مؤلف: Admin

  • دروسیې له تورلیسته دافغان مشرانو له وتلو هرکلی

    دروسیې له تورلیسته دافغان مشرانو له وتلو هرکلی

    دافغانستان حکومت دروسیې د «ترهګرو سازمانونو» له لیست څخه د طالبانو د ایستلو د احتمال هرکلی کړی دی.

    ذبیح الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې د تروریستي سازمانونو له لست څخه یې د طالب مشرانو د ایستلو په اړه کړې دي.

    نوموړی د دغه اقدام دستاینې ترڅنګ هیله یې څرګنده کړه چې ژر تر ژره عملي شي.” “افغانستان د روسیې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.”

    پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې دروسیې ولسمشرښاغلي پوتین هم په ورته څرګندونو کې ویلي دي  چې له طالبانو سره د اړیکو لرلو ته اړتیا ده: «موږ باید حقایق په پام کې ونیسو او اړیکې جوړې کړو. افغانستان د ټولو لپاره د نه منلو وړ او ښکاره ستونزې لري. له اوسني حکومت سره يې څنګه اړيکې ټينګې کړې بله پوښتنه ده. خو اړیکي باید په یو ډول جوړې شي، دا هغه کسان دي چې دا هیواد او دا خاوره کنټرولوي او د افغانستان اوسني واکمنان دي.»

     

  • دکرکت ۲۰۲۴کال دلوبو مهالویش اعلانشو

    دکرکت ۲۰۲۴کال دلوبو مهالویش اعلانشو

    د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړیوال جام به د روان کال د جون له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د امریکا او ویسټ انډیز په ګډه کوربتوب ترسره شي.
    په دې سیالیو کې افغانستان په C ګروپ کې له یوګانډا، نیوزیلنډ، نیو ګیني او ویسټ انډیز سره دی.

  • ای پی ایل کې د کلکتې اتلولي

    ای پی ایل کې د کلکتې اتلولي

    د شاهرخ خان کلکتې نایټریډرز لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د هند د کرېکټ غوره لیګ “ای‌پي‌اېل” پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد ته په اتو وېکټو ماته وکړه او اتلولي یې وګټله.

    د افغانستان رحمان الله ګوربز هم سږکال اتلې لوبډلې کلکتې لپاره لوبېده او په ننۍ لوبه کې یې (۳۹) منډې وکړې.

    هغه د کلکتې د توپ اچونې پاڼۍ کې د وېکټو تر شا درې کېچونه ونیول.

    د نننۍ لوبې پچه حیدراباد ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وې.

    خو د حیدر اباد لوبغاړي ژر یو په بل پسې وسوځېدل او کلکتې ته یې یوازې د ۱۱۴ منډو هدف وټاکلی شو. حیدر اباد لپاره تر ټولو ډېرې (۲۴) منډې لوبډلمشر پېت کامېنز وکړې.

    د کلکتې له اړخه په توپ اچونه کې اندرې رسل ۳ وېکټې واخیستې.

    کلکتې ورکړ شوی هدف د دوو ویکټو په زیان په داسې حال کې پوره کړ، چې ۵۷ توپونه یې لا پاتې وو.

    وېکتېش لېر ۵۲ او رحمان الله ګوربز ۳۹ منډې وکړې.

  • ایران کې داعدامونوکچه ۵۰سلنه لوړه شوې ده

    ایران کې داعدامونوکچه ۵۰سلنه لوړه شوې ده

    دبخښڼې نړیول سازمان دنوي راپور سره سم په نړۍ کې د ثبت شویو اعدامونو 75سلنه په ایران کې شوي دي

    د بخښنې نړیوال سازمان په نړۍ کې د اعدام د سزا په اړه په خپل وروستي کلني راپور کې په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د ټولو ثبت شویو اعدامونو نږدې ۷۵ سلنه په ایران کې شوي دي.

    د بښنې نړیوال سازمان وايي، په ۱۴۰۱ کال کې د «ښځې، ژوند، ازادۍ» له غورځنګ وروسته، د ایران حکومت په خلکو کې د وېرې د رامنځ ته کولو او پر واک د خپل کنټرول د ټینګولو لپاره د اعدام سزا ډېره کړې ده.دبخښنې تړیوال سازمان له خوا په خپور شوي ګراف کې په نړۍ کې د 2014 څخه تر 2023 پورې د اعدام د سزاګانو کچه ښودل شوې
    چې ښیي په نړۍ کې د اعدامونو د ثبت شویو شمیرو زیاتوالی په عمده توګه په ایران کې د اعدام په سزا کې د پام وړ زیاتوالی دی.
    د دغه راپور له مخې تېر کال په ایران کې د اعدامونو شمېر ۸۵۳ ثبت شوی، چې د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰ سلنه ډېر شوی او له چین وروسته ایران د هغو هېوادونو د لېست په سر کې ځای لری چې د اعدام سزا اجرا کوی.

    د بښنې نړیوال سازمان د نوي راپور له مخې تېر کال په ټوله نړۍ کې د اعدامونو ۱۱۵۳ پېښې ثبت شوي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

  • ترکې ته دافغاني اورګادي رسیدل

    ترکې ته دافغاني اورګادي رسیدل

    د افغانستان لومړنی ټرانزیټی اورګاډی له ۴۰ ورځو وروسته د ترکیې وان ښار ته رسېدلی دی.

    دغه اورګادی  د افغانستان لومړۍ سوداګريزه اورګاډی وو چې د ايران ته له روزنک څخه وروسته ترکيې ته روانه شوې وه.

    دغه ریل ګاډی د هرات – خواف ریل پټلۍ له لارې د ترکیې او اروپا بازارونو ته افغاني محصولات صادرول، خو د نامعلومو دلایلو له امله ودرول شول او اعلان وشو چې ایران د دغه اورګاډي د تګ د دوام لپاره «لوکوموټیو» نه دی ورکړی.

    لقفلت خمړنا د ثور په ۳۱ مه اعلان وکړ چې د افغانستان د ټالک کاني معدن د ۱۱۰۰ ټنو په لېږدولو لومړۍ ریل ګاډی د هرات – خواف د اورګاډي له لارې ایران او له هغه ځایه ترکیې ته روان شو.

  • ایران ۶۲۰۱کیلو ګرام بډایه شوې یورانیم لري

    ایران ۶۲۰۱کیلو ګرام بډایه شوې یورانیم لري

    د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي چې ایران د خپلو یورانیمو د غني کولو کچه تر هغه حده لوړه کړې چې په اتومي وسلو کې یې کارولي دي.

    راپورکاږي چې ایران لانړیوال مسلکي مفتشین هم نه دي منلي.

    د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې په دې محرم راپور کې،راغلی دي چې ایران اوس مهال  ۱۴۲ کیلوګرامه داسی یورانیم لريچې ۶۰سلنه غني شوې ده

    غني شوي یورانیم د 60٪ خالصیت سره په یو څو لنډو ګامونو کې په چټکۍ سره د 90٪ پاکوالي سره په یورانیم بدلیدلی شي، کوم چې د اټومي وسلو په تولید کې کارول کیږي.

    دغه راپور همداراز زیاتوي چې د ایران د غني شویو یورانیمو ټوله ذخیره اوس مهال له ۶۲۰۱ کیلو ګرامو څخه زیاته ده او دغه اندازه د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې د پخواني راپور په پرتله د اسلامي جمهوریت د ټولو یورانیمو په ذخیرې کې ۶۷۵.۸ کیلو ګرامه زیاتوالی ښيي.

    ایران ادعا کوي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري. خو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي خبرداری ورکړی چې ایران د وسلو کچې ته نږدې یورانیم غني کړي، چې که وغواړي “څو اټومي بمونه” جوړولای شي.

    ایران تراوسه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ځینو مفتشانو د لاسرسي او څارنې د محدودولو په اړه خپله پریکړه نه ده بدله کړې. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مفتشینو د څارنې لپاره د اجازې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې له دې پرته د ایران پر څرګندونو باور نه شي کېدای.

  • پرافغانستان دپاکستان تازه تورونه

    پرافغانستان دپاکستان تازه تورونه

     

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، دی له افغانستان  حکومته غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود په ګډون د تحریک طالبان پاکستان ټول مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

    دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چې یوې خبري غونډې ته یې ویناکوله وویل :

    “موږ د افغانستان له موقت حکومت څخه غواړو چې بخت شاه، قاري عبدالله او خان ​​لالا ژر تر ژره ونیسي. په تېره بيا د ټي ټي پي امير نور ولي محسود او کمانډر عظمت الله محسود او د ټي ټي پي نور نور مشران چې هلته شته بايد ژر تر ژره ونيول شي. موږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو او دا یوازې هغه وخت شونې ده چې دوی موږ ته لاسونه ورکړي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې له خپلې خاورې زموږ پر ضد کار وکړي.»

    د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم څو ځلې ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي او هلته یې ملاتړ کېږي. تحریک طالبان پاکستان دغه ادعا ردوي او وايي چې دوی د پاکستان له نورو ځایونو څخه عملیاتو ته اړتیا نه لري.

    دپاکستان ورته تورورنه دافغانستان حکومت له خوا په پرله پسې توګه رد شوي دي .داسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد او نور چارواکي د پاکستان د ورته ادعاوو په اړه ویلي دي چې پاکستان دخپلو امنیتي کمزوریو پړه پرافغانستان اچوي.

    کابل دا هم وایی چې پاکستان دخپلو ادعاوو دثبوت لپاره مقنع اسناد او مدارک نلري.

    د روژې په  میاشت کې، چې د مارچ له میاشتې سره سمون خوري، د پاکستان پوځ ادعا وکړه، چې د افغانستان د پکتیا په برمل سیمه کې یې د عبدالله شاه په نوم د تحریک طالبان پاکستان یو مهم قوماندان وژلی دی.

    خو په سبا یې دغه قوماندان په یوه ویډیو کې راڅرګند شو چې ښيي چې ژوندی دی او په جنوبي وزیرستان کې ژوند کوي.

    د راپورونو له مخې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې افغان حکومت څو ځلې د تحریک طالبان پاکستان د استازو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړ او د دوی د غونډو کوربه توب یې وکړ.

    خو TTP په سپټمبر کې اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته رسېدلی دی.

    اسلامي امارت  وايي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده او مسوولیت یې باید دوی ته منسوب شي.

  • دحماس بریدونو ته د اسراییل ځواب

    دحماس بریدونو ته د اسراییل ځواب

    ترهغې وروسته چې داسراییلو پلازمینه د حماس توغندیو ولړزاوه،د رفح په یوه سیمه باندې د اسرائیلو په برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
    د فلسطیني سرې میاشتې اداره وايي، د اسرائیلو له هوايي برید وروسته په رفح ښار کې د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر مخ په ډېرېدو دی او لږ تر لږه ۳۵ کسان د سوځېدو له امله وژل شوي دي.

    اسراییل هم په یادبرید کې ملکي تلفات تاییدوي خو ادعا کوي چې په دې برید کې یې د حماس مرکزي دفتر په نښه کړی او د دوی دوه لوړپوړي غړي یې وژلي.

    حماس په توغندویزو بریدونو کې له رفح څخه پر تل ابیب اته توغندي توغولي وو، چې دا د روان کال له پیل راهیسې پر دغه اسرائیلي ښار لومړنی اوږد واټنه برید دی.

    په رفح کې داسراییلو تازه بریدونو ُنړیوال غبرګونونه هم رامنځه کړي دي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل د رفح په کمپ کې د کډوالو پر خیمو د اسراییلو د برید په اړه وویل:«هغه څه چې تېره شپه وشول د جګړې د سمدستي د بندولو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې د پرېکړې د عملي کېدو غوښتنه کوي.

  • افغان حکومت ددوحې ناستې ته خپله اجنډا وړاندې کړه

    افغان حکومت ددوحې ناستې ته خپله اجنډا وړاندې کړه

    په داسې حال کې چې د دوحې ددریمې ناستې پرسر دملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو سلامشورې لا روانې دي ،اسلامي امارت د دې ناستې لپاره خپله مشروطه اجنډا وړاندې کړه.په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي دي چې که نړیواله ټولنه له دوی سره د خبرو له لارې مسایل حل کول غواړي، د دوحې په غونډه کې دې د دوی غوښتنې شاملې کړي.

    د هغه په ​​وينا، د فقر له منځه وړل، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د اقتصادي پروژو پيلول، د اقليمي بدلونونو سره سمون او په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې پر وړاندې بديل او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه د دوحې د درېيمې ناستې په اجنډا کې د طالبانو له غوښتنو څخه دي.

    تردې وړاندې ځینو رسنیو داسې ریپوټونه خباره کړل چې ګنې افغان حکومت د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره نور شرایط وړاندې کړي دي. دهغوی په وینا دتور لیست له منځه وړل،په ملګرو ملتونو کې دافغانستان دڅوکۍ ورسپارل په یادو شرایطو کې شامل وو خو دالومړی ځل دی چې یو مسوول چارواکی د دوحې د دریمې ناستې په اړه داسلامي امارت دریځ څرګندوي.

    ټاکل شوی ده ددوحې دریمه ناسته د روان عیسوي کال دجون په دیرشمه نیټه پیل شي خو دافغانستان حکومت لا د ګډون او یا نه ګډون پریکړه نه ده کړې

  • ایران خپل نفتی تولیدات ډیروي

    ایران خپل نفتی تولیدات ډیروي

    ایران اعلان کړی چې د تېلو ورځنی تولید به څلور میلیونه بېرلو ته لوړ کړي
    د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت د اقتصادي شورا په وروستۍ غونډه کښې اعلان وکړ چې نوي پلان سره به په ورځ کښې د تېلو تولید څلور میلیونه بېرلو ته لوړ کړي.

    د اقتصادي شورا په غونډه کې چې د محمد مخبر په مشرۍ جوړه شوې وه، د نفتو د تولید کچه په ورځ کې له ۳.۶ میلیونو څخه ۴ میلیونه بیرلو ته دلوړولو پریکړه وشوه.

    د دې “اعتصاب پلان” له مخې، په ورځ کې د 400,000 اضافي بیرلو تیلو تولید باید “یوازې په 1403 کې د درې ملیارد ډالرو پانګونې سره” ترسره شي او “د تیلو دا لویه پانګونه باید د خلکو د مشارکت په لومړیتوب کې پلي او نهایی شي. ”

    داسلامی جمهوریت دتیلو دتولیدکچه له ایټمی موافقې څخه دامریکا له وتلو او داسلامی جمهوریت پرضد دامریکا دبندیزونو له بیا لګولو مخکې هم دی حد ته نه وو رسیدلی .

    د تېر نومبر په میاشت کې د ایران د تېلو وزیر جواد اوجي ویلي وو چې هېواد یې د ورځې ۳.۴ میلیونه بېرله خام تېل تولیدوي چې د ۲۰۲۱ کال د نیمايي په پرتله د ورځې ۱.۲ میلیونه بېرله ډېر دي.

    خو اوپیک او د انرژۍ نړیوالې ادارې دواړو د تېر سپټمبر په میاشت کې د ایران د خامو تېلو تولید په ورځ کې ۳.۱ میلیونه بېرله اعلان کړ.

    دنفتی تولیداتو زیاتوالی ، ایران له بندیزونو سره ماقبلې ته پیاوړی کوی ځکه په نړۍ او په خاصه توګه غربي هیوادونو په سرکې دامریکایی چارواکو غبرګونونه یې راپارولي دي.

    امریکایی سناتورانو پر خپل حکومت نیوکه کړې چې دبندیزونو سستولو سره ایران ته اجازه وکړې تر څو خپل نفتی تولیدات ډیز کړی .

    ۲۰۲۰ کال کې چې حوبایدن واک ته ورسید دامریکې سیاست دایران په مقابلکې لږ نرم شو او دغه هیواد وتوانید چې خپل نفتي تولیدان د ورځې ۳ملیونه بیرلو ته ورسوی .