ځوان افغان کرېکټ لوبغاړی نور احمد لکڼوال د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو لپاره د لوبغاړو په هغه (ستره لیلامۍ) کې چې د سعودي عرب په جده کې روانه ده، د لس کروړه (۱۰۰ میلیونه) هندي روپیو بدل کې چنای سوپر کینګز لوبډلې واخیست.
د سپین بالینګ لپاره مشهور نور احمد لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال په ای پي ایل سیالو کې د ګجرات ټیټانز لوبډلې سره یو ځای شوی و.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال په ای پي ایل تېر پړاو کې د ګجرات ټیټانز له لوري د همدې چنای کینګز خلاف لوبېدلی و، چې د راتلونکو سیالیو لپاره به یې یو مهم همکار لوبغاړی وي.
نور احمد تر اوسه په ۲۳ ای پي ایل سیالیو کې برخه اخیستې، ۲۴ وېکټې یې ترلاسه کړې او په یوه اوور کې یو څه د پاسه اته اکانومي رېټ لري.
همدې ګجرات ټایټنز لوبډلې د تېر کال ای پي ایل سیالیو د هغو لوبغاړو له ډلې چې له ځان سره یې ساتلی شي، افغان کرېکټ ستوری راشد خان غوره کړی او د سږنیو سیالیو لپاره یې هم له ځان سره ساتي.
د ای پي ایل سترې لیلامۍ پر لومړۍ ورځ یو بل افغان توپوهونکی او وېکټ ساتونکی رحمان الله ګوربز هم د دوه کروړه (شل میلیونه) هندي روپیو بدل کې کلکته نائټ رایډرز لوبډلې واخیست.
راشد خان او محمد نبي هغه افغان لوبغاړي وو، چې لومړی ځل په ای پي ایل سیالیو کې واخیستل شول، خو د وخت په تېرېدو سره افغان لوبغاړو د لوبې په ډګر کې خپله وړتیا ثابته کړه او په ای پي ایل لوبډلو کې هم د افغان لوبغاړو درلودلو ته لېوالتیا زیاته شوه او د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ لیلامۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل شوي دي.
سبا دوشنبه به پاتې ۱۵ نور افغان لوبغاړي هم لیلامۍ ته وړاندې شي او فکر کېږي، چې ځینې به یې انتخاب شي.
د کرېکټ په هکله د معلومات خپرونکې وېبياڼې کریک انفو د معلوماتو له مخې د لیلامي هره ګډونواله لوبډله تر ۱۲۰ کروړو روپیو پورې بودیجه لري، چې یوه برخه یې پر هغو لوبغاړو لګوي، چې له ځان سره یې ساتي. د اصولو له مخې هره لوبډله کولای شي، تر اتو پورې بهرني لوبغاړي واخلي.
د ای پي ایل لپاره د لوبغاړو انتخاب پر لومړۍ ورځ د هند رشبھ پنت تر ټولو ګران بیه لوبغاړی ثابت شو، چې لکهنو سوپر جاینټ د ۲۷ کروړو هندي روپیو بدل کې واخیست. له ده وروسته شریاس ایئر دویم لوبغاړی و، چې پنجاب کنګز لوبډلې د ۲۶ نیم کروړو روپیو بدل کې واخیست.
د ای پي ایل راتلونکي ۱۸ پړاو سیالیو لپاره به د سعودي عرب په جده کې له پنځه نیم سوه د زیاتو لوبغاړو له ډلې به ۲۰۷ لوبغاړي غوره شي، چې ۷۰ به یې بهرنیان او ۱۳۴ به یې هندیان وي.
د ای پي ایل لپاره له هرو دریو کلونو وروسته یوه لویه لیلامي ترسره کېږي، چې هره لوبډله پکې کم شمېر پخواني همکار لوبغاړي له ځان سره ساتلی شي.
د سږ کال لپاره هره لوبډله کولای شوای یوازې شپږ لوبغاړي له ځان سره وساتي.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
دوه افغان لوبغاړي د هند غوره لیګ سیالیو لپاره وپلورل شول
-
ایران د کاظمي قومي پر ځای د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره
ایران د افغانستان لپاره د خپل هیواد د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته ورسوله او کاظمي قمي یې له دې دندې لیري کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په حکم علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی بیګدلي، چې د کاظمي قمي پر ځای ګومارل شوی، پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال و.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته رسول شوې او د پخوا په شان به د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی د ایران د باندنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.
تسنیم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان لپاره به د ایران د باندنیو چارو وزارت ځانګړی استازی څوک وي.
بیګدلي تر دې وړاندې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیې کې د ایران د سفیر په توګه دندې اجرا کړي دي.
کاظمي قمي د ایران او طالبانو د حکومت د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړی په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې د ایران تر ټولو فعال استازی پاته شوی دی. -
د کابل او مسکو ترمنځ راشه درشه مهمه ده
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او اسلامي امارت ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلیو متقي او کابلوف د کتنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو ارزول و او په کې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، د ښاغلیو متقي او کابلوف د خبرو په اړه پر ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوی د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
امیرخان متقي ویلي چې روسیې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکي د رسمي غونډو لپاره مسکو ته بللي دي.
هغه د مسکو د بلنو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د چارواکو تګ راتګ یې مهم بللی دی.
له دې سره په یو وخت د روسیې د باندنیو چارو اندرې رودنکو له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېر وختي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي چې ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به د مسکو یو جګپوړې پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه به له امارتي چارواکو سره خبرې وکړي.
که څه هم روسیه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو په مسکو کې یې د افغانستان په سفارت کې د امارت استازی د شارژدافېر تر کچې منلی دی. -
د هند د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو بولۍ نن پیلیږي
د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ یا ای پي ایل د اتلسم پړاو لپاره بولي نن (یکشنبه د نوومبر په ۲۴مه) نېټه پیليږي.
دا ځل اتلس افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي خو راشدخان له دغو ۱۸ لوبغاړو جلا دی، نوموړی مخکې تر مخکې ګوجراټ ټایټنز لوبډلې په ۱۸ کروړړه روپیو (2131785.00 امریکايي ډالر) له ځان سره ساتلی دی.
د هندي کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس په لومړي ځل غواړي چې د بولۍ مراسم د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې ترسره کړي.
دا مراسم به دوې ورځې (د نوومبر په ۲۴مه او ۲۵مه نېټه) دوام وکړي.
په دې بولۍ کې ۵۷۴ هندي او بهرني لوبغاړي وړاندې کېږي چې له ډلې یې اتلس افغان لوبغاړي دي.
د ای پي ایل لس لوبډلې به د یادو لوبغاړو له ډلې ۷۰ بهرني او ۱۳۴ هندي لوبغاړي وپیري.
د افغانستان په اتلسو لوبغاړو کې سږ کال څو نوي لوبغاړي هم شامل دي.
عظمت الله عمرزی، صدیق اتل، نوراحمد، مجیب الرحمن، رحمن الله ګوربز، نوین الحق، محمدنبي، فریدون داودزی، فضل حق فاروقي، ګلبدین نایب، الله محمد غضنفر، وقار سلامخیل، ظاهرخان، نجیب ځدراڼ، قیس احمد، کریم جنت او ننګیالی خروټی.
خو د دې معنا دا نه ده چې دا ټول به خامخا پلورل کېږي. ممکن ځینې وانه خیستلی شي.
د ویلو ده چې د ای پي ایل په سیالیو کې په لومړي ځل په ۲۰۱۷ ز کال کې لومړني افغان لوبغاړی راشدخان وپیرل شو چې له هغې وروسته په هر پړاو کې نژدې ۶ افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ته لوبېدلي دي.
د هندکرکټ غوره لیګ یا آی پي اېل چې د نړۍ په کچه د کرکټ تر ټولو “سترې” سوداګریزې سیالۍ ګڼل کېږي، سږ ۲۰۲۵ کال سیالۍ یې ۱۸م پړاو دی. -
ګډ بازار چې افغانان له ويزې پرته ورتلی شي
د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار یا ازاده تجارتي سیمه چې څو میاشتې مخکې پرانیستل شو، اوس په غوړېدو دی او هره ورځ سلګونه افغانان دې بازار ته د پېر او پلور لپاره راځي.
دا بازار چې د امو سيند په بل اړخ کې د ترمز ښار په سرحدي سیمه کې دی، د دواړو هېوادونو سوداګر او پلورونکو ته فرصت ورکړی چې خپل تجارتي توکي او محصولات په دې بازار کې وپلوري. د ازبکستان وګړي هم هره ورځ دې بازار ته د توکو د اخيستلو لپاره ورځي.
دا بازار د روان ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې پر ۲۹ د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله آریپوف پرانیست. دې پرانیستغونډې ته د اسلامي امارت یو پلاوی او د قرغیزستان، قزاقستان او اذربایجان چارواکي هم بلل شوي وو.
که څه هم د ازبکستان چارواکي وايي، افغان سوداګر له دې ازاد زون نه له مالیاتو پرته د ګټې اخیستنې اجازه لري، خو افغان سوداګر لا هم راتلونکې کې پر عایداتو د مالیو د لګولو د شونتیا په اړه اندېښمن دي.
دې بازار کی د افغان سوداګرو منشي جمعه الدین حاجي زاده وايي، “په پیل کې افغان تاجران د دې بازار په اړه ډاډه نه وو، چې ایا بریالي به شي یا نه، تر هغه چې د افغانستان او ازبکستان چارواکو هغوی ته ډاډ ورکړ د دوی پانګونه به په دې بازار کې خوندي وي.”
د هغه په وینا، افغان سوداګرو اندېښنه لرله که دوی په دې بازار کې ډېره پانګونه وکړي، کېدای شی دا سرحد کوم وخت وتړل شي.
خو بیا هم، یو شمېر افغان پلورونکي په دې بازار کې وايي چې دوی لا هم له ځینو ستونزو سره مخ دي.
دا بازار په ۳۶ هکټاره ځمکه د ازبکستان په خاوره کې پروت دی. د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د افغانستان اتباع کولی شي پرته له ويزې هره ورځ دې ۲۴ ساعته بازار ته سفر وکړي او که اړتیا وي، تر ۱۵ ورځو پورې دغه ازاده اقتصادي سیمه کې پاتې شي.
د سرحد په دواړغاړو کې ګمرکي او د پاسپورت د کنټرول څانګې ۲۴ ساعته فعالیت کوي. د ازبکستان چارواکي وايي، د دې بازار په لومړۍ برخه کې- چې اوس فعاله ده، ۳۶۳ دوکانونه دي، ۲۷۵ دوکانونه د ازبکستاني سوداګرو او ۸۸ دوکانونه د افغان پلورونکو لپاره ځانګړي شوي دي.
په دې ازاده سیمه کې یوه مجهز روغتون هم جوړ شوی دی، چې افغانان ورته د علاج لپاره راځي، هره ورځ سلګونه افغانان – ښځې او سړي دې روغتون ته د درملنې لپاره راځي.
دو ی وایي، پخوا به د علاج لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس د پاکستان وېزه د افغانانو لپاره ستونزمنه ده او دوی دغه روغتون ته پرته له ويزې مراجعه کوي.
په دې سیمه کې دوه هوټلونه او یوه رستورانت هم جوړ شوي چې ترکي او ازبکي خواړه وړاندې کوي.
دا ازاده سیمه داسې ډیزاین شوې چې په راتلونکي کې به هره میاشت یو اعشاریه څلور میلیونه ډالره سوداګري ولري او هر کال له یو اعشاریه پنځه میلیونه کسانو ډېر خلک راجذب کړي.
د ازبکستان چارواکي وايي په څه د پاسه دوه میاشتو کې چې بازار فعال شوی دی بازار ته شاوخوا پنځوس زره کسان ورغلي دي.
تمه کېږي چې دا ازاده تجارتي سیمه د شاوخوا درې زره کسانو لپاره د کار زمینه برابر کړي، چې یو پر درېیمه برخه به یې افغانانو ته ورکول کېږي. ازبک چارواکو په وینا د مزار شریف او د ازادې سیمې ترمنځ د کارګرانو لپاره به یو بس فعال شي.
له بل لوري د بلخ په ولایت کی چارواکي وایي چې دوی اوسمهال پر هغه طرحه کار پیل کړی چې د حیرتان په بندري ښارګوټي کې هم یو لوی سوداګریز ازاد نړیوال بازار جوړ کړي.
د بلخ د صنعت او تجارت رییس قاري امیر محمد متقي وویل چې دغه لوی سوداګریز ازاد نړیوال بازار به په نړیوال معیار او پراخه ساحه کې جوړ شي چې د منځنۍ اسیا اونورو هېوادونو سوداګر به له افغان سوداګرو سره یو ځای دغه بازار کې په کار بوخت شي. -
له چین څخه په سوداګري مالونو بار ریلګاډی افغانستان ته راورسید
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت راپور ورکړی چې پرون (شنبې) له چین څخه په سوداګري مالونو بار ریلګاډی مزارشریف ته راورسید.
دا ریلګاډی ۲۲ ورځې مخکې له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته راروان شوی و.
په دې ریلګاډي کې د بیلابیلو جنسونو ۵۵ کانټینره توکي شامل وو. تمه کېږي چې دا ریلګاډی به د ستنېدو په مهال نورو هېوادونو ته د افغانستان د محصولاتو د صادرولو اسانتیا هم برابره کړي.
دا بار د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین، قزاقستان او ازبکستان له سفرونو وروسته رارسېدلی. که څه هم تر دې وړاندې د ریلګاډي په وسیله له چین څخه تجارتي مال افغانستان ته راوړل شوی خو له اوږده ځنډه وروسته افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله د تجارتي مالونو انتقال هیله رامنځته کوي چې له دې طریقه به راکړه ورکړه منظمه بڼه خپله کړي.
له بلې خوا د افغانستان د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، د روان لمریز کال په سنبلې/ تلې میاشت کې د افغانستان صادرات د لیندۍ میاشتې په پرتله ۶۱ میلیونه ډالره زیات شوي دي.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تلې په میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټولیز ارزښت ۲۳۴،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه شمېره د وږي په میاشت کې ۱۷۳،۹ میلیونه ډالره وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د تلې په میاشت کې د افغانستان د وارداتو کچه ۱۸۶.۸ میلیونه ډالره لوړه شوې ده. د شمېرو له مخې، په روانه مياشت کې د وارداتو ټوليز ارزښت يو ميليارد او ١۴٠ ميليونو ډالرو ته رسېدلى، په داسې حال کې چې په تېره مياشت کې دغه شمېره ٩۵۴،١ ميليونه ډالره وه. -
اوکرایین د روسیې پر خاوره د اوږده واټن توغندیو ګوزارونه کړي.
د روسیې حکومت وايي، اوکرایین د روسیې په خاوره کې دننه د هغو توغندیو ګوزارونه کړي دي، چې واشنګټن ورکړي او یوه ورځ مخکې یې د دې توغندیو کارولو اجازه ورکړه.
امریکايي چارواکو هم په امریکا کې د سي بي اېس نیوز ته دا رپوټونه تائید کړي، چې اوکراییني ځواکونو د روسیې په خاوره کې دننه د پوځي تکتیکي توغندیز نظام (اتاکئمس) ګوزارونه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت مسوولینو په وینا اوکرایین د پنجشنبې پر ورځ د روسیې او اوکرایین تر منځ پولې ته څېرمه بریانڅک سیمه په دې توغندیو وېشتلې ده. د روسیې دفاع وزارت مسوولین وايي، پنځه توغندي هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې له منځه وړل شوي او پر یوه پوځي مرکز د یوه توغندي پاتې شونو غورځېدو له کبله هلته اور لګېدلی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر واشنګټن تور پورې کړی، چې غواړي ”د جګړې اور پراخ کړي.” نوموړي وویل، ”دغه اتاکئمس پرلپسې د بریانڅک سیمې ته په پرلپسې ډول ویشتل شوي دي او دا بې له شکه ښيي، چې دوی (امریکا) غواړي تاوتریخوالی ډېر شي. او هغسې چې پوتین بیا بیا ویلي دي، له امریکایانو پرته په عصري تکنالوژۍ د دې سمبال توغندیو کارول شوني نه دي.”
نوموړي زیاته کړه، ”موږ به دې ته د روسیې پر ضد د لوېدیځ د جګړې یوې نوې بڼې په نظر ګورو او همداسې به غبرګون وښیو.”
نوموړي د ریو دي ژنیرو په جي-۲۰ غونډه کې خبریالانو ته وویل، روسیه داسې فکر کوي، چې ”دا توغندي د امریکايي پوځي سلاکارانو په مرسته کارول شوي دي.”
له دې مخکې پر سې شنبې روسيې د اتومي وسلو کارولو په تړاو نوې تګلاره تائید کړه، چې له مخې به یې د دغه هېواد چارواکي د خپلو اتومي وسلو پر کارولو غور کوي.
روسیه اوس وايي، د یوه داسې هېواد له لوري برید چې اتومي وسله و نه لري، خو د اتومي وسلو لرونکي هېواد ملاتړ ورسره وي، پر روسیې شریک برید بلل کېږي.
د یادونې ده، چې اوکرایین له تېر یوه کال راهیسې د خپلې خاورې په هغو برخو کې دغه ډول توغندي کاروي، چې روسي ځواکونو لاندې کړې دي.
دغه ډول توغندي تر درې سوه کیلومترو واټن پورې هدفونه په نښه کولای شي او له منځه وړل یې ګران دي. کیېف اوس کولای شي د روسیې په خاوره کې دننه هدفونه په نښه کړي.
په دې کې د کورسک سیمه هم شامله ده، چې اوکراییني ځواکونو پکې تر ۱۰۰۰ مربع کیلومترو پورې روسۍ خاوره لاندې کړې ده. رپوټونه وايي، کیېف او واشنګټن دواړو کې چارواکي فکر کوي، چې روسیه به دې سیمه کې ځوابي بریدونه کوي. -
د افغانستان او پاکستان د ځوانانو د کرکټ دوهمه سیالي
د افغانستان، متحده عربي اماراتو پاکستان تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو د درې اړخیزو سیالیو په دوام کې ټاکل شوې ده چې نن (چهارشنبې) د افغانستان او پاکستان لوبډلې د دوهم ځل لپاره مخامخ شي.
افغانستان خپله لومړۍ مسابقه له پاکستان څخه د سلو منډو په توپیر ګټلې او پاکستان بیا متحده عربي اماراتو ته په لسو ویکټونو ماته ورکړې ده.
افغانستان خپله لومړۍ سیالي له متحده عربي اماراتو د ۱۶۷ منډو په توپیر ګټلې ده.
د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان په دې سیالیو کې هره لوبډله باید دوه – دوه ځلې له یو بل سره مخامخ شي.
د افغانستان او پاکستان تر نولسو کلونو د کشرې لوبډلې دوهمه سیالي هم د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي.
د دې سیالیو دوې مخکښې لوبډلې به د نوومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کړي. -
د پاکستان د ناکراریو په دوام کې؛ ۸ پوځیان وژل شوي، ۷ پولیس تښتول شوي
په خیبرپښتونخوا کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو په جلا جلا بریدونو کې اته پوځیان وژل شوي او اووه د پولیس تښتول شوي دي.
د پاکستان یوې امنیتي سرچینې د سې شنبې په ورځ، د لړم ۲۹مه، فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې د تېرې ورځې په جګړه کې، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د تیرا په سیمه کې د پوځ او وسلهوالو تر منځ شوې وه، اته پوځیان او نهه یاغیان وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو ډلې د دې جګړې مسوولیت منلی دی.
د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي هم په همدې ایالت کې له یوې امنیتي پوستې څخه د اوو پولیس افسرانو تښتول کېدا تایید کړې ده.
د یوه امنیتي چارواکي په وینا، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، بریدګرو د دې پولیس افسرانو وسلې هم له ځان سره وړي دي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او بلوچ بېلتون غوښتونکو له سختو بریدونو سره مخامخ دی. ځینې راپورونه وايي چې دواړو ډلو پراخې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
د پاکستان د ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي هېواد پر امنیتي ځواکونو تل د اسلامپالو ډلو او یا د بېلتونپالو له لوري بریدونه کېږي.
څه کم یوه میاشت وړاندې، د لړم په څلورمه، ټي ټي پي ۱۰ پولیسو وژلي وو. او تر دې راوروسته د لړم په ۱۹ مه بلوچ بیلوتون غوښتونکو د کوټې د یلګاډي په مرکزي تمځي کې لږترلږه ۱۹ پاکستاني پوځیان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل.
د لړم په ۲۶مه، د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې اووه پاکستاني پوځیان د بېلتونپالو ځواکونو له خوا ووژل شول. -
اوکراین کولای شي په امریکایي وسلو په روسیه کې اهداف په نښه کړي
د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکرایین ته اجازه ورکړې چې د امریکا له خوا ورکړل شوي اوږد واټنه توغندي پر روسیې د برید او روسيه کې دننه د موخو په نښه کولو لپاره کارولی شي.
سي بي اېس امریکایي نيوز د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خولي دا خبره تائيد کړې ده. خو سپینې ماڼۍ او پنټاګون تر اوسه د دغه خبر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي. که چېرې دغه ګام پلی شي دا به د روسيې او اوکرايين جګړې په اړه د امریکا په سياست کې د پام وړ بدلون وي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي د روسیې په خاوره کې د موخو په نښه کولو لپاره د اوږد واټن ويشتونکو امريکايي توغنديو کارولو اجازه نه ده تائيد کړي خو ويلي يې دي چې “رسنۍ وايي داسې جواز ورکړل شوی. بريدونه په خبرو نه کېږي، توغندي به خپله ځان وښيي.”
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي له څو مياشتو راهيسې د دې غوښتنه کوله چې امريکا دې پر لرې واټن ويشتونکو توغنديو بنديز لرې کړي تر څو اوکرايين وکولی شي په روسيه کې موخې په نښه کړي.
رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، اوکرایین پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې اوږد واټنه بریدونه پیل کړي، خو د امنیتي اندېښنو له امله یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د يادونې وړ ده چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين تر دې وړاندې لوېديځو هېوادونو ته د دې بنديزو د لرې کولو په اړه خبرداری ورکړی و.
نوموړي د روان کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو “که چېرې داسې وشي دا به په جګړه کې د ناټو د مخامخ ښکېلېدو په معنی وي.”
پوتين زياته کړې وه، “دا به په دې معنی وي چې د ناټو هېوادونه، امریکا او اروپايي هېوادونه د روسيې پر خلاف جنګېږي.”MISSILE RANGE PUBLIC AFFAIRS
د اوږد واټن دا توغندي د امریکايۍ لاک هېډ مارټن شرکت له خوا جوړ شوي دي.
د دې توغنديو ځانګړتيا دا ده چې تر ۳۰۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي او د چټک سرعت له امله يې ويشتل او له منځه وړل خورا ستونزمن دي.
دا توغندي اوکرايين ته د امريکا له خوا ورکړل شوي او وړاندې اوکرايين په کرايميا کې هم کارولي دي.
په روسيه کې دننه د بريدونو لپاره د امریکايي توغنديو د کارولو پرېکړه د اوکرايين له خوا له پرلپسې غوښتنو وروسته په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ لوړې ته دوه مياشتې وخت پاتې دی. ښاغلي زيلېنسکي تل د اوکرايين له پولو لرې د روسيې پوځي موخو په نښه کولو لپاه د امريکايي وسلو د کارولو اجازه غوښته.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اوکرايين ولسمشر ويللي وو، ډاډه دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال به له روسيې سره د اوکرايين جګړه له هغې مخکې چې تمه يې کېده “ژر پای ته ورسېږي.”
ډونلډ ټرمپ تل دا وايي چې د هغه لومړيتوب د جګړې پايته رسول دي، هغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ پر اوکرايين د روسيې له يرغل سره پیل شوه او نوموړی يې د پوځي مرستو په بڼه د امريکا د سرچينو ضايع کېدل بولي.
د روان کال په پيل کې د امريکا د استازو جرګې د اوکرايين لپاره د ۶۱ ميليارده ډالرو پوځي مرستې ټولګه تصويب کړه.
امریکا اوکرايین ته تر ټولو ډېرې وسلې ورکوي. د نړيوال اقتصاد لپاره د کيل انسټيټوټ په وينا د جګړې له پيله د ۲۰۲۴ کال د جون تر پايه امریکا د ۵۵،۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات دغه هېواد ته لېږلي او يا يې د استولو ژمنه کړې ده.