مؤلف: Admin

  • دشانکهای تړون

    Image result for شانکهای

    د شانګهای همکاریو سازمان (اېس‌سي‌او) په ۲۰۰۱ کال کې د چین،‌ روسیې او مرکزي اسیا څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا چې د پخواني شوروي اتحاد غړي دي، رامنځ ته شو.

    دا سازمان (د شانګهای پنځه) په نوم د پولو اړوند له یوه تړون چې په ۱۹۹۶ کال د روسیې، چین او مرکزي‌ اسیا هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی و، سرچینه اخلي.

    دغه تړون د چین په وړاندېز په دې هدف د سازمان کچې ته لوړ شو چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب اړیکو او همدا راز د سوداګرۍ او امنیت په برخو کې خپلمنځي همکاریو ته وده ورکړل شي.‌

    بریتانیا کې د نړېوالو مطالعاتو له نړېوال انسټیتیوټ څخه نیګل ګولډ-ډاویس وايي “د شوروي اتحاد د پاشل کیدو او پراخې ګډوډۍ په اړه اندېښنې موجودې وې. دا له شوروي د وروسته وخت اقدام و چې سیمه ییز نظم وساتل شي.”

    هند او پاکستان په ۲۰۱۷ او ایران په ۲۰۲۳ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شو.‌

    د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه په ګډه د نړۍ ۴۰ سلنه نفوس جوړوي، د نړۍ ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي او د نړۍ ۲۰ سلنه د تېلو زېرمې یې په واک کې دي.

    د اېس‌سي‌او د قزاقستان په سرمشریزه کې به د افغانستان او منګولیا په څېر څارونکي غړي‌ او د ترکیې او سعودي عربستان په څېر د (ډیالوګ شریکان) هم ګډون وکړي.

    موخې:

    د شانګهای همکاریو سازمان د رامنځ ته کېدو یو ستر هدف د “د دریېو بدیو” ترهګرۍ، بېلتونپالنې او سختدریځۍ خلاف مبارزه وه.

    بریتانیا کې د چاتم هاوس په نوم د بهرنیو اړیکو فکري بنسټ ‘انېتې بوهر ‘وايي “دا تر ډېره د چین لخوا د دغه هېواد شمال لوېدیځ سین‌کیانګ سیمه کې د بېلتونپالنې د فشار د اندېښنو اړونده ده.‌”

    اویغور ملتپالي په ملګرو ملتونو کې د یوه خپلواک سین‌کیانګ یا “ختیځ ترکستان” غوښتنه کوي.

    چین غواړي د دغه حرکت تر شا ولاړ وسله وال وځپي.

    د دې سیمې اکثریت اوسېدونکي تورک توکمه اویغور مسلمانان دي. بېجېنګ د مرکزي اسیا له هېواونو سره په ګډه د دې هڅه کوي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ بېلتونپالو لخوا له پولو بهر په شینجیانګ کې د بریدونو او نفوذ هڅې شنډې کړي.

    روسیه هم په مرکزي اسیا کې د اسلامي دولت (داعش – خراسان څانګې) او حزب التحریر په څېر فعالو ډلو ته اندېښمن ده چې په خاوره کې یې بریدونه ونه کړي.

    د شانګهای همکاریو سازمان د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزې لپاره د استخباراتي مالوماتو شریکولو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو د همغږه کولو له لارې “د ترهګرۍ ضد یو سیمه ییز چوکاټ” رامنځ ته کړی دی.

    بېجېنګ دې ته لېوال دی چې د قزاقستان په څېر د مرکزي اسیا هېوادونو کې د تېلو او ګازو لا ډېرو سرچینو ته لاسرسی ومومي.‌

    هند، پاکستان او ایران وروسته د شانګهای همکاریو سازمان سره یو ځای شوي دي.

    دې چارې د دغه سازمان یووالی له خطر سره مخ کړی ځکه له یوې خوا له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان او له بلې خوا د هند او چین ترمنځ‌ سرحدي شخړې روانې دي.

  • دایران ولسمشریزې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې

    Image result for انتخابات ایران

    د ایران د ټاکنو د مرکزي دفتر د اعلاميې له مخې، له دې امله چې د ولسمشرۍ له څلورو نوماندانو څخه هېڅ يوه هم له نيمايي څخه زياتې سمې رايې نه دي ګټلي، نو ټاکنې دويم پړاو ته غځول شوې دي او په راتلونکي کې به مسعود پزشکیان او سعيد جليلي د د رايو لپاره سيالي وکړي. جمعه. د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو مرکزي دفتر د ګډون کچه ۴۰ سلنه اعلان کړه، چې دا د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په تاریخ کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه ده.

    خو د اسلامي انقلاب  د ائتلاف شورا د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې په انتخاباتو کښې د خلقو د ګډون په اړه یوه بیانیه خپره کړه او له سعید جلیلي څخه یې قدرداني او ملاتړ څرګند کړ.

    د اسلامي انقلابي ځواکونو د ائتلاف شورا د بنسټپالو ډلو سره تړلې ائتلافي جبهه او انتخاباتي لېست دی چې د ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال د اسلامي شورا په انتخاباتو کې یې فعالیت پیل کړ.

    دا شورا د ۱۴۰۰ کلیو او کلیو د اسلامي شوراګانو په ټاکنو کې هم فعاله وه، له بلې خوا د اصلاح جبهې مشر او د اتحاد ملت ګوند عمومي منشي اظهر منصوري وايي: ټاکنې د ایران ستر ملت دی.”

    خو بلې خوا ته داصلاحاتو د جبهې مشرې اغلې منصوري له رایه ورکوونکو وغوښتل چې په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان ته رایه ورکړي.

    هغه وویل چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې ښاغلي پزشکیان ته په رایه ورکولو سره به د ایران خلکو ته یو نوی افق پرانیستل شي.

    یادو دوو نوماندانو به په کتو راس ښکاري چې راتلونکې جمعه به درایې اجونې مرکزونه د ډیرو رایو اچوونکو شاهدان وي

  • د دوحې د دریمې ناستې په اړه د افغانستان وضاحت

    Image result for ذبیحالله مجاهد

    د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون اصلي موخه له نړۍ سره د اړیکو پراخول دي.
    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې دیاد مطلب تر څنګ زیاته کړه چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان په سختو شرايطو کې يوازې پرې نه ږدي او هېوادونه بايد دافغانستان پر وړاندې خپل مکلفيتونه پوره کړي او زياته يې کړه، چې افغانستان د ټولو هېوادوالو ګډ کور دى.

    د افغانستان د اسلامي امارت ویاند وړاندی وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالې ټولنې او هېوادونو سره لا زیات تفاهم او تعامل دی.
    هغه د هېواد د مسايلو په اړه وويل، چې موږ له نړيوالې ټولنې سره رغنده تعامل غواړو او د هېواد د شرايطو د ښه والي لپاره هڅې کوو.
    د ده په وینا، د دوحې په غونډه کې  یوازې د اسلامي دولت پیغامونه به نړیوالې ټولنې ته رسول کېږي.
    مجاهد د دوحې په ناسته کې د اسلامي امت د استازو شتون د نړیوالې ټولنې له خوا کوم  امتیاز نه دی بلکې د اسلامي امارت له استازو پرته به بل هیڅ حقیقي او قانوني شخص د افغانستان په استازیتوب ګډون ونه کړي.
    دغه چارواکي زیاته کړه چې زموږ هیله دا ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه ځینې محدودیتونه او شکونه له منځه یوسو.
    د هغه په ​​وينا، اقتصادي مسايل، ظالمانه بنديزونه، د اسلامي دولت لاسته راوړنې او په افغانستان کې دننه پر واقعيتونو باور هغه مسايل دي، چې د دوحې په درېيمه ناسته کې به د افغانستان استازي پرې خبرې وکړي.
    مجاهد ټینګار وکړ چې د دوحې غونډه د افغانستان د ستونزو د دایمي حل لپاره نه ده او په دې غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب شپږ کسان ګډون وکړي.
    مجاهد ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان داخلي مسایل لکه د ښځو کار، د نجونو زده کړه او ټول شموله حکومتولۍ خبرې نه کېږي، بلکې پر نړیوالو مسایلو به خبرې کېږي.
    ذبیحالله مجاهد یدویې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دنجونو پر وړاندې دمکتوبو او ښځو پر وړاندې دکار دروازې هم بالاخره پرانیستل کیږي.

  •  

    ازادي:

    د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې درېیمه ناسته کې ګډون کوي.

    سوله :

    ښه ده چې دوی خو دګډون چانس لري

     

    پژواک:

    فصل برداشت میوه‌ در هرات؛ باغداران: به‌دلیل کمبود سردخانه‌ها مجبوریم محصولات خود را ارزان بفروشیم

    سوله:

    خوبست وگرته احتکار میوه ها هم رواج میشد

    رادیو ازادی:

    اشتراک کننده های نشست چهارم ویانا با نشر اعلامیه ای امروز ششم سرطان برگزاری نشست آینده دوحه را مورد انتقاد قرار دادند و از سازمان ملل خواستند تا در این مورد مسئولانه رفتار کند.

    سوله:

    انجام گدایی قدرت از دیگران چنین است

  • ویانا غونډه:دحکومت دمخالفینو مایوسي اوسخته ګیله

    اشتراک‌کنندگان نشست ویانا خواستار فشار بیش‌تر جامعه‌ی جهانی بر امارت ...

    د ویانا د څلورمې غونډې ګډونوالو  د یوې بیانیې په خپرولو سره د دوحې د راتلونکې غونډې په ترسره کیدو  خواشیني او نیوکه وکړه او له ملګرو ملتو یې وغوښتل چې په دې برخه کښې مسئولانه عمل وکړي.

    په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا ښيي، چې ملګري ملتونه په دې ناسته کې له خپل اصلي ماموریته وتلي او دا سازمان باید د افغانستان د خلکو د استازي په توګه له طالبانو سره خبرې ونه کړي.

    د ویانا د څلورمې غونډې په وروستیو بحثونو کې پر دوو مهمو مسایلو خبرې وشوې. د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو د حل یوازینۍ لار د بین الافغاني مذاکراتو او مذاکراتو د بیا پیل لپاره پر وروستۍ هڅې ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې نورو د خبرو تر څنګ پر پوځي انتخاب ټینګار وکړ.

    ورته ګیلې او نیوکې په داسی حالاتو کې رامنځته کیږي چې د دوحې په دریمه ناسته کې دافغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند تر مشرۍ لاندي یو پلاوی ګډون کوي او دا یوازینی پلاوی دی چې دافغانستان په استازیتوب د دوحې په دریمه ناسته کې حضور مومي.

  • مارک روټ د ناتو نوی سرمنشی وټاکل شو

     

    See related image detail. Dutch prime minister resigns as govt collapses over migration - The ...

    مارک روت د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه وټاکل شو
    د هالنډ چانسلر مارک روټ (کیڼ اړخ ته) به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ځای ونیسي (د آرشیف عکس).
    د هالنډ چانسلر مارک روټ (کیڼ اړخ ته) به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ځای ونیسي (د آرشیف عکس).

    په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په نننۍ غونډه کې دغه مقام ته د ښاغلي روت د معرفي کېدو پرېکړه وشوه.

    ټاکل شوی چې ښاغلی روت  په رسمي توګه د روان کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ناټو د اوسني عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ځای ونیسي.

    ښاغلي سټولټنبرګ له یوې لسیزې راهیسې دناتو دسر منشي په توګه  دنده ترسره کړې ده.

    روټ په داسی حال کې د ناتو دنوي سر منشي په توګه ټاکل کیږي چې دغه سازمان همدا اوس په اوکراین کې د روسیې پرخلاف په جګړه بوخت دی.

    اټکلونه دا دي چې ناتو به د روسیې پرخلاف خپل دریځ لا سخت کړي

  • دوحې ناستی ته دافغان حکومت پلاوی وټاکل شو

    دوحې ناستی ته دافغان حکومت پلاوی وټاکل شو

    وروسته تر هغې چې په دوحې ناسته کې دافغان حکومت دګډون په هکله دبهرنیو چارو په وزارت کې غونډه تر سره شوه، ذبیح الله مجاهد دوحې لپاره د اسلامي امارت د پلاوي مشر ټاکل شوی دی..

    تردی دمه نه دي ویل شوي چې له ذبیح الله مجاهد سره نور کوم حکومتی څیرې په دوحه کې ګدون کوي  خو انګیرنې دا دي چې دپلاوي مشر په توګه دذبیح الله مجاهد ټاکنه په دی مانا ده چې افغانستان ته دغه ناسته مهمه ده او مشرتابه غواړي له نږدی نه د دوحې غونډه وڅاري.

     د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د پیغامونو د لړۍ له مخې، په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د همغږۍ په غونډه کې، چې د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ جوړه شوې وه. د حکومت جګپوړی ویاندذبیح الله مجاهد ، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا، طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو برخه درلوده.

    تردی دمه په رسمي توګه د دوحې ناستې آجنډا نه ده اعلان شوې خو دذبیح الله مجاهد او پلاوي ګډون په دی مانا دی چې دواړو لوریو(افغانستان او ملګري ملتونه) د غوندې پر آجندا باندې هم هوکړه کړی ده.

    په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د دوحې د درېیمې غونډې بحثونه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر مسلو متمرکز وي.

    وروسته تر هغې چې په دوحې ناسته کې دافغان حکومت دګډون په هکله دبهرنیو چارو په وزارت کې غونډه تر سره شوه، ذبیح الله مجاهد دوحې لپاره د اسلامي امارت د پلاوي مشر ټاکل شوی دی..

    تردی دمه نه دي ویل شوي چې له ذبیح الله مجاهد سره نور کوم حکومتی څیرې په دوحه کې ګدون کوي  خو انګیرنې دا دي چې دپلاوي مشر په توګه دذبیح الله مجاهد ټاکنه په دی مانا ده چې افغانستان ته دغه ناسته مهمه ده او مشرتابه غواړي له نږدی نه د دوحې غونډه وڅاري.

     د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د پیغامونو د لړۍ له مخې، په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د همغږۍ په غونډه کې، چې د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ جوړه شوې وه. د حکومت جګپوړی ویاندذبیح الله مجاهد ، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا، طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو برخه درلوده.

    تردی دمه په رسمي توګه د دوحې ناستې آجنډا نه ده اعلان شوې خو دذبیح الله مجاهد او پلاوي ګډون په دی مانا دی چې دواړو لوریو(افغانستان او ملګري ملتونه) د غوندې پر آجندا باندې هم هوکړه کړی ده.

    په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د دوحې د درېیمې غونډې بحثونه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر مسلو متمرکز وي.

     

  • نړیوال جام :افغانستان دنړۍ څلورو مخکښو لوبډلو په کتار کې ودرید

    نړیوال جام :افغانستان دنړۍ څلورو مخکښو لوبډلو په کتار کې ودرید

    افغان ملي لوبډله نن تر یوې سختې مقابلې وروسته د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو، دنړیوال جام سیمی فاینل ته ووته.

    دافغان کریکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د شل اوریز جام نیمه‌پایلوبې ته لاره مومي.

    دغه لوبه چې د کریکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام ۵۲ لوبه وه ، دافغان لوبډلې په توپوهنه پیل شوه چې په ټاکل شویو شلو اوورنو کې د ۵ لوبغاړو په سو ځیدو ،افغان لوبډلې بنګله دیش ته د۱۱۶ منډو هدف وتاکه.

    بنګله دیش ټیم په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

    د افغانستان لوبډلمشر راشد خان له لوبې وروسته خبري غونډې ته وویل: “د یوې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبه زموږ لپاره یوه هیله وه، دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه سیالۍ پیل کړه او څه باور مو ترلاسه کړ.

    “دا د باور وړ نه ده. هرڅوک ‌ډېر خوشحاله دي، چې موږ په نیمه‌پایلوبه کې پاتې شوو.

    راشد خان نن د افغان لوبډلې په ګټه عالي توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي له ډګره بهر کړل، همدا راز نوین الحق هم د بنګله‌دېش څلور تکړه لوبغاړي له لوبې وایستل.

    اندیا ،انګلیند او سویلي افریقا به په نیمه پایلوبه کې له افغانستان سره سیالي وکړي.

  • دحج په مراسمو کې د حاجیانو بېساري تلفات

    په سعودي عربستان کې د تودوځي لوړه درجه سږ کال د۱۳۰۰ حاجیانو دمړینې لامل شو.

    د سعودي د روغتیا وزیر، فهد الجلاجل ویلي، ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي

    دسعودي سر چینو په حواله  ۸۳ مړه شوي حاجيان ناراجستر شوي حاجیان دي چې له سرپناه پرته يې په ګرمۍ کې اوږده واټنونه په پښو کچ کړي، په داسې حال کې چې ډیری یې د اوږدې مودې ناروغان او عمر خوړلي هم وو. هغه زياته کړې، روغتيايي مرکزونو د نږدې نيم ميليون حاجيانو درملنه کړې او ځينې يې لا هم په روغتون کې دي.

    د سعودي د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې روغتيايي مرکزونو يې د څه باندې پنځو لکو حاجیانو درملنه کړې چې به دوی کې نږدې یو لک او څلوېښت زره يې هغه حاجیان هم وو چې حج ته په رسمي ډول راجستر شوي نه وو.

    پر سعودي عربستان نیوکه کېږي چې د حج د خوندي ترسره کولو لپاره ډېر څه نه کوي، په ځانګړې توګه د ناراجستر شوو حاجیانو لپاره چې اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

    د یادولو ده چې ناراجستر شوي حاجیان د هوا سړووونکو خېمو او یا هم د حج لپاره ګوښي شوي ترانسپورت په څېر اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

    حج

    سعودي ویلي، دا میاشت یې له مکې څخه سلګونه زره ناثبت شوي حاجیان ایستلي، خو ښکاري چې ډېری یې بیا هم د تېرې اونۍ په حج کې ګډون کړی.‌

    د حج له رسمي وېزې او اجازې پرته، ناثبت شوي حاجیان د حج د مراسمو هغو ځایونو ته نه شي تللی چې په رسمي توګه ۱،۸ میلیون حاجیان ورځي.

    د سعودي عربستان د رسمي اعلان له مخې د سږ کال په حج کې هم ۱.۸ مېلیونه حاجيانو ګډون کړی و.

  • منظور پښتون اوتحریک انصاف له پوځي عملیاتو سره مخالف وښود

    PK

    تحریک انصاف ګوند پر قبایلي سیمو پوځي عملیات دپاکستان دقوانینو پرخلاف  او منظور پښتون دډالرو دګټلو یوه هڅه بولي.

    وروسته تر هغې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو پلان منظور کړ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو  ملي اسمبلۍ مخې ته راټول  او پر حکومت یې نېوکې وکړي چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.

    د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې.

    دوی وایي  په وینا د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو نه دي.

    بلې خواته دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات د ډالرو د ترلاسه کولو او پښتنو د بربادولو یوه هڅه بللې ده.

    منظور پښتون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې پښتانه تل مجبوره شوي دي چې یا خپل وطن پریږدي او نورو ملکومو ته د کار او روزۍ يبدا کولولپلاره لاړشي او یا هم دلږو پیسو په بدل کې مزدوري وکړي تر څو واکداري دوی ته پاتې شي .

    خو د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو ښکېلو ادارو او اړخونو د رایو په اتفاق لومړي وزیر د ترهګرۍ ا و سخت دریځۍ پرضد د نویو عملیاتو پیل منظور کړی.

    د ملي عمل پلان غونډه کې د پوځ د مشرانو ترڅنګ، د فدرالي کابینې غړو، د ایالتونو اعلی وزیرانو او نورو اړوندو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

    دې عملیاتو ته د ‘عزم استحکام’ یا د ”ثبات هوډ” نوم ورکړل شوی. د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي د ملي عمل پلان په غونډه کې د دې ملي پلان په اړه د شته نیمګړتیاوو په اړه خبرې وشوې.

    د ملي عمل پلان په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له خونړي برید وروسته جوړ شو او موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه.