د سوریې حکومت وسله والو یاغیانو بالاخره له یوې اونۍ جګړې وروسته د سوریې پلازمینه د دمشق ښار ونیوه او په دې سره یې د اسد کورنۍ شاوخوا نیمې پېړۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
راپورونه وایي چې د هیئت تحریرشام په نوم د سوریې حکومت مخالف وسله وال یاغیان د یکشنبې سهار بې له کوم شدید مقاومت څخه د سوریې پلازمینې دمشق ته ننوتل او د ولسمشر بشارالاسد حکومت یې ړنګ کړو.
له بل لوري د رويټرز خبري اژانس وايي ولسمشر بشار الاسد په چورلکه کې يوه نامعلوم ځای ته تللی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله هم وايي، یوه شخصي الوتکه چې د دمشق له هوايي ډګره پورته شوې، ښايي بشار الاسد پکې سپور و.
رویټرز خبري اژانس د بشارالاسد د حکومت د مخالفو دوو سرچینو په حواله ویلي چې دوی دمشق ته د پوځ او یا د حکومتي ځواکونو له کوم مقاومت پرته ننوتلي دي.
د یادونې وړده چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له 2000 کال راپدېخوا د خپل پلار حافظ الاحسد تر مرګ وروسته 24 کاله د سوریې ولسمشر وه او د نوموړي پلار حافظ الاسد همدارنګه 24 کاله یعنې له 1976 څخه تر 2000 میلادي کال پورې د سوریې ولسمشر وه.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
د بشارالاسد حکومت نسکور شو
-
د ناکامورا د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول
نن د جاپاني الاصله ډاکټر ناکامورا د وژل کیدو پنځم تلین دی.نوموړی ۵ کاله مخکې په جلال اباد کې د ناڅرګندو کسانو له لوري ووژل شو.
دغه جاپاني ډاکټر، چې د افغانستان په ختیځ کې ېې د اوبو د مدیریت لپاره مهمې پروژې عملي کړې وې، په وروستيو کې ېې د کونړ سيند د اوبو د مدیریت پروژې په پام کې وې.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار پخواني استازي حاجي عبدالظاهر قدير د نوموړي د وژل کیدو پړه هغه مهال پر پاکستان واچوله.
وروسته په افغانستان کې د جاپان سفارت په يوه اعلاميه کې وویل:«که څه هم له بده مرغه هغه وفات شو، خو د هغه پروژې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري.»
د جاپان سفارت زياتوي، چې دوی به له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د جاپان سفارت په اعلامیه کې راغلي:«موږ غواړو د هغه طریقې د افغانستان نورو برخو ته هم ورسوو. د هغه روح هیڅکله نه مړ کیږي.» -
روسیې او امریکا سوریه کې یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې د روان امنیتي وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه ترسره شوه.
په دې بېړنۍ غونډه کې د واشنګټن او مسکو استازو یو بل پر دې تورن کړل، چې په سوریه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو ترمنځ دا لفظي شخړه تېره شپه وشوه.
د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه وکړه.
هغه د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
دغه غونډه وروسته له هغې رابلل کیږي چې د ولسمشر، بشر الاسد مخالفې ډلې، تحریر الشام د سوریې حلب ښار نیولی او د لا پرمختګ خبر یې هم ورکړی دی. -
سویلي کوریا! اجتجاج کوونکي د ولسمشر استعفا غواړي.
د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يول د بېړني پوځي حکومت له اعلانولو څو ساعته وروسته بېرته له خپلې دې پرېکړې په شا شوی دی.خو د نوموړي د پرېکړې سره د مخالفت څپې دومره پراخې شوې چې د دغه هېواد تر ټولو سترې سوداګريزې ټولنې چې شاوخوا يو ميليون غړي لري، ويلي، تر هغه به اعتصاب ته دوام ورکړي چې ښاغلي يون سوک يول له خپلې دندې استعفا نه وي کړې.
همدا ډول په زرګونو احتجاج کوونکي چې د پوځي حکومت له اعلان راهيسې په پلازمېنه سيول کې د پارلمان مخې ته راټول شوي هم د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.
د جنوبي کوريا پارلمان د سې شنبې په شپه د رايو په اکثريت د پوځي حکومت اعلانېدل رد کړل.
امريکا په جنوبي کوريا کې د پوځي حکومت د لغوه کېدو هرکلی کړی او وايي، په سيول کې له نژدې د وضعيت څارنه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د جنوبي کوريا د ولسمشر دغې پرېکړې هېښ کړي او په بشپړه توګه ترې ناخبره وو.
امريکا او جنوبي کوريا په سيمه کې دوه ستراتيژيک همکاران دي. شاوخوا ۳۰ زره امريکايي سرتېري د شمالي کوريا د ګواښ پر وړاندې د سيول ساتنه کوي.IMAGES
د سې شنبې په ورځ د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يول په يوه ناڅاپي ټلويزيوني وينا کې د پوځي حکومت اعلان وکړ.
نوموړي وويل، چې د شمالي کوريا د کمونيستي ځواکونو او د حکومت ضد عناصرو پر وړاندې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره پوځي حکومت اړين دی.
په جنوبي کوريا کې د پوځي حکومت اعلان د راتلونکي کال د بوديجې د لايحې په اړه د “خلکو ځواک” ګوند او اپوزسيون د ګوندونو تر منځ له اختلاف وروسته وشو.
د جنوبي کوریا دواړو مهمو ګوندونو د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت کړی.
د ډیموکراټ ګوند مشر، چې د حکومت مهم مخالف ګوند دی، د پوځي حکومت اعلان د اساسي قانون خلاف ګڼلی.
د خلکو د ځواک ګوند مشر، چې یون سوک یول یې غړی دی، د پوځي حکومت اعلان “ناسم” ګام بللی او ويلي يې وو چې ګوند به یې مخنیوی وکړي.
یون سوک یول له ۲۰۲۲ کال راهیسې د جنوبي کوریا ولسمشر دی او د ځينو جنجالونو او رسواييو له کبله په ټولپوښتنو کې کم شهرت لري.
د جنوبي کوریا په پارلمان کې ډېری څوکۍ د مخالفو استازو په واک کې دي، چې له دې امله ښاغلي یون د قوانينو په تصويب کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون له مخې، پارلمان کولای شي د رایو په اکثریت سره پوځي حکومت ړنګ کړي. له ۱۹۸۰ کال راهېسې دا لومړی ځل دی، چې په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلانېږي. -
د سوریې مخالف وسلهوال څوک دي؟
په سوریه کې د حکومت مخالفو وسلهوالو له کلونو وروسته خورا پراخ بریدونه پیل کړل. تر یکشنبې پورې دې وسلهوالو د سوریې د دویم لوی ښار حلب (پراخې سیمې) ونیولې او په سویل کې یې د حما سیمې پر لور پرمختګ کاوه.
همدا بریدونه د دې لامل شول، چې په سوریه کې دېره روسي هوايي ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته لومړی ځل پر حلب بمباري وکړي او د سوریې حکومتي ځواکونه له دې ښاره ووځي.
د دغو بریدونو مشري د هيئة تحرير الشام (ایچ ټي اېس) په نامه وسلهوالې ډلې وکړه، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له پخوا ښکېله ده. دا ډله په ۲۰۱۱ کال کې د جبهةالنصرة په نامه جوړه شوه، چې له القاعده سره یې مخامخ تړاو درلود.
د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم د دې ډلې په تاسیس کې ښکېل و.
دا له هغو اغېزناکو او خونړیو ډلو یوه بلل کېده، چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت پر ضد جنګېدل. د انقلابي جذبې پر ځای جهادي جذبه د دوی محرکه قوه بلل کېده او هغه مهال همدا داسې موضوع وه، چې د یاغیانو لوی ایتلاف او دوی تر منځ یو ځای کېدو ته خنډ بلل کېده.
په ۲۰۱۶ کال کې بیا د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په ډاګه له القاعده سره د تړاو پرې کولو اعلان وکړ، جبهةالنصرة یې منحل کړه او یو کال وروسته یې له نورو ورته ډلو سره د ټلوالې له جوړولو وروسته د هيئةتحرير الشام په نامه نوی سازمان جوړ کړ.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سوریې جګړې په هکله فکر کېده، چې پای ته رسېدلې. د دې هېواد په لویو ښارونو کې د ولسمشر بشارالاسد واکمنۍ ته هېڅ لوی ګواښ نه لیدل کېده، خو د سوریې ځینې برخې بیا د ده د حکومت له کنټروله وتلې وې.
په دې کې د سوریې په ختیځ کې د کردانو اکثریت سیمې هم راځي، چې د کورنۍ جګړې له پیله تر ډېره د سوریې مرکزي حکومت له کنټروله وتلې دي. په سویل کې هم په وقفې سره تاوتریخوالي دوام درلود. دا هغه سیمې دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې له همدې سیمې د بشارالاسد حکومت پر ضد پاڅون پیل شو.
د سوریې په سارايي سیمو کې بیا د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو د پټنځایونو له کبله اوس هم خلک له خطر سره مخامخېږي. په ځانګړې توګه دا خطر هغه وخت لا زیات شي، چې ځايي خلک په دې سیمو کې د خوراک یو ډول مرخېړي موندلو لپاره سارا ته وځي.
په شمال لوېدیځ ادلب کې بیا تر ډېره واک د هغو وسلهوالو ډلو دی، چې د جګړې له پیله مخکښ وو. ایچ ټي اېس چې په ادلب کې تر نورو برلاسې وسلهواله ډله ده، پر حلب یې ناڅاپي برید پیل کړ. سوریې حکومت تر څو کلونو هڅه کوله د ادلب کنټرول ترلاسه کړي او له همدې کبله هلته جګړه روانه وه. خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا د روسیې په منځګړیتوب چې له اوږدې مودې راهیسې د اسد حکومت ملاتړی دی او دغه راز د ترکیې په منځګړیتوب چې د یاغیانو ملاتړی هېواد دی، یو اوربند وشو، چې تر ډېره پر ځای پاتې و.
په دې ښار کې نژدې څلور میلیونه کسان اوسېږي. دا ډېری کسان د هغو سیمو اوسېدونکي وو، چې د بشار الاسد حکومت پوځیانو له ویجاړونکو جګړو وروسته بېرته ونیولې او اوسېدونکي یې ادلب ته وتښتېدل.
ادلب د خورا خونړیو جګړو له ډګرونو یو و او دغه راز په همدې ځای کې یاغیانو خورا ستره ماتې وخوړه. د بریا لپاره ولسمشر اسد یوازې پر خپل هغه پوځ تکیه نه شوی کولای چې وسلې او تجهیزات یې کم، مورال یې ټیټ او ډېری د جبري عسکري خدمت لپاره راوستل شوي وو. دوی به ډېر ژر تیت او پرک شول او تر ډېره وخته يې خپل سنګرونه کلک نشوی ساتلی.
د دې پر ځای نوموړي د روسیې پر هوايي ځواک تکیه ډېره کړه او دغه راز یې په ځمکنۍ جګړه کې تکیه تر ډېره پر هغو وسلهوالو ملېشو وه، چې د ایران پوځي مرستې ورسره کولې. په دې کې حزب الله وسلهوال هم وو. اوس داسې ډېر شکونه نه دي پاتې چې دا وروستیو کې په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو حزبالله ته زیان اړولی او دغه راز په سوریه کې پر ایراني پوځي قوماندانانو د اسرائیلو بریدونو په ادلب کې جهادي او یاغي وسلهوالې ډلې هڅولې دي، چې پر حلب یو داسې ناڅاپي برید وکړي، چې تمه یې نه کېده.
هيئةتحرير الشام ډلې له څه مودې راهیسې په ادلب کې خپل مرکزیت پیاوړی کړی او په دې سیمه کې یې د واکمنۍ واګې په لاس کې دي، خو د رسمیت موندلو هڅې یې له بشري حقونو د سرغړونې تورونو له کبله ټکنۍ پاتې دي.
دغه ډله له ځینو نورو وسلهوالو ډلو سره هم په تاوتریخوالي کې ښکېله پاتې شوې.
له ادلب هاخوا د دوی غوښتنې هم تر اوسه څرګندې نه دي. له القاعده سره له پرېکون وروسته د یوه پراخ خلافت رامنځته کولو پر ځای لکه داعش چې یې ناکامه هڅه وکړه، د یوه سخت دریځه اسلامي حکومت جوړولو لپاره د دې ډلې ټول پام یوازې پر سوریه ورټول دی. تر اوسه پورې دغې ډلې په پراخه کچه د سوریې کړکېچ بیا تازه کولو او یا هم د هېواد په ډېرو برخو کې د اسد حکومت واکمني ننګولو هڅې هم نه دي څرګندې کړې. -
د باغدرې بند د امکان سنجونې قرارداد له چینايي شرکت سره لاسلیک شو
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل شمال ته په کاپیسا ولایت کې د باغدرې بند لپاره د امکان سنجونې د مطالعاتو د ترسره کولو لپاره د مس عینک د مسو کان له چینايي قراردادي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړ.
دغه قرارداد چې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور او د چینايي قراردادي شرکت رئیس سن ونبینګ لاسلیک کړ، د بند لپاره جیوفزیکي او جیوتخنیکي مطالعات رانغاړي.
د ملي تلویزیون د راپور له مخې، منصور دغه پروژه د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ په برخه کې “یو مهم پرمختګ” وباله.
هغه د لاسلیک د مراسمو پر مهال وویل: “دا پروژه به د افغانستان او چین ترمنځ د شراکت یو مهم پړاو وي.”
د قرارداد له مخې، چینايي شرکت ژمنه کړې چې د اوبو او انرژۍ د وزارت په همکارۍ به د امکان سنجونې او تخنیکي ارزونو کارونه په اته میاشتو کې بشپړ کړي.
د انرژۍ وزارت چارواکو د باغدرې بند د پروژې مالي ارزښت نه دی څرګند کړی، او د دوی تر ادارې لاندې په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو لپاره د مالي تمویل جزئیات هم مبهم پاتې دي.
په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د دې بند د جوړولو لګښت شاوخوا ۵۶۰ میلیون ډالره اټکل کړی و، چې تمه وه د نړیوال بانک له لوري تمویل شي. خو دغه پروژه د پلان جوړونې له مرحلې وړاندې پرمخ نه لاړه.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند چې د پنجشیر او غوربند پر سیندونو جوړېږي، له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میګاواټه پورې د بریښنا د تولیدولو لپاره ډیزاین شوی و. -
کام اییر هوايی شرکت د کابل – دوحې ترمنځ الوتنې پیلوي
کام اییر خصوصي هوايي شرکت وايي چې د کابل – دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي.
دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل – دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې به د دسمبر په ۱۷ مه له کابل څخه دوحې د دوی د یوې الوتکې په الوت پیل شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د افغانستان او بهرنیو هیوادونو ترمنځ ټولې الوتنې وځنډول شوې خو په وروستیو دوو کلونو کې د سیمې د هیوادونو ځینو هوايي شرکتونو کابل او د افغانستان څو نورو ښارونو ته الوتنې بیا پیل کړي دي. -
افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلونو درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله
افغانستان نن د کرېکټ ۱۹ کلونو درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او دا لوبلړۍ یې وګټله.
د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته په ۵۰ اورونو کې د ۲۵۱ منډو هدف ټاکلی و.
خو پاکستان په ۴۸ اورونو کې یوازې ۲۲۹ منډې وکړې او هدف یې تر لاسه نه شو کړای.
د افغانستان له لوري نورستاني عمرزي او نصیرخان معروفخېل دوه دوه، عبدالعزیز، خاطر ستانکزي، الله محمد غضنفر او عزېر نیازي یو یو پاکستانی توپوهونکی وسوځاوه.
برکت ابراهیمزي د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. هغه نن په ۹۰ توپونو ۷۹ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري هارون ارشد تر ټولو ډېرې ۷۰ او ورپسې شاهزیب خان ۵۳ منډې وکړې.
په دغه لوبو کې لومړی د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړای شوې او پاکستان ته یې ۲۵۱ منډې هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې برکت ابراهیمزي وکړې او ورپسې نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل شینوزاده ۴۱ منډې وکړې.
د لوبې پر مهال افغان لوبډلې د شلو اورونو پای ته له رسېدو سره خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۷۸ منډې یې جوړې کړې وې.
خو وروسته لوبغاړو د وېکټې ساتنې هڅه وکړه او تر ۴۴ اووره یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې.
د برکت ابراهیمزي توپوهنې او تر څنګ یې د نظیف الله امیري ملګرتیا د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې ‘رن رېټ’ ښه او پاکستان ته د نسبتاً لوړ هدف په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.
د پاکستان ۱۹ کلونو لوبډلې له لوري علي رضا او عبدالله سبحان د افغانستان لوبډلې درې درې او عمر زېب او فضل الحق یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو د درې اړخيزې لوبلړۍ په پايلوبه کې افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړای شوې. په دې توګه افغان لوبډلې پاکستان ته ۲۵۱ منډې هدف وټاکه.
دیادونې وړده چې په افغان لوبډله کې د محبوب تسکين په مشرۍ فيصل شينوزاده، عزير الله نيازی، برکت ابراهيمزی، حمزه عليخېل، نظيف الله اميري، نصير معروفخېل، عبدالعزيز، خاطر ستانکزی، الله محمد غضنفر او نصرت نورستانی غوره شوي وو. -
په ازبکستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا سیمه ییزه غونډه
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف، اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې سره راټول شوي چې د سیمې پر مهمو مسلو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي سعیدوف په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي کاها ایمانادزه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا، او همداراز د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون کړی.
هغه لیکلي: «منځنۍ آسیا د ازبکستان د بهرني سیاست په لومړیتوب کې پاتې ده.»
سعیدوف د سیاسي خبرو اترو د پراختیا، اقتصادي ادغام، چاپیریالي همکاریو، ترانسپورتي اړیکو او د خلکو ترمنځ اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمهییزې همکارۍ اړوند بحثونه وو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ترانسپورتي او سوداګریزو اړیکو د ښهوالي، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د ملتونو او ټولنو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
دغه بحثونه د ګډو ننګونو د هوارولو لپاره په ځانګړي ډول د افغانستان د سیاسي او اقتصادي حالاتو په بدلېدونکي وضعیت کې د همغږو هڅو پر زیاتېدونکي اهمیت هم ټینګار کوي. -
د ډرون عصر دی، احمقان لا هم په جټ الوتکو پسې دي
امریکایي میلیاردر ایلن مسک، چې د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا د فدرالي حکومت د لګښتونو د کمولو د ادارې چارې ورسپارل شوي، د نوومبر په ۲۵مه اعلان وکړ چې عصري جنګي جټ الوتکې نورې ګټورې نه دي او بې پېلوټه الوتکې یا ډرونونه د هوايي جګړو راتلونکې دي.
هغه په یوه پوسټ کې چې په خپله خواله رسنۍ “ایکس” کې یې خپور کړې، لیکلي: «د ډرونونو په دې عصر کې د پېلوټ لرونکو جنګي جټ الوتکو وخت پای ته رسېدلی، او دا یوازې د پیلوټانو د مړینې سبب ګرځي.»
ښاغلي مسک په ځانګړي ډول پر ایف-۳۵ جنګي جټ الوتکو انتقاد وکړ، چې د امریکایي شرکت لاکهیډ مارتین له خوا جوړې شوي او له ۲۰۱۵ کال راهیسې د متحدو ایالتونو په پوځ کې کارول کېږي.
هغه د سلګونو ډرونونو یوه ویډیو خپره کړه چې په همغږي ډول یې په آسمان کې حرکت کاوه، او ورته لیکلي یې دي: «په همدې وخت کې ځینې احمقان لا هم پېلوټ لرونکي جنګي جټ الوتکې لکه ایف-۳۵ جوړوي.»
ایف-۳۵ جټ، چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه ګڼل کېږي، د پټ پاتې کېدو وړتیا لري او د معلوماتو د راټولولو لپاره هم کارول کېدای شي. خو ویل کېږي چې ځینې تخنیکي ستونزې لري.
مسک وايي چې دا ډیره قیمتي او پېچلې الوتکه هیڅ کار په سم ډول نه کوي خو د سویس د زوریخ د فدرالي تکنالوژۍ د انستیتیوت څېړونکی مایورو ګیلي وايي، الیکترونیکي وسایل سبب شوي چې دا الوتکه ګرانه تمامه شي.