قزاقستان د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د نللیکې (ټاپي) په جوړولو کې ګډون ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
اذرنیوز خبري اژانس د قزاقستان د صدراعظم په قول راپور ورکړی چې له ترکمنستان سره مذاکرات روان دي څو د دې پروژې په برخه کې د قزاقستان ممکنه ونډه وڅېړل شي.
د TAPI ګاز نللیکه ټولټال ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږده ده او د څلورو هېوادونو له خاورې تېرېږي: ترکمنستان – ۲۱۴ کیلومتره، افغانستان – ۷۷۴ کیلومتره، پاکستان – ۸۲۶ کیلومتره، چې بیا د هند تر پولو پورې رسېږي.
د ګاز نللیکې د ترکمنستان برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې وې، بشپړې شوې دي. په افغانستان کې یې کار د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳مه پیل شو. د دې نللیکې وړتیا به هر کال ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز وي. د پروژې لومړنی لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
سره له دې چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د سپټمبر په یوولسمه د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د پیل مراسم جوړ کړل خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د دې پروژې لګښت به له کومه برابریږي.
د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو د پرانستنې مراسم د ترکمنستان د ماري په سلیم چشمه سیمه کې جوړ شول.
د اسلامي امارت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر هدایت الله بدري د اکتوبر په ۷ مه د ټاپي له اجرايي ريیس مراد امانوف سره وکتل او له هغه سره یې د دې پروژې د عملي کار د چټکولو په اړه خبرې وکړې.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه
-
د افغانستان فوټبال اوولس کلنې لوبډلې، فلیپین ته ۸ – صفر ماته ورکړه
د افغانستان د فوټبال تر اوولس کلونو کشرو لوبډلې فلیپين ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د اوولس کلونو زلمکو د فوټبال اسیايي سیالیو جام ته د لارموندنې په پړاو کې افغانستان د فیليپين له لوبډلې څخه ۸ پر صفر وګټله.
په دې سیالیو کې، چې د کمبودیا په کوربه توب روانې دي، د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان پر فیلپين سربېره له کمبودیا، بنګله دېش او ماکاو سره هم سیالۍ لري.
د فیلیپين پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د اوولس کلنو لوبډلې لوبغاړي وارث شېرزي او ارش احمدي دوه ـ دوه او نوید محبوبي، یاسر ساپي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري یو ـ یو ګول وواهه.
د افغانستان دوهمه سیالي به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ماکاو پر وړاندې وي.
د ویلو ده چې د فوټبال اسيايي سیالیو د لارموندنې پړاو د ۴۳ هېوادونو ترمنځ پيل شوي دي چې په لسو بیلابیلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي. -
سناتورې لیدیا د بریتانیا پاچا د پارلمان په غونډه کې بې عزته کړ.
د استرالیا د مشرانو جرګې یوې استازې او د استرالیا اصلي اوسېدونکې لیدیا الما تورپ (Lidia Alma Thorpe) د برتانیا پاچا درېیم چارلس ته چې له استرالیا څخه په لیدنه بوخت دی، د کنځلو په څېر خبرې وکړې.
تورپ د استرالیا د پارلمان په ستره ماڼۍ کې چې درېیم چارلس او مېرمن یې کامیلې د پارلمان غړو سره لیدل، برتانوي پاچا ته وویل، «ته زمونږ پاچا نه یې. ته زمونږ واکمن نه یې. تاسو زمونږ د خلکو نسلونه وژلي او جینوسایډ مو کړی دی. زمونږ ځمکه بېرته راکړئ،»
لیدیا تورپ چارلس ته وویل، «له مونږ نه غلا کړې ځمکه مونږ ته بېرته راکړئ. دلته باید له مونږ سره توافق وشي. دا ستاسو ځمکه نه ده. ته زما پاچا نه یې. ته زمونږ پاچا نه یې،»
د استرالیا د پارلمان غړې د برتانیا پاچا ته وویل، «بس کړئ. زمونږ ماشومان، زمونږ خلک، تاسو زمونږ ژوند راخراب کړ.»
لیدیا الما تورپ چې په ۱۹۷۳ کې پیدا شوې، له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې د استرالیا د مشرانو جرګه کې د وکټوریا ایالت استازې ده. هغه له دغه ایالت څخه په مشرانو جرګه کې لومړنۍ اصلي اوسېدونکې استازې ده چې له سناتورۍ مخکې په دغه ایالت کې د استرالیا د زرغون ګوند مرستیاله وه.
ویل کیږي چې برتانیا د ۱۷۸۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۶مه په استرالیا یرغل وکړ، خلک یې ووژل او د استرالیا ځمکه یې په زور سره ونیوله.
د تاریخي اسنادو په اساس، په ۱۷۸۸ کې په استرالیا باندې د برتانوي ځواکونو د یرغل پر وخت د هغه ځای د اصلي اوسېدونکیو شمېر ۳۰۰ زره – ۹۵۰ زره تنه و خو برتانوي ځواکونو ډېر خلک په ډله ییز ډول ووژل او د وخت په تېرېدلو سره واک اروپایانو او په ځانګړې توګه برتانویانو ترلاسه کړ چې د استرالیا په شمول ۱۵ هېوادونه اوس هم د برتانیا پاچا د خپل پاچا او ملکه یې د خپلې ملکې په توګه قبلوي. -
لبنان وايي د بیروت په جنوب کې یوه روغتون ته څېرمه د اسرائیلو په هوایي برید کې څلور کسان وژل شوي
سهیونیستي رژیم پر لبنانۍ پلازمېنه، بیروت، هوايي بریدونه روان ساتلي دي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې په دې لړ کې هلته لوی دولتي روغتون ته څېرمه یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ ویلي، دغه روغتون ته نژدې یې د حزب الله ډلې اړوند یو ځای په نښه کړی او ټینګار کوي، چې روغتون یې نه دی ویشتلی.
د لبنان د پلازمېنې سوېل کې د څو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو لپاره له خبرداري لږ وروسته اسرائیلي ځواکونو هوايي بريدونه وکړل.
ځايي اوسېدونکو ویلي سیمه کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولو خلکو ونشوی کولی ځانونه خوندي ځای ته ورسوي.
لبناني چارواکو ویلي تېره شپه اسرائيلي ځواکونو په الحدث، الاوزاعي او شاوخوا سیمو ۱۳ هوايي بریدونه وکړل. د لبنان د روغتیا وزارت وايي یوازې د رفیق الحریري په نوم پر تدریسي روغتون بریدونو کې د یوه ماشومان په ګډون څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي. دوی وايي روغتون ته هم ډېر زیان اوښتی دی.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانيال هاګاري بیا د ساحل په نوم پر یوه بل روغتون چې په کې شته کسانو ته ویل شوي وو ترې ووځي، د برید خبره رد کړې ده.
هاګاري ویلي دوی ته معلومه شوې چې د روغتون په تل خونو کې د حزب الله ډلې سلګونه میلیونه ډالر او سره زر ځای پر ځای شوي، او پر اسرائیلو د دې ډلې د جګړې لپاره کارول کېږي، خو دوی پرې برید نه کوي.
د روغتون مشر دا ادعا رد کړې او د لبنان له پوځه یې غوښتي چې روغتون په خپله وګوري.
د اسرائیلو پوځ ویلي د تېرې ورځې په اوږدو کې یې د حزب الله ډلې اړوند درې سوه هدفونه په نښه کړي دي. لبناني چارواکي ویلي دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي.
له بلې خوا حزب الله ډلې ویلي د پرون ورځې په اوږدو کې یې د اسرائيلو پر پوځي مرکزونو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي. دې ډلې ویلي د جولان په سیمه کې یې هم د اسرائیلو یو پوځي مرکز په نښه کړی دی. د اسرائیلو دفاع وزارت بیا ویلي حزب الله تېره ورځ پر اسرائیلي سیمو ۱۷۰ توغندي او ډرون توغولي دي.
بل پلو د غزې په شمال کې په داسې حال چې د اسرائیلو پوځي عملیات دوام لري، ملګرو ملتونو ویلي اسرائیلي چارواکي لا هم د غزې شمال کې کلابندو خلکو ته خواړه او درمل نه ورپرېږدي. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشر فېلېپ لازاریني ویلي، پر روغتونونو بریدونه کېږي او برېښنا نه لري.
څو ورځې وړاندې امریکا اسرائیلو ته د دېرش ورځو ضرب الاجل وټاکه چې باید د غزې شمال ته درمل او خواړه پرېږدي او که داسې ونکړي نو ځینې پوځي مرستې به پرې بندې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق یوه خبرې غونډه کې وویل چې ولسي وګړي باید په هر حالت کې خوندي وي.
نوموړي وويل، “سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر بیت لاهیا د هوايي بریدونو په ګډون چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه کسان ووژل په قاطعیت غزه کې روانه مرګ ژوبله غندي. په هر حال کې باید د ولسي وګړو درناوی وشي او خوندي کړل شي. هغه د غزې شمال کې د ولسي وګړو په چټکۍ مخ په خرابېدونکي وضعیت، ډله ییزه کوچېدنې او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي ته ژوره اندېښنه لري. سرمنشي غوښتنه کوي چې بشري مرسته رسوونکو او د ژغورنې کارکوونکو ته باید سملاسي او له شرط پرته اجازه ورکړل شي چې د خلکو ژوند وژغوري.” -
افغان الف لوبډلې تر سریلانکا وروسته بنګله دېش مات کړ
د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي لوبو په ۲مه لوبه کې افغان الف لوبډلې د ۴ وېکټو په توپیر بنګلهدېش الف لوبډله ماته کړه.
دغه سیالي یکشنبه ماښام ترسره شوه.
پیل کې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې، چې پکې پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.
افغان الف لوبډلې لپاره بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یو ـ یو لوبغاړی وسوزوه.
افغان ابدالیانو د توپوهنې پاڼۍ کې صدیق اتل د لوبې د ۲۰م اور په وروستي توپ په شپږیزې سره د بنګلهدېش هدف پوره کړ.
اتل پهدې لوبه کې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا د اسیا په ایمرجینګ جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پرلهپسې دوهمه بریا وه. تر دې وړاندې یې په لومړۍ لوبه کې سرېلانکا ته ماته ورکړې وه.
افغان لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. -
پښتین؛ له فشار سره سره به د ریاستي ظلم خلاف مبارزه کوو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د اکتوبر د یوولسمې جرګې پس په (پي ټي ایم) باندې د پاکستاني حکومت ظلم ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دی.
پښتین څو شېبې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تر نن ورځې د دوی ۱۰۰۰ نه زیات ملګري اوس هم زندانیان دي او نور هم نیول کېږي.
پښتین لیکلي: “د ظالم ریاستي ادارو له خوا په زرګونه د تحریک ملګري د سخت دریځ ترهګر په شیډول فور کې ولیکل شول، د لیسټ هره ورځ په زیاتیدو دې او د ټولو خلاف کاروائې روانې دي.”
هغه وایي د جرګې تر پیل وړاندې یې دې هرڅه ته چمتووالی نیولی دی.
پښتین وایي، پاکستانی حکومت که هرڅومره هم د دوی د مبارزې مخه ونیسي، خو بیا به هم دوی د ریاستي ظلم خلاف مبارزه دوامداره ساتي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د “ولسي پاڅون” په نوم لاریونونه کوي.
په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په خیبر او مومندو او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو پښین، زیارت او چمن کې سهار مهال اعتراضي غونډې او لاریونونه وشول او په نورو ښارونو کې غونډې روانې دي. -
په غزه کې د اسرائیلو اشغالګرو په بریدونو کې ۸۷ تنه وژل شوي.
په غزه کې د حماس روغتيايي اداره وايي په شمالي بیت لاهیا ښار کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۸ تنه وژل شوي دي.
چارواکو زیاته کړې، د يکشنبې د شپې له چاودنې وروسته په لسګونو نور ټپیان شوي او ګڼ نور لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
په غزه کې تازه بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه شوي چې هلته اندونیزیايي روغتون کې د اسرائیلي پوځيانو لخوا د “درنو ډزو” راپورونه ورکړل شول.
د غزې روغتیایی چارواکي وايي، په بیت لاهیا کې د ژغورنې هڅې په سیمه کې د مخابراتو او انټرنېټي خدمتونو د پرې کېدو له کبله له خنډ سره مخ دي.
د غزې په شمال کې د کډوالو په پنډغالې د اسرائیلي یرغلګرو عملیاتو او پرلپسې بمباریو هلته د مېشتو زرګونه بې ځایه شویو خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اړونده اداره اونروا دغه حالت ویجاړوونکي او بشپړ ناورین بللی دی.
د دې ادارې مشر سام روس ویلي، چې په بریدونو کې هېڅ کموالی نه دی راغلی او وايي د اسرائیلي اشغالګرو د دوو اونیو کلابندۍ او بریدونو په پایله کې ګومان کېږي چې سلګونه کسان وژل شوي وي.
د کډوالو پر جبالیا پنډغالي د اسرائيلو په وروستي هوايي برید کې د ۲۱ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په لسګونو زره خلک د سختې جګړې له امله بند پاتې دي او د تېښتې هېڅ ځای نلري، سره له دې چې اسرائیلو خلکو ته د وتلو امر کړی.
په غزه کې د اندونیزیا له خوا فعال یوه روغتون کې ډاکټران وايي چې “اسرائیلي ځواکونه پر تاسیساتو ډزې کوي” چې له امله یې دوی د خوراکي توکو او اوبو له کمي سره مخ دي.
بله خوا د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وایي په جبالیا کمپ ځکه عملیاتو کوي چې د دوی په وینا د حماس وسله وال پکې پټ دي.
اسرائیل داسې مهال بریدونو ته زور ورکوي چې په غزه کې د حماس د مشر یحیي سنوار له وژل کېدو وروسته ډېری لوري په دې هیله دي چې ښایې اوربند ته لار خلاصه شي. -
د روغتیا وزارت د پولیو واکسین د مخنیوي ادعا رد کړه
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې په افغانستان کې د پولیو د واکسیناسیون د کمپاین د بندیز خبر سم نه دی.
تر دې مخکې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله ویلي و چې اسلامي امارت د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.
د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان وویل، “تر دې دمه، د واکسین د بندیز په اړه هیڅ رسمي لیک نه دی صادر شوی.”
زمان د پولیو واکسین ګټور وباله او په ایکسپاڼه کې یې لیکلي: “د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین له خپلو ټولو قانوني او تخنیکي اصولو سره سم تطبیق کړی څو دا اغیزمن او ګټور وي.”
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي چې تر دې دمه یې د دې ناروغۍ د خپریدو مخه نه ده نیولې.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې دي.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې وې.
اسوشیتیدپریس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي چې له موضوع خبر و، ویلي، چې د کور پر کور واکسین پر ځای په جوماتونو کې د واکسین د ورکړې سپارښتنه شوې ده. -
ناقانونه افغان کډوال به په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي، هغه افغان کډوال چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري په درناوي به خپل ټاټوبي ته ولېږل شي.
نوموړي چې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، “له دوی [افغان کډوالو] ځينې پاسپورټونه لري، دلته خپلوان لري، اړیکي لري نو طبيعي ده چې له هغوی سره بايد يو ډول چلند وشي خو يو شمېر نور بيا ناقانونه راغلي چې بايد بالاخره قانون مراعات کړي. ”
نوموړي زياته کړې، “په هر هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني چوکاټ شته… په همدغه دليل که ان موږ افغانستان ته ورشو او پاسپورټ ونلرو نو ښايي موږ ته لاره رانکړي. نو د قضيې دا اړخ هم بايد په پام کې ونيول شي. موږ سره وروڼه يوو او وروڼه به وو خو د دولتونو تر منځ شته ځينې قانوني چوکاټونه بايد مراعت کړو. ”
ایران له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي د پېښو د ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر لوړېدو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو سره پر دغو کډوالو فشارونه هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
په دې لړ کې د ایران د عامه نظم عمومي قومندان احمد رضا رادان وړاندې اعلان کړی و چې د روان کال تر پایه “نژدې دوه میلیونه غیر قانوني وګړي” له ایران ایستل کېږي.ایراني چارواکي ډېر ځله د بهرنیو وګړو ټکی افغان کډوالو ته کاروي.
ایراني حکومت په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په څېر لسګونه زره افغانان په زور افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ایران ورتلونکو بهرنیو وګړو ته د ضمانت یا کفالت شتون هم حتمي کړی دی.
د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال او د چابهار ولسوال او د البرز ولایت چارواکو هم پر بې اسنادو بهرنیو وګړو د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.
له دې سره په ایران کې افغان کډوال له نور فشار سره هم مخ شوي چې ورسره هلته د ژوند، کار او کور کرایه کولو په څېر شرایط نور هم ګران شوي.
د یادونې وړده چې په سلګونو زره او ان څو نسله افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي، د ډېرو هلته ماشومان پیدا او را لوی شوي دي، خو له دې سره سره بیا هم هلته کډوال پاتې دي او ایرانی تابعیت نه دی ورکړل شوی. -
د افغانستان په نیمايي ولایتونو کې د باران وړاندوینه شوې
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې له اټکل سره سم نن د سالنګونو په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلونو احتمال شته.
دې ادارې، پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوی د اټکل له مخې؛ د باران کچه به له (۱۵ څخه تر ۳۰) میلي مترو پورې وي.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل پر اساس، د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشير، بغلان، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ،بامیان او غور ولایتونو کې د شدیدونو بارانونو، اورښتونو او سېلونو اټکل شوی دی.
سږ کال په افغانستان کې ورښتونه په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساري بلل شوي او ډېر متخصصان یې دلیل اقلیمي بدلون ښيي.
د تېر ژمي له وروستۍ میاشتې پرته، چې وچه تېره شوه، ټول کال پر له پسې بارانونه اورېدلي اوله کبله یې سیلونه بهېدلي او د سر و مال ډېر تاوانونه یې اړولي دي.