مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • چین، ایران او روسیه “چابهار ته نژدې” اوبو کې ګډ تمرینونه کوي.

    چین، ایران او روسیه “چابهار ته نژدې” اوبو کې ګډ تمرینونه کوي.

    د چین دفاع وزارت اعلان وکړ چې دا هېواد به په راتلونکو ورځو کې له ایران او روسیې سره ګډ سمندري پوځي تمرینونه ترسره کړي.
    دغه وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، دا تمرینات به د ایران له اوبو سره نژدې ترسره شي.
    د ایران، روسیې او چین ګډ سمندري تمرینات په تېرو کلونو کې پرله‌پسې او هر کال ترسره شوي دي.
    خو دا ځل تمرینات داسې مهال ترسره کېږي چې اسرائیل او امریکا په تېرو میاشتو کې څو ځله ایران ته د پوځي برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دا یو له هغو غوراویو دی چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام د اټومي پروګرام د مهارولو لپاره یې په پام کې لري.
    له هغه وخت راهیسې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ ته رسېدلی، دا ګواښونه ډېر شوي دي.
    د ایران، روسیې او چین د نویو پوځي تمریناتو خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې د ایران مشر، د ډونلډ ټرمپ د لیک په اړه د امریکا د ولسمشر د مذاکرې وړاندیز “امرانه” وباله.
    که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، مخکې ویلي وو چې ایران “تر اوسه” د ټرمپ لیک چې د آیت‌الله خامنه‌ای په پته استول شوی و، نه دی ترلاسه کړی.
    دوه ورځې مخکې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري ناسته کې، چې تر ډېره د امریکا اقتصادي وضعیت ته ځانګړې شوې وه، وویل: “ژر به د ایران په اړه خبرونه واورئ. ډېر ژر.”
    ډونلډ ټرمپ همداراز ویلي وو چې ده ایت‌الله خامنه‌ای ته لیک استولی او هغه مذاکرې ته وربولي. په هغه وخت کې هم د ایران د اسلامي جمهوري نظام استازولۍ د ملګرو ملتونو له لارې اعلان وکړ چې دوی د ټرمپ له لوري کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
    د دغو خبرونو له خپرېدو وروسته، آیت‌الله خامنه‌یی په خپل تازه دریځ کې پر دې ټینګار وکړ چې “قوي دولتونه” پر ایران د مذاکرې فشار راوړي. همداراز یې اروپايي هېوادونه هم د دې لپاره ملامت کړل چې د ایران د برجامي ژمنو د نه عملي کېدو له امله انتقاد کوي.
    له دې څرګندونو وروسته، سپینې ماڼۍ سملاسي غبرګون وښود.
    د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز په یوه اعلامیه کې وویل: “موږ هیله لرو چې د ایران رژیم د ترهګرۍ پر ځای د خپلو خلکو او ملي ګټو ساتنه لومړیتوب وبولي.”
    رویټرز خبري اژانس ویلي برایان هیوز د ټرمپ دغه خبرداری تقریباً ټکي په ټکي تکرار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام مسله د مذاکرې یا پوځي لارې حل شي.
    ټرمپ له ایران سره د مخامخېدنې د څرنګوالي په تړاو ویلي و: “دوې لارې دي: یوه لاره پوځي ده او بله هوکړې ته رسېدل.”
    ایران په تېرو اونیو کې څو ځله پر خپل دریځ ټینګار کړی دی.
    د ایران سرسختانه دریځ چې له امریکا سره به مستقیمې خبرې ونه کړي، یوازې څو ورځې وروسته له هغه لا قوي شو، چې ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له پیلولو لږ وروسته د “اعظمي فشار” فرمان صادر کړ.
    دغه فرمان، چې د امریکا د ملي ګټو لپاره چمتو شوی، د ایران اقدامات د امریکا د ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

  • هندوستان د کرېکټ اتلانو جام وګاټه

    هندوستان د کرېکټ اتلانو جام وګاټه

    د ای سي سي اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ پایلوبه هند لوبډلې په څلورو وېکټو وګټله.
    په دغه لوبه کې چې په دوبۍ کرېکټ لوبغالي کې وشوه، نیوزیلنډ پچه یا ټاس وګاټه، لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د ټولو پنځوسو اوورونو له لوبې وروسته یې د ۷ وېکټو په زیان ۲۵۱ منډې وکړې.
    هندي لوبډلې بیا د لوبې په ۴۹ اوور کې د شپږو وېکټو په زیان په داسې حال کې یاد هدف پوره کړ، چې شپږ توپونه یې لا پاتې وو او پایلوبه یې په څلورو وېکټو وګټله.
    د نیوزیلنډ له لوري ډاریل مشل تر ټولو ډېرې ۶۳ منډې وکړې. د هند لپاره کلدیپ یادېو او ورون چکرورتي دوې- دوې وېکټې ترلاسه کړې.
    محمد شامي، رویندرا جډیجه بیا یوه – یوه وېکټه ترلاسه کړه.
    نیوزیلنډ د لوبې پیل خورا چټک وکړ او لومړۍ وېکټه یې د راچین رویندرا وه، چې د ۳۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
    د هند کلدیپ یادېو په خپل دویم اوور کې ویلیمسن هم د لوبې له ډګره بهر کړ. له دې وروسته نیوزیلنډ لوبغاړي و نه توانېدل ډېرې چټکې منډې وکړي او د هند لوبډلې ته یې خورا لوړ هدف و نه ټاکه.
    د هند لوبډلمشر روهیت شرما بیا د ۲۵۲ هدف ته د رسېدو لپاره له شوبمن ګیل سره لوبه پیل کړه او د ۴۱ توپونو یې نیمه سلیزه بشپړه کړه.
    شرما له ۸۳ توپونو ۷۶ منډې ترلاسه کړې او د راچین رویندرا په توپ له لوبې بهر شو.
    د لوبې په اتلسم او نولسم اوور کې بیا هند د شوبمن ګیل او ویراټ کوهلي وېکټې پرلپسې له لاسه ورکړې.
    ګیل ۳۱ او کوهلي ایله یوه منډه وکړه. مېشل سانتر د شوبمن ګیل او مائکل برسویل بیا د ویراټ کوهلي وېکټه ترلاسه کړه.
    شریاس ائیر بیا د لوبې په ۳۹ اوور کې د ۴۸ منډو له جوړولو وروسته د سانتر په توپ د رویندرا له لوري کېچ اوټ شو.
    په ۴۱ اوور کې اکشار پټېل د ۲۹ منډو له جوړولو وروسته کېچ اوټ شو.
    د لوبې په ۴۸ اوور کې د هند هارډیک پانډیا د ۱۸ منډو له ترلاسه کولو وروسته په داسې حال کې وسوځېد، چې هند لوبډلې د بریا لپاره د ګوتو په شمېر منډو ته اړتیا درلوده.په نننۍ لوبه کې د یو- دوو کېچونو له غورځېدو پرته په ټول کې د نیوزیلنډ فیلډینګ خورا په زړه پورې و.
    د چمپینز ټرافۍ دا لوبې د پاکستان په کوربتوب وشوې، خو هندۍ لوبډلې پاکستان ته له تلو انکار کړی و، چې له کبله یې د پایلوبې په ګډون هند لوبډلې خپلې ټولې لوبې د متحدو عربي اماراتو په دبۍ کې وکړې.
    هند لوبډلې پایلوبې ته د رسېدو تر مهاله هېڅ یوه لوبه و نه بایلله او د اې ګروپ په سیالیو کې یې نیوزیلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
    هند لوبډلې اسټرالیا او نیوزیلنډ بیا سویلي افریقا لوبډلې ته په نیمه پایلوبو کې له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار موندلې وه.

  • افغانستان او ازبکستان د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کړی

    افغانستان او ازبکستان د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کړی

    د ټولګټو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبیکستان هېواد له سفیر ایبک عثمانوف سره، د دغه وزارت د تخنیکي او اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې کتلي دي. دواړو لورو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوږد مهاله اقتصادي، سوداګریزو او ريلي اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي. په لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان–مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د ترمیماتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد او د بلخ–هرات د اوسپنیزې کرښې د مطالعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې. په پای کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او اوسپنې پټلۍ د رغولو، ترميم او معياري کولو په برخه کې په هر اړخیزې همکارۍ هم ټینګار شوی دی.

  • ملګري ملتونه وایي تېرکال د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې

    ملګري ملتونه وایي تېرکال د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ د جنوري تر ۳۱مې پورې، یې اقتصاد ۲.۷ سلنې وده کړې ده. دغه راپور کې راغلي چې دغه موده کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۷ سلنې لوړ شوی، خو د تېر کال په نومبر او ډسمبر کې بیا ۴.۸ سلنې کم شوی دی. راپور کاږي چې دغه موده کې افغانستان ته د ۱۰ اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي چې، ۴۰ سلنې زیاتوالی ښیي، خو له افغانستانه بیا صادرات ۵ سلنې کم شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۵ کې ۲۲.۹ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، اقلیمي بدلونونو او د اقتصادي بې ثباتۍ له امله لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • ټرمپ له خامنه ای څخه د مذاکراتو د پېل غوښتنه کړې

    ټرمپ له خامنه ای څخه د مذاکراتو د پېل غوښتنه کړې

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تېره چارشنبه یې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ته لیک استولی او نوموړي ته یې د اټومي مذاکراتو بلنه ورکړې ده.
    خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته رسنیو ته ویلي چې له ټرمپ یې کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
    د امریکا ولسمشر د جمعې پر ورځ وویل چې “ژر به یو څه وشي” او “هیله‌ شته چې ایرانیان خبرو اترو ته کیني، ځکه له دې پرته باید امریکایان داسې یو څه وکړي چې تهران د اټومي وسلو د تولید امکان ونه لري.”
    هغه له فاکس‌نیوز سره د پنجشنبې ورځې په مرکه کې ویلي وو، دا غوره ګڼي چې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
    ټرمپ زیاته کړه: “بل انتخاب دا دی چې یو څه باید وکړو. ځکه دا نشي کېدای چې ایران دې اټومي وسلې ولري.”
    خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې څنډه کې ویلي “ایران به تر هغه وخته چې د ټرمپ حکومت خپل حد اکثر فشار جاري ساتلی وي، له متحدو ایالتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه مذاکرات بېرته پیل نه کړي.”
    هغه زیاته کړې چې “د ایران اټومي پروګرام پر پوځي برید لمنځه نه شي وړل کېدای.”
    د یادونې ده چې ډونلډ ټرمپ‌ امریکا کې د تېر کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاین له مهاله پرله‌پسې ویلي چې ایران به د اټومي وسلو جوړولو ته پرې نږدي. نوموړی وايي، غواړي له تهران سره په دې تړاو هوکړې ته ورسېږي.
    دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا په ګډون د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادنو او ایران ترمنځ له لاسلیک شوې اټومې هوکړې ووت.
    دا هوکړه په ۲۰۱۵ کال امریکا کې د بارک‌اوباما د حکومت پر مهال شوې وه،‌ خو ټرمپ یو اړخیزه او د ایران په ګټه بلله.
    د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته د جو بایډن حکومت څو ځله ایران سره د اروپا په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې اترې وکړې، خو کومې پایلې ته سره ونه رسېدل.
    تر هغې وروسته چې امریکا له شوې اټومي هوکړې ووته، تهران دوی لپاره له ټاکل شوې په لوړه کچه د یورانیمو بډاینې پیل کړې ده.
    د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې ایران تر ۶۰ سلنې د یورانیمو بډاینې وړتیا څو برابره ډېره کړې ده.
    دا اژانس وايي له ۶۰ څخه ۹۰ سلنې ته د یورانیمو بډاینه، چې بیا په وسلو کې هم کارېدای شي، کم کار غواړي.‌
    په دې وروستیو کې دا انګېرنې ډېرې شوې چې روسیه ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام خبرو کې منځګړیتوب وکړي. په دې تړاو بحثونه تر هغې وروسته لا ډېر شول چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف د فبرورۍ ۱۸مه ریاض کې له خپل امریکايي سیال مارک‌روبیو سره له کتنې وروسته تهران ته سفر وکړ.
    خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره له کتنې وروسته ګډې خبري ناستې ته وویل چې “ایران به د خپلې اټومي قضیې په تړاو نېغ‌ په نېغه له امریکا سره خبرې ونه کړي” او دا چې په دې برخه کې به “له چین او روسیې سره په همغږۍ” مخ ته ولاړ شي.
    د یادونې ده چې د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف تر دې لیدنې وروسته ویلي و، چې امریکا او ایران باید خپلمنځي ستونزې او مسایل د “خبرو اترو” له لارې حل کړي او دا چې روسیه چمتو ده په دغو مذاکراتو کې تر خپله وسه مرسته وکړي.

  • ډنمارک له افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالره مرسته وکړه.

    ډنمارک له افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالره مرسته وکړه.

    په سویس کې د افغانستان د مرستو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی، چې ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ مېلیون ډالره مرسته کړې ده. دغه صندوق سه شنبه د کب پر ۱۴مه پر اېکس پاڼه د افغانستان له خلکو سره د ډنمارک د دې مرستې هرکلی کړی دی. د دغه صندوق په وینا، دا مرسته د افغانانو د پیاوړتیا په ځانګړې توګه په هېواد کې د نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده. بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. په همدې حال کې اوچا د اړمنو خلکو د لاسنیوي لپاره د ۲.۲۴ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده چې په روژې میاشت کې په مېلیونونو افغانان نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه له کوم ځایه ترلاسه کړي.

  • په بنو کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي.

    په بنو کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي.

    د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر اډه يا چاوڼۍ بريد کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
    د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ويلي، دوه چاودنې د بنو چاوڼۍ يا لښکر کوټ دننه شوې دي.
    د چارواکو په وینا، چاودنې ډېرې زورورې وې چې له کبله يې په شاوخوا سیمو کې کورونه او ودانۍ زيانمنې شوې او ملکي وګړو ته يې هم مرګژوبله اړولې ده.
    د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګرو هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاوڼۍ دننه کړي. داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې امنیتي ځواکونو ځینې بریدګر چاوڼۍ ته د ننوتلو پر مهال په ډزو ويشتلي دي.
    د اې پي خبري اژانس په وینا، یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې “دوو ځانمرګو بریدګرو د پراخې پوځي سیمې دیوال ته څېرمه چاودنه وکړه او د دیوال له نړېدو وروسته، له پنځو تر شپږو نورو بریدګرو هڅه وکړه چې چاوڼۍ ته ننوځي، خو له منځه یوړل شول.”
    د دغو چاودنو په پایله کې، چاوڼۍ ته څېرمه کورونه هم سخت زیانمن شوي.
    د راپورونو له مخې، د “جیش الفرسان محمد” په نامه یوې وسله والې ډلې د چاودنو مسولیت پر غاړه اخیستی دی او وايي په دې بريد کې يې لسګونه پاکستاني پوځيان وژلي دي خو دا لا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.
    دغه ډله د اورپکې حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړاو لري چې په تېرو وختونو کې يې هم د اورپکو بریدونو مسؤلیت منلی دی.
    د بنو یوه روغتیایي چارواکي محمد نعمان په وينا، د ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټپیانو ته سملاسي طبي مرستې ورکول کیږي.
    د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور دا پېښه غندلې او د پلټنو امر یې کړی دی.
    د اطلاعاتو او عامه اړیکو په برخه کې د اعلی وزير سلاکار، ډاکټر سیف په وینا، د چاودنو له امله د نژدې جومات چت راپرېوتی، چې لمونځ کوونکي يې وژلي.
    دا لومړی ځل نه دی چې په بنو کې د پاکستان پوځ پر چاوڼۍ بريد کېږي. د ۲۰۲۴ کال په جولای کې هم د پوځ اډې مخې ته بريدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بيا دننه ورغلل او له پوځيانو سره يې نښته پيل کړه.
    د دې بريد مسووليت هم د “جيش الفرسان محمد” په نامه ډلې منلی و خو د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې وه چې “افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې” پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.
    د یادونې ده چې ۲۰۲۴ کال تېره یوه لسیزه پاکستان کې تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی و.
    دغه هېواد کې د امنیتي او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز (سي ‌ار ‌اېس ‌اېس) د ۲۰۲۴م کال په امنیتي راپور کې لیکلي، چې د دغه هېواد لروبر ۴۴۴ ‘ترهګریز بریدونه’ شوي، ۱۶۱۲ کسان د امنيتي پېښو قرباني شوي چې ۶۸۵ پکې امنیتي کسان دي.‌
    د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) بیا وايي، په ۲۰۲۴ کال کې يې نږدې ۶۰ زره پوځي عمليات کړي چې د دوی په وينا “۹۲۵ ترهګر” پکې وژل شوي او ۳۸۳ پوځيانو هم خپل ژوند بايللی دی.
    د پاکستان حکومت په وار وار تور لګولی چې د دغه هېواد د ناامنيو په ګڼو پېښو کې د پاکستاني طالبانو تحريک ښکېل دی او دا چې د دې ډلې غړي افغانستان کې پټنځايونه لري.
    خو په افغانستان کې اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

  • روسیه وایي د ایران او امریکا ترمنځ په خبرو کې هرډول مرسته کولای شي.

    روسیه وایي د ایران او امریکا ترمنځ په خبرو کې هرډول مرسته کولای شي.

    روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، چې امریکا او ایران باید خپلمنځي ستونزې او مسایل د “خبرو اترو” له لارې حل کړي او دا چې روسیه چمتو ده په دغو مذاکراتو کې تر خپله وسه مرسته وکړي.
    د روسیې د تاس دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، ښاغلي پېسکوف بلومبرګ ته ویلي روسیه پر دې باور ده چې “متحده ایالتونه او ایران باید ټولې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي”.
    د بلومبرګ په رپوټ کې راغلي، روسیې هوکړه کړې چې د امریکا له حکومت سره د ایران د اټومي پروګرام او د تهران لخوا منځني ختیځ کې د امریکا ضد ډلو د ملاتړ په تړاو خبرو کې مرسته وکړي.
    د دغه رپوټ پر بنسټ دا موضوع د فبرورۍ ۱۲مه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو په ټیلیفوني خبرو او همدا راز د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ریاض کې د لیدنې پر مهال هم مطرح شوې ده.‌
    تهران او واشنګټن تر اوسه دې موضوع ته غبرګون نه دی ښودلی.‌
    د یادونې ده چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دوه ورځې مخکې د اقتصاد وزیر د استیضاح په جلسه کې ویلي و، له دې سره موافق دی چې له امریکا سره خبرې وشي، خو خپله دا خبره یې له هغې وروسته بېرته واخیسته چې د ایران مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنه‌ ای له دا ډول احتمالي مذاکراتو سره مخالفت وښود.
    ښاغلي پزشکان وویل “زه پر دې باور وم چې که خبرې اترې وکړو ښه ده، خو مشرتابه وفرمایل چې موږ له امریکا سره خبرې نه کوو؛ نو موږ به هم د انقلاب د معظم مشر له وینا سره سم پر مخ ولاړ شو.”
    د ایران ولسمشر زیاته کړې “د ډونلډ‌ ټرمپ له راتګ او د یوه قانون له لاسلیکولو سره زموږ پر ګڼو کښتیو بندیز ولګېد.”
    ټرمپ د فبرورۍ ۴مه د اسرائیل له لومړي‌ وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر کتنې مخکې پر ایران د “حد اکثر اقتصادي فشار” د راوړلو اړوند سند لاسلیک کړ.
    هغه د دغه فرمان د لاسلیکولو پر مهال وویل “دوه زړی یم. ټول غواړي چې لاسلیک یې کړم. دا کار کوم.” خو هغه دې ته هم لیوالتیا وښوده چې له ایران سره “جوړجاړی” وکړي.
    تر هغې درې ورځې وروسته د ایران مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنه ‌ای د پوځیانو یوې غونډې ته وویل، د اټومي پروګرام د مذاکراتو او هوکړې مخکینۍ تجربې ته په کتو، له امریکا سره خبرې اترې ‘عاقلانه او شرافتمندې’ نه دي.
    د یادونې ده چې روسیې د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې له ایران سره د ستراتېژیکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.‌

  • اسرائیلو غزې ته د ټولو بشري مرستو مخه نیولې.

    اسرائیلو غزې ته د ټولو بشري مرستو مخه نیولې.

    اسرائیلو غزې ته د هر ډول بشري مرستو ننوتلو مخه نیولې ده. اسرائیلي چارواکو دا ګام ځکه پورته کړی، چې دوی غواړي حماس د امریکا له لوري د اوربند غځولو وړاندیز شوی پلان ومني. د یادونې ده، چې د اوربند لومړی پړاو پر شنبه پای ته ورسېد.
    د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر وايي، حماس تر اوسه پورې د ډونلډ ټرمپ استازي سټېف ویټکاف له لوري په موقت ډول د اوربند غځولو وړاندیز له منلو انکار کړی دی. د حماس یوه ویاند بیا د مرستو لارې تړل یوه ”بازاري باج اخیستنه” او د اوربند هوکړې پر ضد یوه ”دسیسه” بللې او په خبره یې منځګړي باید په دې موضوع کې مداخله وکړي.
    حماس غواړي له لومړي توافق سره سم د اوربند دویم پړاو پیل شي، چې د یرغملو اسرائیلیانو ازادول، د فلسطیني زندانیانو خوشي کېدل او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل پکې شامل دي.
    حماس له دې مخکې ویلي و، دوی به د امریکا، قطر او مصر د منځګړو له تضمین پرته چې بالاخره به د اوربند هوکړې دویم پړاو پیل شي، د لومړي پړاو غځول و نه مني.
    بل لور د اسرائيلو لومړي وزیر دفتر په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي دي: ”د یرغملو هوکړې له لومړي پړاو پای ته رسېدو سره سم، او د حماس له لوري د خبرو دوام په تړاو د ویټکاف وړاندیز له منلو انکار – چې اسرائیل تاييد کړی، لومړي وزیر نتنیاهو پرېکړه وکړه، چې له نن سهار وروسته به غزې ته د ټولو توکو رسېدل ودرول شي. اسرائیل به زموږ د یرغملو له خوشي کېدو پرته د اوربند اجازه ور نه کړي. که حماس خپل انکار ته دوام ورکړي، دا به عواقب ولري.”
    بل لور د حماس ویاند په دې هکله وویل: ”غزې ته د مرستو مخې نیولو په هکله د نتنیاهو پرېکړې یو ځل بیا د اشغال ناوړه څېره څرګنده کړه، نړیواله ټولنه باید پر اسرائیل فشار ډ‌ېر کړي، چې زموږ خلک له لوږې سره مخامخ نه کړي.”
    له دې مخکې د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر وویل، اسرائیلو د امریکا هغه وړاندیز منلی چې د اوربند هوکړه دې د مسلمانو روژې میاشت او یهودانو د پاسوور موده کې د شپږ اونیو لپاره دوام وکړي. که د دې مودې په پای کې خبرې په ټپه ولاړ حالت ته ورسېدې، اسرائیل به حق ولري، چې بېرته جګړه پیل کړي.
    امریکايي استازي د خپل وړاندیز په هکله په عام محضر کې څه نه دي ویلي. خو اسرائیل وايي، دا به د نیمايي ژوندي یرغملو خوشي کولو او مړو هغو د جسدونو له سپارلو سره پیل شي.
    له دې مخکې د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر ویلي و، ویټکاف له هغه وروسته د شپږ اونیو لپاره د دې پړاو غځولو وړاندیز وکړ، چې پوه شو د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې ختمولو پر شرایطو د اختلاف کمولو لپاره نور وخت ته اړتیا شته.
    د یادونې ده، چې د اوربند هوکړې لومړی پړاو چې د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شوی و، تېره شپه (شنبه) پای ته ورسېد. د دې پړاو په موده کې د ۳۳ اسرائیلي او پنځو تایلنډي یرغمل کسانو خوشي کېدو او دغه راز د اسرائیلو له زندانونو د ۱۹۰۰ فلسطیني بندیانو خوشي کېدو ته زمینه برابره شوه.
    خو د دې دویم پړاو په هکله چې د پاتې یرغمل کسانو خوشي کېدو او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتلو موضوعات پکې شامل دي، ایله پیل شوې دي. داسې باور کېږي، چې ۲۴ اسرائیلیان چې حماس یرغمل کړي، لا هم ژوندي دي او ۳۹ نور بیا مړه شوي دي.

  • تورخم جګړه کې ، درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي.

    تورخم جګړه کې ، درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي.

    په تورخم کې تيره شپه د اسلامي امارت سرحدي ځواکونه له پاکستاني لوري سره په جګړه اوښتي دي.
    په تورخم کې د اسلامي امارت یوې باخبره سرچینې د جګړې پیښېدل تایید کړل، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
    د پاکستان د ملیشې ځواک یوه چارواکي بیا ویلي چې جګړه کې د دوی خواته د ( ایف سي) ځواک درې سرتیري او یو عام کس ټپي شوی دی.
    دغه چارواکي تور پورې کړی چې جګړه د اسلامي امارت د پوله ساتو له خوا پيل شوې او تورخم کې یې د دوی (ایوب چیک پوسټ) په نښه کړی دی.
    د لنډي کوتل روغتون ډاکټران وایی چې د ډذو تبادلې په وخت له تورخمه د یوه ځایی ډریور حیات شیر مړی وروړل شوی دی.
    ځایي خلکو ویلي چې د ډزو له کبله پولې ته څيرمه پروت باچا مینې کلي نه خلکو د ویرې له کبله کډې بار کړي او لنډي کوتل ته تللي دي.
    په ورته وخت کې ، تورخم کې د اسلامي امارت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، د ننګرهار د ولایتي ادارې د مرستیال عزیزالله مصطفی په مشرۍ پلاوي په تورخم کې له پاکستاني چارواکو له پلاوي سره چې مشري یې پوځي کمیسار کرنل وقاص کوله خبرو کې د ستونزې د اوږد مهالي حل وړاندیزونه کړي.
    نوموړي له پاکستاني لوري وغوښتل چې لار به ۲۴ ساته پرانیستې وي، او د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې باید زیاتوالی راشي،د ناروغانو او مسافرو اړوند باید اسانۍ راشي.” او دا چې په راتلونکي کې باید د لارې د تړلو پلمې له منځه یوړل شي.
    ښاغلی حکمت وايي، دوی سملاسي پر داسې څه سلا نه شول چې د تورخم لار دې پرانیستل شي، ”موږ خپلو مشرانو ته پر دغو څلورو نقطو خبره وکړه او دوی به خپلو مشرانو ته خبره وکړي.”
    نوموړي پر تورخم لار له تلونکو کسانو وغوښتل چې تر هغه چې د لارې د بشپړې پرانیستې خبر نه وي خپور شوی له تګ راتګه دې ډډه وکړي.
    د تورخم لار د فبرورۍ پر ۲۱مه د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري وتړل شوه. یوه پاکستاني چارواکي د ترکیې خبري اژانس انادولو ته ویلي، پر کرښه افغان ځواکونو د امنیتي پوستو جوړلو پیل کړي، دوی ترې د کار ځنډولو غوښتنه وکړه، خو دوی خپل کار ته دوام ورکړ، همدا د لارې تړل کېدو لامل شو.
    اسلامي امارت ویلي پر کرښه جوړېدونکې امنیتي بنسټونه د دوی په خپله خاوره کې دي او دا چې پاکستان اړخ ته کوم ګواښ نه دی.
    له بل لوري د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه کسان د لارې تړل کېدو له امله بند پاتې دي او په تېرو څو ورځو کې چې لاره تړلې ده یوازې د څو جنازو د اړولو اجازه ورکړل شوې.
    له رسنیو سره په خبرو کې ځینو کسانو ویلي، ډېرو خلکو ته د څښاک اوبه او خواړه هم نه رسېږي.
    همدارنګه اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې له ۵۰۰۰ ډېرې پر توکو بار لارۍ د تورخم دواړو غاړو ته ولاړې دي. سوداګرو ویلي د سبو او میوو په ګډون ډېر هغه توکي چې باید پر وخت رسول شوی وای پر لار د ځنډو له امله یې زیان لیدلی.
    د خیبر د سوداګرۍ خونې مشر یوسف اپریدي په لنډي کوتل کې خبریالانو ته وویل د تورخم لارې دا وار تړل کېدو سوداګرو ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی. هغه وویل که لار همداسې تړلې پاتې شي د لا نور زیان شونتیا شته.
    د افغانستان د سوداګرۍ خونې چار سمبالي محمد یونس موند وایي ، د لارو تړل کېدو په پایله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه کمه شوې. هغه وویل افغانستان د خوندي ټرازیټي لارو او سوداګرۍ لپاره تر ډېره په منځنۍ اسیا تکیه کړې.
    ښاغلي اپریدي خبرداری ورکړ چې که د لارو تړلو دا چارې همداسې دوام وکړي ښايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا نوره هم ټيټه شي.