مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • اروپا ته په لومړي ځل د ریل پټلۍ له لارې په سلګونو ټنه وچه میوه صادره شوه.

    اروپا ته په لومړي ځل د ریل پټلۍ له لارې په سلګونو ټنه وچه میوه صادره شوه.

    د هرات ولایتي مسوولینو ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال لومړۍ صادراتي جوپه چې ۲۰۰ ټنه وچه مېوه ده، د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې اروپا ته صادره شوې. د ولایتي چارواکو په وینا، دغه جوپه چې ارزښت یې ۱.۲ میلیونه ډالر دی د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې ترکيې او اروپا ته صادره شوې ده. ویل شوي چې پسته، کشمش، بادام او جلغوزه په دې صادراتو کې شامل دي چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راټول شوي او له پروسس وروسته صادر شوي دي. د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په تېرو درې میاشتو کې د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې له ۳۵ زره ټنه زیات بار له هېواده بهر او له بهره هېواد ته انتقال شوی.

  • په تیر ۱۴۰۳ کال کې هیواد ته په زرګونو ټنه د روسیې ګاز وارد شوی.

    په تیر ۱۴۰۳ کال کې هیواد ته په زرګونو ټنه د روسیې ګاز وارد شوی.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې له روسیې څه باندې ۲۷۵ زره ټنه ګاز پېرلي دي. د دغه وزارت ویاند د دې پېرل شویو ګازو ټول ارزښت ۱۳۲ میلیونه ډالر یادوي. په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته له روسیې د ګازو د صادراتو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی. افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه ګاز د منځنۍ اسیا له هېوادونو او روسیې واردوي.

  • په میانمار کې له زورورې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

    په میانمار کې له زورورې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

    د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ درجې خورا زورورې زلزلې د میانمار (برما) مرکزي سیمې لړزولې دي. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې په وینا د زلزلې مرکز له ساګائینګ ښاره ۱۶ کیلومتره لرې شمال لوېدیځ کې دځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې دی.

    د میانمار پوځي واکمنو د دې هېواد په شپږ زلزله ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

    د میانمار په مانډالې سیمه کې د مرستو چارو یوه مسوول کس بي بي سي برمي څانګې ته وویل، ”خورا ډېره ویجاړي رامنځته شوې. د مرګژوبلې شمېر هم خورا زیات دی، د اوس لپاره همدومره ویلای شو. تر اوسه پورې کره شمېر معلوم نه دی، خو لږ تر لږه سلګونه کسان مړه شوي دي.”

    د زلزلې زورور ټکانونه په تایلنډ او د چین په سویل لوېدیځ یونان سیمو کې هم احساس شوي دي. پر خواله رسنیو خپرې شوې وی‌ډیوګانې هم د تايلنډ پلازمېنه بنکاک کې ودانیو ته رسېدلی زیان ښيي.

    رپوټونه وايي، په میانمار کې له لومړنۍ زورورې زلزلې ایله ۱۲ دقیقې وروسته دویمه زلزله راغلې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور درجو ته رسېږي.

    له میانماره رسېدلي رپوټونه ښيي، چې د پلازمېنې نایپیداو ځینې واټونه ښویېدلي دي.

    د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي په دې کې ساګائینګ، مندالې، ماګوای، ایسټرشان ایالت او نېپېداو سیمې شاملې دي.

    تایلنډ کې چارواکي وايي، د زلزلې له کبله پلازمېنه بنکاک کې یوه داسې ۳۰ پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې د رغونې چارې یې لا نه وې بشپړې شوې او له هغه وروسته په دې ځای کې ۴۳ کارګر بې درکه دي. په دې ودانۍ کې د زلزلې پر مهال پنځوسو کسانو کار کاوه.

    د تایلنډ پرتله په میانمار کې زلزلې اوږده مخینه لري. د اې ایف پي په رپوټ کې د امریکا جیولوجیکل سروې د معلوماتو له مخې ویل شوي، چې د ۱۹۳۰ او ۱۹۵۶ کلونو تر منځ د ساګائنګ فالټ لاین په اوږدو کې چې د میانمار له منځه تېرېږي، شپږ ځله داسې زلزلې راغلې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۷ درجو ته رسېده.

    تایلنډ د زلزلې پر کرښه پروت هېواد نه دی، خو هلته ټولې محسوس شوې زلزلې په ګاونډي هېواد میانمار کې راغلې دي.

    په داسې حال کې چې د تائلنډ پلازمېنې بنکاک ودانۍ احتمالي زلزلې ته په پام سره نه دي طراحي شوې، ځکه داسې وېره څرګندیږي چې ښايي د ودانیو ویجاړی به پاموړ وي.

    دیادونې وړده چې میانمار د پوځي مشرانو لخوا اداره کېږي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او له همدې کبله په دې هېواد کې معلوماتو ته لاسرسی ګران دی. د دې هېواد واکمن د راډیو-ټلویزیون، ورځپاڼو او انټرنېټ په ګډون د معلوماتو پر هر ډول کنټرول لري.

  • د رییس الوزاء په مشرۍ  د هیواد پرمهمو مسایلو خبرې وشوې.

    د رییس الوزاء په مشرۍ د هیواد پرمهمو مسایلو خبرې وشوې.

    د رییس‌الوزرا په مشرۍ د کابینې په ۱۸مه غونده کې پر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسایلو بحث او لازمې پریکړې وشوې. یاده غونډه کې هېواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو مخنيوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تایيد شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د تطبیق په موخه یې عملي اقدامات ترسره کړي. دې غونډه کې دغه راز ټولو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې په لویو او وړو پروژو کې د خلکو د استخدام په اړه له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې هڅه وشي، چې په کور دننه خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.

  • د کرنې وزارت د اضافي غنمو پر پیرودلو ټینګار وکړ.

    د کرنې وزارت د اضافي غنمو پر پیرودلو ټینګار وکړ.

    د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخند په مشرۍ او د اقتصاد، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د مسوولینو په ګډون د اضافي غنمو د پېرلو مرکزي کمېټې په ناسته کې د هېواد له بزګرانو د اضافي غنمو پر پېرلو ټینګار شوی. د یاد وزارت په وینا، تراوسه له بزګرانو ۳۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه پېرل شوي اضافي غنم د هېواد د ۱۱ ولایتونو سېلوګانو ته لېږدول شوي دي.

  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چین سره د صادراتو پرزیاتوالي خبرې وکړي.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چین سره د صادراتو پرزیاتوالي خبرې وکړي.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، په ځانګړې توګه د جلغوزو، انارو، قیمتي او کانونو ډبرو لکه نفریت، اونکس، لاجورد او تالک د صادراتو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو خبرو موخه د ټرانزیتي توکو او د افغانستان د توکو د لېږد رالېږد د بیو ټیټوالی او همدانګه د هېواد د اړتیا وړ ماشین‌الاتو  وارداتو کې د اسانتیا رامنځته کول وو.

    نورالدین عزیزي او ژاو شینګ هوکړه وکړه، چې د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړوي، ترڅو منظمې غونډې جوړې کړي.

  • د کلیواو پراختیا له لوري په تګاب ولسوالۍ کې لسګونه پروژې پرانستل شوې.

    د کلیواو پراختیا له لوري په تګاب ولسوالۍ کې لسګونه پروژې پرانستل شوې.

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پيل شوې.

    د یادو پروژو د پیل لپاره په جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کاپیسا ولایت والي الحاج قاري بريال صاحب او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي سید ابرار محمدي د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

    په یاده غونډه کې د کلیو او پراختیا وزیر د یادي سېمې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه کیږې همدارنګه موږ به خپلو امکاناتو ته په کتلو سره د هیواد په لیرې پرتو سېمو کې هغه بنیادي پراختیایي پروژې پلي کوو کومو پروژو ته چي د سېمې خلک اړتيا لري.

    په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

    د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

  • د اوبو او انرژۍ وزیر د یوې ترکي شرکت سره د کجکي بند پر پراختیا خبرې وکړي.

    د اوبو او انرژۍ وزیر د یوې ترکي شرکت سره د کجکي بند پر پراختیا خبرې وکړي.

    د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سلیمان جیلیو سره کتلي دي. په دې کتنه کې، دواړو لورو د پانګونې په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د کجکي بند پروژې د پاتې چارو د پرمختګ او د دغه وزارت د پروژو د ترسره کولو په هکله بحث کړی او د پروژې په چارو کې یې د همغږۍ پر پياوړتیا، انسجام او چټکتیا ټینګار کړی دی.

  • په ترکیه کې لاریونونه دوام لري اردوغان خپل مخالف سياسي ګوند د خلکو په پارولو تورن کړ.

    په ترکیه کې لاریونونه دوام لري اردوغان خپل مخالف سياسي ګوند د خلکو په پارولو تورن کړ.

    په ترکیه کې په شپږمه شپه هم لاريونونه او اعتراضونه روان دي. په خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر خلک لارو او سړکونو ته راوتلي په داسې حال کې چې پوليس له ډالونو سره د لاريونو کوونکو مخې ته ولاړ دي.

    تر اوسه پورې، د نن شپې لاریونونه تر ډېرې کچې سوله ایز ښکاري.

    په استانبول کې ناکرارۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ هغه وخت پیل شوې کله چې د ولسمشر اردوغان اصلي سيال او د استانبول ښاروال اکرام امام اوغلو، د فساد په تور ونیول شو.

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د اکرم امام اوغلو په ملاتړ لاریونونه د “تاوتریخوالي په غورځنګ” بدل شوي. نوموړي د اپوزیسیون ګوند پولیسو او خلکو ته د زیان رسولو مسؤل وباله او دا يې يوه “شرمناکه” کړنه ياده کړه.

    نوموړي همدارنګه مخالف ګوند د خلکو په پارولو تورن کړ.

    په ورته وخت کې، اروپايي کمیسیون ترکیې ته خبرداری ورکړ چې د اروپا سره د یوځای کېدو لپاره باید دیموکراتیکو ارزښتونو ته غاړه کېږدي.

    د استانبول ښاروال او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مهم سیال اکرم امام اوغلو په رسمي ډول بندي او په فساد تورن شوی دی. په همدې مهال لسګونه زره خلک د دې سربېره چې پر مظاهرو بنديز لګېدلی په استانبول کې د امام اوغلو په ملاتړ راوتلي دي.

    اوغلو د سیکولر جمهوري غوښتونکي خلق یا (سي‌اېچ‌پي) ګوند غړی دی او د ترکيې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه مهم سیال په سترګه ورته کتل کېږي. په پام کې وه چې اکرم امام اوغلو د ترکیې د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه وټاکل شي.

    امام اوغلو پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او دا يې سیاسي انګېزه بللې ده. له نيول کېدو وروسته يې پر اېکس لیکلي چې “زه به هېڅکله سر ټيټ نه کړم.”

    نوموړي  په ټولنیزو رسنیو کې د محکمې پرېکړه د ترکیې په ډیموکراسۍ “تور داغ” بللی دی.

    په همدې حال کې، ترکي چارواکو د پراخو لاریونونو د مخنیوي لپاره د ټولنیزو رسنیو له ۷۰۰ زیاتو اکونټونو د تړلو غوښتنه کړې ده.

    اېکس وايي، د ترکي چارواکو لخوا خبري سازمانونه، خبریالان، سیاستوال او زده کونکي په نښه کېږي، چې په وينا يې د ترکیې د مخابراتو ادارې د محکمې حکمونه یې ننګولي دي.

    ويل کېږي په ترکیه کې د مطبوعاتو ازادي د رجب طیب اردوغان په ولسمشرۍ کې محدوده شوې ده.

    ډېر خبریالان بندیان شوي او د هغوی پر سازمانونو بنديز لګول شوی.

    دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د هغه له ۳۰۰ څخه زیات ملاتړي په نهو ښارونو کې د لاریونونو په ترڅ کې ونیول شول. امام اوغلو لومړی ځل د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۱۹مه) ونیول شو، او د هغه د ګوښه کولو پر ضد د ترکیې په ښارونو کې د لاریونونو څپه خپره شوه.

    امام اوغلو د ترکيې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه مهم سیال په سترګه ورته کتل کېږي. په پام کې وه چې اکرم امام اوغلو د ترکیې د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند په توګه وټاکل شي.

    نیوکه کوونکو یا منتقدانو د هغه نیول کېدل “کودتا” بللې او ویلي یې دي چې لا ډېرو احتجاجونو ته یې نیت دی. هغه هم په داسې حال کې چې په استانبول کې د اردوغان ملاتړي والي په دغه ښار کې د څلورو ورځو لپاره پر لویو راټولېدنو او غونډو بندیز لګولی دی.

  • تورخم دروازه پاسپورټ، او وېزې لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه

    تورخم دروازه پاسپورټ، او وېزې لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه

    د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايي چارواکو وایي، د تورخم لاره دواړو غاړو ته پرانیستل شوې، چې ورسره پاسپورت او ویزې لرونکي کسان کولای شي لاړشي او راشي.

    د ننګرهار د ځایي چارواکو په خبره ، د دروازې دواړو غاړو ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو دوی هڅه کوي چې تذکره لرونکو ته هم پاکستان له تورخم د اوښتو اجازه ورکړي

    د ننګرهار مرستیال والي وویل، تورخم دروازه د اړتیا وړ بنسټونو د جوړولو پر سر د راپورته شوې لانجې له کبه تړل شوې وه، ‌چې اوس هغه بشپړ شوي دي. “دروازه کې چې زموږ لخوا دېوال جوړول پیل شوي وو، لا یې هم کار روان دی او د ټرانزیټ او مسافرو پر مخ دروازه پرانیستې ده.”

    ځینو خبریالانو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، د دوشنبې په ورځ یې هغو افغانانو ته د تورخم له لارې افغان خاورې ته د اوښتو اجازه ورکړې چې “تذکرې” لري. د پاکستان د کډوالۍ (امیګرېشن) په سیستم کې د ځینو ستونزو له کبله پاکستاني اړخ ته زرګونه افغانان له دروازې د اوښتو په تمه وو.

    د شاه ‌زلمي په نامه یوه خبریال پر اېکس لیکلي، د تورخم پورې غاړه، په زرګونو افغانان د پیژندپاڼې پر مټ افغانستان ته د تګ هڅه کوي، خو د پاکستان د محدودیتونو له کبله لاهم ایسار پاتې دي. دوی په روژه کې، ټوله ورځ دغلته تیروي. پاکستان په پيژندپاڼې  تګ را تګ بند کړی، خو افغانان ترې غواړي چې دا محدودیتونه لیرې کړي.

    دا پرمختګونه په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو اړوندو چارواکو سره یې کتلي وو.

    ،پاکستان وړاندې یوازې ناروغانو او ترانزیت ته له دروازې د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

    پاکستاني پلاوي ویلي، له افغانستان سره د دوامداره تعامل او دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ مو د اړیکو د پراختیا لپاره د پاکستان ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې وه.

    دواړو خواوو د لوړې کچې لیدنو او خبرو اترو د زیاتوالي پر سر موافقه وکړه، چې دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

    دا په تېرو درېیو میاشتو کې کابل ته د صادق خان دویم سفر دی، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خپل تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلي دي.

    پاکستاني چارواکو وویل، یوازې هغه افغانان، چې قانوني وېزې او پاسپورټونه ولري، هېواد ته به د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.

    خو جدي ناروغان به د پخوا په شان د دروازې له لارې د تګ راتګ اجازه ولري.

    وړاندې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د شنبې په ورځ له څلورو زرو ډېر پاسپورټ لرونکي افغانان خپل هېواد ته ستانه شول او له افغانستانه ۱۱۰۰ پاکستانيان خپل هېواد ته له کرښې واوښتل.‌

    د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي او صادرات لېږدوونکي موټر ولاړ وو.