نړۍورزش

اسپانیا داروپا ۲۰۲۴ کال د فوټبال د نړېوال جام اتلولي وګټله

دوشنبه د چنګاښ ۲۵ : د ۲۰۲۴ کال اروپايي فوټبال اتلولیو پایلوبه کې اسپانیا انګلنډ ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.
د لوبې تر لومړۍ نیمې پورې هېڅ یوه لوبډله و نه توانېده، چې ګول وکړي. خو په ۴۶ دقیقه کې د اسپانیا نیکو ویلیمز توپ د انګلنډ ګول ته ورساوه او لومړی ګول یې وکړ.
د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې بیا د انګلنډ کول پالمر د انګلنډ له لوري ګول وکړ او سیالي یې په یوه- یوه ګول برابره کړه. خو مایکل اویارزابیل د لوبې په ۸۶ مه دقیقه کې د اسپانیا لپاره  ګټونکی ګول وکړ او لوبډله یې د یو په مقابل کې په دوو ګولونو مخکې شوه د الوبه د جرمني په برلین کې ترسره شوه.
انګلنډ لوبډله پایلوبې ته هالنډ ته د یو مقابل کې له دوو ګولونو ورکولو وروسته رسېدلې وه.
اسپانیا بیا درې ځله د دې سیالیو اتله لوبډله پاتې شوې.
د ۲۰۲۴ کال اروپايي اتلولیو کې د اسپانیا له لوري ځوان لوبغاړی لامین یامال خورا ښه وځلېد، چې د پایلوبې له پیل یوه ورځ مخکې ۱۷ کلن شو. دی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې په اروپايي سیالیو کې د اسپانیا لپاره ولوبېد.
انګلنډ لوبډلې له ۱۹۶۶ راهیسې د فوټبال کومې مهمې سیالۍ پایلوبه نه وه ګټلې او د دې لوبډلې روزونکی ، ګارېت ساوتګېټ لومړی ځل وتوانید لومړی ځل له هېواده بهر د اروپايي اتلولیو پایلوبو او د یوې مهمې لوبې پایلوبې (یورو او نړیوال جام نیمه پایلوبې) ته ورسوي.
انګلنډ لوبډله د اروپا اتلولیو کې له دې مخکې دوه ځله له اسپانیا سره مخامخ شوې او دواړه ځله انګلنډ لوبډله بریالۍ شوې وه. نننۍ سیالۍ د دې دواړو لوبډلو تر منځ د اروپايي اتلولیو په سیالیو کې درېیمه هغه وه، چې اسپانیا وګټله.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button