مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • د امریکا په مشرانو جرګه کې د افغانستان پرجګړې بحث وشو.

    د امریکا په مشرانو جرګه کې د افغانستان پرجګړې بحث وشو.

    د امریکا په سنا جرګه کې د افغانستان د جګړې د څیړنې کمېسیون دوهمه علنۍ ناسته د جمعې په ورځ جوړه شوه. په دې ناسته کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه او د هغې د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول.

    د امریکا د جګړې د څېړنې کمېسیون لومړۍ علنۍ ناسته د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخوانیو سرتېرو په دفتر کې ترسره شوې وه.

    په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، نانسي پاول، وویل چې د سنا د پوځي کمېټې ځینو غړو، چې پکې د سناتور جان مک‌کین نوم هم اخیستل شوی، د پاکستان د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې څنګه یې د ترهګرۍ د پراخېدو ملاتړ کاوه. هغې زیاته کړه، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به په خپلو لیدنو کې تل د امریکا له چارواکو غوښتنه کوله چې اسلام‌اباد ته دې مالي مرسته زیاته کړي.

    په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر، چې د غونډې له مهمو ویناوالو څخه و، ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قربانۍ باید جدي وبلل شي. ده وویل، افغان سرتېرو مېړانه وکړه او قربانۍ یې ورکړې، خو د دوی هڅو ته لازم درناوی ونه شو.

    دا ناسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او سیاستونو ارزونې ته ځانګړې شوې ده.

    د امریکا د پخوانیو چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر مشرانو هم غونډې ته خبرې وکړې؛ لکه د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوودزي.

  • د فرانس پریس تحقیقي راپور: هغه ادعاوې رد شوې چې ګنې امریکايي پوځیان بګرام ته راغلي

    د فرانس پریس تحقیقي راپور: هغه ادعاوې رد شوې چې ګنې امریکايي پوځیان بګرام ته راغلي

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې هیله څرګنده کړې چې هغه غواړي په افغانستان کې هغه پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي، چې کله طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، نو امریکا پرېښې وه. خو دا راپورونه چې ګواکې بګرام هوايي اډه په ۲۰۲۵ کال کې بېرته امریکايي ځواکونو ته سپارل شوې، تأیید شوي نه دي.

    په دې اړه د ادعاوو له خپرېدو وروسته فرانس پریس خبري اژانس په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې د امریکا او د اسلامي امارت  چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي، او داسې کوم شواهد نه شته چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې موجود وي.

    د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۸مه، د ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه سرلیک کې لیکل شوي وو: «اسلامي امارت  بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپارله.»

    یادې ادعاوې نه یوازې په ایکسپاڼه، بلکې فیسبوک، انسټاګرام، تریډز، ټیک‌ټاک، او یوټیوب کې هم خپرې شوې. بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې تر ټولو ستره پوځي اډه ګڼل کېږي، د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو لپاره ستراتېژیک مرکز و، تر هغه چې دوی د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې له دې ځایه ووتل.

    دا اډه له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې د افغانستان د اسلامي امارت  تر ولکې لاندې ده، او طالبانو د امریکا د وتلو پر مهال پاتې تجهیزات هم ونیول.

    ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د کابینې په یوه غونډه کې خبریالانو ته ویلي و: «موږ غوښتل بګرام هوايي اډه ولرو، چې دا د نړۍ له سترو هوايي اډو څخه یوه ده.» هغه څرګنده کړې وه چې غواړي په بګرام کې د امریکايي سرتېرو یوه کوچنۍ ډله ځای پر ځای کړي، څو د سیمې د چینایي نفوذ مخه ونیسي.

    خو له دې سره سره، دا ادعاوې چې امریکايي ځواکونه ګواکې د ۲۰۲۵ په اپریل کې بګرام ته بېرته ورغلي، بې بنسټه دي.

    د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي د اپرېل په ۹مه په ایمېل کې ویلي: «دا راپورونه چې امریکا بګرام اډه بېرته نیولې او هلته یې ترانسپورتي الوتکه کښینولې، ناسم دي. په بګرام کې د امریکا هېڅ پوځي حضور نشته.»

    د یادونې وړ ده چې امریکا د افغانستان اسلامي امارت  په رسمیت نه پېژني. په فبرورۍ میاشت کې طالبانو له امریکا سره د سولې هغه تړون هم لغوه کړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړې وه.

    د امارت  ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل په ۶مه په یوه بیان کې ویلي: «دا راپورونه چې ګواکې امریکا بګرام ته بېرته راغلې، یوازې تبلیغات دي. افغان ولس پوهېږي چې دا هېڅ امکان نه لري.»

    هغه د افغانستان دولتي راډیو ټلوېزیون ته ویلي: «افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خپل خپلواک ځواکونه لري. هېڅ بهرني پوځي حضور ته اړتیا نشته، او نه به ورته اجازه ورکړل شي. افغانستان یو امن هېواد دی، او موږ دې ډول اقدام ته اړتیا نه لرو.»

    د CIA د عامه اړیکو مشرې، لیز لیونز هم دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې الیس بګرام ته سفر کړی دی.

    هغې د اپرېل په ۱۱مه په یوه بیان کې ویلي: «دا راپورونه چې د CIA مرستیال مایکل الیس بګرام ته تللی، ناسم دي.»

    د فرانسې خبري اژانس (AFP) نورې دا ډول ادعاوې هم رد کړې دي.

  • د نړۍ اقتصادي حالت د ګډوډۍ خواته روان دی

    د نړۍ اقتصادي حالت د ګډوډۍ خواته روان دی

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا لګول شويو تعرفو، د نړۍ د ونډو په بازارونو کې پراخه ګډوډي رامنځته کړې ده، خو ایا دا په دې معنی ده چې نړۍ د اقتصادي ځوړ پر لور روانه ده؟

    لومړی باید روښانه شي چې د ونډو په بازار کې بدلونونه تل د عمومي اقتصادي وضعیت ښکارندوی نه کوي. خو ځینې وختونه، داسې بدلونونه په دې معنی وي چې اقتصادي کړکېچ را روان دی.

    د ونډو به بازارونو کې د بيو ډېر ټيټوالی لکه دا اوسنی د شرکتونو لپاره د راتلونکې ګټې ارزونې په معنی دی.

    بازارونه پر دې باور دي چې د تعرفو زیاتوالی به د تولید لګښتونه لوړ کړي او د ګټې کچه به راټيټه شي.

    که څه هم دا په دې معنی نه ده چې هرومرو به اقتصادي ځوړ راځي، خو د ډونلډ ټرمپ له تعرفو وروسته چې په تېره يوه پېړۍ کې يې ساری نه ليدل کېږي اوس يې د پخوا پرتله شونتيا خورا ډېره شوې ده.

    يو اقتصاد هغه مهال د ځوړ په حالت کې بلل کېږي چې لګښت او صادرات د څو پرلپسې مياشتو لپاره کم شي.

    د تېر کال د اکټوبر او ډسمبر ترمنځ، د بریتانیا اقتصادي وده یوازې ۰.۱ سلنه وه، او وروستي شمېرې ښيي چې د جنورۍ په میاشت کې هم اقتصاد په هماغه اندازه راکم شوی دی.

    د فبروري په میاشت کې د انګلستان د اقتصادي د فعالیت لومړۍ راپور به راتلونکې جمعه خپور شي. نو لا هم د اقتصادي ځوړ په اړه معلومات نشته

    خو د ونډو به بازارونو کې ځينې اندېښمنوونکې نښې لیدل کېږي.

    د دوو بانکونو اېچ اسې بي سي او سټنډرډ چارټرډ ارزښت د شپې تر ناوخته تر ۱۰ سلنه ډېر راټیټ شو، که څه هم وروسته یې یو څه ثبات وموند.

    د ونډو له بازارونو بهر د توکو په بازارونو کې هم د خطر نښې لیدل کېږي.

    د مسو او تېلو بیې چې د نړیوال اقتصاد لپاره مهمې ګڼل کېږي، له هغه راهیسې چې ټرمپ خپله تعرفه‌يي تګلاره اعلان کړې، تر ۱۵ سلنه زیاتې کمې شوې دي.

    په تاریخ کې ډېر لږ داسې پېښ شوي چې نړۍ له پراخ او ګډ اقتصادي ځوړ سره مخ شوې وي. د ۱۹۳۰ لسیزې له ستر مالي کړکېچ وروسته، او د کورونا وبا پر مهال اقتصادي وېره يې ځينې کمسارې پېښې دي.

    که څه هم دا مهال د داسې پراخ ځوړ احتمال لږ ليدل کېږي، خو د امریکا، بريتانیا او اروپایي ټولنې د اقتصادي ځوړ چانسونه د ډېرو اقتصادي شنونکو له خوا لوړ اټکل شوي دي.

  • امریکا ګواښ کړی چې په چین به نورې تعرفې هم ولګوي.

    امریکا ګواښ کړی چې په چین به نورې تعرفې هم ولګوي.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته خبرداری ورکړی چې که بیجینګ خپله ۳۴ سلنه غچ اخیستونکې تعرفه لرې نه کړي نو امریکا به پر چينايي توکو ۵۰٪ نوره تعرفه ولګوي.

    چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله.

    د دوشنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنیو یوه پوسټ کې، ټرمپ چین ته تر سې شنبې وخت ورکړ چې خپل تعرفه لرې کړي ګنې ۵۰٪ مالیې سره به مخ شي.

    په ځواب کې، په امریکا کې د چین سفارت واشنګټن په “اقتصادي ځورونې” تورن کړ، او زياته کړې يې ده چې بیجینګ به “په کلکه له خپلو مشروع حقونو او ګټو ساتنه وکړي”.

    که چېرې ټرمپ له خپل ګواښ سره سم عمل وکړي، نو امریکا ته د چين پر ورداتي توکو به ټولټال ۱۰۴٪ تعرفه وضع شي. له پخوانۍ ۴۶ سلنه تعرفې وروسته په مارچ مياشت کې ۲۰ سلنه نوره تعرفه ولګول شوه او که ۳۴ سلنه پرې اضافه شي د تعرفې کچه به ۱۰۴ سلنې ته پورته شي.

    له دې سره داسې وېره شته چې دا ښايي د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو او نړیوالو سیالانو ترمنځ سوداګریزه جګړه لا ژوره کړي.

    خو دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو لویو تعرفو ملاتړ کړی چې پر وارداتي توکو یې لګولې دي. په دې سره د ونډو نړیوالو بازارونو کې لویه ګډوډي رامنځته شوه او ویلې یې دي: “ځینې وخت باید د رغېدو لپاره درمل واخلئ.”

    ټرمپ د یکشنبې په ورځ د هوایي ځواک په یوه الوتکه کې خبریالانو ته وویل، د دې تعرفو له امله به کارونه او پانګونې بېرته امریکا ته راشي او دغه هېواد به “داسې شتمن کړي، چې مخکې یې ساری نه و.”

    د ټرمپ لوړ پوړو چارواکو ټینګار وکړ چې د تعرفو پلي کولو بهیر به له پلان سره سم دوام وکړي او د اقتصادي رکود وېره به کمه شي.

    د ټرمپ له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د دوشنبې په سهار د اسیا بازارونه له پرځېدو سره مخ شول. د جاپان نیکي ۲۲۵ شاخص د ۷.۸٪ په کچه راښکته شو او د هانګ کانګ ‘هانګ سینګ شاخص’ له ۱۲٪ زیات له لاسه ورکړ.

    د جمعې په ورځ، د امریکا درې واړه لوی شاخصونه له ۵٪ زیات راټیټ شول، په داسې حال کې چې S&P 500 د ۶٪ په نژدې کچه راښکته شو، چې دا له ۲۰۲۰ راهیسې تر ټولو بده اونۍ وه.

    د جمعې په ورځ، د امریکا درې واړه لوی شاخصونه له ۵٪ زیات راټیټ شول، په داسې حال کې چې S&P 500 د ۶٪ په نژدې کچه راښکته شو، چې دا له ۲۰۲۰ راهیسې تر ټولو بده اونۍ وه.

    د سعودي دولتي رسنیو په وینا، د سعودي عربستان د ونډو بازار – چې د یکشنبې پر ورځ پرانیستل کېږي – شاوخوا ۷٪ ټیټ شوی، چې د وبا له پیله یې تر ټولو لوی ورځنی کمښت ثبت کړ.

    د امریکا د بانکونو لوی کاروباري ‘جې پي مورګن’ وړاندوېینه کړې چې د ټرمپ د تعرفو له اعلان وروسته، د امریکا او په ټوله کې نړیوال اقتصادي رکود ۶۰٪ شونی دی.

    د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت خورا ډېر راټیټ شو. د ورځې په پیل کې د جرمني ډي‌ای‌اېکس شاخص شاوخوا اوه سلنه سقوط وکړ، په داسې حال کې چې د لندن فوتسي شاخص نژدې شپږ سلنه کموالی درلود.

    مخکې له دې هم د اسیا د ونډو بازارونه د بازار پرانیستلو په لومړیو ساعتونو کې د ټیټېدو شاهدان وو. په اروپا او اسیا کې د ونډو بازارونو بې‌ثباتي د ټرمپ د تعرفو له پلي کولو وروسته رامنځته شوې چې بازارونه یې حیران کړي او د نړیوال رکود وېره یې زیاته کړې ده.

    په ورته وخت کې چین د ونډو په بازار کې له بې‌ثباتۍ سره سره امریکایي شرکتونو ته ډاډ ورکړی چې د پانګوالو لپاره به یو خوندي ځای پاتې شي. د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لینګ جي د یکشنبې په ورځ د بسټ امریکایي شرکتونو له استازو سره ولیدل، چې په کې ټېسلا هم شامل وه. جي هغوی ته وویل چې بېجینګ تل د بهرنیو شرکتونو د حقونو ملاتړ کوي. د نړۍ دویم لوی اقتصاد، د ټرمپ لخوا د چین پر وارداتو بادې د پنځوس او څلور سلنه تعرفو د اعلان په غبرګون کې، پر امریکایي مالونو د ۳۴ سلنې تعرفو د پلي کولو اعلان وکړ.

    د تعرفو له اعلان وروسته پر درېیمه ورځ د هانګ کانګ د بازار شاخص “هنګ‌سن” سقوط دوامداره شو او اوس شاوخوا ۱۲ سلنه کموالی ښیي. په جاپان کې، د نیکي شاخص ۶.۵ سلنه سقوط کړی دی، په داسې حال کې چې د چین د اسهامو بازار اصلي شاخص هم له ۶ سلنې زیات کموالی ښودلی دی. پانګوال اندېښمن دي چې تعرفې کېدلی شي د نړیوال رکود لامل شي.

  • پاکستان له ټولو نړېوالو اصولو خلاف افغان ګډوال وباسي.

    پاکستان له ټولو نړېوالو اصولو خلاف افغان ګډوال وباسي.

    اسلامي امارت وایي  چې پاکستان د “ټولو اصولو خلاف” افغان کډوال افغانستان ته ستنوي او غوښتنه یې کړې چې باید یوه “منظمه تګلاره” ورته جوړه شي.

    دا څرګندونې  د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو  سره په خبرو کې کړې دي.

    حقاني‌ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د راونې لړۍ په اړه ویلي، “دا د ټولو نړیوالو، اسلامي‌ او د ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل دی.‌ موږ وخت په وخت په مجلسونو کې له دوی سره دا خبره شریکه کړې چې مهاجرین دې اجباري نه باسي. موږ د مهاجرینو د راتګ مخالف نه یو خو باید په اصولو باندې راشي، د دواړو هېوادونو تر منځ له یوه تفاهم سره راشي او یو میکنیزم ورته جوړ شي او د هغې له مخې باید په باعزته ډول او په ترتیب سره خپل هېواد ته انتقال شي.”

    خو پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې وخت په وخت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او دمه په دمه یې هلته د دوی د مېشتېدو نېټه غځولې او یا یې هم ځانګړې نېټې د ضرب الاجل په توګه ورته ټاکلې دي.

    د تازه لړۍ لپاره یې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه ټاکلې وه.

    اسلامي امارت وايي، له هغه راهیسې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل شوې؛ هره ورځ تر دوه نیم سوو پورې کورنۍ د ډیورنډ له کرښې پر سپین بولدک او تورخم اړول کېږي.

    حقاني ویلي چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا زر کورنۍ چې ټولټال نږدې ۸۰۰۰ تنه کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

    دغه وزارت پر‌خپله اېکس پاڼه ویلي چې په دې تړاو د وزیر مولوي‌ عبدالکبیر په مشرۍ راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه ناسته شوې او یو پلاوی هم تورخم ته لېږل شوی چې د کډوالو ستونزې په ګوته او ورته د حل‌لارې موندلو هڅه وشي.

    له بلې خوا د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې یې ۳۰۵۳ هغه افغانان پر تورخم اړولي چې ‘افغان سټيزن کارت’ یې درلود.

    دا هغه پېژندپاڼه ده چې افغان کډوالو ته یې په پاکستان کې د قانوني مېشتېدنې جواز ورکاوه.،GETTY IMAGES

    د خیبر پښتوخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د شمېرو له مخې، یوازې پرون د یکشنبې په ورځ یې د دغو کارتونو درلودونکي ۱۶۹۸ تنه او ۳۲۶۸ نور هغه افغانان بېرته د تورخم له لارې خپل هېواد ته ولېږل چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت وو.

    د شمېرو له مخې، په تازه لړۍ کې تر اوسه له ګېلګېت بلتېستانه د دغه کارت لرونکی یو، له اسلام اباده ۱۶۰ او له پنجابه ۱۹۸۰ تنه له دې لارې پر ډيورنډ کرښه اړول شوي دي.‌

    د پاکستان دولتي یا سرکاري شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ټولټال ۴۸۴ زره ۹۷۵ ناقانونه کډوال له دې لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.‌

    د یادولو ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه د افغان کډوالو لپاره په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو ضرب الاجل ټاکلی و.

    که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چې د کډوالۍ کارت لرونکي افغانان د روان میلادي کال د جون تر پایه په پاکستان کې پاتې کېدلی شي خو ځينې افغان کډوال شکایت کوي چې له دې اعلان سره سره هر ډول اسناد لرونکي افغانان له یوې مخې په پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو کې نیول کېږي.

    دوی وايي تر نیول کېدو وروسته داسې ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري‌ او دوی پکې تر شپږو ورځو ساتل کېږي چې له کړاو سره پکې مخامخېږي.

    دغه افغانان شکایت کوي چې د خپلو کورنیو د توکو راټولو ته هم وخت او فرصت نه ورکول کېږي او له ډېر محدود سامان سره په یوه ګاډي کې څو کورنۍ کېنول کېږي او پر تورخم یا سپين بولدک اړول کېږي.

    په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې یې له خیبر پښتونخوا د ‘افغان سټيزن کارت لرونکي’ زرګونه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

  • مقامات وزارت صنعت و تجارت افغانستان با نماینده امارات متحده عربی ملاقات نمود.

    مقامات وزارت صنعت و تجارت افغانستان با نماینده امارات متحده عربی ملاقات نمود.

    نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با سیف‌محمد الکتبی، نماینده ویژه امارات متحده عربی در امور افغانستان ملاقات نمود.

    در این ملاقات دوطرف با تأکید به توسعه روابط تجاری کشور، پیرامون معرفی اتشه تجاری افغانستان به امارات متحده عربی، مرکز تجارت (صادرات و واردات افغانستان) و اشتراک صنعت‌ کاران و تاجران افغانستان به نمایشگاه گلفود دبی بحث و تبادل نظر نمودند.

  • مقامات وزارت صنعت و تجارت افغانستان با نماینده امارات متحده عربی ملاقات نمود.

    نورالدین عزیزی، سرپرست وزارت صنعت و تجارت امارت اسلامی افغانستان با سیف‌محمد الکتبی، نماینده ویژه امارات متحده عربی در امور افغانستان ملاقات نمود.

    در این ملاقات دوطرف با تأکید به توسعه روابط تجاری کشور، پیرامون معرفی اتشه تجاری افغانستان به امارات متحده عربی، مرکز تجارت (صادرات و واردات افغانستان) و اشتراک صنعت‌ کاران و تاجران افغانستان به نمایشگاه گلفود دبی بحث و تبادل نظر نمودند.

  • د خصوصي سکتور له غړیو سره مشورتي آن لاین ناسته ترسره شوه

    د خصوصي سکتور له غړیو سره مشورتي آن لاین ناسته ترسره شوه

    د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د روسیې د کازان ښار په نړیوال حلال نندارتون کې د افغانستان د فعال ګډون او په یاد نندارتون کې نندارې ته د هېواد د باکیفیته تولیداتو او محصولاتو د وړاندې کولو او د دغه هېواد په مسکو په ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون د ښه جوړښت په موخه د هېواد د خصوصي سکتور له مشرانو او غړیو سره به آن لاین بڼه مشورتي غونده ترسره کړه.

    پدې ناسته کې د کازان په نړیوال حلال نندارتون کې نندارې ته د وړاندې کولو او هغوی ته د بازار موندنې په موخه د هېواد د ارزښتناکه محصولاتو او تولیداتو د وړاندې کولو او همدارنګه د شرکتونو مشرانو او د اتحادیو غړیو د ګډون په تړاو، د مالي لګښتونو، افغانستان ته پدې نندارتون کې د په پام کې نیول شوي مساحت په اړه خبرې وشوې.

  • د تیرکال په پرتله د خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی.

    د تیرکال په پرتله د خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی.

    د احصایې ملي ادارې ویلي، چې د تېر کال په کب میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۲ سلنه ټیټوالی راغلی دی. دغې ادارې ویلي، چې دا ټیټوالی ۵.۶ سلنه د غلو دانو، ۵.۹ سلنه د غوړیو او ۳.۱ سلنه د بېلابېلو سبزیو په بیو کې دی. همدارنګه د غیرې خوراکي توکو په بیو کې ۰.۷ سلنه ټیټوالی ښکاري، چې ۴.۴ سلنه یې د جامو او البسې شاخص او ۲.۴ سلنه د کور سامان شاخص په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.  بل خوا د تېر کال په کب میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۷۲.۴ افغانۍ او د سلواغې په میاشت کې ۷۴.۷ افغانۍ و، چې د سلواغې میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۳.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

  • د اوسپنۍ په پټلیو کې د پام وړ ډېرښت راغلی.

    د اوسپنۍ په پټلیو کې د پام وړ ډېرښت راغلی.

    ټولګټو وزارت وايي، د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارو په انتقالاتو کې ۵.۵ سلنه ډېرښت راغلی دی. دغه وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې ۴.۴ میلیونه ټنه لېږد رالېږد د اوسپنې پټلۍ له لارې شوی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ کال کې دغه شمېر ۴.۱ ټنو ته رسېده. د دغه وزارت ویاند د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانزیټ او صادراتو د کچې پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۱۴۵ زره ټنو ډېر توکي ټرانزیټ او صادر شوي دي. ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ اهمیت ته په پام، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره په دې برخه کې پانګونه مهمه بولي.