د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ یې یوه کاري ډله جوړه کړې ده، چې موخه یې د کروندګرو ملاتړ او د بدیلو کښتونو ورکړه ده چې په دې برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ناستې دوام لري. عثماني وایي چې افغانستان په کال کې۷ مېلیونه ټنه غنمو اړتیا لري او زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې په کال کې ۵ مېلیونه ټنه غنم تولیدیږي او هېواد د غنمو د تولید له پلوه ځانبسیاینې ته نږدې شوی دی. د دغه وزارت مرستیال څرګندوي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د حبوباتو تولید هم له ۹۶ زره ټنو ۱۲۷ زره ټنو ته لوړ شوی دی.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
د قوش تیپې کانال د دویم فاز چارې په چټکۍ پرمخ روانې دي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې ۸۷ سلنه چارې بشپړې شوې دي. د دې شرکت مسوولین زیاتوي، چې د دې کانال د سربند چارې هم د ۷۵ سلنه په اندازه بشپړې شوې دي. دوی زیاتوي، چې د قوش تېپې کانال پروژه د دوی په کاري لومړیتوبونو کې ده او د کارونو چارې یې په منظم ډول سره پر مخ روانې دي. د خصوصي سکټور غړي هم د ملي پراختیا شرکت څخه د دې پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه پانګوال دې پروژې ته څیرمه پانګونه وکړي.
-
ټرمپ زېلېنسکي تورن کړ چې د “درېیمې نړیوالې جګړې قمار وهي”
د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې له ترینګلتیا د ډکې لیدنې پر مهال لفظي ناندرۍ رامنځته شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر هم پکې ښکېل و.
ډونلډ ټرمپ د دې لیدنې پر مهال ولودیمیر زېلېنسکي ته خبرداری ورکړ چې یا دې هوکړه وکړي او یا دې د امریکا پر مرستو نور حساب نه کوي.
زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال سره د لېدنې پر مهال ویلي، له ولادیمیر پوتین سره باید “هېڅ جوړجاړی” ونه شي.
هغه همدا راز د سولې مذاکراتو پیلولو لپاره “تضمینونه” هم وغوښتل.
ډونلډ ټرمپ ومنله چې هېواد به یې اوکرایین ته وسلې ورکړي، خو ویې ویل هیلهمن دی چې سولې ته په رسېدو سره به ډېرې وسلې ته اړتیا نه وي.
هغه ښاغلی زېلېنسکي ته دا خبرداری هم ورکړ چې “د دریېمې نړیوالې جګړې قمار” ته دې لمن نه وهي.
د اوکرایین ولسمشر هیلهمن دی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو په لړ کې به خپل هېواد ته د یوه ډول امنیتي تضمین په ترلاسه کولو بریالی شي. دی غواړي چې همدغه تضمین باید د مذاکراتو له لارې د سولې د هرې ممکنه هوکړې بنسټ وي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس ښاغلي زېلېنسکي ته وویل چې “تاسې د دې لېدنې پر مهال ان یو ځل هم له امریکا د مرستو له کبله مننه ونه کړه.”
ټرمپ د رسنیو پر وړاندې د دغو توندو خبرو له تبادلې وروسته وویل: “ډېره ښه ده چې د امریکا خلک دا کتنه ګوري.”
هغه د اوکرایین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته په خپله خواله رسنۍ ‘تروت سوشیل’ ولیکل: “موږ نن سپینه ماڼۍ کې یوه ډېره معناداره ناسته درلوده… زه دې پاېلې ته ورسېدم چې ولسمشر زېلېنسکي د امریکا د مرستو په صورت کې سولې ته چمتو نه دی، ځکه نوموړی داسې انګېري چې زموږ مرستې په مذاکراتو کې د ده په ګټه پرېوځي. امریکا داسې څه نه غواړي… هغه چې هر وخت سولې ته چمتو شي، سپینې ماڼۍ ته راګرځېدای شي.”
ټرمپ د اوکرایین ولبسمشر تورن کړ چې د درېیمې نړیوالې جګړې قمار وهي
سيبياېس تلویزیوني شبکې ویلي، د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو تر دې لانجمنې غونډې وروسته له اوکراییني پلاوي غوښتي چې له سپینې ماڼۍ ووځي.
ټاکلې وه دواړه ولسمشران په یوه ګډ خبري کنفرانس کې هم راڅرګند شي، خو دا کنفرانس لغوه شوه.
د اوکرایین ولسمشر له ډونلډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال هغه ته د جګړې له تاوتریخوالي ډک عکسونه وښودل او ویې ویل: “فکر کوم ولسمشر زموږ تر څنګ دی.”
ټرمپ اوکرایین ته د وسلو استولو په تړاو د بيبيسي د خبریال د پوښتنې په ځواب کې تایید کړه، چې وسلې واستوي.
خو هغه وویل: “موږ د وسلو په لېږلو نه، د جګړې په پای ته رسولو فکر کوو.”
نوموړي زیاته کړه: “ځواب هو دی. خو موږ هیلهمن یو چې اړ ونه اوسو چې ډېره وسله واستوو – ځکه سترګې مو دې ته دي چې ژر یې پای ته ورسوو.”
د امریکا او اوکرایین ولسمشرانو د لیدنې ځای ته تر ننوتلو مخکې یو بل سره کلک ستړي مشي وکړل.
خو خبریالان وايي، د ښاغلي ټرمپ لخوا د زېلېنسکي هرکلی هغومره تود نه و چې په تېرو څو ورځو کې یې د فرانسې د ولسمشر ایمانېول مکرون او د بریتانیا د لومړي وزیر سر کېیر سټارمر کړی و.
ډونلډ ټرمپ پنجشنبه سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا لومړي وزیر سره وکتل.
تر دې مخکې چې دواړه مشران سپینې ماڼۍ ته ننوځي، خبریالانو له ډونلډ ټرمپ وپوښتل چې ولادیمیر پوتین ته څه پیغام لري، خو هغه دا پوښتنه بې ځوابه پرېښوده.
ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره له ترینګلتیا تر دې ډکې لیدنې وروسته په داسې حال کې چې د فلوریډا پر خوا روان و، خبریالانو سره خبرو کې ادعا وکړه چې زېلېنسکي غواړي “همدا اوس” سپینې ماڼۍ ته راوګرځي، خو د نوموړي په خبره دا د ټرمپ لپاره مناسب وخت نه دي.
هغه زیاته کړه چې د “سملاسي” اوربند امکان شته دی.
په داسې حال کې چې د امریکا او اوکرایین د ولسمشرانو ترمنځ لیدنه روانه وه، له اوکرایین رپوټونه وايي چې روسیې د دغه هېواد په دویم ستر ښار ‘خارکیف’ د ډرونونو برید کړی.
د خارکیف ښاروال ایهور ترېخوف ویلي، چې برید د ښار پر استوګنیزه سیمه شوی او دا چې په یوه روغتون کې اور لګیدلی.
تر اوسه په دغه برید کې اوښتې مرګژوبلې جزییات روښان نه دي. -
افغان لوبډلمشر وایي د انګلنډ خلاف له نوي پلان سره لوبه کوي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د چمپینز ټرافي سیالیو دویمه لوبه نن له انګلنډ سره کوي، دا سیالي د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.
افغانستان او انګلنډ د چمپینز ټرافي سیالیو خپلې لومړۍ لوبې بایللې او نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره دا لوبه دواړو ته برخلیک ټاکونکې ده.
له دې مهمې لوبې مخکې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې انګلنډ پیاوړې لوبډله وبلله خو ټینګار یې وکړ چې ” دوی به یې پر وړاندې له نوي پلان سره لوبېږي.”
حشمت الله شهیدي د نوي پلان په جزییاتو ډېر څه ونه ویل خو ادعا یې وکړه چې ” انګلنډ ورو بالران ښه نه شي لوبولی نو ځکه ډېره تمه ده چې افغانستان ښه پایله ولري.”
ښاغلي شهیدي همدا راز د لاهور لوبغالی خپلو توپوهونکو ته ښه جوړ وباله او ” ډاډمن دی چې دلته به ټول لوبغاړي ښه وځلېږي.”
افغانستان او انګلنډ د اي سي سي له لورې له تر سره کېدونکو جامونو ور هاخوا کله خپل منځي لوبې نه دي کړي او په نږدې راتلونکي کې یې هم څرک نه ښکاري. په نړیوالو یو ورځنیو جامونو کې افغانستان یو ځل انګلنډ ته ماته ورکړې ده.
د ۲۰۲۳م کال په پنځوس اووریز نړیوال جام کې چې په هند کې کېده افغان لوبډلې انګلنډ ته د ۶۹ منډو په لوی توپیر ماته ورکړې وه.
له بل لوري د کرکټ ګڼ شمیر مینه وال وایي، د افغانستان او انګلنډ ترمنځ د ترسره کیدونکې لوبې لپاره یې ټکټونه اخیستي او خوښ دي چې افغان لوبډله له نږدې ګوري.
د لاهور قذافي لوبغالی توپ وهنې ته جوړ بلل کېږي او داسې تبصرې هم کېږي چې لکه د اسیا د ډېرو نورو لوبغالو دلته هم ورو بالران ښه ځلېږي. په همدې لوبغالي د استرالیا او انګلنډ په لوبه کې تر ۷۰۰ ډېرې منډې وشوې او انګلنډ له ۳۵۰ د ډېرو منډو دفاع ونه کړای شوه.
د دې لوبغالي پولې اوږدې نه دي، پېچ یا ویشتنځای یې منډو ته جوړ دی او په همدې دلیل منډه جوړونکي پکې ډېر ځلېږي.
په همدې لوبغالي په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د اسیا کپ سیالیو په ترڅ کې لوبې کړې وې.
افغانستان د رسمي لوبو لومړۍ لوبه چې کراچۍ کې کېده سویلي افریقا ته د ۱۰۷ منډو په توپیر بایللې وه. -
چمپينز ټرافي: د افغانستان پر وړاندې د انګلنډ سيالي او د بټلر د لوبډلمشرۍ برخلیک
د انګلنډ لوبډلمشر جاس بټلر وايي، د افغانستان پر وړاندې د چمپينز ټرافۍ يا اتلانو جام کې د هغه د لوبډلمشرۍ راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.
نيمه پايلوبې ته د رسېدو لپاره انګلنډ بايد د چارشنبې په ورځ له افغانستان لوبه وګټي.
که انګلنډ دا لوبه وبايلي او له سياليو بهر شي دا به د بټلر تر مشرۍ لاندې درېيم ټورنمېنټ وي چې انګلنډ په کې پاتې راځي. د ده تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو او د ۲۰۲۴ کال شل اوريزو سياليو نړيوال جام کې انګلنډ نه و ځلېدلی.
بلټر چې په ۲۰۲۲ کال کې د اين مورګن له تقاعد وروسته د انګلنډ مشري کوي وايي، “د لوبډلمشر په توګه تل غواړې چې ښه کار وکړې او خپله لوبډله د بري لور ته رهبري کړې.”
دی وايي، “موږ په دې وروستيو کې هغه ډول لوبه نه ده کړې چې له موږ يې تمه کېږي.”
که څه هم پر بټلر فشار ډېر دی خو دی وايي پر مثبتو ټکو تمرکز ته به دوام ورکړي.
نوموړی وايي، “کله چې د منفي شيانو په اړه فکر کوې، نو سملاسي د دې د هیرولو هڅه وکړه او يوازې پر مثبتو شيانو تمرکز وکړه چې ګټور ثابتیدای شي او لوبډله ورسره مخکې تللی شي”.”زه پر همدې تمرکز لرم.”
بټلر تائید کړه چې د انګلنډ په لوبډله کې یوازینی بدلون دا دی چې جېمي اورټون به د ټپي شوي توپ اچوونکي برايډون کارس پر ځای لوبېږي.
د چمپینز ټرافۍ سياليو په لومړۍ لوبه کې انګلنډ د اسټرالیا پر وړاندې ۳۵۱ منډې وکړې خو بیا يې هم د پنځو وېکټو په توپیر لوبه وبایلله، دا له ۲۰۲۳ نړیوال جام وروسته د دوی په ۱۵ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یوولسمه ماتې او پرلهپسې پنځمه ماتې وه.
انګلنډ خپلې وروستۍ څلور دوه اړخیزې لوبلړۍ هم بایللي دي، که څه هم بټلر د هغو لړیو په دوو کې ټپي و.
د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه د باران له امله لغوه شوه، اوس که انګلنډ غواړي چې نيمه پايلوبې ته لار ومومي باید افغانستان او جنوبي افريقا دواړو ته ماتې ورکړي خو که له دغو دواړو لوبه يوه هم وبايلي بل پړاو ته نشي تللی او له سياليو به بهر کېږي.
بلټر وايي، “موږ باید د تېرې لوبې مثبت اړخونه لا پراخ کړو او په ځينو برخو کې لا نور ښه و ځلېږو.
دی وايي، “۳۵۰ منډې کول یوه لویه هڅه ده او ښایي موږ لا نورې هم کولی شوی، چې دا د توپ وهونکو لپاره ښه نښه ده. په توپ اچونه کې مو ډېر څه سم ترسره کړل خو باید یو څه نور هم ثابت پاتې شو ترڅو د منډو په برخه کې فشار زیات کړو.”
له افغانستان سره لوبه به په لاهور کې د هماغه لوبغالي پر نوې ويشتنځای يا پېچ ترسره کېږي، چې انګلنډ په کې له اسټرالیا ماتې خوړلې وه.
په وروستیو ورځو کې، د انګلنډ لوبغاړو ویلي چې پرخې یا لوندوالي پر لوبه اغېز درلود، چې د اسټرالیا لپاره یې د منډو جوړولو شرایط اسانه کړل، او ښایي تر ۶۰ منډو پورې توپیر يې جوړ کړ.
پرخه معمولا سپېنرانو يا ورو توپ اچووونکو ته ستونزې جوړوي، ځکه پر ويشتنځای توپ هغومره نه تاوېږي او کنټرول يې هم ګرانیږي.
افغانستان د نړۍ په کچه تکړه سپېن يا ورو توپ اچوونکي لري چې د انګلنډ لپاره لوی سرخوږی جوړولی شي.
بلټر وايي، “هغوی یوه لویه ننګونه ده، خو موږ به دې ته پام کوو او ښه چمتووالی به ولرو چې په انفرادي او ټوليز ډول غوره لوبه ترسره کړو او سيالي وګټو.” -
د ملي تدارکاتو کمیسیون د لس ګونو پروژو تړونونه منظور کړل
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او دوې پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله وځنډېدې. د یادو دوو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې په تدارکاتي پروسه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري راغلي تعدیلات په نظر کې ونیسي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابل څخه کندهار ته د برېښنا پایو او لین غځولو پروژې بشپړول، ه کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یوشمیر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمیر داخلي سړکونو جوړول شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلیږي. -
د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د جاپان او یو اېن اچ سي آر ترمنځ هوکړه وشوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د جاپان حکومت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک ارزښت ۹۲۹ ملیونه جاپاني ین کېږي چې کابو (۶ ملیونه ډالره) کېږي.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ وایي، دا هوکړه لیک به هغو پروګرامونو ته ځانګړی شي چې، افغانستان ته راستانه شویو کډوالو، بېځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته د معیشت زمینه برابره کړي.
د دې هوکړې له مخې د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید پراختیا هغه فعالیتونه دي چې له ملاتړ به برخمن شي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چې، په تېره یوه میاشت کې ۳۱۶۰کورنۍ چې څه باندې ۱۴زره کسان کیږي هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند ویلي وو چې، په یاده شمېره کې له ایرانه څه باندې ۱۰۶۰۰ او له پاکستانه ۳۳۰۰ او له ترکیې نږدې ۱۵۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کډوال په زیات شمېر یې په جبري ډول ایستل شوي دي. -
زرګونو کاناډایانو له ایلن مسک څخه د کاناډايي تابعیت د اخیستلو غوښتنه وکړه
د کاناډا د پارلمان غړي وايي چې د ټکنالوژۍ میلیاردر ایلان ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په همکاري کې د کاناډا خپلواکي ګواښي.
تر اوسه لږ تر لږه ۱۷۰ زره کسانو د پارلمان د غړیو له لوري هغه عریضه لاسلیک کړې، چې پکې د ایلن مسک د کاناډايي تابعیت د لغوه کېدو غوښتنه کوي، ځکه چې نوموړی د ټرمپ د ادارې مهم غړی ګڼل کېږي او هڅه کوي د کاناډا پر خپلواکۍ برید وکړي.
دا عریضه د تیرې پنجشنبې په ورځ د بریټیش کولمبیا لیکوالې کوالیا ریډ (Qualia Reed) وړاندې کړه، او د نوي ډیموکراټ ګوند (New Democrat Party) پارلماني غړي چارلي اېنګس (Charlie Angus) یې، چې د مسک له منتقدانو څخه دی، ملاتړ کړی دی.
ایلن مسک، چې په جنوبي افریقا کې زېږېدلی، د خپلې مور مې اسک (Maye Musk) له لارې، چې د رېجاینا (Regina) ښار اوسېدونکې وه، د کاناډا تابعیت ترلاسه کړی. خو نوموړی اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ټولو اغېزمن سلاکار ګڼل کېږي، چې د حکومت د لګښتونو د کمولو او د فدرالي کارکوونکو د شمېر د محدودولو دنده لري، او د حکومت د موثریت په نوم د ادارې مشر دی.
د ریډ په عریضه کې راغلي چې مسک “په داسې فعالیتونو کې ښکېل دی چې د کاناډا د ملي ګټو خلاف دي” ځکه چې د ټرمپ سلاکار دی. دغه عریضه ادعا کوي چې د ټیسلا (Tesla) اجرايي رییس «د هغه بهرني حکومت غړی شوی چې د کاناډا د خپلواکۍ د ختمولو هڅه کوي -
د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په هلمند، هرات، ارزګان، زابل، کندهار، فراه، غور، بادغیس، جوزجان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، غزني، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کونړ، ننګرهار، لغمان، بدخشان، تخار، زابل او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو اټکل کوي.
په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې د هېواد په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختيځو او مرکزي سيمو کې د سختو بادونو اټکل شوی، چې تېزوالی به يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کيلومترو پورې وي.
د هوا پېژندنې د ادارې په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د واورې کچه له ۱۰ تر ۵۰ سانتيمتره او د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ميليمتره پورې اټکل شوې ده.
افغانستان، چې پر له پسې وچکالیو ځپلی، ډېرو ورښتونو ته اړتیا لري څو تر مځکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي او له بلې خوا په دوبي د کرنیزو مځکو لپاره کافي اوبه برابرې شي. -
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو استعفا وکړه
د لومړي وزیر په توګه له نژدې یوې لسیزې وروسته جسټن ټروډو د کاناډا د واکمن ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.
ټروډو په پلازمېنه اوټاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، تر هغه به د لومړي وزارت پر څوکۍ پاتې شي چې د لېبرال ګوند نوی مشر نه وي ټاکل شوی.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو مياشتو کې د لېبرال ګوند ځينو غړو او يو شمېر کاناډايي وګړو د نوموړي د استعفا غوښتنه کوله.
دا فشارونه د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د دغه هېواد د ماليې وزير کريسټيا فريلنډ له ناڅاپي استعفا وروسته لاپسې زيات شول.
جسټن ټروډو هم د خلکو په منځ کې محبوبیت له لاسه ورکوي او ځینې نظر پوښتنې ښیې چې د هغه ګوند د سږکال په عمومي ټاکنو کې د ماتې په لور روان دی.
تر دې مخکې کاناډايي رسنیو ویلي وو چې ښاغلی ټروډو پلان لري د چهارشنبې په ورځ د لېبرال ګوند له عمومي غونډې مخکې استعفا وکړي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د خپلې استعفا له اعلان وروسته وويل “زه یو مبارز یم او زما ټول وجود راته وایي چې باید مبارزه وکړم.” هغه د کاناډا د پارلمان حالت ته په اشارې وویل، “پارلمان له میاشتو راهيسې فلج شوی”.
جسټن ټروډو ټینګار وکړ چې هېواد يې نوي پارلمان ته اړتيا لري او د مارچ تر ۲۴ يې د ځنډېدو اعلان وکړ. نوموړي وويل، هېواد يې په راتلونکو ټاکنو کې د “اصلي غوراوي” مستحق دی.
ټروډو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کاناډا د لېبرال ګوند مشر او له ۲۰۱۵ راهيسې لومړی وزير دی.
د لېبرال ګوند د قانون له مخې مشر کولای شي هر وخت خپله استعفا اعلان کړي. که استعفا سملاسي وي، تر هغه چې د ګونډ غړي نوي مشر ته رايه ورکوي یو لنډمهالی مشر ټاکل کېږي. ټروډو کولی شي د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې په دفتر کې پاتې شي.
کله چې نوی مشر وټاکل شي، ټروډو باید د لومړي وزیر واکونه پرېږدي او خپل ځای ناستي ته یې وسپاري.
دا پروسه معمولاً څو میاشتې وخت نیسي، خو داسې نه ښکاري چې د دغه ګوند غړي دې د نوي مشر د ټاکلو په برخه کې د چټکتیا هڅه وکړي.
د لومړي وزير په توګه له ۹ کلنۍ واکمنۍ وروسته د رای ورکوونکو او د ګوند د ځينو غړو تر منځ د جسټن ټروډو شهرت خورا کم شوی.
په وروستيو ټولپوښتنو کې يوازې ۲۲ سلنه کاناډايانو د هغه له مشرۍ رضايت ښودلی و. دا د لومړي وزير په توګه تر دې مهاله د نوموړي د محبوبيت تر ټولو ټيټه کچه ده.
د کاناډا په سیاست کې د ښاغلي ټروډو د محبوبیت کمېدل په داسې حال کې یوه مهمه مسئله ګرځېدلې چې د نظرپوښتنو له مخې د محافظه کار ګوند د مشر پیر پویلیور محبوبیت د ښاغلي ټرودو په پرتله لږ تر لږه ۲۴ سلنه لوړ دی.
دا کولی شي په راتلونکو ټاکنو کې لیبرالانو ته لوی سرخوږی جوړ کړي.