د غزې په شمال کې د سيمه ييزو مرستندويه ادارو په وينا، په بيت لاهيا سيمه کې د استوګنې په يوه پنځه پوړيزه ودانۍ د اسرائيلو هوايي بريد کې لږ تر لږه ۳۴ تنه شهیدان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د ملکي دفاع مرستندويه ادارې له قوله ويلي چې په وژل شويو کې ډېری ښځې او ماشومان دي او داسې وېره شته چې د مړو شمېر به لا پسې زيات شي ځکه چې لسګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د راپور له مخې په پېښه کې لږ تر لږه اووه تنه ټپيان شوي هم دي.
د اسرائيلو پوځ د غزې په شمالي سيمو کې د هوايي بريدونو پخلی کړی او موخه يې د حماس ډلې د بيا ځای پر ځای کېدو مخنیوی ياد کړی دی.
په همدې مهال يادې ادارې خبر ورکړی چې د يکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۷ د غزې پر مرکز کې د کډوالو پر يوه پنډغالي جلا بريد کې ۱۵ تنه وژل شوي دي. همدا ډول د غزې جنوب د رفح ښار کې د اسرائیلي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
خو د اسرائيلو پوځ وايي د يکشنبې په بريدونو کې يې د دوی په ټکو “ترهګر” په نښه کړي دي.
د اسرائيلو پوځ په يوه بيان کې ويلي، “موږ د پوځي عملياتو له سيمې د ملکي وګړو د ايستلو لپاره پرلپسې هڅې کړې دي.” خو د دغو سيمو ډېری اوسېدونکي وايي نه غواړي له خپلو مېنو ووځي.
د ملکي دفاع مرستندویه ادارې وياند محمود بسيل ويلي، په بيت لاهيا کې په هغه پنځه پوړيزه ودانۍ چې بريد پرې شوی شپږو کورنيو ژوند کاوه. نوموړی وايي “له ټپيانو سره د مرستې امکان هم محدود دی ځکه چې هوايي بريدونه په پرلپسې ډول دوم لري.”د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
يو کس چې کورنۍ يې په دې ودانۍ کې وه، “موږ ټولو په خپلو سترګو مرګ وليد. هر څه خوځېدل.”
په سیمه کې يوې ښځې هم په غوسه له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، “موږ له تاسو سره څه کړي؟ موږ تاسو ته څه زيان رسولی؟ څه جرم مو کړی؟ موږ په خپلو کورونو کې يو، ولې غواړئ چې موږ وشړئ.”
تېره اوونۍ د جباليا د ګډوالو په کمپ کې د اسرائيلو په هوايي بريد کې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول. د غزې ښار په يوه بل هوايي بريد کې د پنځو تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.
په تېرو پنځو اوونيو کې له کله چې د غزې په شمال کې د اسرائيلو پوځ د بريدونو نوي پړاو زور اخيستی، د دغو سيمو شاوخوا ۱۳۰ زره اوسېدونکي بيا بېځايه شوي دي.
خو ملګري ملتونو وايي لا هم ۷۵ زره ولسي وګړي په بيت لاهيا او بيت حانون کې پاتې دي چې د څښاک اوبو او خوړو ته ډېر محدود لاسرسی لري.
څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې اسرائيل د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د جبري بې ځايه کولو له کبله په “جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو” په مرتکبولو تورن کړ.
ملګري ملتونه وايي په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دې تړانګې شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس چې ۱.۹ میلیونه وګړي کېږي بې ځايه شوي دي. د غزې شاوخوا ۷۹ سلنه سیمه د اسرائیلي پوځ له خوا د “جګړو د فعاله سیمې” په توګه اعلان شوې او اوسېدونکو ته یې د سملاسي وتلو خبرداری ورکړی.
له تېر يوه کال راهيسې چې اسرائيلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړي د حماس د روغتيا وزارت په وينا له ۴۳۰۰۰ زيات کسان شهیدان شوي دي.
دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر په اومه نېټه پر شمالي اسرائیلو بې ساری برید وکړ – په شمالي اسرائیلو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او په غزه کې یې تر ۲۰۰ ډېر یرغمل کړل.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
د سهیونستي رژیم په تازه بریدونو کې ۳۴ تنه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان دي
-
پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې
په خوست کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د دغه ولایت له غلام خان ګمرک څخه يې ۳۶ ټنه خرابې یا خوسا پاکستانۍ وریجې بېرته دغه هیواد ته لېږلې دي.
د باختر خبري آژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې دا وریجې پر دې سربېره چې په نباتي ناروغیو ککړې وې، حشرې یې هم لرلې.
امارتي چارواکو مخکې ویلي وو چې په ګمرکونو کې د وارداتي توکو پلټنه کوي او بېکیفیته مالونه بېرته استوي.
سره له دې چې پاکستان په ځلونو په بیلابیلو پلمو د افغانستان د مېوو او نورو صادراتي شیانو مخه نیسي، افغانستان د پاريپړو په شان د پاکستان مضرو تولیداتو ته خپلې وارداتي لارې تل پرانیستي دي.
د خوست د غلام خان بندر د مسوولانو له لوري د مضرو پاکستاني وریجو مخنیوی او مصادره، یو له لومړنیو ګامونو څخه دی چې د پاکستان د بې کیفیته محصولاتو د مخنیوي لپاره اخیستل کېږي او تمه ده چې دوام وکړي.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ایران ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی او بېرته دغه هېواد ته دمصادره کولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. -
په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوستې د برید له امله ۷ تنه پاکستاني ملېشې وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي
د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې نامالو وسله والو د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې پکې لږ تر لږه اوه سرتېري وژل شوي او لسو ډېر نور ټپیان دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي د دغې پېښې له تایید سره زیاته کړې چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا پېښه د کلات په شاه مردان نومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه داسې پوسته شوې چې افسران او سرتېري پکې وو.
ویل کېږي ټپیان د کوټې پوځي روغتون ته لېږدول شوي.د دغې پېښې مسؤولیت د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) منلی دی.IMAGES
همداراز د تېرې پنجشنبې په ورځ د بلوچستان زیارت ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو یوې بمې چاودنې د یوه افسر په ګډون دوه سرتېري وژلي وو.
له دې مخکې د روانې نومبر میاشتې پر نهمه د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې چاودنې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي وو.
هغه مهال ځايي امنیتي چارواکو ویلي وو، په دې پېښه کې ۶۲ نور کسان ټپیان شوي هم وو.
هغه برید په لومړیو کې په ولسي خکو شوي حمله بلل کېده او په پراخه کچه غبرګونونه یې هم پارولي وو خو وروسته رسنیو وویل چې په دې چاودنه کې پاکستاني ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بياېلاې) ویاند جنید بلوڅ هم رسنیو ته په یوه لنډ استولي بیان کې ویلي وو، “د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې یې د پاکستاني ځواکونو پر یوې ډلې ځانمرګی برید کړی دی”.
له دې مخکې اکتوبر میاشت کې هم د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو چاودنه مرګ ژوبله اړولي وه.
میاشت وړاندې دغې بمي چاودنه کې هم لږ تر لږه د درېیو سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو ټپي کېدو پخلی شوی و. -
په ایران کې د افغان محصلانو شمېر ۳۳ زره ته رسیدلی.
ایراني رسنۍ وايي چې په دغه هیواد کې ۳۳ زره افغانان محصلان په زده کړو بوخت دي.
تسنیم خبري اژانس، بې له دې چې دې ته اشاره وکړي چې د دغو کسانو څومره په مدرسو یا علمیه حوزو او څومره په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، ویلي چې په ایران کې د نړیوالو محصلانو کابو ۹۵ سلنه عراقیان او افغانان دي او یوازې نژدې ۵ زره د نورو هیوادونو اتباع دي.
تسنیم آژانس تسنیم د شنبې په ورځ د لړم ۲۶مه د ایران په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلانو په اړه په راپور کې د محصلانو د چارو د پخواني رييس هاشم داداشپور په قول ویلي چې تر اوسه «۵۶ زره عراقي» او «۳۳ زره افغان» محصلان په ایران کې زدهکړو ته جذب شوي دي.
دا په داسي حال کې ده، چې د ۱۴۰۰ کال د لوړو زدهکړو د څېړنې او پلان جوړونې موسسې د معلوماتو له مخې، یوازې «شاوخوا ۹ زره افغان محصلان» په پوهنتونونو کې په زدهکړو بوخت وو.
د تسنیم په راپور کې نه ده څرګنده شوې چې د «۳۳ زره افغان محصلانو» له ډلې څخه څومره یې اوس په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي.
په ورته وخت کې، دا هم نه دي څرګند چې له «۵۶ زره عراقي محصلانو» څخه څومره یې د حشدالشعبي غړي یا د دیني زدهکړو طالبان (طلبه) دي.
د حشدالشعبي د ښوونې او روزنې مرستیال، حسین موسوي بخاتي، تیر کال د چنګاښ په ۱۸مه د تهران په سفر کې د تهران پوهنتون له چارواکو سره له غونډې وروسته له دې پوهنتون سره د «توافق او همکارۍ» اعلان کړی و.
نوموړي ویلي و چې د دې توافق له مخې، «د حشدالشعبي ځواکونه د “محصلانو” په توګه او د زدهکړو لپاره د تهران پوهنتون ته لېږل کېږي.»
د دې خبر خپرېدو د یو شمېر محصلانو اعتراضونه پارولي وو. د تهران پوهنتون یوې ډلې محصلانو د حشدالشعبي د غړو د محصل په توګه منل پر «پوهنتون پوځي یرغل» ګڼلی و. د تهران د پولیتخنیک آزادي غوښتونکې ټولنې په یوه اعلامیه کې دا عمل «د اعتراضونو د غلي کولو لپاره نوی جنګ» بللی و.
همدارنګه، د هغو کسانو یوه برخه چې د «عراقي محصلینو» په توګه یاد شوي، د جامعة المصطفی العالمیه په نوم په دیني او مذهبي زدهکړو بوخت طلاب دي، چې د دوی کره شمېر هم څرګند نه دی.
جامعة المصطفی العالمیه په ۱۳۸۷ کال کې د علي خامنه يي په لارښوونه د «د بهرنیو تعلیمي مدرسو او حوزو سازمان» او «د نړیوالو اسلامي علومو مرکز» له یوځای کېدو څخه رامنځته شوې ده. دا اداره د ایران له لوري د شیعه تبلیغاتو لپاره یوه مهمه اداره ګڼل کېږي. -
تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه
په دغې لوبه کې د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر د لوبې پچې یا ټاس تر ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبغاړو ښه پیل وکړ. فیصل احمد شینوزاده پکې سلیزه او محبوب خان پنځوسیزه وکړه. برکت الله ۳۶، نظیف الله ۳۱ او حمزه علي خېل ۲۳ چټکې منډې جوړې کړې. د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې متحدو عربي اماراتو کې په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۳۰۶ منډې و کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۳۰۷ منډې هدف وټاکه.
د پاکستان له لوري محمد احمد ښکلې توپ اچونه وکړه او د افغان لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. عبدالسبحان او علي رضا هم یو یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.
په ځواب کې یې پاکستانۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۰۶ منډې وکړې او د لوبې ۴۷ اوور کې یې لوبه وبایلله.
د پاکستان لوبډلې له لوري یوازې عثمان خان ښه لوبه وکړه او سلیزه یې پوره کړه. خو نورو لوبغاړي یې ښه ونه شو لوبېدلی.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نثار احمد معروف خېل څلور، الله محمد غضنفر، نورستاني عمرزي او عذیر الله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دغه درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې دي، چې د نومبر میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي.
په دې لوبلړۍ کې د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبې د نومبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه، ۲۲مه او ۲۴مه نېټه دي. د دغو سیالیو پایلوبه د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کېږي.
تر ۱۹ کلنو ټیټ عمره افغان لوبډله به تر دغو لوبو وروسته د اسیا جام لوبو کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.
د اسیا جام سیالۍ د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلېږي او د ډسمبر تر اتمې دوام کوي. -
مجاهد وايي، د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته
له افغانستان څخه د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق په اړه د راپورونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړولو اړتیا نشته.
هغه د افغانستان د امنیت پر کنټرول ټینګار وکړ او ویې ویل چې ترهګرې ډلې لکه داعش ښه ځپل شوې دي.
بل لور ته، د سیاسي چارو کارپوه یحیی چاووش له سپوټنیک سره په مرکه کې څرګنده کړه چې په سیمه ییزو غونډو کې، چیرې چې د امنیتي کمربند د جوړېدو په اړه خبرې کېږي، باید روښانه شي چې د دې طرحې هدف څه دی او ایا دا یوازې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو ترمنځ په پولو کې پلې کېږي او که د ټول افغانستان په شاوخوا کې.
نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د داعش بریدونه په شدت سره کم شوي، او ګاونډي هېوادونه باید خپلو داخلي ګواښونو ته ډېره پاملرنه وکړي.
چاووش یادونه وکړه چې څو کاله وړاندې په قزاقستان کې کودتا د هغو ډلو له لوري وه چې د دغه هېواد دننه فعالې وې، نه له افغانستان څخه. له دې امله د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو لپاره اړینه نه ده چې د افغانستان له امنیتي ګواښونو وېرېږي، بلکې باید په خپلو هېوادونو کې دننه د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ولري. -
عاصم منیر وايي، له افغانستان سره پر پوله یې د مدیریت پیاوړی سیستم جوړ کړی
د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو پولو د ساتنې لپاره د ترهګریزو ډلو په مقابل کې «د سرحدي مدیریت یو پیاوړی سیستم” جوړ کړی دی.
سره له دې چې عاصم منیر له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې د مدیریت د پیاوړي سیستم د جوړولو خبره کوي، دې ادعا ته هم دوام ورکوي چې ګواکي د ټي ټي پي وسله وال د بریدونو لپاره له افغانستان څخه وراوړي.
جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې له اسلامي امارت وغوښتل چې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
د پاکستان لوی درستیز په اسلاماباد کې د “مارګلې ډیالوګ ۲۰۲۴” په ناسته کې د پاکستان په سولې او ثبات کې د رول په اړه وینا وکړه.
هغه په دې غونډه کې وویل: “ترهګري په نړیواله کچه د بشریت لپاره ګډ ګواښ دی، او پاکستان د دې پر وړاندې د مبارزې ته جدي ژمن دی.”
عاصم منیر زیاته کړه چې پاکستان د دې هدف په موخه د خپلو پولو د ساتنې لپاره له افغانستان سره د سرحدي مدیریت یو پیاوړی سیستم رامنځته کړی دی چې د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي چې ده “د خوارجو فتنه” او د نړۍ د ټولو ترهګریزو تنظیمونو او نیابتي عواملو د مرکز په توګه یاد کړ.
پنځه میاشتې وړاندې، پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې تحریک طالبان پاکستان “د خوارجو فتنه” وبلله او له دولتي بنسټونو یې وغوښتل چې دا ډله د خوارجو فتنه وبولي.
عاصم منیر همداراز ټینګار وکړ: “پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه تمه لري چې د دې هېواد له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.”
په وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.
اسلاماباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې څخه د دې بریدونو د ترسره کولو لپاره استفاده کوي، خو امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان په وروستیو کې د بلوچستان د مرکز کوټې د ریلګادي په تمځي کې برید هم، چې لږترلږه ۱۹ پوځیان پکې ووژل شول او مسوولیت یې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په غاړه واخیست، له افغانستان سره وتاړه. -
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې تر ۷۰ واوښتې
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اوونیز راپور کې وویل چې د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې د پولیو درې تازه پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د پولیو پېښې ۵۰ ته نژدې شوې دي.
په افغانستان کې وروستۍ دوې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو کې او یوه یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
راپور څرګندوي چې په عمومي ډول د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې دي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۴۸ یې په پاکستان پورې تړاو لري.
افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې سږ کال د چاپیریال د پولیو پېښو شمېر ۴۱۰ ته رسېدلی، چې له دې جملې ۷۴ پېښې په افغانستان او ۳۳۶ یې په پاکستان کې موندل شوې دي.
ویل کېږي چې له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې سږ کال د پولیو پېښې ډېرې کړي دي.
خو په مجموع کې د نړیوالو له هڅو سره سره، افغانستان او پاکستان له پولیو څخه د پاکو هیوادونو پړاو ته د رسیدو لپاره سترې ننګونې په مخ کې لري. -
په چین کې د موټر په وسیله په برید کې تر ۸۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د چین پولیسو اعلان کړی چې په جنوبي ښار ژوهای کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دې کسانو ته مرګ ژوبله وروسته له هغه واوښته چې یو شکمن کس د ورزشي مرکز مخې ته خپل موټر پر خلکو وخېژاوه.
د پولیسو په وینا، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا وحشیانه برید هغه وخت وشو چې خلکو په سپورتي مرکز کې تمرین کاوه.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو د دې پیښې جزئیات له یوې ورځې ځنډ وروسته خپاره کړل، او د پېښې ویډیوګانې له ټولنیزو رسنیو څخه لرې شوې دي.
د موټر چلوونکی ۶۲ کلن سړی دی چې په یوه کوچني جیپ موټر یې په ورزشي مرکز برید وکړ او هغه کسان یې لاندې کړل چې په سپورت بوخت وو.
د دې برید مظنون، چې نوم یې «فان» دی له برید وروسته هڅه کوله چې ځان په چاقو ووهي خو مخکې تر دې چې ځان ته ډېر زیان واړوي، ونیول شو. نوموړي خپله غاړه سخته ژړبله کړې او اوس په کوما کې دی.
د ژوهای ښار د سیمهییزو پولیسو په وینا، چلوونکی سمدستي روغتون ته انتقال شوی دی. -
د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې راټېټېږي.
د اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو خدمتونو بیې راټیټوي.
د یاد وزارت مسوولین وایي د هېواد په مخابراتي بازار کې د لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ داوطلبي ترسره شوه،چې پکې د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۸ میګا هرټز فریکونسي مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوې ده.
تر دې اجارې وروسته به مخابراتي شرکتونه د انټرنیټ 4G خدمتونه وړاندې کوي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې اوسمهال په افغانستان کې د مخابراتي شبکو له انټرنیټي بیو او سرعت نه خلک ډېر شکایت لري.
عام خلک وایي د مخابراتي شبکو د انټرنیټ چټکوالی د 4G په نامه پلورل کېږي خو سرعت یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.