مؤلف: Admin

  • پر اسراییلو د برید پر سر دایران په مشر تابه کې ژور اختلافات

    شلیک خامنه‌ای به قلب شعارهای پزشکیان؛ دفاع از مصوبه ضدبرجام و تعیین ...

    ایران نوی ولسمشر  دهغه هیواد له مشر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې پر اسرائیلو د مستقیم برید مخه ونیسي.

    ځینو معتبرو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نومونه یې خپاره شي وایی چې د ایران ولسمشر د اسلامي جمهوریت له مشر سره په کتنه کښې خبرداری ورکړی چې د ایران د زیربناو او د انرژۍ د زیرمو په وړاندې د اسرائیلو د سخت غچ اخیستلو احتمال شته چې د ایران اقتصاد فلج کړي او  د سقوط سبب شي.

    ولسمشرمسعود پزشکیان په داسی حالاتو کې له آیت الله علی خامنه ای څخه داسی  یوه غوښټنه کوي

    چې د ایران د حکومت یوشمیر ملګرو او دښمنانو د تاوتریخوالی د کمولو پر ضرورت ټینګار کړی او تهران ته یې له زغم څخه د کار اخیستو بلنه ورکړې ده.

    خوبلې خواته دایران پوځی چارواکي او په سرکې د سپاه پاسدارانو مشر  له اسراییلو څخه پر غچ اخیستنې ټینګار کوي.

    د ایران ولسمشر دا هم ویلي چې هغه د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو سره د تړلو اجنټانو او رسنیو له سخت فشار سره مخ دی چې غواړي اسراییل ته سخت پوځي ځواب ورکړي، حتی د سترو ټولنیزو او اقتصادي لګښتونو په قیمت چې ایران به یې ورکړي.

    پزشکیان له خامنه ای سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې له اسراییلو سره د جګړې پیل کول به د اقتصاد بیا رغونه او د حکومت او اتباعو ترمنځ د ژور واټن بیا رغونه ناممکن کړي او د ایران نړیوال انځور ته به جدي زیان ورسوي.

    ایت الله خامنه ای  د ولسمشر پزشکیان د دې غوښټنې په اړه  ورته روښآنه ځواب نه دی ورکړي  خو د ایران د سپاه پاسداران لوی درستیز، حسین سلامي  وار دمخه اسراییلیانو ته ګواښ کړی، چې «کله چې دوی کلک ځواب ترلاسه کړي،  پوه به شي چې  په خپلو محاسبو کې تېروتنه کړې ده.»

    وال سټریټ ژورنال مخکې راپور ورکړی و چې د اسلامي جمهوریت چارواکو عربي هېوادونو ته ویلي چې دا مهمه نه ده چې پر اسرائیلو د ایران برید په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې لامل شي.

    ولسمشر په توګه دپزشکیان تر ټاکل کیدو را وروسته د ده اوسپاه پاسدارانوترمنځ د اختلافاتو مسله هم راپورته شوې او انګیرنې داسې دي چې پزشکیان به هڅه وکړي تر څو په سیاسي دګر کې دسپاه پاسدارنو دمداخلو مخه ونیسي

  • داسمعیل هنیه ځای ناستی یحیی ابراهیم سنوار څوک دی؟

    All images

    یحیی ابراهیم سنوار د ۱۳۶۲ کال د اکتوبر ۲۹ نیټه  زیږیدلی دی سنوارچې په ابو ابراهیم هم مشهور دی، د حماس د سیاسي دفتر مشر او په غزه کې د حماس د حکومت مشر دی د حماس امنیتي بنسټ چې د ماجد په نوم پیژندل کیږی د سنوار له خوا جوړ شوی دی .اسراییل په مکرر ډول د سینوار د لرې کولو ژمنه کړې او د غزې د ویجاړولو مسوول یللی دی. سنوار به وار وار ویلي دي چې اسراییل باید له منځه یوړل شي او ټینګار یې کړی چې په فلسطین کې د یهودانو لپاره ځای نشته.

    یحیی سنوار د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس د کډوالو په کمپ کې زیږیدلی . د هغه مور او پلار د اشکلون څخه وو. خو د ۱۹۴۸ کال د عرب-اسرائیلو تر جګړې وروسته چې د نکبا په نامه یادیږي، د فلسطینیانو له بې ځایه کیدو سره، مهاجرت ته اړ شول. سنوار په خان یونس کې ښوونځي ته لاړ او له هغه وروسته یې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه په عربي ژبه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ

    اسرایلو لومړی ځل سینوار په ۱۹۸۲ کال کې په ۱۹ کلنۍ کې د اسلامي فعالیتونو په تور نیولی و. وروسته بیا په ۱۹۸۵ کال کې ونیول شو. په همدې موده کې سنوار وکولای شول چې د حماس د بنسټګر شیخ احمد یاسین باور ترلاسه کړي. د حماس له روحاني مشر سره دې اړیکي په غورځنګ کې د سنوار پر منلو ډېر اغېز وکړ..

    سنور په ۱۹۸۷ کال کې د حماس له جوړېدو دوه کاله وروسته د المجد په نوم د حماس د داخلي امنیت بنسټ کېښود او هغه مهال یې عمر یوازې ۲۵ کاله و. د الماجد نوم د هغو کسانو د سزا له امله مشهور شو چې په اخلاقي جرمونو تورن وو، او همدارنګه د هغو کسانو د تعقیب او وژلو له امله چې له اسراییلو سره د همکارۍ په شک کې وو.

    په ۱۹۸۸ کال کې کله چې سینوار د دوو اسراییلي پوځیانو د تښتولو او وژلو هڅه وکړه، د اسراییلو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او په محکمه کې یې د ۱۲ فلسطینیانو د وژلو په تور په اسراییلو کې محاکمه او په عمري بند محکوم شو. سینوار د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ تر منځ په اسراییلو کې زنداني. سینور د بندیانو په استازیتوب د زندان له چارواکو سره خبرې وکړې او د بندیانو ترمنځ یې نظم ټینګ کړ..

    د اسراییلو په امنیتي او دفاعي دستګاه کې ډیری په دې باور دي چې د بندیانو د تبادلې پر مهال د سنوار خوشې کول یوه وژونکې تېروتنه وه..

    سنوار له خوشې کېدو وروسته غزې ته راستون شو او ډېر ژر د حماس د بنسټګر او د ډېرو کلونو د زنداني کېدو له امله د مشر په توګه ومنل شو. په غزه کې خلک له هغه څخه ډارېدل. سنوار سمدلاسه د عزالدین قسام (د حماس نظامي څانګه) له کنډکونو سره اړیکه ټینګه کړه او مروان عیسی چې د دې کنډک یو له مهمو قوماندانانو څخه و. هغه د سیاسي څانګې او د عزالدین قاسم د کنډکونو ترمنځ د اړیکو اصلی کړۍ ګڼل کیږي. سنوار په ۲۰۱۳ کال کې په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر د غړي په توګه وټاکل شو او څلور کاله وروسته د دغه دفتر مشر شو

     

    د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله د هغه کور او دفتر په نښه شو. د 2022 په اپریل کې په یوه ټلویزیوني وینا کې، هغه له خلکو وغوښتل چې په هر ډول ممکنه وي،پر اسراییل برید وکړي.

    اسراییل هغه د نورو خلکو سره یوځای د اکتوبر په اوومه په اسراییلو د حماس د برید مسؤول ګڼي.

    د سنوار کشر ورور محمد هم په حماس کې فعاله ونډه درلوده. هغه د اسراییلو لخوا د وژنې په څو هڅو کې ژوندی پاتې شو، تر هغه چې حماس په 2014 کې د هغه د مړینې اعلان وکړ. خو له هغه وخت راهیسې داسې راپورونه خپاره شوي چې نوموړی د حماس په پوځي څانګه کې ژوندی او فعال دی او د غزې په تونلونو کې پټ دی. حتی ویل کیږي چې هغه د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې لاس درلود.

    د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې امریکا د هغه نوم د نړیوالو ترهګرو په تور لیست کې واچاوه..

    سینوار د ایران د اسلامي جمهوریت رژیم ته ډیر نږدې دی  هغه په ​​۲۰۱۰ کال کې د ایران له مشر سره دیوې غونډې په انځورونو کې هم لیدل کیږي.

    یحی سنوار د۲۰۲۴ کال د اکست په ۶ نیټه د حماس له خوا د یادې ډلې دپخواني سیاسي مشر اسمعیل هنیه دځای ناستې په توګه وټاکل شو.

    بحیی ابراهیم سنوار د ۱۳۶۲ کال د اکتوبر ۲۹ نیټه  زیږیدلی دی سنوارچې په ابو ابراهیم هم مشهور دی، د حماس د سیاسي دفتر مشر او په غزه کې د حماس د حکومت مشر دی د حماس امنیتي بنسټ چې د ماجد په نوم پیژندل کیږی د سنوار له خوا جوړ شوی دی .اسراییل په مکرر ډول د سینوار د لرې کولو ژمنه کړې او د غزې د ویجاړولو مسوول یللی دی. سنوار به وار وار ویلي دي چې اسراییل باید له منځه یوړل شي او ټینګار یې کړی چې په فلسطین کې د یهودانو لپاره ځای نشته.

    یحیی سنوار د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس د کډوالو په کمپ کې زیږیدلی . د هغه مور او پلار د اشکلون څخه وو. خو د ۱۹۴۸ کال د عرب-اسرائیلو تر جګړې وروسته چې د نکبا په نامه یادیږي، د فلسطینیانو له بې ځایه کیدو سره، مهاجرت ته اړ شول. سنوار په خان یونس کې ښوونځي ته لاړ او له هغه وروسته یې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه په عربي ژبه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ

    اسرایلو لومړی ځل سینوار په ۱۹۸۲ کال کې په ۱۹ کلنۍ کې د اسلامي فعالیتونو په تور نیولی و. وروسته بیا په ۱۹۸۵ کال کې ونیول شو. په همدې موده کې سنوار وکولای شول چې د حماس د بنسټګر شیخ احمد یاسین باور ترلاسه کړي. د حماس له روحاني مشر سره دې اړیکي په غورځنګ کې د سنوار پر منلو ډېر اغېز وکړ..

    سنور په ۱۹۸۷ کال کې د حماس له جوړېدو دوه کاله وروسته د المجد په نوم د حماس د داخلي امنیت بنسټ کېښود او هغه مهال یې عمر یوازې ۲۵ کاله و. د الماجد نوم د هغو کسانو د سزا له امله مشهور شو چې په اخلاقي جرمونو تورن وو، او همدارنګه د هغو کسانو د تعقیب او وژلو له امله چې له اسراییلو سره د همکارۍ په شک کې وو.

    په ۱۹۸۸ کال کې کله چې سینوار د دوو اسراییلي پوځیانو د تښتولو او وژلو هڅه وکړه، د اسراییلو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او په محکمه کې یې د ۱۲ فلسطینیانو د وژلو په تور په اسراییلو کې محاکمه او په عمري بند محکوم شو. سینوار د ۱۹۸۸ او ۲۰۱۱ تر منځ په اسراییلو کې زنداني. سینور د بندیانو په استازیتوب د زندان له چارواکو سره خبرې وکړې او د بندیانو ترمنځ یې نظم ټینګ کړ..

    د اسراییلو په امنیتي او دفاعي دستګاه کې ډیری په دې باور دي چې د بندیانو د تبادلې پر مهال د سنوار خوشې کول یوه وژونکې تېروتنه وه..

    سنوار له خوشې کېدو وروسته غزې ته راستون شو او ډېر ژر د حماس د بنسټګر او د ډېرو کلونو د زنداني کېدو له امله د مشر په توګه ومنل شو. په غزه کې خلک له هغه څخه ډارېدل. سنوار سمدلاسه د عزالدین قسام (د حماس نظامي څانګه) له کنډکونو سره اړیکه ټینګه کړه او مروان عیسی چې د دې کنډک یو له مهمو قوماندانانو څخه و. هغه د سیاسي څانګې او د عزالدین قاسم د کنډکونو ترمنځ د اړیکو اصلی کړۍ ګڼل کیږي. سنوار په ۲۰۱۳ کال کې په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر د غړي په توګه وټاکل شو او څلور کاله وروسته د دغه دفتر مشر شو

     

    د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله د هغه کور او دفتر په نښه شو. د 2022 په اپریل کې په یوه ټلویزیوني وینا کې، هغه له خلکو وغوښتل چې په هر ډول ممکنه وي،پر اسراییل برید وکړي.

    اسراییل هغه د نورو خلکو سره یوځای د اکتوبر په اوومه په اسراییلو د حماس د برید مسؤول ګڼي.

    د سنوار کشر ورور محمد هم په حماس کې فعاله ونډه درلوده. هغه د اسراییلو لخوا د وژنې په څو هڅو کې ژوندی پاتې شو، تر هغه چې حماس په 2014 کې د هغه د مړینې اعلان وکړ. خو له هغه وخت راهیسې داسې راپورونه خپاره شوي چې نوموړی د حماس په پوځي څانګه کې ژوندی او فعال دی او د غزې په تونلونو کې پټ دی. حتی ویل کیږي چې هغه د اکتوبر د اوومې په بریدونو کې لاس درلود.

    د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې امریکا د هغه نوم د نړیوالو ترهګرو په تور لیست کې واچاوه..

    سینوار د ایران د اسلامي جمهوریت رژیم ته ډیر نږدې دی  هغه په ​​۲۰۱۰ کال کې د ایران له مشر سره دیوې غونډې په انځورونو کې هم لیدل کیږي.

    یحی سنوار د۲۰۲۴ کال د اکست په ۶ نیټه د حماس له خوا د یادې ډلې دپخواني سیاسي مشر اسمعیل هنیه دځای ناستې په توګه وټاکل شو.

  • محمد یونس د بنګله دیش دلنډ مهالي حکومت دمشر په توګه وټاکل شو

    Image result for محمد یونس بنګله دیشی

    د بنګله دیش ولسمشرۍ  اعلان وکړ چې د نوبل جایزې ګټونکی او دکوچنیو پورونو نامتو  اقتصاد پوه محمد یونس به د دې هیواد دلنډ مهالي حکومت مشري وکړي.بنګله دیش کې اوس وضع ارامه ده او لاریونونه پای ته رسیدلي دي

    ۸۴ کلن محمد یونس، چې په بنګله دېش کې له بې وزلۍ څخه د ملیونونو خلکو د راویستلو لپاره د خپلو هڅو لپاره پیژندل شوی، د محصلینو د لاریونونو د مشرانو په غوښتنه د موقت حکومت مشري لپاره غوره شوی. دغه پرېکړه د ولسمشر محمد شهاب الدین، د اردو او هوايي ځواکونو د قوماندانانو او د محصلینو د مشرانو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وشوه.

    ولسمشر محمد شهاب الدین په هېواد کې له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او د موقت حکومت جوړېدل یې اړین بللي دي.

    محمد یونس چې دا مهال په اروپا کې دی، د سه شنبې په ورځ له AFP سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د موقت حکومت مشري ته چمتو دی.

     

  • بنګله دېش کې دلنډمهاله حکومت تابیا

    مظاهره کوونکو د شیخ حسینه واجد رسمي استوګنځي ته له ننوتلو وروسته هلته د بنګله دېش ملي بیرغ ورپاوه.

     

    دبنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسیه واجد دهغې پر ضد تر پراخو لاریونونو وروسته له هیواده وتلې او پوځ وایی چې یو لنډمهاله حکومت به رامنځته شي.

    نوموړې وروسته له هغې استفعا وکړه، چې پر ضد یې دغه هېواد کې په زرګونه کسان احتجاجونو ته راووتل.

    رپوټونه وايي، شیخ حسینه واجد او خور یې د پوځ په یوه چورلکه کې له هېواده وتلې او ګومان کېږي، چې هند ته لېږدول شوې دي.

    د  پوځ مشر په یوه ټلویزیوني ویېنا کې ویلي دي چې ، پوځ د موقت حکومت جوړولو په تړاو خبرې پیلوي.

    له هېواده د شیخ حسینه واجد له وتلو څو ساعته وروسته ولسمشر محمد شهاب الدین د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او اپوزېسیون مشرې خالده ضیا د خوشي کولو امر وکړ.

    دبنګله دیش لوی درستیېژ  وقار الزمان هیله څرګنده کړه، چې له ولسمشر محمد شهاب الدین سره  وویني او دواړه په شریکه یوه حل لاره ومومي.

  • منځني ختیځ کې زیاتیدونکی کړکیچ

    الوتکې
    عراق کې د امریکې پر یوې پوځي ادې تر توغندویز برید وروسته په منځني ختیځ کې د کړکیچ زیاتیدو او یوې پراخې جګړې د پیلیدو ویرې او اندیښنې زیاتې شوي دي.

    یاد برید داسې مهال شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي، د حماس او حزب الله د لوړپوړو مشرانو له وژل کېدو وروسته منځني ختیځ کې حالت نازک شوی دی.

     د عراق په لوېديځ کې د الاسد پر هوايي اډې راکټي بريد ،امریکایی پوځیانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده پر دغه اډه دوه توغندي توغول شوي چې يو یې د اډې دننه لګېدلی دی.

    جو بايډن

    تر دی پیښې وړاندې د امريکا ولسمشر جو بايډن پر اسرائيلو د احتمالي بريد په اړه د خپل ملي امنيت له لوړ پوړي ټيم سره کتلي و.

    ښاغلي بايډن په دی ناسته کې خپلو امنیتي لوړ رتبه مامورینو ته له اسراییلو څخه د ایران او حزب الله د احتمالي بریدونو د ملاتړاو ساتنې اقدامات توضیح کړي دي.

    ایران تازه ویلي دي چې په سېمه کې جنګ نه غواړي خو اسراییل باید ارو مرو خپل ځواب ترلاسه کړي.

    له بلې خوا د لبنان حزب الله هم په بيروت کې د وژل شوي خپل يوه جګپوړي قومندان فواد شکر د غچ اخيستو ګواښ کړی او وايي دا جګړه يوه نوي پړاو ته ننوتلې ده.

    په سيمه کې د جګړې له وېرې، د هغو حکومتونو شمېر چې له خپلو اتباعو یې غوښتي چې له لبنانه ووځي، مخ په زیاتېدو دی.

    یو شمیر ډیرو هیوادونو خپلو اتباعو ته وار دمخه ویلي دي چې له لبنان او ایران څخه ووځی.

    تر دی دمه دایران او حزب الله له خوا د غچ اخیستونکو بریدونو  وخت او بڼه نه ده څرګنده شوې خو داسې بریښي چې راتلونکې ۷۲ ساعتونو پورې به کومه ستره پیښه رامنځته شي

  • کابل کې د پاکو اوبو کمښت

     

    Image result for مشکل اب اشامیدنی کابل

    د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اوبو د کمښت  بحران د حل لپاره درې سترې زیربنایي پروژې؛ د شاتوت، شاه او عروس بندونه او د کابل-پنجشیر پروژه په پام کې ده.

    د دغه وزارت د اوبو د پروګرامونو رئیس انجنیر رفیع الله ستانکزي د شنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) په کابل کې ، ملت ته د حکومت د ححساب ورکولو په بهیر کې وویل چې د کابل-پنجشیر د پروژې په بشپړېدو سره به له ۶۰ تر ۶۵ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ته انتقال شي.

    د شاتوت، شاه او عروس د بندونو د جوړولو کار د  جمهوریت پر مهال پیل شو، خو په تېرو درېیو لسیزو کې د کابل-پنجشیر پروژې په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت لا هم په تفصیل سره نه دی غږیدلی خو دغه پروژه دکابل دپاکو اوبو ستونه تر یوه بریده حل کولای شي.

  • پاکستان له خوادطورخم دتړل کیدو دریمه ورځ

    پاک افغان طور خم گزر گا 6 دن بعد بحال

    دطورخم دروازې تر تړل کیدو را وروسته پرافغان کرنیزو محصلاتو بار سل هاوو لارۍ له دریو ورځو رایسي ولاړ پاتې دي.

    دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د میوو او سبزیو موسم دی او سوداګر هڅه کوي چې پاکستان ته یې صادر کړي.

    پاکستان ( جې له تیرې چهاشنبې رادېخوا دطور خم دروازه یې تړلې ده ) وايي هغه کسان چې د دروازې له لارې سفر کوي باید د “موقتي ننوتلو سند” یا “TAD” ولري.

    “TAD” هغه سند دی چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ پاکستاني ډرایورانو ته او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغان موټر چلوونکو ته ورکوي او باید په هرو شپږو میاشتو کې نوي شي.

    موټر چلوونکي کولای شي له دې سند څخه په استفادې د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ او ویزې پرته سفر وکړي.

    خو یو شمېر افغان موټر چلوونکي وايي، سره له دې چې دوی دغه سند لري، خو پاکستان ورته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

    افغان سوداګر ادعا کوي چې پاکستان دتېر يه څېر دافغاني میوو او کرنیزو محصولاتو دصادراتو پرمهال ،پلمې جوړوي تر څو افغانستان اقتصاد ته زیان واړوي

     

  • داسمعیل هنیه د شهادت احتمالي پایلې

     

    Image result for اسمعیل هنیه

    د حماس د سیاسي دفتر د مشراسماعیل هنیه شهادت او هغه هم دننه تهران کې یو لړزوونکی خبردی.

    داسمعیل هنیه وژل کیدل چې د حماس دمشرانو په ډله کې تر ټولو لومړی او مرکزي څېره وه ،له څو اړخونو مهم او دکتنې وړ دي:

    ۱ـ هنیه په داسې حالاتو کې ترور کیږي چې په غزه کې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کیدو مسله ډیره توده ده.هنیه په دغو خبرواترو کې اغیزمن رول لاره اوپه غزه کې د اوربند او لنډمهال حکومت د رامنځته کیدو په بهیرکې ،ټولو اړخونو ته یو مهم شخص و.

    یواحتمال دا دی چې په غزه کې اوربند او دلنډ مهاله حکومت دررامنځته کیدو بهیر بیرته ټکنی او له نا څرګند برخلیک سره مخامخ شي لکه چې دحماس پوځي ډلې ويلي دي چې تر دی دمه په غزه کې د اوربند او حکومت جوړولو یوه هیله وه خو اوس هر څه پای ته رسیدلي دي.په غزه کې د لنئډ مهاله حکومت رامنځته کیدل په یو ډول په پوځي ډګر کې داسراییل دناکامیدو یوه بیلګه وه ځکه چې اسراییل د حماس دختمولو په نیت دغزې جګړه یې پیل کړې وه. خو امریکې ، دسیمې هیوادونواو اروپايی اتحادیې پر اوربند او لنډه مهاله حکومت باندې ټینګار درلود.

     دوهم احتمال دا دی چې اسراییلو ته دسولې خبروپه بهیر کې سیاسي امتیازات نه تر لاسه کیدل تر هغې پورې چې اسمعیل هنیه په خبرو اترو کې موجود وای ځکه چې هنیه یو مدبر سیاستپوه او لوبیدلی انسان و  په دی توګه اسراییل دهنیې په وژلو لاس پورې کړ تر څو د غزې په خبرو کې برلاسی شي .

    دریم احتمال دا  دی چې اسراییل د مقاومت د ځواکونوپه ماتولو کې پاتی راغلی دی ځکه خو داغیزمنو اشخاصو په ترور باندې لاس پورې کوي تر څو پر خپلې ناکامۍ خاورې واړوي.. څلورم احتمال دا دی چې اسراییل وغواړي په نیغه توګه ایران په جګړه کې ښکیل کړي  تر څو دامریکې او اروپايي هیوادونو نیغه ملاتړترلاسه او ایران وځپي. ایران ځکه دملګرو ملتونو او دغه راز اسلامي هیوادونو د کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کړې تر څو دنړۍ په کچه خپل ملاتړ پیاوړې کړي.

    په تهران او بیا په خپل استوګنځای کې د اسمعیل هنیه وژل کیدل ، دایران لپاره یو لوی او دردوونکی چلنج هم دی ځکه چې دنیا والو ته دا ښې چې تهران دخپلو پلویانو لپاره یو ډاډمن او خوندي ځای نه دی او له بله پلوه دا ثابتوي چې اسراییل د ایران قوت او پوځي ځواکمنتیا پورې ملندې وهي .

    اوس دایران وار دی چې دخپلو پلویانو داعتماد بحالولو او له خپلې خاورې د دفاع لپاره څه کوي. که چیرې ایران وتوانیږي چې یو مناسب ځواب ورکړي خوپه منځني ختیځ کې د سیاسي او پوځي توازن حدود ساتل کیږي او که نه په راتلونکي که به له نورو زیاتیدونکو ننګونوسره هم مخ شي .

  • اروپا،کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د سفارتونو اسناد نه منو(بهرنیو چارو وزارت)

    Image result for وزارت خارجه افغانستان

    د بهرنیو چارو وزارت وایی چې نور په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد نه مني. د افغانستان د پخواني حکومت له خوا نومول شوي ډیپلوماتان اوس هم د دغو ادارو مسوولین دي چې له افغان حکومت سره مشورې نه کوۍ.

    د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او قونسلګرۍ ماموریتونو څخه یې په وار وار غوښتي چې لږ تر لږه د قونسلګرۍ په چارو کې له مرکز سره د افغانانو د ستونزو د حل لپاره اړیکه ونیسي.

    اعلاميه کې په “بريتانيا، بلجيم. ، جرمني، سویس، اتریش، فرانسه، یونان، ناروې، کاناډا او استرالیا کې مېشتو افغان کډوالو ته ويل شوي، چې له نن ورځې څخه به د دغو ادارو له خوا د “تعفيف، تأييد، د جزايي مسووليت نشتوالى، پاسپورټ او د پاسپورټ د تجديد سټيکر، ويزې او داسې نور” ونه منل شي:

    دبهرنیو چارو وزارت په خبرتیا کې راغلي دي چې سپارښتنه کیږي چې مراجعین په نورو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته لاړ شي ترڅو ویزې یا د قونسلګرۍ اسناد ترلاسه کړي.

     

  • تهران کې د اسمعیل هنیه وژل کیدل

    Image result for اسمعیل هنیه

    د ایران سپاه پاسدارانو په تهران کې د حماس د  د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.

    د سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په وینا نن  په تهران کې د اسماعیل هنیه پر استوګنځي برید شوی او په دې پېښه کې نوموړی او د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.

    دغه اعلاميه د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ويلي او يوازې وايي چې د پېښې د لامل او ابعادو په اړه بپلټنې کوي.

    له دغې پېښې یوه ورځ مخکې ښاغلی هانیه په تهران کې د ایران د ولسمشر مسعود پژشکیان د لوړې په مراسمو کې له هغه او د اسلامی جمهوریت له لارښودعلی خامنه ای سره وکتل.

    ښاغلي پزشکیان له اسماعیل هنیه سره په کتنه کې ډاډ ورکړی و چې له حماس ډلې سره د اسلامي جمهوري رژیم ملاتړ به له دې وروسته هم په لا زیات قوت  سره دوام وکړي.

    اسماعیل هنیه له علي خامنه اي سره په کتنه کې د غزې جګړې ته په اشارې سره چې اوس یې له پیل څخه درې سوه ورځې تیرې شوي، ټینګار وکړ چې دا جګړه یوه “نازک او تاریخي پړاو” ته رسېدلې ده او د حماس ځواکونه باید خپله اتلولي ثابته کړي.

    حماس هم په یوه بیان کې د مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ښاغلي هنیه حضور ته په اشارې سره ویلي چې اسرائیلو هغه په ​​نښه کړ.

    د حماس یو جګپوړی چارواکی وايي، د دې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه به بې ځوابه پاتې نه شي.