مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • حزب‌الله پر ځینو اسرائیلي اډو د ډرون بریدونه کړي

    حزب‌الله پر ځینو اسرائیلي اډو د ډرون بریدونه کړي

    د لبنان حزب‌الله غورځنګ ویلي، د تل ابیب په سوېل کې د “پالماخیم هوايي اډه (چې د پوځي څېړنو مرکز او د حیتس سیسټم لپاره رادار لري)” د بې پیلوټه الوتکو په مټ په نښه کړې ده.”
    په یوه جلا بیان کې، دې غورځنګ ویلي دوی د “حیفا ښار شمال کې یې د زوفولون نظامي صنعت پر اډه یو ځانګړی توغندی توغولی دی.
    بل پلو، د اسرائیلو پوځ د حزب‌الله لخوا د بریدونو په غبرګون کې په یو شمېر سیمو کې د خطر زنګونه کړنګولي دي.
    د اسرائیلو پوځ دا هم ویلي چې د سره سمندر په اوږدو کې یې د هغو درېیو بې پیلوټه الوتکو مخه نیولې ده، چې اسرائیلو ته د نژدې کېدو هڅه یې کوله.
    پوځ په یوه بیان کې څرګنده کړې چې دوی “له ختیځه د سور سمندرګي په اوږدو کې درې بې پیلوټه الوتکې مخکې له دې چې د اسرائیل خاورې ته ننوځي له منځه وړې دي.”
    له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په غزه کې یې د ګوزڼ واکسین دویم پړاو پيل کړی، خو زیاتوي چې ډېری کډوال ماشومان ښایي بیا هم ترې بې‌برخې شي.
    د روغتیا نړیواله اداره زیاتوي، چې د ګوزڼ واکسین دا کمپاین به د غزې تر مرکز پورې وغځوي.
    د خوندیتوب دا واکسین چې په سپټمبر میاشت کې پیل شوی و، تېره اونۍ د غزې په شمال کې د اسرائیلو له پرلپسې بریدونو وروسته وځنډول شو.
    ډبلیو‌اېچ‌او وایي، چې ښایي د غزې شمال، جبالیا، لاهیا او بیت الحنون کې زرګونه ماشومان له دې کمپیان څخه بې برخې شي.
    د غزې له سوېل رفح ښاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف ویانده روزالیا بولین ویلي، دوی ډاډ تر لاسه کړی چې د دې کمپاین لپاره به د سهار له شپږو د مازدیګر تر څلورو بجو لنډ مهاله اوربند وشي:
    “زموږ لپاره حالات ډېر زیات سخت دی چې دا کمپاین ترسره کړو، موږ واقعا له ناخوالو سره مبارزه کوو، تاسو پوهېږئ چې په تېره یوه میاشت کې د غزې شمال پرله پسې بمبارۍ شوې، ښوونځي چې په پناه ځایونو بدل شوي خوندي پاتې نه دي، د استوګنې پر ودانیو هم بمبارۍ شوې چې پکې ګڼ شمېر ماشومان او ښځې هم وژل شوي دي.”

  • تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله اماراتو ته ورسیده.

    تر نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله اماراتو ته ورسیده.

    د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډله تېره شپه ناوخته متحده عرب اماراتو ته ولاړه.
    افغان کرکټ بورډ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي،چې د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله به د عرب اماراتو او پاکستان پر وړاندې درې اړخیزې لوبلړۍ او همدا راز به د اسیا جام لپاره په تمریناتي کیمپ کې برخه واخلي.
    کرکټ بورډ د تیرې چهارشنبې په ورځ دغې لوبو ته ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
    محبوب تسکین د لوبډلمشر او ویکټ ساتونکي په توګه، عزیرخان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم خېوه وال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي چې سربېره پر دې پکې روح الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان د احتیاطي لوبغاړو نوملړ ته اضافه شوي دي.
    د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان نوولس کلنو ځوانانو ترمنځ به د سیالیو دغه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې له ۱۳مې د همدې میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې دوام ومومي.
    لومړۍ لوبه به د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه د پاکستان او متحده عربي امارتو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
    افغان نوولس کلنه کم عمره ملي لوبډله به له یادو سیالیو وروسته د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د نومبر میاشتې ۲۹مه نېټه پیلیږي او د دسمبر تر اتمې نېټې پورې دوام مومي.

  • ایران پر اسراییل غچ اخیستونکي برید ته تیاری نیسي

    ایران پر اسراییل غچ اخیستونکي برید ته تیاری نیسي

    د امریکا نیویورک تایمز ورځپاڼې د درې ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د ایران مشر علي خامنه يي د خپل هیواد د ملي امنیت عالي شورا ته امر کړی چې د اسراییل پر ضد د برید لپاره چمتووالی ونیسي.
    دغو چارواکو ویلي چې خامنه‌ يي دا پرېکړه د تېرې دوشنبې په ورځ یادې شورا ته ابلاغ کړې ده.
    د نیویورک ټایمز د راپور له مخې، د ایران مشر علي خامنه‌يي خپله پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې د جګپوړو پوځي قوماندانانو له خوا د اسراییل د وروستي برید په اړه یو مفصل راپور وڅېړل شو.
    په راپور کې د ایران د توغندیو جوړونې وړتیاوو، د هوايي دفاعي سیستمونو، د تهران په شاوخوا کې د انرژۍ مهمو زېربناوو، او په جنوبي سیمه کې یو مهم بندر باندې د شویو بریدونو د زیانونو په اړه معلومات ورکړل شوي.
    دغو ایراني چارواکو ویلي، د اسراېیلو برید دومره پراخ و چې ځواب نه ورکول یې د اېران ماتې په ډاګه کوي.
    نیویورک ټایمز همداراز لیکلي چې د ایران پوځي مشران په اسراییل کې د “نظامي اهدافو” لست جوړوي.
    دوی وايي چې دا برید ښايي د امریکا له ټاکنو وروسته ترسره شي، ځکه ایران ویره لري چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د ډونالډ ټرمپ په ګټه وي.
    د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د روانې نوومبر میاشتې په پنځمه د سه شنبې په ورځ ترسره شي.
    په دې راپور کې یادونه شوې چې لا هم روښانه نه ده چې د ایران ځواب به څنګه او کله وي، او ایا دا خبرې یوازې په مذاکراتو کې د فشار راوړلو لپاره دي او که نه.
    له بلې خوا، اکسیوس ویبپاڼې د دوو باخبرو سرچینو پر اساس راپور ورکړی چې د اسراییل استخباراتي ارزونې ښیي چې ایران د عراق له خاورې څخه په راتلونکو ورځو کې پر اسراییل د برید تیاری کوي. راپور زیاتوي چې ښايي دغه برید د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې وشي.
    د اکسیوس د راپور له مخې، ایران به غالباً د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو له لارې، او د خپلو نیابتي ډلو په وسیله چې په عراق کې فعالې دي، پر اسراییل برید وکړي.
    د راپور لیکوال، باراک راوید، څرګنده کړې چې ایران ښايي له مستقیم برید څخه ډډه کوي ترڅو د اسراییل له احتمالي غبرګون څخه د خپلو ستراتیژیکو اهدافو ساتنه وکړي.
    ایراني چارواکو تر اوسه د نیویارک ټایمز او اکسیوس د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي خو په زغرده ویلي چې د اسراییل برید به بې ځوابه پاته نه شي.
    د تېرې پنجشنبې په ورځ، د ایران د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي په شېراز کې وویل چې اسراییل به پر ایران د خپلو وروستیو حملو ځواب په «نه تصورکېدونکې بڼه» وویني.
    د ایران د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سرپرست علي فدوي هم ویلي چې اسراییل ته به ایران حتماً ځواب ووايي.
    له بلې خوا د ایران د مشر د دفتر رئیس محمد محمدي ګلپایګاني وویل چې اسراییل ته به د ایران ځواب سخت وي.
    دا په داسي حال کې ده چې د اسراییل له وروستۍ حملې وروسته ایراني چارواکو ویلي و چې ایران یې د اسراییل د بریدونو په وړاندې د ځواب ویلو حق ځان ته خوندي بولي.

  • په اسرائیلو کې د حزب الله توغندیو اوه تنه وژلي.

    په اسرائیلو کې د حزب الله توغندیو اوه تنه وژلي.

    د اسرائیلو په شمال کې د حزب‌الله دوه جلا توغندیزو بریدونو اوه تنه وژلي دي، چارواکي وايي، دا په تېرو څو میاشتو کې د ورته بریدونو تر ټولو خونړۍ ورځ ده.
    اسرائیلي او تایلنډي چارواکو وویل چې یو اسرائیلي بزګر او څلور تایلنډي د کرنې اړوند کارګران هغه مهال ووژل شول کله چې راکټونه له لبنان سره په پوله د میتولا ښارګوټي ته نژدې ولګېدل.
    وروسته بیا د حیفا ساحلي ښار کیبوتز افیک ته څېرمه د زیتون په یوه باغ کې یوه اسرائیلۍ ښځه او د هغې بالغ زوی ووژل شول.
    حزب‌الله ویلي چې د حیفا په شمال کې یې د کرایوت سیمې او د لبنان د خیام ښار په جنوب کې چې له میتولا سره د پولې په اوږدو کې پروت دی، پر اسرائیلي ځواکونو توغندي توغولي دي.
    د اسرائیلو پوځ د پنجشنبې په سهار دوه توغندي په نښه کړل چې له لبنانه تېرېدل او میتولا ته نژدې په یوه پرانیستې سیمه کې راغورځېدل.
    د سیمه‌يیزو رسنیو لخوا وژل شوی ۴۶ کلن اسرائیلی بزګر د عمر وینسټین په نوم یاد شوی، چې له کیبوتز دافنا سره نژدې اوسېده.
    د تایلنډ د بهرنیو چارو وزیر ماریس سنګیامپونګسا د جمعې په ورځ وویل چې د توغندي په برید کې څلور تایلنډیان وژل شوي دي.
    هغه زياته کړه، يو تن تايلنډي کارکوونکى ټپي شوى دى.
    له بلې خوا اسرائیلو د لبنان سوېل بعلبک او صور یوځل بیا بمبار کړي او نتنیاهو ویلي حزب الله له دې وروسته د اسرائیلو شمالي پولې ته نه شي نژدې کېدلی.
    بعلبک د لبنان ختیځ‌ کې پروت دی چې ویل شوي له مخکې خبرداري پرته اسرائیلو پرې برید کړی.
    هلته د الزهراء پر کلي ډېر بمبار شوی او د بیروت پر سوېلي برخو یې هم بمبارۍ کړې دي.
    د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، پر بعلبک د اسرائیلو په بریدونو کې د اتو ښځو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي.
    د اسرائیلو پوځ ویلي چې د لبنان په جنوبي سیمو بعلبک او نباتیه کې یې د حزب‌الله د قوماندې او کنټرول مرکزونه او بنسټونه په نښه کړي دي.
    پوځ دا هم ویلي چې په بیکا دره کې یې د حزب الله د تېلو ډیپوګانې په نښه کړي – هلته چې بعلبک تاریخي ښار پروت دی. دې نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي، د ډیزلو ټانکونه د دوریس په ښارګوټي کې ویشتل شوي، چېرته چې ښاغلي الشیل وویل عکسونه ښیي چې له بمبار شوې سیمې تور لوګی اسمان ته ورته کېږي.
    دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د حزب الله نوي مشر دا ډله به د ده په مشرۍ د اسرائیلو پر وړاندې خپل جنګي پلان ته دوام ورکړي او د اوربند لپاره به “چیغې” ونه وهي.
    په ورته وخت کې، فلسطیني خبري اژانس (وفا) ویلي چې تېره شپه اسرائیلي اشغالګرو پر غزه بمبار کړی چې لږ تر لږه ۴۷ تنه پکې وژل شوي چې ډېر ېې ښځې او ماشومان دي.
    په بریدونو کې د غزې دیر بلح، نصیرات د کډوالو کمپ او زوایده ښار په نښه شوي.
    پر غزه د اسرائیلو څه باندې یو کلنو بریدونو کې له ۴۳ زرو ډېر فلسطینیان شهیدان شوي.

  • د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د کرکټ سیالیو بشپړ مهالوېش اعلان شو

    د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د کرکټ سیالیو بشپړ مهالوېش اعلان شو

    د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو کې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو پرله پسې لوبلړۍ لري.
    د دغو هېوادونو کرېکټ بورډونو تېره ورځ اعلان کړی چې دا سیالۍ د زېمبابوې په کوربتوب د ډسمبر له نهمې پیل او د جنورۍ تر شپږمې دوام کوي.
    دواړو بورډونو ویلي، چې ملي لوبډلې یې په خپلو کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې کوي.
    لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کېږي.
    د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د بورډ د مشر میرویس اشرف له خولې دا لوبې مهمې بللې دي.
    هغه ویلي، ۲۰۲۴م کال په کرېکټ کې افغانستان لپاره له ډېرو لاسته راوړنو ډک و.
    داپه داسې حال کې ده چې افغانستان او زېمبابوې مخکې هم د کرېکټ په درېواړو فارمټونو کې خپلمنځي لوبلړۍ لرلې، خو پخوا یې کله دومره ډېرې لوبې په یو ځل نه دي کړې.
    د دواړو کرېکټ بورډونو لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې راغلي چې “نړیوالې شل اوریزې لوبې به د راتلونکې ډسمبر میاشتې پر ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه او نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به د همدې میاشتې پر ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.”
    د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو وروسته د سره توپ یا ټېسټ دوه لوبې پلان دي.
    د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د ډسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري له دویمې د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې ترسره شي.
    د یادونې ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله تر دې مخکې نومبر کې له بنګله دېش سره هم د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لري.
    دا لوبې د افغانستان په کوربتوب متحدو عرب اماراتو کې پلان دي.
    د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله به له دغو سیالیو وروسته د ډسمبر میاشتې شپږمه د زمبابوې پلازمېنې هرارې ته ورسیږي.
    افغانستان تر دې مخکې هم له زمبابوې سره د درې واړو بڼو لوبې کړې چې ډېری یې د افغانستان به بریا سره پای ته رسېدلې دي.

  • په غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو  په هوایي بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهیدان شوي.

    په غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهیدان شوي.

    د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا اداره وايي، په بیت لاهیا ښار د اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۳ تنه وژل شوي او یا لادرکه دي.
    له بل لوري امريکا د غزې تراړې د شمال په بيت لاهيا ښار کې د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي بريدونو کې د نژدې سلو کسانو پر مړينه خواشينې ښودلې او د دې جګړې د پايته رسولو غوښتنه يې کړې ده.
    د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر وايي، “امريکا په دې پېښه کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو سخته خواشينې ده. دا يوه وحشتناکه پېښه ده چې ناوړه پايله يې لرلې.”
    رویټرز خبري اژانس وايي، په دغه برید کې د ملکي استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده.
    رپوټونو کې ویل شوي چې په دې ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان اوسېدل.
    پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د یو شمېر وژل شویو مړي لیدل کېږي چې په کمپلو کې تاو شوي او په ځمکه ایښي دي.
    سهیونستي رژیم تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
    اسرائیلي اشغالګرو روانه میاشت د غزې شمال کې نوي عملیات پیل کړل. دوی ویلي حماس یو ځل بیا په دې سیمه کې د رټولېدو او منظمېدو په حال کې دی.
    د اسرائیل دفاعي ځواکونه په دې لړ کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د غزې د شمال په جبالیا، بیت لاهیا او بیت حانون سیمو کې پرله پسې عملیات کوي.
    جبالیا کې د کمال عدوان روغتون مشر ‘حسام ابو صفیه’ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دغه روغتون چې د ماشومانو درملنه پکې کېږي، د کارکوونکو او درملو له کمښت سره لاس ګریوان دی.
    نوموړی وايي “تر هغې وروسته چې پوځ زموږ روغتیايي ټیم او کارکوونکي ونیول، په کمال عدوان روغتون کې د لومړنۍ روغتیايي مرستې له وسایلو پرته نور هېڅ هم پاتې نه دي”.
    اشغالګرو ملېشو تېره اونۍ پر دغه روغتون چاپه واچوله. دوی ادعا کوله چې دا روغتون د حماس وسله والو کاراوه.
    اسرائیل وايي، د غزې شمال کې عملیات د دې لپاره کوي چې هلته د حماس د بیا راټولېدو مخه ونیسي.
    دوی تور پورې کوي چې د حماس وسله وال دغه ځای کې د ملکیانو په منځ کې ځای پر ځای شوي.
    خو حماس دا ردوي.
    د راپورونو له مخې د غزې شمال له پراخېدونکي بشري کړکېچ سره مخامخ دی. دغلته زرګونه کسان په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند تېروي.
    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر ترک د جمعې پر ورځ وویل، “د اسرائیل پوځ بشپړ نفوس له بمبارۍ، کلابندۍ او د لوږې له خطر سره مخامخ کړی دی.”
    هغه زیاته کړه، دا هم د منلو نه ده چې فلسطیني وسله وال د رپوټونو پر بنسټ د بې‌ځایه شویو د سرپناو په ګډون د ملکیانو له منځه فعالیت کوي او په دې توګه هغوی ته د زیانمنېدو خطر پېښوي.
    د اسرائیل پارلمان د دوشنبې پر ورځ د رای اچونې له لارې په دغه هېواد کې فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د اژانس (یونراوا) پر فعالیت بندیز ولګاوه.
    دا ګام د دې لامل شو چې غزې ته د بشري مرستو د لېږد د سخت اغېزمنېدو خبرداري ورکړل شي.
    د حماس روغتیا وزارت وايي، غزه کې د جګړې له پیل راهیسي ۴۲ زره ۹۲۴ کسان وژل شوي دي.
    دا جګړه تېر کال د اکتوبر ۷مه له هغې وروسته پیل شوه چې د حماس وسله والو له دې تراړې د اسرائیل پر سویل ناڅاپه برید وکړ.
    په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل نیول شوي وو.

  • د استرالیا په واورینو غرونو کې لادرکه شوې ښځه وروسته له شپږو ورځو وموندل شوه.

    د استرالیا په واورینو غرونو کې لادرکه شوې ښځه وروسته له شپږو ورځو وموندل شوه.

    یوه استرالیایۍ ښځه چې شپږ ورځې وړاندې د نیو ساوت وېلز په واورینو غرونو کې ورکه شوې وه، د بېړنیو خدمتونو له خوا له پراخ لټون او ژغورنې عملیاتو وروسته وموندل شوه.
    پولیسو ویلي،‌ عکس اخیستونکې لوویسا شوبرګ د نیو ساوت وېلز په لیرې پرتو غرونو کې له ورکېدو وروسته مار هم چیچلې او د ټپونو له امله باید سملاسي د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شي.
    دا اته څلوېښت کلنه عکاسه په دوامداره توګه د کوسیوسزکو ملي پارک لیدو ته تلله او د یوې پروژې د یوې برخې په توګه به یې په غرونو کې د ځنګلي اسونو مستند لپاره عکسونه اخیستل.
    پولیسو ویلي، نوموړې سره وروستۍ خبرې د اکټوبر پر اتمه شوې وې.
    د نوموړې د خوندیتوب وېره وروسته له هغې زیاته شوه، چې د کرایه شوي موټر شرکت رپوټ ورکړی و چې موټر یې بېرته نه دی راستون شوی او اړیکه ورسره نه شي نیولی.
    موټر یې بیا وروسته داسې حال کې پیدا شو چې خلاص و او په غرونو کې پرېښودل شوی و.
    د نیو ساوت وېلز پولیسو د اکتوبر پر ۲۱مه له خلکو وغوښتل، چې د آغلې شوبرګ په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.
    پولیسو یې د لټون لپاره ژغورونکي سپي او اور وژونکي چورلکه وکاروله.
    د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یې اندېښنې هغه مهال لاپسې ډېرې شوې چې ژغورونکې ډله یې له څو ورځې لټون وروسته په موندلو کې پاتې راغله او د کوسیوسزکو ملي پارک شاوخوا سیمو کې د تودوخې درجه صفر درجې ته راټیټه شوه.
    مېرمن شوبرګ په سیمه‌ییز وخت د یکشنبې په ماسپښین د ملي پارکونو او ځنګلي ژوند خدمتونو د یوه افسر له خوا د کیاندرا د نونګار لارې په اوږدو کې وموندل شوه.
    د نیو ساوت وېلز پولیسو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي وو: “یوه ښځه چې له تېرې اونۍ راهیسې واورینو غرونو کې ورکه شوې وه د بېړنیو خدمتونو له پراخ لټون وروسته وموندل شوه.”

  • د احصایې ملي اداره؛ په میزان میاشت کې ۴زره بهرنیو سېلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې

    د احصایې ملي اداره؛ په میزان میاشت کې ۴زره بهرنیو سېلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې

    داسلامي امارت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې ۳ زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
    خبرپاڼه کاږي چې ۴۳۳ تنو د تاریخي سیمو د لیدلو او پاتې نورو بیا د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.
    ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې په ټول هېواد کې ۱۴۴ زره او ۸۴۰ برېښايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
    خبرپاڼه زیاتوي چې د تذکرو ډېره برخه په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، او بلخ ولایتونو کې وېشل شوې ده.

  • اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله

    اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله

    د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه، چې ۱۱ توپونه یې لا پاتې وو او د ۲۰۲۴ کال اتلولي یې خپله کړه.
    له دې مخکې شري لنکا الف لوبډلې د ټولو شلو اورونو له لوبولو او ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته افغان ابدالیانو لوبډلې خلاف ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.
    په ځوابي لوبه کې افغان ابدالیانو د زبید اکبري وېکټه له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له لاسه ورکړه.
    له ده وروسته لوبډلمشر دروېش رسولي له صدیق الله اتل سره د ملګرتیا لپاره ډګر ته ووت. نوموړی د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او پر ځای یې تجربه کار کریم جنت د لوبې ډګر ته راووت.
    کریم جنت د درې شپږیزو پر مټ له ۲۷ توپونونو د ۳۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
    صدیق الله اتل د دې لوبړۍ نورو سیالیو په څېر په پایلوبه کې هم ښه وځلید او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. نوموړی له ۵۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. اتل د اسیا ایمرجېنګ جام په دې سیالیو کې نژدې ۳۸۶ منډې وکړې.
    صدیق الله اتل د لوبلړۍ غوره لوبغاړی او الله محمد غضنفر د نن پایلوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې د څوارلسو منډو بدل کې یې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
    د افغانستان له لوري الله محمد غضنفر او بلال سمېع د پیل په لومړیو پنځو اورونو کې له شلو په کمو منډو ۴ شري لنکایي لوبغاړي وسوځول او له دې سره یې افغانستان ته په توپ اچوونه کې د ښه پیل بنسټ کېښود.
    د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو پایلوبه کې د افغان ابدالیانو لوبډلې د شري‌لنکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپله خوشالي ښولې.
    نوموړی په یوه وېډیو وې‍ډیويي پیغام کې وايي، په اسیايي لوبډلو کې د تنکیو ځوانانو اتلولي ګټل اسانه کار نه دی، خو نن افغان لوبغاړو افغانستان ته یوه ستره اتلولي وګټله او هیله یې دا ده چې له همدې لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته ښه لوبغاړي ولري.

  • د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبو ته افغان لوبډله وټاکل شوه.

    د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبو ته افغان لوبډله وټاکل شوه.

    د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېتې، د بنګله‌دېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.
    یاده لوبډله کې د حشمت‌الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ لوبغاړي ټاکل شوي دي.
    ټاکل شوې، چې یادې سیالۍ د روان کال د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.
    په لوبډله کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام عليخیل، عبدالمالک، ریاض حسن، درویش رسولي، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نائب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، نوراحمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ او فریداحمد ملک هغه لوبغاړي دي چې به لوبډله کې ټاکل شوي.