مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • د ټرمپ سلاکار : د اوکرایین تمرکز باید پر سوله وي‌، نه د سیمو پر بېرته نیولو.

    د ټرمپ سلاکار : د اوکرایین تمرکز باید پر سوله وي‌، نه د سیمو پر بېرته نیولو.

    د ډونلډ ټرمپ یو جګپوړی سلاکار وايي، اوکرایین کې به د امریکا د نوې ادارې هڅې د لاندې شویو سیمو بېرته نیولو پر ځای د جګړې پر پای ته رسولو متمرکزې وي.
    د جمهوریپال ګوند یوه ستراتېژي جوړوونکی برایان لانزا ویلي، د ټرمپ حکومت به د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وغواړي، چې سولې لپاره خپل یو رښتینی لیدلوری وړاندې کړي.‌
    نوموړي زیاته کړې، زېلېنسکي باید ومني چې کرايميا نوره روسیې ته بایلل شوې او د امریکا لومړيتوب یوازې د وژنو درول دي.
    هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګيي ریابکوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکرایین په تړاو د ډونلډ ټرمپ پلان واوري.
    لانزا وايي، که اوکرایین غواړي چې روسیې ته بایللې ځمکې بېرته راوګرځوي نو خپل کار یې دی.
    د هغه له خبرو داسې ښکارېده چې ښايي له اوکرايين څخه وغواړي چې له خپلې نیول شوې ځمکې تېر شي.
    نوموړی وایي:‌ “هغه څه چې اوکرايين ته يې ویل غواړو دا دي چې هغه څه چې تاسو د سولې واقعبینانه لید ګڼئ، هغه د ګټلو نه دی. نو راځئ ریښتيني واوسو او که ولسمشر زېلېنسکي مېز ته راځي او وايي چې یوازې هغه وخت سوله شونې ده، چې موږ کرایميا بېرته ولرو نو دا موږ ته ښيي چې هغه جدي نه دی.”
    دا داسې څه دي چې ښايي اوکرایین به یې اورېدل نه غوښتل. خو د براین لانزا خبرې او د خبرو ډول ښکاروي چې د ټرامپ را روانه اداره لېواله نه ښکاري چې اوکرایین دې له روسي نیواکګرو خلاص کړي.
    د هغه دا خبرې داسې مهال وې چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول جوزېف بورېل د اوکرايين پلازمېنې کيېف ته ورغلی چې د اروپا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړي.
    خو د امریکا له مرستې پرته به د اروپايي ټولنې ملاتړ د دې لپاره کافي نه وي چې د روسیې د پوځ مخه ډب کړي.
    بلخوا د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګيي ریابکوف ویلي چې د اوکرایین په اړه د ډونلډ ټرمپ د وړاندیز اورېدو ته چمتو دي.
    هغه زیاته کړې چې دغه ناورین ته ساده حل شونی نه دی. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې که واشنګټن د اوکرایین پر سر ناندرۍ ډېرې کړي یا د روسیې کنګل شوې شتمني ضبط شي نو دا ښايي له امریکا سره د دوی دیپلوماتیکې اړیکې لا ترینګلې کړي.
    ښاغلي ټرمپ د کمپاین بهیر کې، په وار وار ویلي، د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه “په یوه ورځ کې” پای ته رسولی شي. کله چې دی وپوښتل شو څنګه؟ هغه د یوې معاملې خبره وکړه، خو له جزییاتو ورکولو په څنګ تېر شو.
    ښاغلي ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته په یوه مرکه کې ویلي، تمه لري د روسیې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي. ولسمشر پوتین بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې او هغه یې “زړور سړی” بللی دی.
    د ټرمپ دیموکرات مخالفان، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي، وايي د نوموړي چلن د اوکرایین لپاره د تسلیمېدو په معنی دی او ټوله اروپا به له خطر سره مخ کړي.
    خو ډونلډ ټرمپ په دوامداره توګه ویلي، لومړیتوب یې د جګړې پای ته رسول او د متحدو ایالتونو د سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی دی.

  • د ټرمپ سلاکار : د اوکرایین تمرکز باید پر سوله وي‌، نه د سیمو پر بېرته نیولو.

    د ډونلډ ټرمپ یو جګپوړی سلاکار وايي، اوکرایین کې به د امریکا د نوې ادارې هڅې د لاندې شویو سیمو بېرته نیولو پر ځای د جګړې پر پای ته رسولو متمرکزې وي.
    د جمهوریپال ګوند یوه ستراتېژي جوړوونکی برایان لانزا ویلي، د ټرمپ حکومت به د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وغواړي، چې سولې لپاره خپل یو رښتینی لیدلوری وړاندې کړي.‌
    نوموړي زیاته کړې، زېلېنسکي باید ومني چې کرايميا نوره روسیې ته بایلل شوې او د امریکا لومړيتوب یوازې د وژنو درول دي.
    هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګيي ریابکوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکرایین په تړاو د ډونلډ ټرمپ پلان واوري.
    لانزا وايي، که اوکرایین غواړي چې روسیې ته بایللې ځمکې بېرته راوګرځوي نو خپل کار یې دی.
    د هغه له خبرو داسې ښکارېده چې ښايي له اوکرايين څخه وغواړي چې له خپلې نیول شوې ځمکې تېر شي.
    نوموړی وایي:‌ “هغه څه چې اوکرايين ته يې ویل غواړو دا دي چې هغه څه چې تاسو د سولې واقعبینانه لید ګڼئ، هغه د ګټلو نه دی. نو راځئ ریښتيني واوسو او که ولسمشر زېلېنسکي مېز ته راځي او وايي چې یوازې هغه وخت سوله شونې ده، چې موږ کرایميا بېرته ولرو نو دا موږ ته ښيي چې هغه جدي نه دی.”
    دا داسې څه دي چې ښايي اوکرایین به یې اورېدل نه غوښتل. خو د براین لانزا خبرې او د خبرو ډول ښکاروي چې د ټرامپ را روانه اداره لېواله نه ښکاري چې اوکرایین دې له روسي نیواکګرو خلاص کړي.
    د هغه دا خبرې داسې مهال وې چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول جوزېف بورېل د اوکرايين پلازمېنې کيېف ته ورغلی چې د اروپا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړي.
    خو د امریکا له مرستې پرته به د اروپايي ټولنې ملاتړ د دې لپاره کافي نه وي چې د روسیې د پوځ مخه ډب کړي.
    بلخوا د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګيي ریابکوف ویلي چې د اوکرایین په اړه د ډونلډ ټرمپ د وړاندیز اورېدو ته چمتو دي.
    هغه زیاته کړې چې دغه ناورین ته ساده حل شونی نه دی. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې که واشنګټن د اوکرایین پر سر ناندرۍ ډېرې کړي یا د روسیې کنګل شوې شتمني ضبط شي نو دا ښايي له امریکا سره د دوی دیپلوماتیکې اړیکې لا ترینګلې کړي.
    ښاغلي ټرمپ د کمپاین بهیر کې، په وار وار ویلي، د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه “په یوه ورځ کې” پای ته رسولی شي. کله چې دی وپوښتل شو څنګه؟ هغه د یوې معاملې خبره وکړه، خو له جزییاتو ورکولو په څنګ تېر شو.
    ښاغلي ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته په یوه مرکه کې ویلي، تمه لري د روسیې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي. ولسمشر پوتین بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې او هغه یې “زړور سړی” بللی دی.
    د ټرمپ دیموکرات مخالفان، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي، وايي د نوموړي چلن د اوکرایین لپاره د تسلیمېدو په معنی دی او ټوله اروپا به له خطر سره مخ کړي.
    خو ډونلډ ټرمپ په دوامداره توګه ویلي، لومړیتوب یې د جګړې پای ته رسول او د متحدو ایالتونو د سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی دی.

  • قطر د سهیونیستي رژیم او حماس ترمنځ منځګړیتوب ځنډولی

    قطري چارواکي وايي، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د منځګريتوب په موخه يې خپلې هڅې ځنډولې دي.
    د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه بيانيه کې ويلي، دا هلې ځلې به هغه مهال بيا پيل کړي چې حماس او اسرائیل “مذاکراتو ته لیوالتیا وښيي.”
    قطري ویاند دواړه لوري تورن کړي، چې له روانو خبرو د هغه څه له پاره ناوړه ګټه پورته کوي، چې ده “محدودې سیاسي موخې” بللې دي.
    د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لس ورځې وړاندې یې ښکېلو لوریو ته خبر ورکړی چې که حماس او اسرائیل هوکړې ته ونه رسېږي نو د منځګړي په توګه به خپلې هڅې د اوس لپاره وځنډوي.
    د دغه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي د حماس او اسرائیلو تر منځ د قطر منځګړیتوب د اوس لپاره ځنډول شوی او کله چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړین جدیت رامنځته شي قطر به د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د هڅو سرلاری وي.
    نوموړي قطر کې د حماس د دفتر د تړلو په اړه خپرو شویو رپوټونو ته غبرګون کې ویلي چې دا رپوټونه هم دقیق نه دي، ده ویلي قطر کې د حماس د دفتر هدف له ښکېلو لوریو سره د اړیکو ټينګول دي.
    د قطر له خوا دا سپیناوی وروسته له هغه شوی چې رسنیزو رپوټونو کې وویل شول چې قطر غزه کې د اوربند لپاره هڅو کې د منځګړي په توګه لاس په سر شوی او حماس ته یې ویلي چې دوحه کې یې اوسنی دفتر بې ګټې دی.
    دغه راز یوې ديپلوماتیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبرې اژانس ته ویلي، تر هغه چې اسرائیل او حماس له خبرو ډډه کوي دوی منځګړیتوب ته دوام نه شي ورکولی او له همدې امله دوحه کې د حماس دفتر “بې ګټې” دي.
    خو د حماس یوه لوړ پوړي غړي یاد اژانس ته ویلي قطر دوی ته نه دي ویلي چې دوحه کې خپل دفتر وتړي.
    قطر، مصر او امریکا د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی. د دې هېوادونو د هڅو په پایله کې د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د یوې اوونۍ اوربند وشو حماس یو شمېر یرغمل شوي کسان او اسرائیلو فلسطیني زندانیان خوشی کړل. له هغه وروسته دیادو هېوادونو هڅې بې پایلې وې.
    پوښتنه دا ده چې ولې په دې پړاو کې قطر له منځګړیتوبه لاس په سر کېږي؟ د نړیوالو شخړو د هواري کارپوهان وايي قطر لا له وړاندې د داسې یوې پرېکړې په اړه غور کړی وو.
    دیادونې ده چې قطر د تېر کال نومبر میاشت کې د زندانیانو د تبادلې لپاره ډېري هڅې وکړې. خو دا هېواد تېره اپریل میاشت کې وروسته له هغه ډېر ناهیلی شو چې ځینې اسرائیلي کړیو یې پرضد تبلیغ وکړ. ښکاري چې قطریان دې پایلې ته رسېدلي چې هڅو او اوږد صبر یې ښې پایلې نه لري.”
    د قطر د منځګړیتوب او د حماس د دفترد تړلو رپوټونه یوه ورځ وروسته له هغه خپاره شول چې رویټرز خبري اژانس د امریکا د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله رپوټ ورکړ چې امریکا قطر ته ویلي، نور ورته دوحه کې د حماس دفتر د منلو نه دی.
    دې چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل لس ورځې وړاندې، قطر حماس ته د امریکا دا خبره رسولې، امریکا له قطریانو سره د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه په تماس کې وو او ورته یې ویلي چې اوس د دې دفتر د تړلو وخت را رسېدلی.

  • ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

    ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

    د امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کانديد ډونالډ ټرمپ د اکثريت رایو په ګټلو سره د دې هېواد ۴۷م ولسمشر وټاکل شو.
    ټرمپ د ۲۷۷ الکټرال رايو ترڅنګ څه باندې ۷۰ ميليونه عامې رايې وګټلې او د دويم ځل لپاره د دې هېواد ولسمشر وټاکل شو.
    د ډموکراټانو کانديدې او د ټرمپ سيالې کاملا هاريس د څه کم ۶۶ ميليونو عامو رايو او ۲۲۴ الکټرال رايو په ګټلو سره ونشوه کولی چې د ولسمشرۍ چوکۍ وګټي.
    ټرمپ څو شېبې وړاند‌ې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د ده حکومت به هڅه وکړي تر څو د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې روان کړکېچونه او ترهګري پای ته ورسوي.

  • د اسلام آباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو.

    د اسلام آباد په مظاهرو کې د افغانانو د ګډون ثبوت وړاندې نه کړل شو.

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هغې ادعا د ثابتولو لپاره د شواهد له وړاندې کولو څخه ډډه کړې چې ویلي یې و تېره میاشت په اسلام‌اباد کې د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) له احتجاج وروسته تر ۱۰۰ ډېر افغان اتباع نیول شوي دي.
    جیونیوز په دې اړه په خپل تحقیقي راپور کې ویلي چې د اکتوبر په پنځمه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نقوي د اسلام‌اباد د پولیسو د مشر جنرال علي ناصر رضوي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا ادعا وکړه چې افغان اتباع هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې د اکتوبر په څلورمه نېټه د پخواني صدراعظم عمران خان د پي ټي آی له خوا په پلازمېنه کې له احتجاج وروسته نيول شوي دي.
    بله ورځ، نقوي په یوه بله خبري ناسته کې خپله ادعا تکرار کړه.
    د اکتوبر له ۷ څخه د نوومبر تر ۴ پورې، جیو نیوز د حقیقت موندنې لپاره د کورنیو چارو وزارت او د اسلام‌اباد د پولیسو له جګپوړو چارواکو څخه د وزیر د دې ادعا د تصدیق لپاره شواهد غوښتلي دي.
    جیونیوز وايي، د نوومبر تر ۴ پورې، له ګڼو هڅو سره سره هېڅ ډول سند یا شواهد نه دي وړاندې شوي.
    د اکتوبر په ۷مه جیو نیوز د حقیقت موندلو لپاره د کورنیو چارو وزارت د رسنیو له لوی رئیس قادر یار تیوانه سره د وضاحت لپاره اړیکه ونیوله. تیوانه دا پوښتنه پولیسو ته واستوله.
    خو په هماغه ورځ، د اسلام‌اباد پولیسو ویندوی تقي جواد وړاندیز وکړ چې باید د کورنیو چارو وزارت ته ورشئ.
    له بیا بیا پوښتنو وروسته، جواد جیو نیوز ته ډاډ ورکړ چې هغه وخت به معلومات شریک کړي چې کله د ۱۲۰ نیول شویو افغان اتباعو په اړه محکمې ته معلومات وړاندې شي.
    هغه ټینګار وکړ: “حکومتي چارواکي خامخا په یوه اساس بیان ورکوي. موږ سیاسي خلک نه یو چې بې بنسټه ادعاوې وکړو.”
    خو د اکتوبر په ۸، ۹، ۱۱، او ۲۱ نېټو باندې بیا بیا پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې. کله چې د اکتوبر په ۳۱ بیا اړیکه ونیول شوه، جواد وویل چې یوازې د کورنیو چارو وزارت کولی شي معلومات خپاره کړي او بیا یې وړاندیز وکړ چې له بهرنیو چارو وزارت سره دې هم اړیکه ونیول شي.
    جیو نیوز بیا په کورنیو چارو وزارت کې له تیوانه سره اړیکه ونیوله، خو هغه ځواب ورنه کړ. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل چې د دې موضوع په اړه معلومات نه لري.
    همدارنګه د اسلام‌اباد د پولیسو لوړپوړو چارواکو، لکه د عملیاتو لوی مشر (SSP) محمد ارسلان شاهزېب او د عملیاتو مرستیال لوی مفتش (DIG) علي رضا، هم هېڅ ځواب ورنه کړ.

  • د امریکا پراختیايي ادارې د افغانستان زغفرانو ته کالنی قراداد ثبت کړ

    د امریکا پراختیايي ادارې د افغانستان زغفرانو ته کالنی قراداد ثبت کړ

    د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) اعلان وکړ چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په نندارتون کې یې د افغانستان د ۶۰۰ کیلوګرامه زعفرانو د پلورلو قرارداد ثبت کړی دی.
    د دې ادارې په وینا، د دې کلني قرارداد ارزښت یو میلیون او اویا زره ډالرو ته رسېږي.
    دې ادارې وویل چې دا قرارداد به په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو مقام لوړ کړي او د دغه هېواد د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره به مرسته وکړي.
    یو ایس اید یا د امریکاد نړیوالې پراختیا ادارې په دې اړه پر خپله ایکسباڼه یا پخواني ټویټر، لیکلي: د افغانستان زعفرانو په نړیوالو نندارتونونو کې د لویو پیرودونکو پام ځان ته اړولی دی.
    اسلامي امارت هم اعلان کړی چې د کوکنارو پر کر کیله له بندیز وروسته، په افغانستان کې په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو کر زیات شوی دی.
    د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان کال په ثور میاشت کې ویلي و چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان ۶۷ ټنه زعفران، چې ارزښت یې ۴۹ میلیون ډالرو ته رسېږي، ۹ بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي.
    په بلجیم کې د «خوند» نړیوال انستیتوت هم د روان کال په جوزا کې اعلان وکړ چې د هرات زعفران له لابراتواري ازموینو وروسته د خوند له نظره لومړی مقام ګټلی دی.

  • د پغمان د اورلګیدنې په پېښه کې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ یو مېلیون ډالر مالي زیان اوښتې.

    د پغمان د اورلګیدنې په پېښه کې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ یو مېلیون ډالر مالي زیان اوښتې.

    د افغانستان د اطفایې او له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د کابل په پغمان کې د شنبې په مازدیګر د اورلګېدو له امله ۶ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
    د دې پېښې د مرګ ژوبلو په اړه امارتي چارواکو تر دې وړاندې راز راز شمېرې اعلان کړې وې خو ګومان کېږي چې نهايي ارقام به دا وي.
    د دې ادارې پر اساس، لومړني اټکلونه ښيي چې سوداګرو او کاروباریانو ته د شاوخوا یو میلیون ډالرو زیان اوښتی دی.
    دې ادارې تېره ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې اورلګېدو کې دوه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
    اور د پغمان ولسوالۍ د “قلعه حیدر خان” په سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې ولګېد چې هم انساني تلفات او هم مالي زیانونه لري.
    له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د دې اورلګېدو زیانونه ممکن تر دې خورا زیات وي.
    په ورته وخت کې، د بیړنیو خدماتو او اوروژنې مشر، نورالله انصار، ویلي چې په دې پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
    د پغمان پر اورپېښه سربېره، د غزني ولایت د ټانکر جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې مرګ ژوبلې او لوی مالي زیانونه یې اړولي دي.
    د غزني د پېښې د مرګ ژوبلو او تاوانونو کره معلومات تراوسه نه شته.
    په پغمان او غزني کې وروستیو پېښو د افغانستان د صنعتي خوندیتوب او بیړنیو خدماتو په برخه کې روانې ستونزې په ډاګه کړې.
    د انساني ژوند او ملکیت په برخه کې لوی زیانونه دا ښيي چې د خوندیتوب ښه مقررات او چټکو بیړنیو خدماتو ته اړتیا ده.
    سربېره پر دې، دا پېښې په هغو سیمو کې چې لا له وړاندې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، پر خلکو نور فشار زیاتوي.
    د دې ډول ناورینونو د اغېزو د کمولو لپاره هراړخیزو تدابیرو او قوانینو ته اړتیا ده.

  • په افغانستان کې د شري يا سرخکان ناروغي په ډېرېدو ده

    په افغانستان کې د شري يا سرخکان ناروغي په ډېرېدو ده

    د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان او د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت دواړه وايي، په دغه هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغي پېښې ډېرې شوې دي.
    ددغه وزارت په وینا، په روان کال کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو له لسو زرو ډېرو ازموینو نژدې شپږ زره مثبتې ثبت وې.
    د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال په تحلیلي راپور کې کښلي چې شری یا سرخکان د ۲۰۲۱ کال له نیمايي راهیسې په افغانستان کې په ډېرېدو دی. په دغه راپور کې راغلي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې یې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د شري شپږ زره مثبتې پېښې او له دغې ناروغۍ لږ تر لږه ۲۲۳ مړینې ثبت کړې دی.
    د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د دغې ناروغۍ مشکوکې پېښې هم د تېر کال پرتله ډېرې شوې دي.
    امرخېل زیاتوي، دغه وزارت غواړي د راتلونکي میلادي کال په پیل کې د شري ناروغۍ د واکسين ملي کمپاین پلی کړي چې په کې به ۱۶ مېلیونه له لس کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
    نوموړی وايي، “په نژدې مياشتو کې موږ پلان لرو چې د شري د واکسين ملي کمپاين تطبيق کړو، د دې په توسط سره به موږ وکولی شو چې په افغانستان کې د شري له زياتېدونکو واقعاتو مخنيوی وکړو. له ولسونو مو هم غوښتنه همدا ده چې په داسې حالتونو کې که د دوی ماشومانو کې نښې او علايم د سرخکان راښکاره کېږي، بايد نور ماشومان ورڅخه وژغورل شي او دوی په دغسې حالتونو کې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي تر څو د دوی د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ نشي.”
    دغه وزارت له دې وړاندې د کورنیو بې ځایه شوو شمېر ډېرېدل او د کډوالو په تېره بیا له پاکستانه ورستنېدل هم د شري د ناروغۍ لا خپرېدو لامل بللي و.

  • اېران ګواښ کړی چې اسرائیلو ته به خامخا ځواب ورکړي.

    اېران ګواښ کړی چې اسرائیلو ته به خامخا ځواب ورکړي.

    د ایران د سپاه پاسداران بېلابېلو مشرانو اسرائیل او امریکا ته تازه ګواښونه کړي.
    دوی دا ګواښونه د ۱۳۵۸ کال د لړم/عقرب دیارلسمه تهران کې د امریکا سفارت د نیولو کلیزې په مناسبت بېلابېلو غونډو کې کړې دي.
    په دې لړ کې د سپاه پاسداران ځواکونو مرستیال علي فدوي په صنعتي شریف پوهنتون کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار کړی چې د اسرائیل د برید ځواب به “خامخا” ورکړل شي. خو هغه په دې تړاو نور جزیات دي ورکړي.
    هممهاله د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي هم د لړم دیارلسمې په تړاو یوه پیغام کې اسرائیل او امریکا ته ګواښ کړی چې د ایران او “مقاومت جبهې” له خوا به “غاښ ماتوونکی” ځواب وګوري.
    هغه ویلي: “د سیمې سلامي مقاومت به… د شرارت جبهې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.”
    پیغام کې زیاته شوې “ایران او د مقاومت جبهه به په دې لار کې پر هر هغه شي ځان سمبال کړي چې د دښمن پر وړاندې مقابلې او بریمنې برلاسۍ لپاره ورته اړتیا وي”.
    سلامي همدا راز تهران کې جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې ویلي، “موږ به بالاخره هغوی [امریکا او اسرائیل] ته ماته ورکړو، راتلونکې صحنې به دا روښانه کړي… خبرداری ورکوو چې که امریکایان خپل چلند بدل نه کړي، د نابودۍ پر لور به ولاړ شي.”
    د سپاه پاسداران مشر زیاته کړې “حزب‌الله د ماتې په نه خوړلو نه قانع کېږي. هغه غواړي صهیونیستي رژیم او نړیوال پلویان یې د لبنان سویل او اشغال شوي فلسطین کې ښخ کړي.”
    له دې سره د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د دولتي پلاوي نننۍ غونډه کې ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به په هېڅ ډول پر خپل “حریم او امنیت تېری” بې ځوابه پرې نه ږدي.
    هغه دا هم ویلي چې که اسرائیلي مشران “خپل چلند ته بیا کتنه ونه کړي، اوربند ونه مني او په سیمه کې د بې‌ګناه او مظلومو خلکو له وژنو لاس وانخلي، نو دا ښايي زموږ د ځواب په بڼې او شدت اغېزه ولري”.
    د یادونې ده چې مخکې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي هم ویلي و، چې د اسرائیل د تېرې اونۍ هوايي برید ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
    ایران روان کال کې یو ځل پر اسرائیل د لسګونو بالېستیک او کروز توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو په وسیله او دویم ځل د نږدې ۲۰۰ بالېستیک توغندیو برید وکړ.
    د ایران لومړي برید ته د اسرائیل ځواب نسبتآ محدود و، خو په دویم کې یې تېره اوونۍ د دغه هېواد دفاعي سیستمونه او د بالېستیک توغندیو د تولید تاسیسات په نښه کړل.
    ایراني چارواکي له تېرو څو ورځو راهیسې ګواښ کوي چې د اسرائیل برید بې ځوابه نه پرېږدي.
    دوی خپل دغه احتمالي غبرګون ” ۳مه رښتېنې ژمنه” بللې ده.
    بلخوا د امریکا متحدو ایالتونو بیا منځني‌ختیځ کې د کړکېچ ډېرېدو ته په کتو سیمې ته بي-۵۲ بم غورځونکې استولې.
    د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، که ایران یا یې نیابتي ځواکونه سیمه کې امریکايي وګړي یا ګټې په نښه کړي، نو “متحدو ایالتونه به د خپلو خلکو دفاع لپاره هر ډول ګام اوچت کړي.”
    هممهاله رپوټونه وايي، چې سیمه کې د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) قوماندان مایکل کوریلا د اسرائیل د پوځ له لوی درستیز هرتزي هالوي سره کتلي.
    اسرائیلي رسنۍ وايي په دې لیدنه کې د سیمه ییزو، په ځانګړې توګه د ایران له اړخه د پېښو ګواښونو په تړاو خبرې شوې.
    د یادونې ده چې ایران کې د اسرائیل د تېرې اوونۍ د پوځي عملیاتو مشري هم د اسرائیل لوی درستیز هرتزي هالوي کوله.

  • ‘که نړیوال نړۍ کې بې‌وزلي ختمول غواړي، پیل دې له افغانستانه وکړي’

    ‘که نړیوال نړۍ کې بې‌وزلي ختمول غواړي، پیل دې له افغانستانه وکړي’

    د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس کې دا غوښتنه کړې ده.
    نوموړی وایي، نړۍ باید په هغو هېوادونو تمرکز وکړي چې د اوبو له کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخ دي.
    افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي چې د وزارت مرستیال یې له نړۍ غوښتي چې که غواړي په نړۍ کې بیوزلي کمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.
    نوموړي د کوکنار له بزګرانو سره د بدیل معیشت غوښتنه هم کړې ده.
    په دې کنفرانس کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو نژدې درې سوه استازو ګډون درلود.
    په هم دې حال کې د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت هم ورته غوښتنه کړې ده.
    د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې حکومت یې له نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو غواړي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر، د بشري مرستو ترڅنګ د خپلو مرستو ډېره برخه په هېواد کې د بنسټیزو پراختیايي پروژو په تمویل کې مصرف کړي.
    د طالبانو حکومت کې دغه دوې مهمې ادارې داسې مهال له نړۍ د بشري مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوې چې له دې مخکې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ ملګرو ملتونو ته په خپل وروستي رپوټ کې له نړیوالو غوښتي وو چې افغانستان هېر نه کړي او له طالبانو پرته د دغه هېواد له خلکو سره په مختلفو برخو کې مرستې جاري وساتي.
    بېنېټ ویلي چې نړیوال باید د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي.
    د نوموړي په وینا، دغه مرستې او لاس نیول د هغو خلکو ، لکه معلولین، بې‌سرپسته ښځې، ماشومان او هغه خلک چې د خپلو حقونو لپاره قانوني او حقوقي دعوې لري ډېر اړ دي.
    له دې وړاندې نړیوال بانک او ملګرو ملتونو دواړو ویلي وو چې په افغانستان د بېوزلۍ کچه له بل هر وخته ډېره لوړه شوې چې د نړیوالو بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.