مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • امریکا د سراج الدین حقاني پر سر د لسو مېلیونو ډالرو جایزه لغوه کړه

    امریکا د سراج الدین حقاني پر سر د لسو مېلیونو ډالرو جایزه لغوه کړه

    د اسلامي امارت  چارواکي وايي، امريکا د افغانستان حکومت د کورنيو چارو د چارسمبالي وزير سراج الدين حقاني پر سر د معلوماتو په تړاو لګول شوې جايزه لغوه کړې او نوموړی يې د تعقيب لاندې کسانو له نوملړه ايستلی دی.

    رويترز خبري اژانس د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت له قوله د دې خبر پخلی کړی دی.

    امارتي چارواکي وايي د کورنيو چارو د وزير تر څنګ د دوو نورو طالب مشرانو نومونه هم د مطلوبو کسانو له نوملړه ايستل شوي دي.

    سراج الدین حقاني له عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پلان کولو او برخه اخیستو له امله مطلوب وو.

    د سراج الدین حقاني ورور او د امارت یو لوړ پوړی غړي انس حقاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې الجزیره تلویزون خپور کړی، د دې خبر د هرکلي ترڅنګ ویلي، “امریکا حالات درک کړي او پر دې پوهېدلي چې افغانستان اوس چا ته خطر نه دی” هغه ویلي د طالبانو پنځه تنه چې په پر سر یې جایزې ټاکل شوې وې په دې وروستیو کې یې په ناستو او غونډو کې ګډون کاوه او فعال و.

    انس حقاني وايي، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل د دوحې د هوکړې یوه برخه ده.سرچینه،د طالبانو حکومت د بهرنیو

    د بنديز لرې کېدو دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې اسلامي امارت  د پنجشنبې پر ورځ د جورج ګليزمن په نامه یو امریکایی وکړی له دوه کلن بند وروسته خوشی کړ.

    نوموړی چې په ۲۰۲۲ کال کې نيول شوی و، کابل ته د زندانيانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر او د افغانستان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد له سفر وروسته ازاد شو چې اسلامي امارت يې خوشي کېدل “د ښه نیت اقدام” بللی و.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې ويلی وو چې د ګلیزمن خوشي کول د یوه “مثبت او رغنده ګام” استازیتوب کوي. نوموړي د هغه د خوشي کولو په تړاو د قطر له “مهم” رول څخه هم مننه کړې وه.

    سراج الدین حقاني د جنورۍ په میاشت کې سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و،

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا اعلان کړی و چې سراج الدين حقاني ته د عمري حج لپاره د جنورۍ له ۲۳ د فبرورۍ تر درېيمې نېټې پورې د سفر معافيت ورکړل شوی.

    د راپورونو له مخې حقاني د دې سفر پر مهال په متحده عرب اماراتو کې غونډې هم درلودې.

    د بندیزونو له نوملړه د سراج حقاني د نوم لرې کولو په تړاو امریکايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو دا ډول څه رامخې ته کېږي باور دا دی چې د ولسمشر ټرمپ اداره ُاسلامی امارت ته د تعامل یو ډول لاس غځوي. که څه هم ټرمپ په وروستیو کې د افغانستان له حکومت سره د پاتې امریکايي وسلو په تړاو خبرداری ورکړی و چې غواړي دغه وسلې ترې بېرته واخلي.

     

  • پر لبنان د اسرایيلي اشغالګرو په هوایي برید کې اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

    پر لبنان د اسرایيلي اشغالګرو په هوایي برید کې اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

    اسرائيل وايي له لبنان څخه يې د دريو توغنديو توغېدو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

    د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وايي، پوځ ته يې امر کړی چې “په لبنان کې د لسګونو ترهګرو اهدافو پر وړاندې په بشپړ ځواک سره عمل وکړي.”

    د لبنان د رسمي خبري اژانس په وینا، د اسرائیلو په بریدونو کې اووه کسان وژل شوي، چې یوه کوچنۍ نجلۍ هم پکې شامله ده. دا تاوتریخوالی د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د اوربند تر ټولو جدي سرغړونه ګڼل کېږي، او د لبنان لومړي وزیر د “نوې جګړې” د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.

    د اسرائیلو پوځ وايي دوی د حزب الله اړوند لسګونه توغندي توغوونکي او د قوماندې يو مرکز په نښه کړی دی.

    د شنبې په سهار، د اسرائیلو په شمالي ښار میتولا کې سایرن وغږول شو، او د اسرائیلو دفاع وزارت اعلان وکړ چې له لبنان څخه توغول شوي دری توغندي يې شنډ کړل.

    د لبنان ولسمشر جوزف عون، چې د روان کال په جنوري کې واک ته رسېدلی، په یوه وینا کې “هغه اقدامات چې لبنان د تاوتریخوالي په کړۍ کې ښکېلوي” غندلې، او د لبنان لومړي وزیر نواف سلام خبرداری ورکړی چې د تاوتريخوالي دا زیاتوالی “هېواد بلې جګړې ته کاږي”.

    حزب الله وايي پر اسرائیلو يې توغندي نه دي توغولي او ټینګار يې کړی چې د اوربند تړون ته ژمن دي. تر اوسه کومې بلې ډلې د دې بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

    رویټرز خبري اژانس د یوه اسرائیلي چارواکي له خولې ویلي، تر اوسه دا نه ده تائید شوې چې د برید تر شا کومه ډله وه.

    اسرائیلو مخکې خبرداری ورکړی و چې د توغندیو پر وړاندې به “سخت ځواب” ورکړي.

    په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک، هم د “تاوتریخوالي د زیاتوالي خطر” په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسرائیلو او لبنانه یې غوښتي چې “خپلو ژمنو ته غاړه کېږدي.”

    د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د نومبر پر ۲۷ شاوخوا څلور میاشتې وړاندې اوربند وشو چې په مکرر ډول د دواړو خواو له خوا د سرغړونو د تورونو له امله ګواښل شوی خو دا وروستی تاوتريخوالی د نسبي ارامۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ بلل کېږي.

  • بلوڅانو د خپلو درې لاریونوالو له وژل کیدو وروسته خپل احتجاج ته دوام ورکړی.

    بلوڅانو د خپلو درې لاریونوالو له وژل کیدو وروسته خپل احتجاج ته دوام ورکړی.

     

    پاکستان کې د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه وايي چې پولیسو د جمعې پر ورځ د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې پر سریاب واټ د دوی د احتجاج پر ګډونوالو ډزې کړې او درې کسان یې وژلي دي.

    دوی اوس د وژل شویو کسانو جنازې هم له ځان سره ایښي او خپل احتجاج او پرلت ته یې دوام ورکړی.

    ماه رنګ بلوڅ تور پورې کړی چې د پولیسو په ډزو درېیو وژل شویو کسانو کې یو ۱۲ کلن هلک دی.

    خو د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند وایي، چې پولیسو د اجتجاج کوونکو پر خلاف د قانون له مخې ګام اخیستی او دا چې “تر اوسه مشخصه نه ده چې لاریونوالو د چا مړي پر سړک ایښي او احتجاج کوي.”

    هغه رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي: “د سړک بندېدو له کبله له کراچۍ او نورو ښارونو راتلونکي مساپر له کړاو سره مخ وو. پولیسو د سړک پرانیستلو لپاره د قانون مطابق اقدامات وکړل.”

    د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند زیاتوي تر هغې چې مړي روغتون ته ونه لېږول شي او روغتیايي معاینات یې و نه شي، د مړینې د لامل موندل یې ممکن نه دي.

    هغه دا ادعا هم کوي چې ګوندې احتجاج کوونکو پر تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی، پر پولیسو ډبرې ورولې، یوه ښځینه او څو نور پولیس یې ټپیان کړي دي. شاهد رند وايي، لس کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

    د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه او د دوی د احتجاج ځینې ګډونوال وايي، چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز او اوب‌شیندي هم کارولي دي.

    د سریاب سیمې د تاڼې د پولیسو یوه چارواکي عتیق‌الرحمان تایید کړې چې تر ۳۰۰ پورې کسانو پر سریاب سړک پرلت ته دوام ورکړی. نوموړي زیاته کړې چې د احتجاج په ځای کې درې مړي هم ایښي دي.

    د ځايي پولیسو دغه چارواکي منلې چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز کارولی، خو وايي د ‘ډزو’ په اړه مالومات نه لري.‌

    د یادونې ده چې د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له پنجشنبې ورځې راهیسې پر سریاب روډ د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت پیل کړی. دا احتجاج تېرې څو ورځې د دې کمېټې د مشرانو د نیول کېدو په غبرګون کې شوی. د احتجاج ګډونوال دا تور هم پورې کوي چې ګوندې په بلوچستان کې وژل کېدونکي کسان له پېژندګلوي او کورنیو ته له سپاره کېدو پرته په پټه ښخېږي.

    له دې سره هممهاله د کوټې ښار پر قمبراني سړک د نیولو شویو بلوڅانو د کورنیو غړو هم چې اکثریت یې ښځې وې، احتجاج پیل کړی وی.

    ډاکترې ماه رنګ بلوڅ ویلي، ‘د پوهنتون مخې ته پرلت روان و چې دوه بجې ګڼ شمېر پولیس راغلل، اوښلن ګاز یې وکاروه او ډزې یې وکړې چې پایله کې یې درې کسان ووژل شوی او ۱۳ ټپیان شول.”

    د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې د جبري بې‌درکه بلوڅانو د موندلو لپاره هڅې کوي

    نوموړې زیاتوي چې ټپیان د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي.

    د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې مشره ادعا کوي چې پولیسو له دوو تر شپږ بجو پورې اوښلن ګاز کاراوه.

    بلخوا د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بیا تور پورې کړی، چې د احتجاج ګډونوال د امنۍ او ګډوډۍ د رامنځ ته کولو هڅې کوي.

    هغه په خپاره کړي بیان کې خبرداری ورکړی چې “چا ته د بې قانونۍ اجازه نه شي ورکول کېدای. که د قانون ماتولو او د امن اخلالولو هڅه کېږي، نو حکومت یې په چپه خوله ننداره نه شي کولی.”

  • د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په پراختیا ټېنګار شوی.

    د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په پراختیا ټېنګار شوی.

    د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د ازبکستان د سرخان دریا والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ، د دغه هېواد د ساختماني او عمومي خدمتونو وزارت مرستیال او مل پلاوي بلخ کې د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا او ځینو نورو ولایتي مسوولینو سره کتلي دي. د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې عصمت الله ارګاشیف د افغانستان او ازبکستان د اړیکو پر پیاوړتیا په ټینګار سره ویلي، افغانستان اوس د نړۍ لپاره ګواښ نه دی او له هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د بلخ والي هم د کابل او تاشکند ترمنځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه یادې کړې دي.

  • په کندهار کې تاریخ تېري خوراکي توکي نیول شوي.

    په کندهار کې تاریخ تېري خوراکي توکي نیول شوي.

    د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې څه باندې ۶ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي ضبط کړل شوي دي. چارواکي زیاتوي، چې د یاد ولایت په ۱۹ ناحیو کې د یوه ګډ کمیسیون له لوري د تاریخ تېره او بې کيفيته توکو د څارنې کمپاين ترسره شوی او په تېرو ۲ ورځو کې یې یاده اندازه توکي راټول کړي دي.

  • پوتین منلې چې ۳۰ ورځې به په اوکرايین کې د انرژۍ پر اهدافو بريدونه نه کوي

    پوتین منلې چې ۳۰ ورځې به په اوکرايین کې د انرژۍ پر اهدافو بريدونه نه کوي

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونلډ ټرمپ سره له اوږدې ټیلیفوني اړیکې وروسته هوکړه کړې چې د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره به په اوکرایین کې د انرژۍ پر اهدافو بریدونه ودروي.

    د امریکا د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ او پوتین په اوکرایین کې د اوربند او “سولې اړتیا” په تړاو خبرې کړې او په سیمه کې یې د تلپاتې سولې په اړه موافقه کړې ده.

    د سپینې ماڼۍ په وینا، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په تور سمندرګي کې د سمندري اوربند د پلي کولو لپاره خبرې اترې پیل کړي. همدا ډول د “ستراتیژیکو وسلو د بندولو” پر اړتیا هم بحث شوی دی.

    د اوکرايين حکومت يا خپله ولودمير زيلېنسکي تراوسه د دې اوربند په اړه څه نه دي ويلي.

    ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې د روسي له ولسمشر سره يې وروستۍ خبرې “ډېرې ښې او ګټورې” وې.

    نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت ليکلي، “موږ پر دې هوکړه وکړه چې د انرژۍ او زیربناوو پر ټولو برخو به سملاسي اوربند وي، او هڅه کوو چې ژر تر ژره یو بشپړ اوربند او په پای کې د دې ډېر بدمرغه جنګ د پای ته رسولو لپاره کار وکړو”.

    سپینه ماڼۍ وايي، امریکا او روسیه په دې باور دي چې “ایران باید هېڅکله په داسې موقف کې نه وي چې اسرائیل له منځه یوسي.”

    د کرملین په وینا، د مارچ پر ۱۹مه، به روسیه او اوکرایین ۱۷۵ جنګي بندیان تبادله کړي، په داسې حال کې چې ۲۳ سخت ټپي شوي اوکرایني سرتېري چې په روسیه کې تر درملنې لاندې دي، به هم اوکرایین ته ولېږدول شي.

    کریملین غوښتنه کړې چې د ۳۰ ورځني اوربند پر مهال باید اوکراییني ځواکونه هېڅ صف بندي ونکړي.سرچینه،EPA

    داسې اټکل کېده چې روسيه به هغه بشپړ اوربند چې د ټرمپ ډلې تازه د سعودي په منځګړيتوب له اوکرايين سره جوړ کړی و مني خو پوتین ویلي، چې پراخ اوربند یوازې هغه وخت عملي کېدای شي، که له اوکرایین سره بهرنۍ پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شريکول ودرول شي.

    د اوکرایین اروپايي متحدینو مخکې دا ډول شرایط رد کړي وو.

    کله چې د امریکا استازو تیره سې ‌شنبه په جده کې د اوکرایین له استازو سره ولیدل، هغوی یې قانع کړل چې د سملاسي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني، چې پر وچه، هوا او سمندر به عملي کېږي.

    ولسمشر ولودمير زیلېنسکي ویلي، اوکرایین د انرژۍ پر زیربناوو د اوربند نظریه مني، خو وايي غواړي چې د دې جزییات روښانه شي.

    زيلېنسکي ويلي، “زه فکر کوم چې دا به سمه وي چې موږ له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړو، څو پوه شو چې روسانو امریکایانو ته څه وړاندیز کړی، او یا امریکایانو روسانو ته څه ویلي دي”.

    سپینه ماڼۍ وايي په اوکرایین کې د سولې د ټینګښت لپاره به ډېر ژر په منځني ختیځ کې بيا خبرې اترې پیل شي.

  • د اسرایيلي اشغالګرو په بریدونو کې څه باندې 400 فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي

    د اسرایيلي اشغالګرو په بریدونو کې څه باندې 400 فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي

    د اسرائیلو لومړی وزير بنیامین نتنیاهو وايي، هېواد يې په غزه کې “په بشپړ ځواک سره” جګړه بیا پیل کړې ده.

    د روان کال به جنورۍ مياشت کې د اسرائيلو او حماس تر منځ په غزه کې له اوږدې مرګونې جګړې وروسته اوربند وشو خو د لومړي پړاو له پايته رسېدو وروسته اوس اسرائيلو بيا د دوی په ټکو پر حماس بريدونه پيل کړي دي.

    په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، په دې تازه بريدونه کې له ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

    د اسرائيلو لومړي وزير دا “يوازې پيل” وباله او زياته يې کړه چې تر هغه به دوام ورکړي چې اسرائيل خپلې موخې ترلاسه کړي.

    اسرائیلو له غزې د خپلو ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده. اسرائیل باور لري چې په غزه کې لا هم ۵۹ یرغمل شته، چې ګومان کېږي ۲۴ یې ژوندي دي.

    د اسرائیلو لومړي وزیر، حماس د اوربند وړاندیز په ردولو تورن کړی. دی وايي، “اوس به خبرې اترې یوازې تر اور لاندې ترسره شي.”

    هغه له اسرائیلیانو مننه وکړه او ویې ویل، “موږ منځنی ختیځ بدلوو. موږ به ګټوونکي وو.”

    په همدي مهال حماس په اسرائیلو تور ولګاوه چې په غزه کې يې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او وايي امريکا په غزه کې د مرګ ژوبلې مسؤله ده. د راپورونو له مخې، اسرائیلو په غزه له بمبارۍ وړاندې امریکا ته معلومات ورکړي وو.

    بل پلو د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو د پارلمان بهر لاریون وکړ، او چارواکي یې په غزه کې د بمباریو بیا پیلولو سره د یرغمل شویو کسانو له پامه غورځولو تورن کړل.

    په غزه کې د حماس تر مشرۍ لاندې د روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه تازه معلومات ورکړي دي. حماس پر ټیلیګرام خپاره شوي یوه پیغام کې ویلي، د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۴۰۴ کسان وژل شوي دي. خو په واټس اپ کې یې دا شمېر ۴۱۴ تنه ښوولی دی.

    وزارت زیاتوي، ځینې قربانیان لاهم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

    د اسرائیلو پوځ وايي د غزې په مختلفو برخو کې یې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي. دا بریدونه د اسرائیلو او حماس ترمنځ له اوربند راهیسې “تر ټولو پراخ” بلل شوي دي.

    د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ويلي چې د حماس اړوند “ترهګریز اهداف” په نښه کوي.

    د “رویټرز” خبري اژانس د راپور له مخې، دری کورونه د مرکزي غزې په دیر البلح، یوه ودانۍ د غزې ښار، او نورې موخې د خان یونس او رفح په سیمو کې په نښه شوې دي.

    د راپورونو له مخې، په غزه کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حماس لوړ پوړی امنیتي چارواکی محمود ابو وفاح هم په یوه برید کې وژل شوی دی.

    د اسرائیلو لومړي وزير دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي چې بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د سې شنبې په سهار د دې بریدونه امر کړي دی.

    په بیان کې ویل شوي، “دا د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو پر وړاندې د حماس پرلپسې مخالفت او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د مذاکراتو د نورو منځګړو د ټولو وړاندیزونو د ردولو پایله ده.”

    له بلې خوا ،په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې، حماس وايي، وروسته تر هغه چې څرګنده شوه، اسرائیلو پر غزې تر برید مخکې امریکا ته معلومات ورکړل، امریکا په غزه کې “د ټول وژنې بشپړ مسؤلیت پر غاړه لري.”

    د حماس په اعلامیې کې راغلي، دا “د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د دوی د ادعاوو دروغ افشا کوي.” دغه ډله زیاتوي، “له نړیوالې ټولنې غوښتنه کېږي چې د بشریت ضد جنایتونو په اړه د نیواکګرو او د هغوی د ملاتړو د حساب ورکولو لپاره سمدستي ګامونه اوچت کړي.”

    د حماس د روغتیا وزارت مشر منیر البرش وايي، په برید کې تر ۶۶۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي.

    هغه وايي، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

    البرش وايي، د طبي اسانتیاوو سخت کمښت دی او د ۳۸ روغتونونو له ډلې ۲۵ یې له خدماتو بهر دي.

    په همدې حال کې پر غزې د اسرائیلو وروستي برید ته په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه ښوول شوي دي.

    د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، هېواد یې له ټولو خواوو غواړي، چې اوربند ته درناوی وشي. هغه وايي: “ټول ملکي وګړي باید خوندي شي.”

    د بلجیم مرستیال لومړي وزیر ماکسیم پریوټ دغه بریدونه غندلي او له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې اوربند ته غاړه کېږدي: “راځئ چې شاته ولاړ نه شو.”

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ وايي، چین دغه وضعیت په اړه “ډېر اندېښمن” دی او هیله لري چې ټولې خواوې “له هر هغه اقدام ډډه وکړي چې کولی شي د تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل شي.”

    د روسیې ویاند دیمیتري پیسکوف هم وايي، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی، او دا یې “د تاوتریخوالي د ډېرېدو یو بل څرخ” بللی دی.

    په عین حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، دغو بریدونو “هک حیران” کړی دی او ” په ټینګه غوښتنه کوي چې اوربند ته دې درناوی وي.”

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د بریدونو غندنه کړې او وايي، “د صهیونیستي یرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم تضاد لري.”

  • پر غزې د اسراییلو  تازه بریدونه/تر ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي

    پر غزې د اسراییلو تازه بریدونه/تر ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي

     

    اسرائیلو نن سهار (سه شنبه) د غزې پر تړانګه پراخ هوايي بریدونه وکړل، چې سلګونه ولسي وګړي یې ووژل او ټپیان کړل.

    په غزه کې د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د غزې په مرکزي، شمالي او جنوبي سیمو کې د اسراییلو د بمباریو په پایله کې تر 330 ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي.

    د غزې د ملکي دفاع سازمان هم ټینګار کړی چې د اسرائیلو په سختو بریدونو کې ۳۳۰ فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې، ماشومان او بوډاګان دي وژل شوي دي. د ملکي دفاع ویاند محمود بسال ای ایف پي ته وویل، “له 220 څخه زیات کسان وژل شوي، چې ډیری یې ماشومان، ښځې او بوډاګان دي.”

    یاد سازمان  زیاته کړه: «اسرائیلو تر ۲۰۰ زیات هوایي بریدونه او درنې مرمۍ ویشتې دي. د بې ځایه شویو خلکو خیمې هم په نښه کړې دي.

    عیني شاهدانو ویلي، بمباري تر ډېره په شمالي او مرکزي غزې متمرکزه وه او د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل کېدل. همدا راز د بریدونو د شدت له امله د ملکي او دفاعي ځواکونو مرستندویه ټیمونه هم له سختو ستونزو سره مخ شوي چې سیمې ته یې رسیدلي دي.

    د اسراییلو د دفاع وزیر یوف ګالانت اعلان وکړ چې د حماس لخوا د یرغمل شویو خوشې کولو څخه د انکار او اسراییلي سرتیرو ته د زیان رسولو ګواښونو له امله د هیواد اردو په غزه خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

    په یوه لنډ بیان کې، هغه خبرداری ورکړ: “که حماس ټول یرغمل خوشې نه کړي، په غزه کې به د دوزخ دروازې خلاصې شي او د حماس جنګیالي به له داسې ځواکونو سره مخ شي چې مخکې یې هیڅکله نه وو لیدلي.”

    دغه خونړي بمبارۍ په داسې حال کې زیات شوی چې د منځګړیتوب (مصر، قطر او امریکا) او په دوحه او قاهره کې د ښکېلو خواوو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې د اوربند د غځولو او یا د دویم پړاو د تطبیق لپاره کومې پایلې ته نه دی رسېدلی.

     

  • ترکمنستان او قطر د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه خبرې کړي.

    د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر او د کابینې یو شمېر نورو غړو د قطر د بهرنیو چارو او لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت او ټولنیز-اقتصادي وضعیت په اړه په مفصل ډول د نظر تبادله شوې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې په افغانستان کې د سرحد آباد-هرات د برخې د ودانیزو چارو کارونو پرمختګ څېړل شوی، چې دا د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د(ټاپي) د نړۍوالې ګاز نللیکې د پلي کېدو یو مهم پړاو ګڼل کېږي. قطري لوري بیا په دغه برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.

  • د غزې اوربند ناڅرګند برخليک؛ امریکا د حماس غوښتنې “غیر عملي” بللې

    د غزې اوربند ناڅرګند برخليک؛ امریکا د حماس غوښتنې “غیر عملي” بللې

    يوه فلسطيني چارواکي ويلي، د غزې اوربند د غځولو خبرې اترې ناکامې شوې دي. امریکا حماس تورن کړی چې د قطر په ناستو کې يې “په بشپړ ډول غير عملي” غوښتنې کړې دي.
    مذاکره کوونکي هڅه کوي د اوربند د لومړنۍ مرحلې چې د مارچ پر لومړۍ نېټه پايته رسېدلې وروسته يوه حللاره پيدا کړي.
    امریکا وړاندیز کړی و چې لومړی پړاو د اپرېل مياشتې تر نیمایي پورې وغځېږي، چې په هغو کې د حماس له لوري د یرغمل شوو کسانو او د اسرائیل له لوري د فلسطیني بندیانو د تبادلې بله دوره هم شامله وه.
    خو يو فلسطینی چارواکی چې د غزې اوربند په تړاو له خبرو اترو خبر دی د نوم نه ښودلو په شرط وايي، اسرائیل او حماس د هغو مهمو ټکو په اړه اختلاف لري چې د امریکا د منځني ختیځ استازي، سټیو وټکاف، د غیرمستقیمو خبرو اترو پر مهال وړاندې کړي وو.
    اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وايي چې دی به شنبې ناوخته له اسرائیلي مذاکره کوونکې ډلې راپور ترلاسه کړي.
    سپینې ماڼۍ حماس تورن کړی چې د وټکاف د وړاندیز په ځواب کې یې “بشپړې غیر عملي” غوښتنې کړې دي.
    د جمعې په ورځ، د وټکاف دفتر او د امریکا د ملي امنیت شورا په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي وو، “حماس ناسم ګومان کوي چې وخت د دوی په ګټه دی. داسې نه ده.”
    “حماس له ضرب الاجله ښه خبر دی، او باید پوه شي چې که دا نېټه تېرېږي، موږ به ورته مناسب ځواب ورکړو.”
    په همدې حال، د بي بي سي له خوا ترلاسه شوې د حماس یوې اعلامیې ویلي چې مذاکرات ناکام شوي دي.
    د نتنیاهو دفتر مخکې ویلي وو چې اسرائیلو د امریکا وړاندیز منلی دی.
    خو اسرائیلو حماس تورن کړ چې “د انکار پر خپل دریځ کلک ولاړ دي او حتی یو ملي متر هم نه دی ښورېدلي”، او دا ډله یې په “تېر اېستلو او رواني جګړه” تورنه کړه.
    اسرائیل او حماس له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د جنورۍ په میاشت کې د دریو پړاونو یو اوربند منلی و.
    په لومړي پړاو کې، حماس ۲۵ اسرائیلي یرغمل ژوندي خوشي کړل، د اتو کسانو مړي یې وسپارل، او همدارنګه یې پنځه تايلینډي یرغمل هم ازاد کړل.
    په بدل کې، اسرائیلو شاوخوا ۱۸۰۰ فلسطیني بندیان خوشي کړل.
    د تړون له مخې، په دویم پړاو کې د پاتې ژوندي یرغملو او په بدل کې د نورو فلسطیني بندیان خوشي کېدل شامل وو.
    خو دواړه خواوې اوس د یرغمل شویو کسانو د شمېر په اړه اختلاف لري، چې څومره کسان باید ازاد شي.
    همدارنګه، د اسرائیلي ځواکونو له غزې د وتلو پر سر هم اختلاف موجود دی، چې د لومړني تړون له مخې باید تراوسه بشپړ شوی وای. اسرائیل يې مخالفت کوي، خو حماس ټينګار کوي چې باید عملي شي.
    د مارچ په لومړیو کې، اسرائیلو غزې ته د مرستو لېږد بند کړ او برېښنا یې پرې کړه، دوی وايي موخه یې پر حماس د فشار راوړل دي.
    باور دا دی چې حماس لا هم شاوخوا ۲۴ ژوندي یرغمل او ۳۵ مړي په غزه کې ساتلي دي.سرچی
    د جمعې په ورځ، د غیرمستقیمو خبرو اترو پر مهال، حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چمتو دي چې وروستی ژوندی اسرائیلی-امریکايي یرغمل خوشي کړي.
    ایډان الکساندر چې ۲۱ کلن دی، د اسرائیلي پوځیانو په لیکو کې د غزې پولې ته څېرمه دنده ترسره کولې، چې یرغمل شو.
    د اوربند د اصلي تړون له مخې، تمه کېده چې هغه به د وروستیو یرغمل شویو کسانو په ډله کې خوشې شي.
    حماس همدارنګه ویلي چې د څلورو نورو دوه تابعیته کسانو مړي به وسپاري، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې بریدونو پر مهال نیول شوي وو.
    خو حماس دا نه دي ویلي چې د دې په بدل کې څه غواړي.
    د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.
    په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله نژدې ۴۹ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
    د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بې‌ځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضله‌اوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.