مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • جرمني او د اروپايي اتحادیې څو نورو هیوادونو د مهاجرت خلاف د کلکو اقداماتو ملاتړ وکړ

    جرمني او د اروپايي اتحادیې څو نورو هیوادونو د مهاجرت خلاف د کلکو اقداماتو ملاتړ وکړ

    جرمني او د اروپايي اتحادیې متحدان د پناه غوښتنې خلاف د سختو اقداماتو ملاتړ کوي، چې پکې افغانستان او سوریې ته د کډوالو په زوره استول هم شامل دي

    د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیګزاندر دوبریندت او د پنځو اروپايي هېوادونو وزیرانو د جمعې په ورځ هوکړه وکړه چې د پناه غوښتنې سخت اقدامات پلي کړي، چې پکې افغانستان او سوریې ته په زوره د کډوالو د ایستلو د بهیر بیا پيلول هم شامل دي. دغو وزیرانو د جرمني په لوړه څوکه، زوګ‌شپیتسه غر کې غونډه وکړه. وزیرانو د درېیمو هېوادونو له لارې د پناه غوښتنې پروسس، او د پولې د لا سخت کنټرول پلانونه تایید کړل، څو ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي او په اتحادیه کې د ټولنیزو شخړو مخنیوی وشي.

    دا هوکړې وروسته له هغه وشوه چې برلین د مې په میاشت کې پرېکړه وکړه چې په پولو کې د پناه غوښتونکو د ردولو پالیسي عملي کوي. دا پرېکړه له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي شوې وبلل شوه، خو سخت انتقادونه یې وپارول.

    دغه اقدامات له هغې پرېکړې نژدې لس کاله وروسته کېږي چې پر اساس یې پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل د جرمني پولې نژدې یو میلیون کډوالو ته خلاصې کړې. د اغلې میرکل دا پرېکړه تاریخي وبلل شوه چې د اروپايي سیاست بڼه یې بدله کړه.

    د دوبریندټ ترڅنګ، د فرانسې، پولنډ، اتریش، چک جمهوریت، او ډنمارک د کورنیو چارو وزیرانو او د اروپايي اتحادیې کمېشنر مګنوس برونر برخه اخیستې وه. دوی د پناه غوښتنې پر هغو تګلارو توافق وکړ چې باید د بروکسل له خوا تایید شي.

    د دوی د پرېکړې پر اساس دا پالیسۍ تصویب شوې:

    • له اروپايي اتحادیې څخه بهر د رد شوو پناه غوښتونکو د انتقال قانوني خنډونه لیرې کول
    • په درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې پروسې پیل
    • د کورنۍ د یوځای کېدو او د بیا مېشتېدو د پروګرامونه ځنډول

    د جرمني نوی حکومت د کډوالۍ محدودولو لپاره لا له وړاندې ځینې سخت اقدامات پلي کړي، څو هغه رایه ورکوونکي بېرته جلب کړي چې افراطي ښي اړخي ګوند «آلټرناتیف فار ډیوشلند» (AfD) ته لېوال شوي دي. دغه ګوند د فبرورۍ په انتخاباتو کې تاریخي پرمختګ وکړ. د جمعې په ورځ، جرمني ۸۱ افغان نارینه بیرته افغانستان ته واستول.

    دوبریندټ وویل:“موږ ټول اندېښمن یوو چې زموږ هېوادونه د ناقانونه کډوالو له فشار سره مخامخ دي.»

    په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان او سوریې ته د کډوالو بېرته استول باید بېرته د عادي پالیسي برخه وګرځي، او د هغو هېوادونو اتباع چې له شړلو سره همکاري نه کوي باید د ویزې له محدودیتونو سره مخامخ شي. همداراز، تجارت او پراختیایي مرستې به د فشار وسیلې وي، څو د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی شي او د مهاجرت همکاري پیاوړې شي. سند زیاتوي چې باید د سرحدونو د ساتنې لپاره بې‌پېلوټه الوتکې زیاتې وکارول شي، او اروپايي بودجه د سرحدي زېربناوو او پرسونل لپاره ډېره شي.

    هېوادونو د انساني‌قاچاقبرانو پر ضد د مبارزې او د قاچاق د شبکو د له‌منځه وړلو ژمنه هم وکړه.

    د هغو پناه غوښتونکو دوسیې چې مخکې یې په کوم بل اروپايي هېواد کې خوندي‌ حیثیت ترلاسه کړی وي، که یې بیا په بل غړي‌ هېواد کې پناه وغوښته، ژر به رد شي.

    د پولنډ د کورنیو چارو وزیر، توماش سیمونییک وویل:

    “کله چې موږ د اروپايي اتحادیې بهرنۍ پوله ټینګه کړو، د داخلي سرحدونو کنټرول ته به اړتیا نه وي.”
    هغه زیاته کړه چې پولنډ چمتو دی د خپل سرحد کنټرول لیرې کړي، که جرمني هم همداسې وکړي.

    که څه هم د ځینو کډوالو له لوري جرمونه د دې سبب شوي چې په اروپايي ټولنو کې خلک د کډوالو مخالف شي، د خلکو له دې لېوالتیا څخه ځینې ګوندونه د رایو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي خو عملاً اکثره اروپايي هیوادونه کډوال د دې لپاره مني چې ارزانه کارګرو ته اړتیا لري.

  • افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې

    افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې

    ازبکستان، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې چې د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره به د درې‌اړخیز ټرانسپورتي دهلېز له لارې همکاري زیاتوي، څو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ سوداګري او ترانسپورت نور هم پراخ شي.

    د دغو دریو هېوادونو د ترانسپورت چارواکي د یوې مجازي غونډې (ویډیوکنفرانس) له لارې سره راټول شول، څو د ازبکستان–افغانستان–پاکستان ترانسپورت دهلېز یا ترانس افغان د پرمختګ لپاره د ګډې کاري طرحې مسوده وارزوي او وروستۍ کړي.

    دا غونډه د ازبکستان د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوه، چې له مخې یې باید د دغه هېواد د ترانسپورت او لوژستیک سیستمونو پراختیا ته دوام ورکړل شي.

    د «ترند» خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې خبرې پر هغو عملي ګامونو متمرکزې وې چې د باروړونکو توکو د تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګرۍ د خنډونو د له منځه وړلو، او د سرحدي لوژستیک بهیر د ساده کولو لپاره اخیستل کېږي.

    درې خواوو موافقه وکړه چې د ګډې طرحې وروستۍ نسخه دې بشپړه شي او لازمې کورنۍ پروسې دې پیل شي، څو لاسلیک ته چمتو شي.

    دا نوښت د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دغه هڅه د هغې پخوانۍ درې اړخیزې هوکړې بشپړونه هم ده چې د ترمذ–مزارشریف–کابل–پېښور د رېللارې د پروژې لپاره د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وه.

    د دې رېللارې دهلېز اټکل شوی لګښت شاوخوا ۵ میلیارد ډالره دی او تمه ده چې په کال کې تر ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي. د بشپړېدو په صورت کې به دا دهلېز اروپا، روسیه، منځنۍ آسیا، افغانستان، پاکستان، هند او جنوب ختیځه آسیا سره پر یوه مهمه ځمکنۍ سوداګریز لاره ونښلوي.

    د درې هېوادونو چارواکي دغه دهلېز یوه بنیادي او تغییر راوړونکې زیربنایي پروژه ګڼي، چې نه یوازې د سیمې ترمنځ سوداګري به زیاته کړي، بلکې د جیوپولیتیکي اړیکو او اقتصادي یووالي لپاره به هم مهم فرصتونه رامنځته کړي، په تېره بیا په داسې یوه سیمه کې چې تر دې وړاندې لږ نښلول شوې وه.

  • د اوپن اې آی براوزر به د ګوګل سلطه پای ته ورسوي؟

    د اوپن اې آی براوزر به د ګوګل سلطه پای ته ورسوي؟

    رویټرز خبري آژانس په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې «اوپن‌اې‌آی» شرکت ډېر ژر یو نوی ویب‌براوزر وړاندې کوي، چې د مصنوعي ذکاوت پر بنسټ جوړ شوی او د ګوګل کروم لپاره جدي سیال ګڼل کېږي.

    د راپور له مخې، تمه ده چې دا براوزر په راتلونکو اوونیو کې بازار ته راووځي، او موخه یې دا ده چې د مصنوعي ذکاوت له لارې د کاروونکو د ویب‌ګډون طریقه په اساسي ډول بدله کړي.

    دا نوی محصول به «اوپن‌اې‌آی» ته دا وړتیا ورکړي، چې د ګوګل د بریا اصلي سرچینې، یعني د کاروونکو معلوماتو ته مستقیم لاسرسی پیدا کړي.

    کارپوهان وايي، که چیرې حتا یوه برخه له هغو ۵۰۰ میلیونه کاروونکو څخه چې په اوونیز ډول له ChatGPT څخه کار اخلي، دا براوزر وکاروي، نو دا به د ګوګل پر یوه له مهمو عایداتي سرچینو یعني اعلانونو، فشار راوړي.

    د دې دلیل دا دی چې کروم د کاروونکو د معلوماتو راټولولو لپاره مهمه وسیله ده – هغه معلومات چې د هدفمن اعلان لپاره کارېږي، او د لټون ترافیک ګوګل ته انتقالوي. د کروم رول په دې برخه کې دومره ستر دی چې د امریکا د عدلیې وزارت له «الفابټ» څخه یې غوښتي چې دا برخه ترې جلا کړي.

    دوو خبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د اوپن‌اې‌آی براوزر داسې ډیزاین شوی چې د کاروونکو ډېری تعاملات به د ChatGPT په څېر له یوه چټ انټرفېس (Chat Interface) سره محدود وي، او کاروونکي به اړ نه وي چې مستقیم په ویب‌سایټونو کلیک وکړي.

    بله سرچینه وايي، چې دا براوزر د اوپن‌اې‌آی د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده، څو د خلکو په شخصي او مسلکي ژوند کې خپل حضور زیات کړي.

    د اوپن‌اې‌آی ویاند په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

  • د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي

    د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي

    په یوه نوې برالا شوې موضوع کې معلومه شوې، چې په تېروتنه د یوه برېتانوي چارواکي له لوري د شخصي معلوماتو له افشا کېدو وروسته، د یوې پټې چمتو شوې طرحې له مخې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي وو.

    د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغو ۱۹۰۰۰ افغانانو شخصي معلومات افشا شوي، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د برېتانیا ویزو ترلاسه کولو غوښتنلیکونه یې وړاندې کړي وو.

    د بریتانیا مخکیني حکومت ته په دې هکله په ۲۰۲۳ کال کې معلومه شوه او نهه میاشتې وروسته یې د بيا مېشتولو یوه نوې طرح ترتیب کړه، چې له مخې یې تر اوسه ۴۵۰۰ افغانان برېتانیا ته رسېدلي دي. د دې موضوع په تړاو د ممنوعیت له قضايي حکم وروسته د افشا شویو معلوماتو او بیا مېشتولو پلان پټ ساتل شوی.

    د معلوماتو خپرولو دې لویې سرغړونې جزیات او د هغو افغانانو شمېر چې د دې پایله کې برېتانیا کې د اوسېدو حق ورکړل شوی، ایله له هغه وروسته برالا شول، چې د سترې محکمې یوه قاضي امر وکړ، چې د معلوماتو پټ ساتلو امر باید لغوه شي.

    په افشا شویو معلوماتو کې د دې خلکو نومونه، اړیکو شمېرې او د ځینو کورنیو په هکله معلومات هم شامل وو، چې د دوی په وینا د اسلامي امارت له لوري له احتمالي خطر سره مخامخ وو.

    د بریتانیا حکومت دغه راز په دې تړاو ځینې نور ټکي هم خپاره کړل:

    • د برېتانیا دفاع وزارت په باور په افشا شویو معلوماتو کې د ۶۰۰ افغان پوځیانو معلومات هم وو، او دغه راز د دوی د کورنیو ۱۸۰۰ داسې کسانو معلومات هم پکې شامل دي، چې تر اوسه په افغانستان کې دي.
    • پلان پای ته رسېدلی، خو بل ځای ته د لېږدولو په تړاو به هغه ژمنه پورې کېږي، چې په افغانستان کې له پاتې کسانو سره شوې.
    • د لېږد دې پټې طرحې چې د افغان لېږد تګلارې نوم ورکړل شوي، تر اوسه لګښت ۴۰۰ میلیونو پاونډو ته رسېدلی او داسې تمه کېږي، چې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ میلیونو پاونډو پورې نور لګښت به هم پرې وشي.
    • دا معلومات په دفاع وزارت کې د یوه کس لخوا په تېروتنه افشا شوي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی.
    • هغو خلکو ته چې معلومات یې افشا شوي، ایله د سې شنبې پر ورځ په دې هکله معلومات ورکړل شوي.

    د برېتانیا په دارالعوام یا ولسي جرګه کې په دې هکله د وینا پر مهال د دفاع وزیر جان هیالې له هغه کسانو ”د زړه له تله بخښنه” وغوښته چې معلومات یې افشا شوي او هغه وخت دا قضیه برالا شوه، چې ځینې معلومات د فېسبوک پر پاڼو خپاره شول.

    د نوموړي په ونیا داسې ځکه شوي، چې ”د حکومت له رسمي تائید شوي سیسټمه بهر” ته یوه پراخه پاڼه د برېښنالیک له لارې استول شوې وه، چې ده ”یوه جدي اداري تېروتنه” وبلله.

    هیالې وايي، دا افشا شوي معلومات د هغو ”ګڼ شمېر بې درکه شویو معلوماتو” یوه برخه وه، چې له افغانستانه د خلکو ایستلو په ترڅ کې ورک شول، او د لوړپوړو پوځي چارواکو، حکومتي مقاماتو او پارلمان غړو نومونه پکې شامل وو.

    د کډوالو ایستلو دا بهیر چې له مخې یې ۳۶ زره افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي، له هماغه پیله پرې پراخې نیوکې شوې او په ۲۰۲۲ کال کې د بهرنیو چارو کمېټې یوه ارزونه کې دا (یو ناورین) او ( یو خیانت) بلل شوی و.

    پروسږ کال چې د معلوماتو له افشا کېدو وروسته حکومت نوې طرح چمتو کړه، رسنیو په خورا چټکۍ سره معلومات ترلاسه کړه.

    کله چې حکومت تېر کال د دې معلوماتو له افشا کېدو وروسته د خلکو لېږد لپاره نوی پلان ترتیب کړ، له محکمې یې وغوښتل چې رسنۍ د افشا شویو معلوماتو په هکله د هر ډول جزیاتو له خپرولو منع کړي.

    محکمې امر کړی و، چې رسنۍ باید د دې موضوع په هکله هېڅ معلومات خپاره نه کړي او ان د دې امر په هکله هم باید څه و نه وايي.

    هیالې وايي، دې ته د ورته بل امر په هکله معلومات نه لري. نوموړي پارلمان ته وویل، د دې ”کمساري” حکم له کبله هغه وخت هم له خبرو منع شوی و، چې دی د دفاع علی البدل وزیر و او په دې هکله معلومات ورکړل شوي وو.

    د محکمې هغه اسناد چې د سې شنبې په ورځ افشا شول، ښيي چې د هغه مهال د دفاع وزیر بین والاس “په شخصي ډول” د سخت حکم غوښتنه کړې وه، چې حکومت ته وخت ورکړل شي چې “هر هغه څه وکړي چې په معقول ډول یې کولی شي، چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې ښايي، د معلوماتو افشا کېدو له امله له خطر سره مخامخ شوي وي”.

    د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې بیا دا حکم له دې کبله غځول شوی و، چې ښايي طالبان د افشا شویو معلوماتو له شتون څخه خبر نه وي.

    قاضي چیمبرلین بیا د دفاع وزارت له هغې داخلې ارزونې وروسته چې وايي، داسې احتمال شته چې طالبان ښايي د دې معلوماتو په هکله مهم معلومات ولري، او دا تائید کول سخته ده چې اغېزمنو کسانو ته له دې امله د خطر کچه پاموړ کچه زیاته شوې وي.

  • مرحوم مطیع الله تراب د وطن او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې.

    مرحوم مطیع الله تراب د وطن او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې.

    د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د نامتو او حماسي شاعر، مطیع الله تراب په مړینه خواشیني ښودلې.

    کرزي د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی او څرګنده کړې یې ده چې هغه د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول.

    دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د اسلامي امارت  ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په یوه بیان کې په ډاګه کړې، چې د مطیع الله تراب مړینې متاثره کړي دي.

    مطیع الله تراب په خوست کې د زړه ناڅاپي حملې له امله ومړ.

    د ښاغلي تراب جنازه  په ننګرهار ولایت کې ادا او په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شوه.

    د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو راشدخان، محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي او نورو هم د تراب صاحب پر مړینې خواشینې ښودلې او هغه یې د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.

  • د هېواد انقلابي شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله وفات شو.

    د هېواد انقلابي شاعر مطیع الله تراب د زړه د حملې له امله وفات شو.

    د پښتو ژبې یو مشهور او انقلابي  شاعر او د رسا غږ لرونکی مطیع الله تراب د زړه درېدو له امله د دوشنبې پر ورځ ساه ورکړه. ګڼو پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مينه والو د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

    افغان سياستوال او د کورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي، “د ملي حماسي شاعر مطيع الله تراب په مړينه د هېواد د ادب يو ځلاند ستوری راولوېد. دا ځای به تر ابده تش وي.”

    پښتون سندرغاړي کرن خان هم د نوموړي مينه والو او کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کړې او وايي، “انداز يې بېخي ځانګړی و، د نظم د ويلو يې خپل انداز و.”

    مطيع الله تراب د افغانستان په نارنج ګل مشاعره کې د انتقادي شعرونو له امله مشهور شو او پر خواله رسنیو او د افغانستان په کورنیو تلویزونونو کې به یې پراخ ډول شعرونه خپرېدل. هغه ډېر کله افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور نیوکې هم کولې.

    مطیع الله تراب د نظم ویلو ځانګړی سبک هم درلود.

    په تېره مارچ میاشت کې جلال اباد کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال، تراب پر دریځ داسې شعرونه واورول چې جنجالونه یې وپارول. هغه د نجونو د ښونځیو پرانیسیتو غوښتنه کوله او د طالبانو له مشرانو مولوي هبت الله اخندزاده یې غوښتي و چې که غواړي ښه واکمني وچلوي د اوسني مېشت ځای “کندهار” پر ځای دې “کابل ته لاړ شی”.

    د هغه له دې شعر وروسته، ننګرهار کې د اسلامي امارت  د اطلاعاتو او کولتور ولایتي مشر ساجد خوګیاڼی له دندې ګوښه شو. بي بي سي ته ویل شوي د هغه د ګوښه کېدو امر د طالبانو مشرتابه کړی و.

    ښاغلي تراب په دې تړاو هغه مهال بي بي سي ته ویلي،”دغه مې وجیبه ده مخکې مې هم کړې ده اوس یې هم کوم او له دې وروسته که پاتې وم هم یې وایم. که حالات لږ ترخه و هم نقد کوم او که حالات لږ نرم و، بیا هم نقد کوم.

    له دې وروسته داسې رپوټونه وو چې اسلامي امارت  پر مشاعرو بندیز لکولی خو وروسته په کندهار کې د انار ګل مشاعرې پر مهال د اسلامي امارت  د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي وویل، د مشاعرو د ښه تنظیم لپاره ځانګړې کړنلار جوړه شوې.

    که څه هم د افغانستان په ډېرو مشاعرو کې مطیع الله تراب بلل کېده خو د کندهار انار ګل سږنۍ مشاعره کې ونه لیدل شو.

    مطیع الله تراب د یو شمېر لیکوالو له لوري له دې امله وستایل شو چې د ټولنیزو ناخوالو انځورولو په برخه کې چوپ پاتې نه شو.

    دیادونې وړده چې مطیع الله تراب د ۱۹۷۱ کال په مارچ کې د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و. د هغه ژوند ډېره برخه په سویلي ولایت خوست کې له خپله کورنۍ سره تېره شوه. هغه په خوست کې د موټر رغولو کار ځای درلوده او له دغه اړخه یې د خپلې کورنۍ لپاره ګټه وټه کوله.

    مطیع الله تراب له تېرو څو کلونو راهیسې د پښتون ملت پالنې، او افغان ملي فکر شاعري کوله.

    د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ په لویو دولتي مشاعرو کې هم د نقاد شاعر په توګه غږېده او له ۲۰۲۱ کال وروسته د اسلامي امارت  په واکمنۍ کې هم په مهمو مناسبتي ناستو کې لیدل کېده.

  • له نن څخه نژدې ۱۲ زره افغانان له امریکا څخه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ کېږي

    له نن څخه نژدې ۱۲ زره افغانان له امریکا څخه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ کېږي

    وروسته له هغه چې د امریکا یوه فدرالي قاضي د نژدې ۱۲ زره افغان کډوالو د “موقتي خونديتوب وضعیت (TPS)  پروګرام ختم کړ، دا کسان له متحدوایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

    په متحدوایالتونو کې د افغان کډوالو لپاره دا یوه لویه ضربه ده. د مریلینډ ایالت یوه فدرالي قاضي، “تیوډور چوانګ”، پرېکړه وکړه چې د ۱۱۷۰۰ افغانانو لپاره دې د TPS قانون ختم شي، او دا پرېکړه به د جولای په ۱۴مه) نافذه شي. دا پرېکړه هغه غوښتنه ردوي چې د TPS تمدید غوښتنه یې کوله، او له دې سره دغه افغانان د نیولو او شړلو له جدي ګواښ سره مخامخ شول.

    د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د کورني امنیت وزارت په مې میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی، نو ځکه دا هېواد نور د TPS لپاره وړ نه دی. د کورني امنیت وزیرې، “کریستي نوم”، د دې پرېکړې ملاتړ کړی، چې له امله یې د بشري حقونو سازمانونو سخت عکس‌العمل ښودلی دی.

    د “هیومن رایټس واچ” په ګډون د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په زور بېرته افغانستان ته استنول، په ځانګړي ډول د اسلامي امارت  تر واک لاندې، د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کولی شي.

    د مهاجرت وکیلان وايي، ډېری له هغو افغانانو څخه چې له دې پرېکړې اغېزمنېږي، هغه کسان دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د امریکا له وتلو سره راغلي دي. که څه هم ځینې د پناه غوښتنې دوسیې تعقیبوي، خو د TPS پای ته رسېدل دوی د ایستلو، بندي کېدو او د کار اجازه له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ کړي.

    د کډوالو ملاتړو بنسټونو له حکومتي چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره اجرایي یا تقنيني اقدام وکړي، ځکه دا زرګونه کسان په یوه “حقوقي بې‌برخلیکۍ” کې پاتې دي، او بېرته هغه هېواد ته استول کېدل ورته جدي خطرونه پېښولی شي، چې دوی په وینا ورڅخه د مرګ، شکنجې او تعقیب له وېرې تښتېدلي وو.

    دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د افغان کډوالو له نړیوال وضعیت سره تړلې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. او له ایران او پاکستان څخه په سلګونو زره افغان کډوال په زور ویستل شوي او د سرپناه له سخت برخلیک سره مخ دي.

  • پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

    پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

    افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په پاکستان کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو، قومي وېش، اقتصادي بحران، او د قانون حاکمیت د کمزورۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

    خلیلزاد په خپله “ایکس پانه” لیکلي، چې د پاکستان اوسنی حکومت باید د وضعیت د ښه کېدو او د لا زیات کړکېچ د مخنیوي لپاره مؤثر او بیړني اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

    خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په تېرو اونیو کې په پاکستان کې د هدفي وژنو، له تاوتریخوالي ډکو بریدونو او پراخو مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي.

    د بشري حقونو ادارو هم په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د قانون د حاکمیت کمزوري کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

    په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ نه بلې ته په خرابېدو دی او هره ورځ ترې د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

  • په غزه کې د بمبارۍ له کبله د اوبو ترلاسه کولو په تمه ولاړ ماشومان وژل شوي

    په غزه کې د بمبارۍ له کبله د اوبو ترلاسه کولو په تمه ولاړ ماشومان وژل شوي

    د غزې مرکزي برخه کې مرستندویان وايي، د شپږ ماشومانو په ګډون هغه لس کسان د اسرائیلي اشغالګرو  په بمبارۍ کې وژل شوي، چې د اوبو بوشکو ډکولو ته ولاړ وو.

    د االنصره په العوده روغتون کې چې د وژل شویو کسانو مړي وروړل شوي، یو ډاکتر وايي، دوی ته د پېښې له ځایه د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۶ ټپیان هم وروړل شوي دي.

    عیني شاهدان وايي، یوه ډرون د خلکو پر هغه کتار د توغندي ګوزار وکړ، چې په النصره کډوالو کمپ کې د اوبو یوه ټانکر ته له تشو بوشکو سره د اوبو موندلو په تمه ولاړ وو. له اسرائیلي پوځ سره د پېښې په هکله د نظر څرګندولو لپاره اړیکه نیول شوې.

    د سیمې خلکو له پېښې سملاسي وروسته په شخصي موټرو او خرګاډو کې ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

    دا برید په داسې حال کې شوی، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې هوايي او توغندیز بریدونه زیات کړي دي.

    د غزې ملکي دفاع ادارې یوه ویاند په خبره پر یکشنبه د مرکزي غزې او غزې ښار پر بېلابېلو استوګنې ودانیو د هوايي بریدونو له کبله ۱۹ نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.

    له بل لوري د غزې په جنوب کې د ناصر روغتون وايي د مرستو د وېش په يوه سیمه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

    په سيمه کې فلسطيني وګړو رسنیو ته  ويلي د شنبې په ورځ په داسې حال کې اسرائيلي ځواکونو پرې ډزې کړې چې خلکو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

    اسرائیلي اشغالګرو  پېښه رد کړې او وايي، د دوی له خوا په ډزو کې هېڅ کس نه دی لګېدلی.

    خو جلا يوه اسرائیلي پوځي چارواکي ويلي، د هغو خلکو د خورولو لپاره ډزې شوې چې د اسرائيلو دفاعي ځواکونو “ګواښ” بللی و.

    د دواړو خواو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائيد شوې. اسرائيل د بي بي سي په ګډون نړيوالو خبري رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته سفر وکړي.

    خو وروسته شنبې ناوخته بي بي سي داسې ويډيوګانې ليدلې چې په پلاستيکي کڅوړو کې مړي په کې ښکاري، نرسان او يو شمېر کسان چې جامې يې په وينو لړلې ورته ولاړ ليدل کېږي.

    په بله ويډيو کې يو کس وايي، خلک د مرستې لپاره ولاړ و چې پنځه دقيقې پرې مخامخ ډزې وشوې. يوه روغتياپال اسرائیلي پوځيان تورن کړل چې خلک يې په “بې رحمۍ” وژلي دي.

    رويټرز خبري اژانس ويلي، دوی له هغو شاهدانو سره خبرې کړې چې وايي، خلک په سر او سينو ويشتل شوي. دغه اژانس همدا راز ويلي چې په ناصر روغتون کې يې په سپينو کفنونو کې نغښتي جسدونه ليدلي دي.

    نژدې هره ورځ د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي امنيتي ځواکونو له خوا خلکو د وژل کېدو خبر ورکول کېږي.

    اسرائيلو د روان کال په مارچ کې پر غزه بشپړ بنديز ولګاوه او د دو مياشتو اوربند له ماتولو وروسته يې پر حماس پوځي عمليات پيل کړل. اسرائيلو ويل غواړي پر ياده ډله فشار واچوي چې اسرائيلي يرغمل خوشی کړي.

    که څه هم غزې ته د خوراکي توکو پر لېږد بنديز يو څه نرم شوی خو لا هم د خوراکي توکو، درملو او سون توکو سخت کمښت موجود دی.

    د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (انروا) وايي په غزه کې زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او هر ورځ نوې پېښې رامنځته کېږي.

    دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو او امریکا د غزې د بشري مرستو د بنسټ په نامه د مرستو د وېش نوی سيستم جوړکړی چې په وينا يې غواړي له دې لارې حماس ته د مرستو د رسېدو مخه ونيسي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تېره جمعه ويلي، تراوسه د مرستو ترلاسه کولو اړوند يې د ۷۹۸ تنو وژل کېدل ثبت کړي چې له دې ډلې ۶۱۵ تنه يې د مرستو د وېش مرکزونو ته څېرمه وژل شوي. دا مرکزونه چې د جنوبي او مرکزي غزې په پوځي سیمو کې دي د امریکا شخصي امنيتي کمپنيو له خوا ساتل کېږي.

    نور ۱۸۳ تنه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو له کاروانونو سره نژدې وژل شوي دي.

    اسرائیلي اشغالګرو منلې چې ځينې داسې پېښې شوې چې ولسي وګړو ته په کې زيان رسېدلی او وايي هڅه کوي د خلکو او ځواکونو تر منځ “کېدونکی تاوتريخوالي” تر ډېرې کچې کم کړي.

    د غزې د بشري مرستو بنسټ تور لګوي چې ملګري ملتونه د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت له لوري وړاندې شوې “ناسمې شمېرې” کاروي.

    د روانې مياشتې په پيل کې د غزې د بشري مرستو بنسټ يوه پخواني امنيتي قرارداي وويل، څو ځله يې ليدلي چې همکارانو يې پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې چې هېڅ ډول ګواښ يې نه پېښاوه. د غزې بشري مرستو بنسټ دا ادعاوې ټولې په ناسمې بللې دي.

    اسرائیلي اشغالګرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د پولې له بلې غاړې د یوه ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس له منځه وړلو لپاره عمليات پیل کړل. د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.

    د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۷۸۲۳ تنه وژل شوي دي.

    د غزې نفوس ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوې ده. اټکل کېږي چې له ۹۰ سلنې ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

  • د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی

    د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی

    د اسلامي امارت  د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن دوشنبې په ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

    د یادې ادارې په خبرپاڼه کې زابل، غزني، میدان وردګ، بامیان، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، سرپل، بغلان او بدخشان ولایتونه یاد شوي دي.

    په یادو ولایتونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو د باران اټکل شوی دی.

    په خبرپاڼه کې دغه راز په سویلي، سوېل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی چې، چټکوالی یې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې یاد شوی دی.

    دغه اټکل داسې مهال اعلانېږي چې، تازه نن په ننګرهار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي خو تر اوسه یې د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

    تېره اوونۍ هم په ننګرهار کې د سېلابونو له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ژوبل شوي وو.