د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اوبو د کمښت بحران د حل لپاره درې سترې زیربنایي پروژې؛ د شاتوت، شاه او عروس بندونه او د کابل-پنجشیر پروژه په پام کې ده.
د دغه وزارت د اوبو د پروګرامونو رئیس انجنیر رفیع الله ستانکزي د شنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) په کابل کې ، ملت ته د حکومت د ححساب ورکولو په بهیر کې وویل چې د کابل-پنجشیر د پروژې په بشپړېدو سره به له ۶۰ تر ۶۵ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ته انتقال شي.
د شاتوت، شاه او عروس د بندونو د جوړولو کار د جمهوریت پر مهال پیل شو، خو په تېرو درېیو لسیزو کې د کابل-پنجشیر پروژې په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت لا هم په تفصیل سره نه دی غږیدلی خو دغه پروژه دکابل دپاکو اوبو ستونه تر یوه بریده حل کولای شي.