له پېښوره رپوټونه وايي مفتي منير شاکر د شنبې پر ورځ/د مارچ ۱۵ مه په یوه چاودنه کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.
د رپوټونو پر بنسټ پر ښاغلي شاکر د پېښور ښار په ورڅېرمه ورمړ سیمه کې د هغه جومات دروازه کې چې دی لمانځه لپاره ورتلو، پرې بمي چاودنه شوې ده.
عیني شاهدانو ويلي بم وار له مخه ځای پر ځای شوی و.
له چاودنې وروسته دی او څلور نور لمونځ کوونکي په ټپي حالت کې نژدې روغتون ته لېږدول شوي وو خو د ډاکټرانو په وینا منير شاکر د “سختو ټپو له کبله روغتون کې ساه ورکړه.”
د پېښور لېډي ريډېنګ روغتون وياند محمد عاصم په وينا مفتی شاکر ټپي شوي حالت کې روغتون ته وروړل شوی و، او چاودنه کې یې پښه سخته ژوبله شوې وه.
د روغتون وياند په وينا د وينې زياتې کچې بايللو له امله، مفتي منير شاکر روغتون کې سا ورکړه.
د ورمړ تاڼې افسر نور محمد رسنیو ته ويلي مفتي شاکر چې د مازيګر لمانځه لپاره جومات ته ننوت، هماغه وخت له مخکې ايښودل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل، چې ترڅ کې یې د مفتي شاکر په ګډون څلور کسان ژوبل شول، او ټول روغتون ته ولېږدول شول.
بل پلو د پېښور پوليسو افسر مسعود احمد بي بي سي ته ويلي له لومړيو پلټنو داسې ښکاري چې پر مفتی شاکر بريد، په لاسي بم شوی دی.
مفتی شاکر څو ورځې مخکې يوه وينا کې ويلي وو، چې پر وټسپ ګواښونه ورته کېږي، او د دغو ګواښونونه سکرينشاټونه یې ځايي تاڼه کې له نورو بېلګو سره سپارلي وو.
پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او هغه د “پاکستان پر دولتي ادارو تور لګاوه چې غواړي په نښه یې کړي.”
ده د منبر پر سر او ځينو ویډیوګانو کې بیا بیا ویل چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او په ټکو یې “که په نښه شي مسئولیت به یې د پاکستاني ادارو پر غاړه وي.”
په بمي چاودنه کې د ده د وژل کېدو د پېښې مسئولیت لا چا نه دی منلی.
نامتو دیني عالم او مبلغ مفتی شاکر سيد عبد الله نظامي سره يوه مرکه کې ويل “منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی”.
مفتي منير شاکر هغه وخت راښکاره شو، چې د لښکر اسلام په نامه يې يوه اورپکې ډله جوړه کړه. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د خيبر اېجنسۍ باړه کې د لښکر اسلام او انصار الاسلام ډلو ترمنځ جګړه ونښته. منير شاکر له دې وروسته ځان پټ کړ.
د لښکر اسلام ډلې مشري بيا د منګل باغ لاس کې شوه، خو د دغو ډلو ترمنځ نښتې همداسې روانې پاتې شوې، چې ورپسې سيمه کې په لويه کچه پوځي عمليات وشول.
له څه مودې پټېدو وروسته، مفتي شاکر هنګو کې د تدريس او ښوونې لړۍ بيا پيل کړه، خو وروسته بيا له پېښور سره نژدې ورمړ سيمې ته ولېږدېد.
مفتي منير شاکر پر ټولنيزو رسنيو خورا مشهور و، ده ته اړوند پر ټېکټاک اکونټ يا حساب یې ۹۳ زره فالورز يا څارونکي لرل.
دی د پښتون قومي جرګې غړی هم و او د ۲۰۲۴ کال اوکتوبر جرګې کې یې له ګډونوالو د پښتنو حقونو ته د وفادارۍ لوړه هم اخېستې وه.
ښاغلی شاکر د دغې جرګې یو مهم ویناوال و د پښتنو د حقونو پر مبارزې او ويښتابه یې ټينګار کاوه.
مفتي منير شاکر په خپل دې نظر چې ويل یې “مذهبونه له اسلام سره څه ځانګړی تړاو نه لري” او دا چې دوی يوازې، “د قرآن دين مني”.
مفتی منير شاکر دا تېر اوکتوبر د بي بي سي سيد عبد الله نظامي سره يوه مرکه کې د ځينو هغو نيوکو ځواب کې چې دی د حديثو کتاب نه مني، ويل “د الله له کتابه علاوه د انسان هر يو کتاب منم، خو د قرآن مطابق چې وي”.
ده ويل “منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی”.
د یادونې وړده چې څه موده په خپلو ستوغو ويناوو او ناندره ييز دريځ پر ټولنيزو رسنیو مشهور شوی و.
خيبر اېجنسۍ کې يې د “لښکر اسلام” اورپکې ډلې له مشرۍ بيا تدريس ته په مخې، تګلوری بدل کړ، او په وروستيو کې يې د دوديزو ملايانو پر وړاندې نيوکو ته مخه کړې وه.
مؤلف: Abdulraziq Ezatmal
-
مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
-
د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ په لسګونو پاکستاني پوځیان برمته کړي
د پاکستان پوځي سرچینو ادعا کړې چې جعفر اېکسپرېس له برید وروسته تر اوسه پورې ۱۰۴ مسافر د وسله والو له منګولو ژغورل شوي او په عملیاتو کې يې د ۱۶ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بې اېل اې) په نامه بلوڅ بېلتونپالې ډلې د دې برید مسؤلیت منلی او د ګڼو امنیتي ځواکونو د وژنې ادعا یې هم کړې ده.
د پوځي سرچينو په وینا، چاڼيز عمليات لا هم روانی دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير طلال چوهدري وايي، يو شمېر مسافر غرنيو سیمو ته وړل شوي دي.
د بلوچستان په سبي سیمه کې وسله والو له کوټې، پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس اور ګاډي چې د چارواکو په وينا ۴۰۰ کسان په کې سپاره وو، برید وکړ. د بلوچستان د ایالاتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي دي، له کوئټې پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس د ګوډالر او پیرو کنري ترمنځ سیمه کې د درنو ډزو رپوټونه ورکول شوي دي.
پېښه پر ځايي وخت له غرمې وروسته په ۱:۳۰ شوې.
د حکومت ویاند رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، په سبي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی او امبولانسونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.
په کوټه کې د اورګاډي د کنټرول یوه لوړپوړي چارواکي محمد شریف ویلي، اورګاډی د نا معلومو وسله والو د برید له امله سبي ته نژدې درول شوی دی. ویل شوي په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.
چارواکي وايي، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې په بريد کې د اورګاډي چلوونکى ټپي شوى دى.
د اورګاډي ویاند وايي، جعفر اېکسپرېس اورګاډي تر څلورو سوو ډېر مساپر په نهو کوچونو یا ډبو کې لېږدول. چې لویه برخه یې دولتي کارکوونکي دي.
هغه زیاته کړې د اورګاډي چلوونکی ټپي دی.”چلونکی هغه مهال ټپي شو چې د اورګاډي د یرغمل کولو هڅه وشوه او چلوونکي هڅه وکړه اورګاډي ته حرکت ورکړي.”
د کچهۍ ولسوالۍ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، برید د سبي ولسوالۍ په اتم نمبر تونل کې شوی چې له امله یې اورګاډی په هغه سیمه کې ودرول شول.
د حکومت ویاند شاهد رند زیاتوي، امنیتي ځواکونه یادې سیمې ته د تګ په حال کې دي. هغه وايي، د لومړنيو رپوټونو له مخې ښايي دا ترهګریزه پېښه وي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
په سیمه کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته او لاسرسی هم ورته ستونزمن دی.
په کوټه کې د اورګاډي د امنیت افسر ضیا کاکړ وايي، دا چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو ستونزه ده، نو له امله یې د اورګاډي له عملې سره هېڅ اړیکه نه لري.
حکومتي ویاند وايي، دغه سیمه غرنۍ او لارې ورته سختې دي او له امله یې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې ستونزې شته.
د رپوټونو مخې ، دکوټې له اورګاډي سټيشن څخه د بولان درې پر لور چورلکو الوتنې روانې لیدل شوي دي. -
که څه هم اوکراین دېرش ورځنی اوربند منلی خو پر روسیې یې بیا پراخ هوایي بریدونه کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د اوکرایین په اړه د خبرو اترو د همغږۍ په موخه د امریکايي پلاوي په مشرۍ د سعودي عرب پلازمېنې جدې ته تللي، ويلي، د اوکرايين حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او “اوس توپ د روسيې په ډګر کې دی”.
په همدې مهال امريکا له اوکرایین سره استخباراتي او امنیتي مرستې بیا پیل کړې دي.
د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زېلینسکي د دفتر مرستیال پاولو پالیسا چې د جدې په خبرو اترو کې یې برخه اخیستې وه، وايي د امریکا پوځي مرستې اوکرایین ته بیا پیل شوې دي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، “زه تائیدوم چې د امریکا له خوا امنیتي مرستې بیرته پیل شوې دي. د تړونونو پلي کېدل پیل شوي. جګړه دوام لري!”.
په سعودي کې له اوږدو خبرو اترو وروسته، د امریکا او اوکرایین پلاوي په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې کیېف د واشنګټن د سملاستي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی دی، اوس دا د مسکو په هوکړه پورې تړاو لري.
دوې اوونۍ وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د اوکرایین د ولسمشر او ډونلډ ټرمپ تر منځ ناندرۍ په ظاهرا د اوکرایین پوځ ته د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د ځنډېدو لامل شوې وې.
د اوکرايين ولسمشر د دې ۳۰ ورځني اوربند لپاره د خپل هېواد چمتووالي ته په ځواب کې وویل، اوکرایین چمتو دی چې خپل ځمکني، هوايي او سمندري عملیات ودروي، او د هغه په اند د جدې د خبرو اترو پایله “مثبته وه” او دا چې اوس دا موضوع “په امریکا پورې اړه لري چې روسیه د اوربند منلو ته قانع کړي”.
ښاغلي زېلینسکي، په یوه ویډیو بیان کې وویل، له امریکا سره د اوکراییني پلاوي د خبرو اترو یوه له مهمو برخو د اوکرایین پوځ ته د واشنګټن د استخباراتي مرستو بیا پیلول وو، چې د ده په وينا بیا پیل شوې دي.
ښاغلي زېلینسکي ټینګار وکړ چې “اوکرایین د سولې لپاره چمتو دی… روسیه باید اوس د جګړې د بندولو یا دوام ورکولو لپاره خپله اراده وښيي.” د حقیقت د بشپړ څرګندېدو وخت رارسېدلی دی. زه له هر هغه چا مننه کوم چې له اوکرایین سره مرسته کوي.”
د اوکرایین ولسمشر زېلینسکي، چې سعودي عرب ته سفر کړی، دا هم ویلي چې په دې خبرو اترو کې د ګډون پلان نلري او د دې سفر په جریان کې یې موخه د لوړ پوړو سعودي چارواکو سره لیدل وو.
په ورته وخت کې د روسۍ پر پلازمېنه مسکو د اوکرايين ډرون الوتکو پراخ بریدونه شوي دي،
د روسیې ځايي چارواکو ویلي، په پلازمېنه مسکو او څېرمه سيمو کې د شپې د بې پيلوټه الوتکو “پراخ بریدونه” شوي چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د مسکو والي اندرې ووروبیف ویلي چې وژل شوي او ژوبل دواړه ملکیان دي او په وینا یې، په بریدونو کې د یوې هستوګنیزې ودانۍ اووو اپارتمانونو ته تاوان رسېدلی دی.
هغه پر خواله رسنۍ د هغو ودانیو او سوځېدلو ګاډو عکسونه خپاره کړي چې په دغو بریدونو کې زیانمن شوي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې د ښار پر لور ور روانې ۷۳ ډرون الوتکې یې غورځولې دي چې د هغو غورځېدو هم د یوه کور بام زیانمن کړی دی.
دا په ۲۰۲۲ کې د اوکرايين د جګړې له پیل راهیسې پر روسیې تر ټولو ستر برید بلل شوی دی
د روسیې دفاع وزارت هم د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې تېره شپه یې په پلازمېنه مسکو او د دغه هېواد په نهو نورو سیمو کې ټولټال ۳۳۷ اوکرايينۍ ډرون الوتکې یا له منځه وړې دي او یا یې د هغوی د برید مخه نیولې ده.
اوکرايين تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی. -
د قوش تیپې کانال په شاوخوا کې به په سلګونو د سنځلې نیالګي کینول شي.
د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د سنځلې له ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول او د قوشتیپې کانال شاوخوا سیمې ته لېږدول شوي دي. د کابل ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اقدام د شنو ساحو د زیاتوالي، د خاورې د ساتنې، د تخریب د کمولو او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی دی. د کابل د کرنې ریاست ټینګار کړی، چې دا ډول پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.
-
اېراني کارګران د لوړ معاش لپاره افغانستان ته راځي.
د ایران د کارګرو استازي محسن باقري ویلي، چې د دې هېواد کارګر د زیات معاش د ترلاسه کولو په موخه افغانستان ته ځي. باقري ویلي، چې د دې هېواد کارګر د غوره مزدورۍ ترلاسه کولو په موخه عراق او افغانستان ته د تللو هڅه کوي. باقري زیاتوي، چې د کورني بازار د کار کولو شرایط نامناسب دي، نو له همدې کبله ایراني کارګر د غوره مزدورۍ په بدل کې د ساده کارونو د موندلو لپاره یادو هېوادونو ته کډوالیږي.
-
د کانونو وزارت وایي د ټاپي پروژې چارې به ګړندۍ شي.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، چې د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به هېواد کې د ټاپي پروژې چارې لا ګړندۍ شي. د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په افغانستان کې ۸ کیلومټره پرمختګ لرلی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت همایون افغان وایي، اوسمهال د دې پروژې کار په هرات کې روان دی او د هوا په ښه کېدو سره به یې چارې چټکې شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، اوسمهال په افغانستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه ژمن دي چې دا پروژه پر ټاکلي وخت کې بشپړه کړي
-
د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سعودي عربستان ته رسېدلی
د فرانسې او رویټرز خبري اژانسونو د یوه اوکراییني چارواکي له قوله رپوټ ورکړی، چې ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د خبرو لپاره جدې ښار ته رسېدلی دی.
رپوټونه وايي د اوکرایین ولسمشر به د سې شنبې پر ورځ د اوکرایین او امریکايي پلاويو ترمنځ خبرو کې ګډون ونه کړي.
یوه چارواکي ویلي، تمه ده اوکرایین به د سې شنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې د سولې په راتلونکو خبرو کې له روسیې سره په سمندر او د هوا له لارې د یوه اوربند لپاره هڅه وکړي.
اوکراییني او امریکایي چارواکي به د سولې ټینګولو پر بڼې او شرایطو بحث وکړي. دغو خبرو کې به مخامخ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه اوکرایینی سیال ګډون ونه کړي او روسیه به هم نه وي.
له بل لوري ،د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف وايي، روسیه له امریکا سره “د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغولو په لومړني پړاو” کې ده. هغه زیاتوي دا “مهمه ده چې پوه شو، ایا اوکراییني چارواکي سوله غواړي که نه؟”
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي وايي “اوکرایین د جګړې له لومړۍ شېبې د سولې لپاره هڅې کوي.”
د سولې او اوربند له دې هڅو سره هم مهاله، جګړه هم روانه ده. د رپوټونو له مخې روسي ځواکونه هڅه کوي د روسیې په کرسک سیمه کې زرګونه اوکراییني سرتېري کلابند کړي، چېرې چې دوی د یکشنبې پر ورځ درې ښارګوټي بېرته ونیول.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي، هغه باور لري چې په سعودي عربستان کې به د سې شنبې پر ورځ د امریکا او اوکرایین ترمنځ د خبرو او بحثونو په بهیر کې “ډېر پرمختګ” وشي.
ښاغلي ټرمپ تېره یکشنبه له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه، هغه تمه لري چې “ښې پایلې به په نه چندان لېرې راتلونکې” وویني.
ټرمپ دا هم وویل چې “بالاخره، موږ باید سوله ولرو”.
د اوکرایین د اپوزیسیون غړي اولیکسي ګونچارینکو د ولودیمیر زېلينسکي د غوښتنې پر بنسټ “پر ځمکه” او همدارنګه په سمندر او هوا کې د اوربند غوښتنه کړې ده. -
آزاربایجان او قرغزستان په افغانستان کې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.
د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارتونو پخوانیو مرستیالانو ارزشکوروف او الماس بیک تومانوف د افغانستان کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سره کتلي دي. دې کتنه کې د دواړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب ګڼلي دي. د دواړو هېوادونو استازو د افغانستان د کانونو او په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو برخه کې د پانګونې ترڅنګ د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.
-
د دایکنډي او کندهار لویه لاره بیا رغول شوې ده.
د دایکندي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د دایکندي – کندهار لویه لاره د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت پراخه او بیارغول شوې ده. په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې د دایکنډي د ټولګټو رییس اکرامالله عبدالرافع وویل چې په دې پروژه کې د دایکندي د پاتو ولسوالۍ د تپه لادوګک له سیمې څخه د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د مولوي شهید راهنما کوتل پورې د ۵۲.۲۲۵ کیلومتره په اوږدوالي سړکونو، پلونه، پلچکونو، ویالو او ساتندوی دېوالونو جوړول، بیارغول او ترمیم شامل و، چې چارې یې بشپړې شوې دي.
-
له پنجشیر ولایت د سیمه ییزو محصلاتو څخه په میلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه شوي.
د پنجشېر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په روان لمریز کال کې له سیمه ییزو محصولاتو څخه د څه باندې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست رییس امین الحق ماثوري ویلي چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو محصولات د صادراتو له درکه ۳۶۰ میلیونه ۲۱ زره ۲۴۲ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د نوموړي په وینا چې دغه عواید د ۸۸۰۰ ټنه ګیلاسو، ۵۶۶ زره ۴۹۸ قیراطه زمردو، ۲۱ زره ۳۸۰ لېټره لبنیاتو او ۲۸ زره ۹۵۵ کیلوګرامه طبي توکو د پلور څخه ترلاسه شوي دي.