک جمهوريت، پولنډ، اتريش، سواکيا او هنګري کې سېلابونه راوتلي او په سيندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
    رومانيا کې د سېلابونو له کبله څلور کسان وژل شوي دي. حکومت د جنوب ختيځ په ګالاتي سيمه کې او په جنوب کې د زرګونو بېځايه شويو کسانو لپاره لنډمهالي ځايونه جوړ کړي دي.
    پوځي چورلکې او کښتۍ د بېځايه شويو سره د مرستې لپاره استول شوې دي. د رومانيا لومړي وزير مارچل چولاکو ويلي، د حکومت لومړيتوب د سېلابونو له کبله د پېښېدونکې مرګژوبلې مخنيوی دی.
    په پولنډ کې د کورنيو چارو وزير توماس سيموناک په ځينو سيمو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له کبله وضعيت نازک بللی دی.
    د چک جمهوريت په شاوخوا ۳۸ بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی. په پلازمېنه پراګ کې د اوبو کچې لوړوالې له کبله خنډونه اېښودل شوي او خلکو ته ويل شوي چې سمندرغاړو ته له ورتګه ډډه وکړي.

  • د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

    د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

    د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر اخونزاده عبدالسلام جواد وايي چې افغانستان د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
    هغه وویل چې په دې اندازه کې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان صادرات او ۶۲۴ میلیونه نور واردات دي.
    ده زیاته کړه، د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرات زیات کړي.
    له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
    د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اغا نوید وویل: “د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره زموږ اړیکې پراخې شوې دي. زموږ صادرات مخ په زیاتیدو دي او له بیلابیلو هیوادونو څخه واردات دوام لري.
    د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان هم په دې اړه وویل: “موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه زیاتره د پټرولیم محصولات واردوو او زموږ صادرات صنعتي توکي دي. زه هیله لرم چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره زموږ د صادراتو او وارداتو انډول به داسې یوې نقطې ته ورسیږي چې دا سیمه په افغانستان کې تولید شویو توکو لپاره ښه بازار شي.»
    افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ډېر غیرالکولي څښاک صادروي.
    د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا ، د افغانستان د کالنی سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره دی، چې له دې څخه ۲ ملیارد ډالره صادرات او ۸ ملیارد ډالره له نورو هیوادونو څخه واردات دي.

  • لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيلېږي

    لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيلېږي

    د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په پلان کې لري، چې په لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيل کړي.
    د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي زیاتوي، چې د دې کانال د لومړي فاز لاټ چارې به د لوړپوړو امارتي چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پيل شي.
    د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د لغمان پر شاهي کانال پروژه باندې کابو ۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت شاوخوا ۲۰ زره هکتاره شاړه دښته خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
    بل لورته د لغمان اوسېدونکي هم د دې پروژې پيل ته خوښ دي او هیله مندي ښيي چې ورسره به په دې ولایت کې په زیات شمېر ځوانان په کار بوخت شي.
    د اقتصاد یو شمېر پوهان دا ډول پروژې په لویه کچه د هېواد لپاره ګټورې بولي خو ټينګار کوي چې،اسلامي امارت دې پروژې پشپړاوي ته ورسوي نه دا چې نیمګړې دې پاتې شي.
    دوی وایي یو شمېر پروژې د رسنیو په سرټکو پيل خو وروسته کلونه تېر شي اما پروژه نیمګړې او بیا یې د پوښتنې څوک نه وي.

  • امریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

    امریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

    د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره، ایف بي آی د سعودي عربستان د یوه وګړي حمزه الغامدي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې ده.
    ایف بي آی وویل، الغامدي د القاعده شبکې غړی دی او د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې لاس لري.
    ایف بي آی همداراز وايي چې الغامدي د افغانستان او تاجکستان په ګډون د وسله والو شخړو په سیمو کې برخه اخیستې او د القاعده په شبکه کې یې مهم رول درلود.
    په نیویارک ښار کې د ایف بي آی د ساحوي دفتر مسووله کریستي کورتیس وايي:”موږ هیر کړي نه دي، درویشت کاله وروسته، ایف بي آی لا هم د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي او د هغو کسانو په لټه کې دی چې غواړي موږ ته زیان ورسوي.”
    الغامدي د اسامه بن لادن نژدې ملګری و، چې د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو پورې یې د هغه د امنیتي ځواکونو د باوري غړي په توګه کار کاوه. هغه د افغانستان کابل ته نژدې د القاعده میلمستونونه هم چلول، او د القاعده شبکې غړو ته یې لوژستیکي ملاتړ چمتو کاوه.
    د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د حمزه الغامدي د نیولو یا هغو معلوماتو لپاره، چې د نوموړي د نیولو سبب شي تر ۵ ملیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

  • اوکراین ته د اوږد واټن توغندیو د کاریدو اجازه ورنکړل شوه.

    اوکراین ته د اوږد واټن توغندیو د کاریدو اجازه ورنکړل شوه.

    د امریکا ولسمشر جو بایډن، او د برتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر، سپینه ماڼۍ کې له کتنې وروسته، اوکرایین ته د روسیې په خاوره کې دننه د هدفونو ویشتلو لپاره د اوږد واټنو توغندیو د کارولو د اجازې ورکولو په تړاو کومې پرېکړې ته د رسېدو یادونه نه ده کړې.
    د برتانیا لومړي وزیر ویلي، چې دغه خبرې د ټولیزې تګلارې په اړه وې، او په وینا یې، د کوم ځانګړي ګام په اړه سره نه دي غږېدلي.
    هغه دا خبره رد کړه، چې ګواکې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو مشران په خپلې هغې ګواښنې وېرولي، چې ویلي یې دي، که اوکرایین ته د روسیې پر وړاندې د اوږدواټنو وسلو د کارونې اجازه ورکړي، نو دا به له مسکو سره په جګړه کې د دغه پوځي سازمان د ورښکېلېدو په مانا وي.
    ښاغلي سټارمر وویل چې له ولسمشر بایډن سره په لیدنه کې یې د اوکرایین، منځني ختیځ او هند – ارام سمندر په اړه خبرې کړې دي.
    تمه وه چې دواړه مشران به کیېف ته د روسیې خاوره کې دننه د ځینو اهدافو ویشتلو لپاره د لوېدیزو متحدانو لخوا د ورکړل شویو اوږد واټنه توغندیو د کارېدو د اجازې په اړه یوه پرېکړه هم اعلان کړي.
    خو له لیدنې وروسته د برتانیا د لومړي وزیر خبرو کې د داسې کوم څه څرک نه دی لیدل شوی.
    ښاغلي سټارمر د دې پوښتنې په ځواب کې ایا جو بایډن یې قانع کړ چې اوکرایین ته اجازه ور کړه، د لوېدیځ لخوا په ورکړل شویو اوږد واټن ویشتونکو وسلو د روسیې خاوره په نښه کړي، وویل له ښاغلي بایډن سره یې د اوکرایین، منځني ختیځ او د هند-ارام سمندر په څېر پر بېلابېلو موضوعاتو ګټورې خبرې اترې کړې دي.
    سپینې ماڼۍ هم ویلي، دوی په دغه لیدنه کې د ایران او شمالي کوریا له خوا روسیې ته د وژونکو وسلو د ورکولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
    له جوبایډن سره د کیېر سټارمر له لیدنې وړاندې په یوه جلا خبري کنفرانس کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، واشنګټن په هغو محدودیتونو کې د څه بدلون راوستل نه غواړي چې اوکرایین ته د روسیې خاوره کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره د امریکا د جوړو شویو وسلو د نه کارولو په اړه وضع شوي دي.
    اوکرایین له خپلو لوېدیزو ملاتړو روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره د دغو وسلو د کارولو اجازه غواړي.
    خو لوېدیز ملاتړي یې د کړکېچ د پراخېدو له وېرې داسې څه ته زړه نه ښه کوي.
    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ور کړی، که اوکرایین ته دغه اجازه ورکړل شي، نو دا به له روسیې سره د ناټو، اروپايي هېوادونو او امریکا د مخامخ جګړې په مانا وي.

  • د غور- دایکنډي د پېښې عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

    د غور- دایکنډي د پېښې عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، جدي هڅې روانې دي چې د دایکنډي او غور ترمنځ د وروستۍ پېښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
    د پنجشنبې په ورځ د غور او دایکنډي ترمنځ ۱۴ تنه شیعه ګان هغه مهال د داعش د څلورو ترهګرو له لوري په بې رحمۍ ووژل شول چې حمله کوونکو ځانونه امنیتي ځواکونه وښودل او د موټرو سپرلیو ته یې وویل چې په یوه مشکوک کس پسې ګرځي.
    له پېښې څخه د یوه روغ وتلي شاهد په وینا، حمله کوونکي ۴ تنه وو، دوی وړاندیز وکړ چې ډله ییز عکس واخلي، یوه یې عکس اخیست، بل یې ویډیو اخیسته خو دوو نورو په دې منځ کې پر ټولو ډزې پیل کړې.
    مجاهد د جمعې په ورځ د دې پېښې په اړه پر خپله ایکسپاڼه کښلي:« په ژورې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سیمه کې زموږ ١٤ عام هېوادوال د انسانیت د دښمنانو له‌خوا په ډېرې بېرحمۍ وژل شوي او ٦ نور يې ژوبل شوي دي.
    د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»
    په داسي حال کې چې د ازادۍ جبهې په نوم د امارت یوې مخالفې وسله والې ډلې هڅه کړې چې له دې بې رحمانه برید څخه په سو استفادې هغې ته قومي رنګ ورکړي، مجاهد همداراز ویلي:« په داسې حال کې چې موږ د پېښې له مظلومو قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو؛ د هغه ترڅنګ د پېښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو. »
    داعش پر خپله اعماق ویبپاڼه لیکلي چې د افغانستان په مرکزي برخه کې یې ۱۵ شیعه ګان وژلي او ۶ نور ژوبل کړي دي.

  • اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته کوي

    اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته کوي

    د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مدیریت کمېشنر یانز لنارچیچ وايي، دوی پلان کې لري چې له افغانستان سره د شاوخوا ۱۰۰ ټنو اړینو طبي توکو مرسته وکړي.
    نوموړي وایي یاده مرسته چمتو ده او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.
    لینارچیچ تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا وسایل به په یوه بشردوستانه الوتنه کې کابل ته ولېږدول شي او په وینا یې دا په روان کال کې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي الوتنو درېیمه الوتنه ده.
    هغه زیاته کړه، اروپايي اتحادیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له دې لارې افغانستان ته ۳۷ الوتنې کړي او ۱۸۵۰ ټنه طبي توکي یې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

  • ټاکل شوې ده چې نن په هرات کې د ټاپي پروژه رسماً افتتاح شي.

    ټاکل شوې ده چې نن په هرات کې د ټاپي پروژه رسماً افتتاح شي.

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې نن به د دې پروژې د پرانستونکو مراسمو په خاطر په هرات ښار کې عمومي رخصتي وي.
    ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د جوړېدو په پرانستونکو مراسمو کې د اسلامي امارت او ترکمنستان یو شمېر چارواکي ګډون وکړي.
    تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د ترکمنستان کوم چارواکي په دې مراسمو کې برخه اخلي.
    ترکمنستان ویلي چې دا نللیکه یې د افغانستان تر پولې رسولې ده.
    د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سږ کال د جولای په ۲۷ مه ویلي و چې ډېر ژر به په هېواد کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه بشپړ او عملي چارې پیل شي.
    امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي و چې د ټاپي نللیکي غځول یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
    نوموړي د اګست په ۶ مه وویل چې د ټاپي پروژې د اجرا لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسیدلی او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.
    د ټاپي پروژې وړاندیز په ۱۹۹۰ لسیزه کې شوی و، خو په پروژه کې د شاملو هېوادونو ترمنځ یې د پلي کېدو هوکړه په ۲۰۱۰ کال کې وشوه.
    په ۲۰۱۰ م یا ۱۳۹۴ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیران له لوري په ګډه پرانیستل شوه.
    خو دغه پروژه له هغه وروسته په افغانستان کې د ناامنۍ او د ۱۴۰۰ کال د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.
    دا نللیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې ترکمنستان ونډه والو هېوادونو ته په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز صادر کړي.