د روغتيا نړيواله اداره وايي، د اسرائيلو پوځ د غزې په شمال کې وروستی لوی روغتون له کاره غورځولی دی.
د دې ادارې په وينا د جمعې په ورځ د اسرائيلو د پوځ په بريد کې د کمال عدوان روغتون اصلې برخې سختې سوځېدلې او ويجاړې شوې دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتيايي چارواکو د شنبې په ورځ وويل، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتيايي برخې کارکوونکي هم نيول شوي دي.
د روغتون مشر ډاکتر حسام ابوصفيه له لومړنیو کسانو و چې د جمعې ورځې د اسرائيلو هوايي بريد کې يې د شاوخوا ۵۰ تنو د وژل کېدو اعلان وکړ.
د روغتيا نړيوالې ادارې د هغو ناروغانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې چې له روغتونه وتلو ته اړ شوي دي.
بل پلو اسرائيل وايي حماس دغه روغتون د خپل قوماندې د مرکز په توګه کاراوه خو په دې اړه يې شواهد نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل نړيوالو رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې په مستقله توګه غزې ته ولاړ شي.
د ياد روغتون کارکوونکو ويلي، د اسرائيلو له بريدونو وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول دوی د اسرائيلو پوځ په زور له دې ځايه ايستلي دي.
د اسرائيلو پوځ د جمعې په ماسپښين وويل چې دوی د روغتون په سیمه کې عمليات ترسره کوي او دا ځای يې د “حماس د ترهګرو مرکز” بللی و.
له عملياتو وړاندې اسرائیلي پوځ ويلی وو، چې ملکي وګړو، ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو ته يې د وتلو لاره برابره کړې وه.
په غزه کې د جګړې په پیل کې اسرائیلو ژمنه وکړه چې د حماس واکمني او پوځي وړتیاوې به له منځه وړي. د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو او نورو لخوا د باور وړ ښکاري د جګړې له پیله، تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ډېره برخه یې بېځایه شوي دي او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته شوې ده.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
د غزې شمال کې وروستی لوی روغتون د اسرائیلو د بريد له امله تړل شوی
-
د نړۍ تر ټولو چټک ریلګاډی به په راتلونکي ۲۰۲۵ کې حرکت پیل کړي
د انټرېسټنګ انجنیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، داسې ښکاري چې چین په وروستیو کې د CR450 د سریع السیر یا ایکسپریس ریلګاډي ازموینه کړې ده.
دا د نړۍ تر ټولو تېز تجارتي ریلګاډی دی، چې تمه کېږي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې فعالیت پیل کړي. د دې ریلګاډی ازمایښتي سرعت په ساعت کې۴۵۰ کیلومتره دی، چې مخکې يې له تیانجین څخه بیجینګ ته د ازمېښت راپور ورکړل شوی و.
دغه ریلګاډی له اړخه یا له څنګه د یوه غشي په څېر ښکاري او د هغه مخ د یوې ګولۍ په څېر جوړ شوی دی چې کوچنۍ زاویه لري. بل لور ته، د کنټرول کوټه یې په ښکلو څراغونو سمبال ده.
تېره میاشت د CR450AF-0001 ریلګاډي د ازموینې یوه ویډیو خپره شوه، خو تازه تصویرونه ښیي چې CR450 ۸ واګونونه او یو سریال نمبر لري.
CR450 د چین وروستی ډیزاین شوی سریع السیر ریلګاډی دی، چې په تجارتي حالت کې په ساعت کې په ۴۰۰ کیلومتره سرعت سره حرکت کولای شي. نوی ماډل CR450 د CR400 په پرتله شاوخوا ۱۲ سلنه سپک دی، ۲۰ سلنه لږ انرژي مصرفوي او د هغه د بریک سیسټم ۲۰ سلنه ښه شوی دی.
چین ادعا کوي چې د نړۍ د ریلګاډي تر ټولو لویه سریع السیر شبکه یې جوړه کړې، ترڅو د خلکو د زیاتېدونکي اړتیا لپاره مناسب او آرام ټرانسپورټ برابر کړي. د دې هېواد د د سریع السیر ریللارې اوږدوالی تر ۴۵ زره کیلومترو زیات دی. -
په سوريه کې به وسله والې ډلې منحل او له پوځ سره به یو ځای شي.
د سوريې مشر احمد الشرع وايي، ټولې وسلې به د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې وي چې په وينا يې په هغو کې د کوردانو وسلې هم شاملې دي.
نوموړي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره له کتنې وروسته يوې خبرې غونډې ته وويل، چې “وسله والې ډلې به ډېر ژر منحل او د سوريې له نوي پوځ سره يو ځای شي” خو د دې لپاره کړنې لپاره يې کره نېټه اعلان نه کړه.
د ترکيې لومړي وزير ټينګار وکړ چې سوريايي وګړو په يوازې توګه بشار اسد نسکور کړ او د هيئت تحرير الشام ډلې مشرانو ته يې وويل، “دا بريا يوازې ستاسو ده او د بل هېچا نه ده، سوريې ستاسو د سرښندونو له دې تاریخي فرصت ګټه پورته کړې ده.”
ترکيه د تحرير الشام ډلې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يې په سوريه کې واک تر لاسه کړ، اصلي ملاتړې بلل کېږي.
دا کتنه د دمشق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، ښاغلي الشرع چې په ابومحمد الجولاني مشهور و، د پخوا خلاف دا ځل د پوځي جامو پر ځای په درېشي او نېکټايي کې راڅرګند شو.
دا د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته پلازمېنې دمشق ته د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير دويم سفر دی. -
سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست
سعودي عربستان په یوه خبرپانه کې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیسته.
یاد سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: « افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د لېوالتیا پر اساس» دا پرېکړخ وشوه چې سعودي عربستان به د ډسمبر په ۲۲ مه په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیزي.”
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست احمد شکېب افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير سره کتلي دي.
شکېب په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، افغانانو ته د ويزو د ورکړې پر بهير او پر يو شمېر نورو اړينو مسأيلو خبرې کړې دي. -
نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې نن د ډسمبر په ۲۳ مه په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي.
د عامې روغتیا وزرات وایي، چې دغه کمپاین به د ډسمبر تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۴،۸ میلیونه له پنځو کلنو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د معلوماتو له مخې دا کمپاین به کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.
دغه کمپاین د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي پکې موجوده ده. -
په جرمني کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر خېژول شوی، دوه کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان دي
د جرمني په ختیځ ښار ماګدیبورګ کې ځايي چارواکي وايي، د خلکو ګڼې ګوڼې ته د یوه موټر ننوتو له کبله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.
دا پېښه چې د ځايي مسوولینو په خبره یو برید ښکاري، د کرسمس (عیسویانو اختر) په یوه ځانګړي بازار کې رامنځته شوي.
د ځايي پولیسو خبري شبکې ایم ډي ار د رپوټ له مخې دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په پېښه کې ۸۶ کسان ټپیان شوي، چې د ۱۵ تنو روغتیايي وضعیت خواشینونکی دی.
د ساکسونې-انهالت ایالتي مشر د پېښې ځای کې خبریالانو ته وویل، مشکوک بریدګر چې نیول شوی دی، ۵۰ کلن سړی دی، د سعودي عرب تابعیت لري، په ۲۰۰۶ کې جرمني ته راغلی او د یوه ډاکتر په توګه یې دنده درلوده.
د نوموړي په وینا تحقیقات ښيي، چې بریدګر دا برید په یوازې سر کړی او په وینا یې د ټپیانو شمېر ته په کتو سره د مړینې شمېر زیاتېدو احتمال نه ردوي.
د پېښې ځای کې اخیستل شوي تصویرونه ځینې کسان ښيي، چې پر ځمکه پراته دي او د بېړنیو خدمتونو ادارو ګاډي د پېښې ځای کې ولاړ دي.
ځايي پولیس وايي، د پېښې په سیمه کې ”پراخ عملیات” روان دي. په یوه ناتائید شوې ويډیو کې یو موټر لیدل کېږي، چې په چټکۍ سره د بازار په منځ کې د روان خلکو منځ ته ننوځي.
د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د ماګدیبورګ ښار یوه ویندوی له قوله ویل شوي، په سیمه کې ټول روغتونونه د ”تلفاتو یوې لویې پېښې” ته چمتوالی کوي.
د جرمني صدراعظم (چانسلر) اولاف شولز وايي، له ماګدیبورګه راغليو رپوټونو ”د ناوړه وضیعت په هکله ویره راسره پیدا کړې ده.”
نوموړي زیاته کړه: ”له قربانیانو او د دوی له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوم. موږ د دوی تر څنګ ولاړ یو او د ماګدیبورګ ښار د ټولو اوسېدونکو تر څنګ یو. زه په دې سختو ساعتونو کې د بېړنیو خدماتو او مرستندویانو مننه کوم.”
دا لومړی ځل نه دی، چې په کرسمس بازار کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.
له دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د تونس انیس امیري چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې عریضه کړې وه او له اسلامي دولت نومې ډلې سره یې تړاو درلود، د برلین په کلیسا بازار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه لارۍ خېژولې وه، چې پایله کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او ۴۹ نور ټپیان وو.
له هغې پېښې دوه کاله وروسته د فرانسې ستراسبورګ ښار کې یوه ټوپکوال د کرسمس بازار پر مشتریانو ډزې وکړې، پنځه کسان یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل. بریدګر بیا دوې ورځې وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. -
پوتین د اوکراین د جګړې پای لپاره ټرمپ سره خبرو ته چمتووالی وښود
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي، د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره د اوکراین جګړې پایته رسولو په تړاو خبرو ته چمتو دی.
ټرمپ چې، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې امریکا کې واک تر لاسه کړي، ژمنه یې کړې، چې د اوکراین جګړه به پای ته رسوي.
پوتین د روسیې خلکو ته د سوال او ځواب په کلنۍ غونډه کې ویلي، له ټرمپ سره کتنې ته چې په خبره یې، له کلونو راهیسې یې ورسره نه دي کتلي چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د نوي حکومت جوړولو بهیر روان دی، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، چې یوازې د اوقیانوس بحر د سیمو ترمینځ اتحاد (ټرانس اېټلانټېک الاینس) په اوکراین کې جګړه درولای او سوله پر ځای کولای شي.
د نوموړي اشاره د امریکا او اروپا اتحاد ته وه، چې د اوقیانوس سمندر دواړو خواوو ته پراته دي.
په برسلز کې غونډه په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین ښارونه او بېخبنا په دوامداره توګه د روسیې د بې پیلوټکه الوتکو او توغندیو تر بریدونو لاندې دي او د دې ترڅنګ د وسلو او سرتېرو له کمښت سره مخامخ د اوکراین پوځ د هغه هېواد په ختیځ کې د روسیې د چټک پرمختګ د مخنیوې په ترڅ کې له زیاتېدونکو مشکلاتو سره مخامخ دی. -
د اسلامي امارت لوی درستیز؛ افغانان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري
د اسلامي امارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي.
د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.
یاد وزارت ویلي: « افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري، څو په لوړ همت د خپلو خلکو خدمت وکړي.»
فطرت دا خبرې د طبي علومو په علمی او مسلکی اکادمۍ کې کړې دي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کابو یوه میاشت کېږي اسلامي امارت د نجونو پر وړاندې یواځینۍ د طبي زده کړو دروازه هم بنده کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، اسلامي امارت نجونې په څلورو دیوالونو کې ایسارې کړې دي چې دا پریکړې د ژورخپګان د اخته کیدو سبب شوې. -
اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې لسګونه هوايي بریدونه کړي
په سوریه کې د بشري حقونو څار یو سازمان، چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو څار دغه سازمان وايي، په دې بریدونو کې د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه په نښه شوي دي. اسرائیل وايي، دا بریدونه یې ځکه کړي، چې د سخت دریځو وسله والو لاسونو ته د وسلو لوېدو مخنیوی وشي.
دغه سازمان وايي، په برزه سیمه کې د ساینسي څېړنو پر یوه مرکز برید شوي دي. موږ د هغه ځانګړي ساینسي په هکله نه پوهېږو چې په برزه سیمه کې پرې بمباري شوې ده.
خو په ۲۰۱۷ کال کې داسې اسناد موندل شوي وو چې ، په برزه کې یې د سانیسي علومو او څېړنو مرکز (اېس اېس ار سي) یوې څانګې په تړاو و، چې کیمیاوي وسلې یې چمتو کولې. د دغه سازمان د مسوولینو په وینا په ۲۰۲۴ کال کې په سوریې کې د اسرائیلي بمباریو له کبله ۴۱۶ سرتېري وژل شوي دي.
بل لور د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د بشار الاسد حکومت له ړنګېدو وروسته د دې هېواد پر وضعیت د غور لپاره غونډه کوي. د اېس او اېچ ار مسوولینو په وینا اسرائیلي الوتکو له تېرو دوو ورځو راهیسې په سوریه کې سلګونه بریدونه کړي دي، چې په دمشق کې پر هغه ځای برید هم پکې شامل دی، چې ایراني ساینسپوهانو پکې توغندي چمتو کول.
دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو اړوند ماهرینو په سوریه کې واکمنو ته خبرداری ورکړی، چې د مشکوکو کیمیاوي وسلو د خوندیتوب په تړاو باید ډاډ ترلاسه کړي.،GETTY IMAGES
د نړیوال بشري قانون له مخې د څرګند پوځي هدف په شتون کې هم د کیمیاوي وسلو کارول ممنوع چاره ده، ځکه د دې وسلو هیئت داسې دی، چې توپیر نه شي کولای. دا معلومه نه ده، چې سوریه څومره کیمیاوي وسلې لري، خو داسې باور شته، چې مخکیني ولسمشر بشار الاسد د دې ډول وسلو زېرمې درلودې او نوموړي چې په دې هکله کومه اعلامیه درلوده، هغه بشپړه نه وه.
سوریې د کیمیاوي وسلو ممنوعیت سازمان (او پي سي ډبلیو) هوکړه په ۲۰۱۳ کال کې د پلازمېنې دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلې له یوه برید وروسته لاسلیک کړه، چې زهرجن ګاز پکې شامل و او له کبله یې له ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول. د هغې پېښې تصویرونو نړیواله ټولنه وبوږنوله.
لوېدیځو قدرتونو هغه مهال ویل، چې داسې برید یوازې حکومت کولای شي، خو بشار الاسد یې پړه پر اپوزېسیون اچوله. د او پي سي ډبلیو له هوکړې او د هغو ټولو ۱۳۰۰ ټنه کیمیاوي موادو له ویجاړولو سره سره چې اسد حکومت یې شتون منلی و، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو بریدونه لا هم کېږي.
د بي بي سي شننې له مخې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د سوریې په کورنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۶ ځله کیمیاوي وسلې کارول شوې دي. -
محمد جولاني، څوک دی او له کومو ننګونو سره مخامخ دی؟
د هیئت تحریر الشام مشر محمد جولاني، له دې وروسته چې اسلامپاله ځواکونه په سوریه کې بریالي شول، د دې هېواد پر یوه تر ټولو مهمه څېره بدل شوی دی. آیا هغه د سوریې راتلونکی جوړولی شي، یا د هغه تېرې تېروتنې به د دې لارې لپاره لوی خنډ وي؟
د سوریې د ولسمشر بشار اسد نسکورول هغه هدف و چې ابومحمد الجولاني د هغه لپاره په کلونو مبارزه وکړه. اوس، له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته، د هغه تر مشرۍ لاندې اسلامپال ځواکونه دمشق ته ننوتي او دغه ښار یې “ازاد” اعلان کړی. دا پېښه د سوریې په معاصر تاریخ کې یو مهم ټپال دی، خو د سوریې د راتلونکي او د جولاني د رول په اړه ډېرې پوښتنې پاتې دي.
د محمد الجولاني په وینا، د اسد د رژیم ماته ناشونې وه. ده د بشار اسد د رژیم له نسکورېدو څو ورځې مخکې له سي این این سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د رژیم د ماتې تخمونه له هماغه پیله په دې رژیم کې موجود وو… ایرانیانو هڅه وکړه چې رژیم ته بیا سا ورکړي او وخت یې وغځوي، وروسته روسانو هم د ملاتړ هڅه وکړه. «خو حقیقت دا دی: دا رژیم مړ دی.»
دا څرګندونې د جولاني د ځواکونو د بریا او د بشار اسد د دورې د پای ته رسېدو په اړه د ده اعتماد ښيي. سره له دې، دا پوښتنه پاتې ده چې آیا دا بریا کولی شي په سوریه کې د ثبات او بیا رغونې پیل شي، یا هېواد به لا هم له نویو شخړو او ستونزو سره مخامخ وي؟
د ابومحمد الجولاني تر مشرۍ لاندې هیئت تحریر الشام ډله پخوا د سوریې د القاعدې څانګه وه. الجولاني د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د جبهه النصره مشري وکړه او هماغه مهال مشهور شو. خو په تدریج یې هڅه وکړه چې د ځان په اړه تصویر بدل کړي.
الجولاني خپله جهادي لونګۍ پرېښوده او پر ځای یې د نظامي یونیفورم اغوستلو ته مخه کړه. په ۲۰۱۶ کې له یې القاعده سره د اړیکو له پرې کولو وروسته، هڅه وکړه چې ځان معتدله سیاسي څېره وښيي. خو له دې سره سره، ډېری لوېدیځ هېوادونه او کارپوهان لا هم هیئت تحریر الشام ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
جولاني، چې اصلي نوم یې احمد الشرا دی، په سعودي عربستان کې زېږېدلی دی. کورنۍ یې د جولان د لوړو اوسیدونکې وه او د اسد د رژیم له مخالفانو څخه وه. پلار یې د سیاسي فعالیتونو له امله کلونه په سوریه کې په زندان کې و او بیا جلاوطنۍ ته اړ شو.
په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغله وروسته ځوان جولاني له سوریې څخه ووت او په عراق کې له القاعده سره یوځای شو، ده هلته پنځه کاله بند تېر کړ. کله چې د ۲۰۱۱ کال له انقلاب سره هممهاله د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، جولاني بېرته خپل هېواد ته راغی او جبهة النصره یې تاسیس کړه، چې وروسته هیئت تحریر الشام شو.
له ۲۰۱۶ کال راهیسې، الجولاني هڅه کړې چې خپل ځان د القاعده او داعش په څېر له نورو افراطي ډلو څخه جلا کړي. هغه په ۲۰۱۵ کال کې په یوه مرکه کې وویل چې د داعش خلاف، پر لویدیځ د برید نیت نه لري او حتا د اسد د حکومت له نسکوریدو وروسته له علوي اقلیت څخه د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
په دې ترڅ کې، هیئت تحریر الشام په ادلب ولایت کې د ملکي حکومت د جوړولو هڅه کړې ده. خو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ډلو په وینا، دغه ډله په جنګي جنایتونو او د مخالفانو په ځپلو تورنه ده.
محمد جولاني اوس د پام په مرکز کې دی. ډېر سوریه وال حتا د اسد سیکولرو مخالفانو، د هغه د ځواکونو په پرمختګ خوشالي کړې او دا یې د سوریې لپاره بری بللی دی. خو لا هم د سوریې راتلونکې او د الجولاني د رول په اړه ګڼې پوښتنې پاتې دي.
جولاني پخوا د القاعده په شان ډلو سره نژدې اړیکې لرلې. د امریکا له لوري تر تعقیب لاندې و او د ده د نیولو لپاره یې ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې ده.
ده ته په ورپېښو ننګونو کې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره اړیکې، د ازادو شویو سیمو کنټرول او ساتنه او د نړیوالو اړیکو مدیریت شامل موضوعات دي.
ایا هغه به وکولی شي له دې ننګوتو سره مقابله وکړي او سوریه ثبات ته ورسوي؟ او که یا د هغه تېرې تېروتنې به د هغه پر راتلونکي سیوری وغوړوي؟ وخت به دا ټولې پوښتنې ځواب کړي.
محمد الجولاني له سيایناین سره په خپله مرکه کې په دې خبرې ټینګار کړی و چې د بهرنیو ځواکونو وتل د سوریې لپاره اړین دي. هغه په سوریه کې د امریکا، ترکیې، روسیې، ایران او د ایران د نیابتي وسلهوالو ځواکونو پر شتون نیوکه وکړه او ویې ویل: «زه فکر کوم چې کله دا رژیم نسکور شي، دا مسئله به حل شي او بیا به په سوریه کې د هېڅ بهرني ځواک اړتیا نه وي.»
دا څرګندونې د جولاني هغه لیدلوری ښیي چې د سوریې راتلونکی له بهرنۍ مداخلې پرته تصوروي. خو هغه ننګونې چې ورته پرتې دي، لکه له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره اړیکې، کولی شي د دې غوښتنې د پلي کېدو احتمال پېچلې کړي.
محمد جولاني په خپله مرکه کې د اسد د کورنۍ پر واکمنۍ نیوکه وکړه چې له ۱۹۷۱ کال راهیسې په سوریه کې واک په لاس کې لري. هغه وویل: «سوریه داسې حکومت ته اړتیا لري چې پر اساسي ادارو ولاړه وي، نه داسې نظام چې په هغه کې یو واکمن په خپل سر پرېکړې کوي.»
ده د اسد د رژیم د کلونو ظلم ته په اشارې وویل: «د قدرت د ساتلو لپاره په دې کلونو کې رژیم سلګونه زره کسان وژلي، مخالفان یې زندانونو ته اچولي او میلیونونه کسان یې په بېرحمانه توګه بېځایه کړي دي.»
جولاني د هېواد د جوړښت په بنسټیز بدلون ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ د یوې سترې پروژې په اړه خبرې کوو؛ د سوریې د بیا جوړونې په اړه. هیئت تحریر الشام یوازې د دې خبرو یوه برخه ده او کېدای شي په هر وخت کې له منځه ولاړ شي. دا ډله موخه نه ده، بلکې وسیله ده ترڅو د دې رژیم پر وړاندې مبارزه وشي.»
اوس، څو ورځې وروسته له هغې چې جولاني له سيایناین سره مرکه وکړه، د اسد رژیم نسکور شوی دی او د جولاني د ژمنو د پوره کېدو لپاره لار پرانیستل شوې ده. وخت به وښيي چې هغه به خپلې ژمنې پوره کړي که نه.