خبر

د افغان پناه غوښتونکو پر پټو سفرونو د جرمني د حکومت او اپوزیسیون غبرګون.

په جرمني کې افغان پناه غوښتونکي او کډوال سره له دې چې د پناه غوښتلو د دلیل په توګه ادعا کوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، افغانستان ته سفرونه کوي.
آر ټي ایل په یوه راپور ادعا کړې چې ډیری افغانان له نیمګړتیاوو څخه ګټه اخلي، ډیری وختونه د سفري ادارو (ټریول ایجنسیو) په مرسته، له اجازې پرته خپل هیواد ته ځي.
افغان کډوال د دوه ځله ننوتلو (ډبل انټري) ویزې په کارولو سره د ایران له لارې افغانستان ته سفر کوي. کله چې دوی افغانستان ته ننوځي، د هغوی ننوتل یوازې په یوه کاغذ ثبتیږي، او چې بېرته جرمني ته ستنیږي کوم ثبوت نه وي چې افغانستان ته تللي دي.
RTL وايي وروسته له هغه یې د افغانانو د دې کار څرک ولګاوه چې په جرمني کې میشتو افغانانو افغانستان ته د خپلو سفرونو عکسونه او فلمونه په ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک کې شریک کړل.
د آر ټي ایل مستند راپور د هامبورګ په یوې سیمې تمرکز کوي چې هره اوونۍ ډیری افغانان ورڅخه خپل هیواد ته ځي.
په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانانو په جرمني کې ژوند کاوه. د ټریول ایجنسي د چلوونکو په وینا، سلګونه افغانان هره اوونۍ یوازې له هامبورګ څخه خپل هیواد ته په شنو یا نیلي پاسپورتونو سفر کوي.
نیلی پاسپورتونه د هغو کسانو لپاره ځانګړي سفري اسناد دي چې په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي او د خپل اصلي هیواد د پاسپورت پر ځای ورڅخه کار اخلي.
د دې سفرونو په اړه د خبرونو په غبرګون کې، د اګست په 15، د جرمني د مهاجرت کمیشنر، یواخیم سټمپ پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکړ چې د تفریح یا رخصتۍ لپاره خپلو هیوادونو ته سفر ونه کړي او که دوی وموندل شي چې دا کار یې کړی دی نو نتیجې به یې وویني.
دغه کمېشنیر زیاته کړه جرمني باید نړیوال پاتې شي، مګر احمق نه، هغه بیلډ ورځپاڼې ته وویل، کوم کسان چې له موږ څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې او خپل هېواد ته د رخصتۍ لپاره تللي، د خوندیتوب حق فوراً له لاسه ورکوي او نور په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button