مؤلف: Admin

  • په قاهره کې د حماس او اسراییل خبرې لا بې پایلې دي

    په قاهره کې د حماس او اسراییل خبرې لا بې پایلې دي

    قاهره کې دغزې پر اوبند بې پایلې خبرې اترې به نن دوام وکړي
    د حماس چارواکي وايي، په غزه کې د څلوېښت ورځني اوربند او د اسراييلي يرغملو د خلاصون لپاره خبرې اترې، چې د شنبې په ورځ په قاهره کې پيل شوې وې، له کوم پرمختګ پرته پای ته رسېدلي او د يکشنبې په ورځ به دوام وکړي.

    د حماس یوه جګپوړي چارواکي د شنبې په ورځ ناوخته ټینګار وکړ چې په هیڅ حالت کې” په غزه کې داسې اوربند ته غاړه نه ږدي چې په ښکاره توګه د جګړې پای نه وي. له دې مخکې بنیامین نتنیاهو ویلي وو: اسرائیل به له حماس سره د معاملې د یوې برخې په توګه د جګړې د پای ته رسولو موافقه ونه کړي.

    په همدې حال کې د عربي ژبې رسنیو د شنبې په ورځ (د مۍ ۱۵) سهار خبر ورکړ چې حماس به ډېر ژر د مصر له وړاندیز شوي پلان سره خپله موافقه اعلان کړي.

    په همدې حال کې مصري سرچینې وايي، اسراییل حماس ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې د موافقې اوسنۍ مسوده ومني که نه پر رفح برید وکړي.

    دخبرو اترو اصلي اختلاف دا دی چې اسراییل غواړي یوازی د ۴۰ ورځو لپاره په غزه کې اوربنداو دبندیانو خوشي کول عملي شي خو حماس په ټول فلسطین کې تل پاتې اوربند غواړي.

    دامرکې متحده ایالات هم پر رفح باندی داسراییلی ځواکونو احتمالي برید ته سخته اندیښنه ښودلې ده.

  • کاسا ۱۰۰۰ او دخلکو هیلې

    کاسا ۱۰۰۰ او دخلکو هیلې

     

    د “کاسا 1000” پروژه په 2005 کې د ریکا د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو په کنفرانس کې وړاندیز شوه.د نړیوال بانک بورډ دا پروژه د 2014 کال په مارچ کې د نړیوالې پراختیایي ټولنې په مالي مرسته تصویب کړه.

    د تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان چارواکو د ۲۰۱۶ کال د مې په ۱۲مه د دوشنبې په ښار کې د یو میلیارد دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژه پرانیستله.

    د دې پلان پر بنسټ به د قرغزستان او تاجکستان د اوبو له بندونو څخه افغانستان او پاکستان ته د شاوخوا ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد لپاره ۱۲۲۲ کیلو متره مزي جوړ شي.

    که دا پروژه بشپړه شي، افغانستان به شاوخوا ۳۰۰ میګاواټه او پاکستان به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.

    اذرخش حافظي د کاسا۱۰۰۰ پروژې د اهمیت په برخه کې وایی:

    “افغانستان لومړی د ټرانزیټ حق په توګه په کال کې د 38 اعشاریه 5 ملیون ډالرو مستقیم عاید لري. دوهم، دا چې د دې پروژې لویه برخه به په افغانستان کې دننه جوړیږي، په پام کې ده چې یوه ټاکلې اندازه برښنا پخپله افغانستان ته ورکړل شي. دا پدې مانا ده چې موږ اړتیا نلرو چې کرښه په جلا توګه وغځوو او اضافي بنسټونه جوړ کړو، چې میلیونونه ډالر لګښت لري. “د دې کرښې غځول به کار پیدا کړي او له بشپړیدو وروسته به یې ساتنه او امنیت هم کار پیدا کړي.”

    ښاغلی حافظي زیاتوي که دا پروژه عملي شي، د افغانستان په اقتصادي او سیاسي جغرافیه کې به اعتبار هم زیات شي:

    “دا په سیمه کې د افغانستان د جغرافیې اهمیت له احتمالي واقعیت څخه بدلوي. د افغانستان سیمه ایز وقار مخ په لوړیدو دی. هغه پروژه چې د نړیوال بانک په مرسته په بریالیتوب سره پلي کیږي د دې لامل کیږي چې لویې پروژې تمویل کړي. دا به فقر کم کړي. د سیمه ییزو پروژو شتون هم د ثبات او امنیت لامل کیږي.»

    د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د قائداعظم پوهنتون استاد سید قندیل عباس په دې باور دی چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا د اقتصادي ودې لامل شي.

    “د دې په پام کې نیولو سره چې پاکستان د انرژۍ له بحران سره مخ دی، او کله ناکله دا بحران د اقتصادي او ټولنیز بې ثباتۍ لامل شوی، او محدود بریښنا چې پاکستان په ډیره لوړه بیه لري، د پاکستان په اقتصاد خورا منفي اغیزه لري. زما په اند که د کاسا ۱۰۰۰ پروژه بشپړه شي، پاکستان به وکولای شي ارزانه او کافي برېښنا ترلاسه کړي او په دې توګه به خپل اقتصاد ښه کړي.»
    قنديل عباس وايي، د دې پروژې چارې په سيمه کې د ناامنيو له امله ځنډول شوې دي.

    وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د افغانستان واک تر لاسه کړ، د دغې پروژې کار ودرول شو او د هغې د پلي کېدو ټول فعالیتونه ودرول شول.

    د نړیوال بانک په وینا، مخکې له دې چې دا پروژه وځنډول شي، د “کاسا ۱۰۰۰” برېښنا لېږد مزي د افغانستان برخې ۱۸ سلنه برجونه جوړ شوي وو او د پروژې د بشپړولو لپاره د اړتیا وړ څه باندې ۹۵ سلنه توکي او تجهیزات رسېدلي وو. په افغانستان کې ورکول کیږي.

    نړیوال بانک ویلي، چې په قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې د ودانیزو چارو چارې نږدې بشپړې شوي او له نړیوال بانک او نورو تمویلوونکو سره یې د خپلو پورونو د ورکړې بهیر پیل کړی دی.

     

  • دامنیت شورا او داعاده حیثیت غوغا

    دامنیت شورا او داعاده حیثیت غوغا

     

    کله چې د۲۰۲۳ کال داکتوبر په ۷نیټه پر اسراییلي مرکزونو باندی د حماس بریدونه پیل شول او په سل هاوو اسراییلی پوځیان د حماس جنګیالیو په لاسونو برمته شول،اسراییل په خپل ټول قوت سره پرغزې باندی له ځمکې او هوا بریدونه پیل کړل.اسراییل دیادو بریدونو موخه د حماس دپوځي قوت ختمول یاده کړې وه خو تر حماس ملکي خلک او په تیره بیا ښځې او ماشومان په عمدي توګه داسراییلي ځواکونو له خوا ډیر په نښه شول .کله چې دملکي تلفاتو شمیرتر لسو زرو واوښت ،دملګرو ملتونو امنیت شورا داوربند په هکله خپلې هڅې پیل کړې چې درې ځلې یادې هڅې د امریکې دمتحده ایالتونوله خوا ناکامې شوې خو په پای کې په هغه پریکړه لیک کې چې د۲۰۲۴ کال دمارچ میاشتې په۲۵نیټه تصویب شو،په غزه کې د سمدستي اوربند او د حماس د یرغمل شویو بندیانو د غیر مشروط خوشې کولو غوښتنه وشوه.

    امریکا، چې مخکې یې د اوربند درې پریکړه لیکونه ویټو کړي وو،ممتنع پاتې شوه. له امریکا پرته د امنیت شورا نورو غړو د دغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه

    دغه پریکړه لیک د امنیت شورا د لسو غیر دایمي غړو له خوا طرحه شوی و.

    که څه هم امریکا تر دې دمه د نړیوالو فشارونو په زیاتیدو سره سمدستي اوربند ته د اسراییلو د مکلفیت په اړه لیوالتیا ښودلې وه، خو د روژې تر پایه پورې د جګړې د بندیدو په خاطر یې له دغه پریکړه لیک څخه ډډه وکړه.

    د امنیت شورا په پریکړه لیک کېد بشري مرستو د پروسې د پراختیا او په ټوله غزه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب د زیاتولو او په لویه کچه د مرستو رسولو په وړاندې د ټولو خنډونو لرې کولو باندې ټینګار شوی وو.

    د دی پریکړه لیک تر تصویبیدو وروسته دنړۍ ټول انسانان دسملاسي اوریند په تمه  شیبې شمیرلې خو د اسراییلو له خوا دغه پریکړه لیک هم ونه منل شو او د دغه هیواد پوځونو خپلو بشري جنایتوو ته ادامه وکړه چې تر نن پوری هم دوام لري او دبیګناهو فلسطینیانو دشهیدانو شمیر تر ۳۵زرو پورې لوړ شوی دی.

    دملګرو ملتونو دامنیت شورا اوس د خپل حیثیت داعادې له پوښتنې سره مخامخه ده ځکه چې دیادې شورا یوه مهمه پریکړه د اسراییلو له خوا چلنج شوې ده.

    نه په غزه کې اوریند ټینګ شوی دی ،نه اسیران خوشي شوي دي او نه هم دبشري مرستو د رسولو لپاره په ټولیزه توګه لارې پرانیستل شوی دي .

    حتی اوس چې داوریند خبره توده ده بیا هم اسراییل داسې څرګندونې لري چې د اوربند له ټینګیدو سره سره به په رفح ښار باندی بریدونه پیل کړي.حال داچې رفح دهغو خلکو پنډغالی دی چې له جګړې او اسراییلي ځواکونو تښټیدلي او دی ښار کې یې پناه اخیستې ده.

    که چیرې اسراییل دخپلوخبرو او جنیاتونو پر دوام ټینګار وکړي نو دملګرو ملتونو او امنیت شورا نړیوال اعتبار او حیثیت سخت زیانمن کیږي او تر سخټو پوښتنولاندې راځي.

    په دی توګه ملګري ملتونه دوه لارې لري :

    لومړۍ داچې دخپل حیثیت دساتلو لپاره پوځي مداخله او په غزه کې سوله ساتي ځواکونه ځای پرځای کړي چې دغه صلاحیت د ملګرو ملتونو دمنشور له مخې لري.

    دوهم داچې له ځپل نړیوال اعتبار او حیثیت تیرشي او په راتلونکي

    کې د دی انتظار وباسي چې هر کوچنی هیواد دملګرو ملتونو او امنیت شورا پریکړې چلنج کړي او ملندې پرې ووهي.

  • غور کې دسیلابونو ستر مالي زیانونه

    غور کې دسیلابونو ستر مالي زیانونه

    په غور کې سختو بارانونو او سېلابونو،خلکو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.

    د غور د مرکز مرغاب ولسوالۍ په شورابه کلي کې دڅو ورځو سختوبارانونو او سېلابونو له امله دبازار لسګونه دوکانونه ويجاړ شوي دي.

    دسرچینو په وینا له مرکز فيروزکوه او شاوخوا کليو سره د دې ولسوالۍ ټولې مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي.

    خلک له حکومتي چارواکو غواړي چې زر تر زره دنورو زیانونو اوتلفاتو درامنځته کیدو مخه ونیسي.

    دغورولایت د فرهنګي اطلاعاتو مسوول مولوي عبدالحی زعیم اوڅیني نور چارواکي هم تاییدوي چې د مرغاب ولسوالۍ په مرکز شورابه کلي کې د خلکو لسګونه دوکانونه، کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي. د غور په

    غور ولایت پاوڅیني نور ولایتونه په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو شاهدان دي.

  • اعلامیه فدراسیون نهاد های ژورنالیستان و رسانه ها

    اعلامیه فدراسیون نهاد های ژورنالیستان و رسانه ها

    فدراسیون نهاد های ژورنالیستان ورسانه ها،به مناسبت سوم می اعلامیه ای به شرح ذیل صادرکرده است:

    سوم می روز جهانی مطبوعات را خدمت تمام خبرنگاران محترم ، رسانه ها،نهادهای حامی خبرنگاری وهمه انسانهای معتقد به ازادی بیان و اطلاع رسانی تهنیت عرض میداریم.

    با درنظر داشت این نکته که جامعه بدون مطبوعات واطلاع رسانی ،یک جامعه مرده وغیر متحرک است،سوم می تقویم ماندگاردوام وگسترش روابط انسانها و جوامع بشریست که پی امد های روشن همکاری ،انکشاف مثبت،ترقی و تعالی را درخود دارد.

    فدراسیون نهاد های ژورنالیستان ورسانه های افغانستان از کار و تلاش خبرنگاران که در تنگترین شرایط اقتصادی با تحمل هر گونه مشکلات ،علم ازادی بیان واطلاع رسانی را بلند نگهداشته اند،قدر دانی نموده وامید وارست روزی فرا رسد که خبرنگاران ورسانه های افغانستان فارغ ازهرگونه مشکل،وظیفه مقدس خویشرا بهترازامروز انجام دهند.

    بااستفاده از فرصت میخواهیم توجه جامعه جهانی رابه خبرنگاری در داخل افغانستان معطوف داشته وبه عرض رسانیم که تقویه خبرنگاری تنها از راه حمایت مادی ومعنوی خبرنگاران،رسانه ها و نهاد های حامی خبرنگاری درداخل افغانستان ممکن ومیسر است.

    بدین وسیله از حکومت افغانستان نیزتقاضا مینماییم تا سطح دسترسی به اطلاعات را گسترش داده وقضایای مرتبط به خبرنگارای را تنها از راه کمسیون شکایات و تخلفات رسانه ای دنبال نماید

    با احترام

    هیت رهبری فدراسیون نهاد های ژورنالیستان و رسانه های افغانستان

     

  • آزادی مطبوعات از گفتار تا کردار

    آزادی مطبوعات از گفتار تا کردار

    جمعه جهاردهم ماه ثور مصادف با سوم ماه می روز جهانی آزادی مطبوعات بود که در افغانستان هم به نحوی از این روز جای جایی تجلیل به عمل آمد. در افغانستان تجلیل این روز با طرح مشکلات جامعه رسانه ای همراه بود.

    اینکه رسانه های افغانستان دارای یک سلسله مشکلات از جمله مشکلات اقتصادی میباشد شکی در آن وجود ندارد، اما از لحاظ امنیتی که مشکلاتی را بعضا از جانب خارج نشین های که زمانی  مصروف کار های پروژه یی بودندو با ختم کار و پروزه با صاحبان پروژه هایشان ترک وطن کردند، مطرح میشود، به نظرمیرسد که چندان دقیق نبوده و در بعضی موارد حتی دوستانی که در حلقه خبرنگاران بدون مرز هستند موضوعاتی را بشکل مبالغه آمیز مطرح می نمایند. که ما آنرا بدور از انصاف میدانیم.

    مانمی گوییم که خبرنگاران در افغانستان با هیچ مشکلی روبرو نیستند، مشکلات هست همانگونه که بود، اما اینکه میزان این مشکلات تا چه حد سیر صعودی داشته یا نزولی در گزارشات خود چیزی یاد آور نمی شوند. در حالیکه با صراحت میتوان گفت که تلاش های مکرری که در این زمینه صورت گرفته این مشکلات بایک فیصدی خیلی بالا حل شده و سخنگویان وزارت خانه ها و بعضا نهاد های دولتی اکثرا در ارائه گزارشها و اخبار واقعی نسبت به گذشته های آمادگی بیشتر داشته و تعللی که در گذشته بود اینک تقریبا حالت نورمال را بخود گرفته است .

    مشکلاتی که برسرراه زنان خبر نگار وجود داشت در سال روان بیش از 30% حل شده یعنی تعداد خبرنگار از خانم ها در رسانه های دولتی و خصوصی بیش از سی فیصد افزایش داشته که این خود حکایت از حل چالش ها و پرابلم های گذشته دارد. در گذشته هم مانع بوجود آمده ناشی از مسایل امنیتی بود که متاسفانه ما هنوز هم در جای جای کشور خود هدف حملات تروریستان قرار داریم .

    با وجود سهولت های که اینک برای جامعه خبرنگاران افغانستان ایجاد شده ما روز سوم می در جلسات تجلیل این روز و در مصاحبه های تلویزیونی شاهد انتقاد های تندی بود که همه نشاندهنده آزادی بیان است . اما در کشور همسایه ما پاکستان که همیشه حتی ناامنی های کشورش را به افغانستان نسبت میدهند عملا دیدیم که در این روز چگونه حادثه تلخ و ناگواری آنهم بالایک خیر نگار رخ داد . در این ارتباط رادیو آشنا صدای امریکا گزارشی را پخش نموده که توجه شما را به قسمت های از آن جلب می نماییم :

    «کشته شدن یک ژورنالیست در پاکستان در روز جهانی آزادی مطبوعات کشته شدن یک ژورنالیست در پاکستان در روز جهانی آزادی مطبوعات

    ثور ۱۴, ۱۴۰۳

     

    انفجار یک بم روز جمعه سوم می (۱۴ ثور) که مصادف به روزجهانی آزادی مطبوعات است، سبب کشته شدن یک ژورنالیست و دو رهگذر در ایالت بلوچستان پاکستان شد.

    به گفته پولیس، در این حمله صدیق منگل، رییس کلب مطبوعات این ولسوالی، کشته شد و ظاهراً هدف این حمله، صدیق منگل بود..

    تا حالا هیچ گروهی مسوولیت این حمله را در ایالت بلوچستان بر عهده نگرفته است.

    علاوه بر آن، تندروان وابسته به گروه دولت اسلامی (داعش) و تحریک طالبان پاکستان نیز در این ایالت فعالیت دارند.

    افزون بر این، نیروهای امنیتی پاکستان نیز متهم به هدف قرار دادن منتقدان عملیات متقابل آنان بر ضد شورشیان در ایالت بلوچستان استند. باور بر این است که نیروهای امنیتی پاکستان یا بر منتقدان حمله می‌کنند و یا آنان را ناپدید می‌کنند.

    حمله روز جمعه بر این خبرنگار نشان دهنده خطرات دوامدار بر ژورنالیستان در پاکستان می‌باشد.
    سازمان گزارشگران بدون مرز که مدافع آزادی مطبوعات در جهان است، پاکستان را در فهرست خطرناک‌ترین کشور‌هایی جهان برای خبرنگاران قرار داده است.

    کمیتهٔ حمایت از ژورنالیستان که مقر آن در ایالات متحده است، می‌گوید که از سال ۱۹۹۲ میلادی به اینسو، نزدیک به ۱۰۰ ژورنالست و کارمند رسانه‌ها در پاکستان به خاطر فعالیت مطبوعاتی شان کشته شده اند، اما تحقیقات در مورد قضایای مرتبط به کشتار خبرنگاران تا حالا منتج به محکومیت کسی نشده است.
    بر اساس گزارش سالانه سازمان گزارشگران بدون مرز که روز جمعه منتشر شد، پاکستان از رده ۱۵۰ در سال ۲۰۲۳ به ۱۵۲ در سال ۲۰۲۴ رسید و این وضعیت رو به وخامت آزادی مطبوعات در آن کشور را نشان میدهد.»

    می بینید که حتی حکومت و مسئولین امنیتی پاکستان را در این قضایا دخیل میدانند، یعنی حکومت خود در از بین بردن خبر نگاران نقش داشته و دارد و این کشور نیز یکی از کشور های ناامن برای جامعه خبر نگار و رسانه ها میباشد.

    امیدواریم که کمیته حمایت از ژورنالیستان که مقرآن در امریکا هست، گزارشات افغانستان را از قلم و زبان پروژه کاران سازمان های اطلاعاتی که سالها در افغانستان فعالیت داشتند و اینک در بیرون از کشور برای تهیه امکاناتی برای تامین معیشت به هرطرف پرسه میزنند، نشنوند و نگیرند، یا خود تشریف بیاورند و یا اینکه گزارشات امنیت و یا عدم امنیت خبرنگاران و کشور ما را از کسانی بگیرند که اینجا زندگی می نمایند.

    ما نمی گوییم که افغانستان هیچ مشکلی ندارد، ما عملا با مشکلات اقتصادی، مشکلات بیکاری، مشکلات عدم دسترسی دختران وخواهران ما از مکتب و تعلیم، مشکلات بیکاری آنعده از خانم ها که نان آور اطفال یتیم شان هستند و دهها مشکل دیگر دست و پنجه نرم می کنیم که عامل آن هم بیشتر از خارج میباشد، اما مجموع این مشکلات  به حدی نیست که دوستان گرفتار نوستالوژی آنرا مطرح می نمایند. ما امیدواریم که مشکلات به کمک خداوند «ج» و دست بدست دادن همه بدور از تعصبات قومی و لسانی و منطقه یی و…. حل گردیده و جامعه بدور از مشکلات داشته باشیم.

  • دکالفیرینیا پوهنتون پر محصلینو دامریکايي پولیسو یرغل

    دکالفیرینیا پوهنتون پر محصلینو دامریکايي پولیسو یرغل

    لاريون کوونکي وايي، چې پوليسو پرې د ربړو ګولۍ وويشتلې. استعمالوي

    د پیښې په ځای کې د پولیسو افسرانو څو عکسونه خپاره شوي چې د “غیر وژونکي” وسلې استعمالوي

    د لاس انجلس د پولیسو څانګې لا تر اوسه په رسمي ډول د کالیفورنیا په پوهنتون کې نن سهار د دې عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې، او نه دنیول شویو محصلینو شمیر یې ښودلی دی خو راپورونه وایی چې دلسو په شا او خواکی محصلین ژوبل شوي او لسګونه نور یې نیول شوي دي

  • دتهران 50 سلنه نفوس افغانان جووړوي

    دتهران 50 سلنه نفوس افغانان جووړوي

    د تهران والي خبرداری ورکړی چې د دغه ښار نږدې پنځوس سلنه نفوس له بهرنیانو څخه جوړ دی او د پلازمېنې د ظرفیت یوه مهمه برخه د دغو کسانو په لاس کې ده.
    د علیرضا فخري په وینا، د ایران حکومت هڅه کوي چې د غیر قانوني کډوالو په نیولو او شړلو سره په تهران کې د دغو بې اسنادو کسانو شتون کم کړي.

    فخري په تهران کښې د معلم قول په مراسمو کښې اعلان وکړ چې په مختلفو اقتصادي، اجرائيه او کلتوري برخو کښې د بهرنیو اتباعو د اجازې کچه به په دغه ښار کښې تنظیم او تنظیم شي. هغه څرګنده کړه چې د تهران له ځانګړتیاوو سره سره حکومت د دغه ولایت لپاره لږه بودیجه په پام کې لري.

    دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی و، چې هېواد یې په اوسنیو حالاتو کې نور بهرنیان د منلو وړ نه دي او په وروستیو میاشتو کې یې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لپاره اقدامات ګړندۍ کړي دي.

    تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.

  • اروپا،گرداب کودکان پناهنده

    اروپا،گرداب کودکان پناهنده

    نتایج تحقیقات بین‌المللی نشان می‌دهد که ۵۱ هزار و ۴۳۳ کودک و مهاجر جوان بین سال‌های ۲۰۲۱ تا ۲۰۲۳ در سراسر اروپا ناپدید شده‌اند.

    در این تحقیق آمده است که از هر سه کودک مفقود شده در اروپا حداقل یک نفر تبعه افغانستان بوده است.

    این تحقیق که توسط خبرنگارانی که با گروه «مفقودان در اروپا» همکاری می‌کنند، نشان می‌دهد که در سه سال گذشته روزانه تقریباً ۴۷ کودک پس از ورود به اروپا ناپدید شده‌اند.

    بر اساس این تحقیقات، این کودکان قبل از ناپدید شدن در کشورهای اروپایی تحت نظر بوده اند.

    در این تحقیقات همچنین گفته شده است که کودکان گمشده اتباع کشورهای افغانستان، سوریه، تونس و مصر بوده اند.

    این تحقیق با جمع آوری داده های درخواستی از 31 کشور اروپایی از جمله اتریش، آلمان و ایتالیا انجام شده است.

    تخمین زده می شود که تعداد کودکان گمشده ممکن است به دلیل عدم وجود اسناد از برخی کشورها بیشتر باشد.

    یافته های این تحقیق نشان می دهد که بیشترین تعداد کودکان بی سرپرست گم شده در ایتالیا با ۲۲۸۹۹ نفر ثبت شده است.

    بر اساس داده های این تحقیق در قدم دوم کودک گمشده با 20000 مورد در اتریش ثبت شده است.

    به اساس ګزارش ها  عوامل مختلفی از جمله احتمال «قاچاق انسان» و بهره کشی از کودکان ممکن است در ناپدید شدن آنها نقش داشته باشد.

    آچی لئون، مدیر اجرایی گروه گمشده در اروپا، گفت: «ما باید همه کشورها را مجبور کنیم که گزارش‌های جدی‌تری داشته باشند، زیرا اگر سیستمی وجود داشته باشد، می‌توان از کودکان محافظت کرد.

    گروه گمشده در اروپا یک سازمان غیردولتی مستقر در بلژیک است

  • یوناماتشو تبلیغاتوباندې اتکا کرې ده

    یوناماتشو تبلیغاتوباندې اتکا کرې ده

     

     

    د افغغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، په دغه راپور کې هغه څه چې لیدل کېږي ټول تکراري او له پروپاګنده ډک دي.
    مجاهد په خپل غږیز پیغام کې زیاتوي چې  یوناما د خپلو دغو ادعاوو لپاره کوم ثبوت نه لري.

    نوموړي زیاته کړې:« په افغانستان کې د هیچا حقونه له منځه نه دي تللي. په افغانستان کې د ښځو، نارینه‌وو او ټولو خلکو شرعي حقونه په پام کې ساتل شوي او د افغانستان د خلکو حقونه زموږ د مکلفیتونو څخه دي.»
    هغه وایي، د یوناما دغه ادعا ناسمه ده او اوس‌مهال د پخوا پرتله خلک تر ډېره خپلو شرعي حقونو ته لاسرسی لري.
    د هغه په وینا:« په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې شته، چې اوس‌مهال پرې کار روان دی؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې ګواکې د چا حقونه دې تلف شوي وي.»
    هغه د رسنیو د ازادۍ په تړاو ویلي، چې او‌سمهال موږ ګورو په افغانستان کې رسنۍ د یوه قانون په اډانه کې د فعالیت ازادي لري، چې پیغام رسونه وکړي، راپور ورکړي او په بېلابېلو بحثونو کې نیوکې هم کوي.
    هغه وایي، په دې برخه کې د یوناما ادعا بې بنسټه ده.
    ښاغلي مجاهد د پخواني حکومت د کارکوونکو د نیونې په تړاو ویلي، چې د پخواني حکومت هیڅ یوه کارکوونکی نه دی نیول شوی او که په غچ اخیستنې کې وژل شوی هم وي قضیې ته یې رسېدنه شوې او که ربړول شوی هم وي، د پېښې اړوند کسان یې نیول شوي دي.
    هغه زیاته کړې:« هغه کسان چې په ځینو تخریبي کړنو کې په لاس لرلو نیول کېږي باید له هغوی ملاتړ ونه شي او یوناما دې هم د هغوی استازولي نه کوي.»
    تر دې وړاندې یوناما «په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت» تر سرلیک لاندې په خپل درې میاشتني خپور شوي راپور کې ويلي و، چې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت، د خوست او پکتیا په هوايي بریدونو کې مرګ ژوبله، د رسنیو ازادي، د پخواني حکومت چارواکو، د جسمي مجازاتو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه يې په افغانستان کې بشري حقونو ته کتنه کړې ده