نړۍ

اسراییلو په حدیده بندر کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي

د اسرائیلو پوځ وايي د هوایي بریدونو په یوه نوې څپه کې یې د یمن په حدیده بندر کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي.

د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د حدیده بندر “د ترهګريزو موخو لپاره د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.”

د یمن حوثي ډلې پورې تړلو رسنیو هم دا بریدونه تائید کړي دي.

حوثیانو پورې تړلي المسیره ټلویزیوني چینل راپور ورکړ چې د حدیده پر بندر شپږ بریدونه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي، امریکا په دې بریدونو کې هېڅ رول نه درلود.

تل ابیب ته څېرمه پر بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر د یمن د حوثیانو لخوا له توغنديز برید وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ وکړ چې دا برید به بې ځوابه نه پرېږدي.

نوموړي ایران د حوثیانو “ترهګر مشر” وباله او ګواښ یې وکړ چې دواړه به د اسرائیلو د ځواب خوند وڅکي. ده ټینګار وکړ چې د ایران پر وړاندې د ځواب ورکولو وخت او ځای به د اسرائیلو په خوښه وي.

حوثیانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا په نویو بریدونو کې د یمن پلازمېنه صنعا او د هغې شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.

د سبا خبري اژانس، چې د یمن حوثي ډلې سره تړاو لري، راپور ورکړی چې په بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د یمن حوثي یاغیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د بن ګوریون پر نړیوال هوايي ډګر د وروستي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دوی د برید لپاره “هایپرسونیک بالستیک توغندی” کارولی دی.

توغندی د بن ګوریون هوايي ډګر په سیمه ولګېد، شپږ کسان یې ټپیان کړل او د ځینو هوايي شرکتونو الوتنې لغوه شوې.

په همدې مهال حوثیانو ګواښ کړی چې د اسراییلو پر هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دوی په یوه بیان کې ويلي چې “د اسراییلو په هوايي ډګرونو، په ځانګړې توګه د بن ګوریون هوايي ډګر به په مکرر ډول د بریدونو به مټ د اسرائیلو په اسمان کې د دښمن الوتنې په پراخه کچه بندې کړي.”

د بن ګوریون په هوايي ډګر د یمني حوثیانو د توغندیو برید او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران په وړاندې د ګواښونکو څرګندونو وروسته، ايراني چارواکو د حوثي غورځنګ پر “خپلواکۍ” ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې دوی به د هر ډول تېري په وړاندې سخت ځواب ووایی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یمني حوثیانو پرېکړه “خپلواکه” بللې او خبرداری یې ورکړی چې د ایران وسله وال ځواکونه به “هر ډول تېري” ته “سخت” ځواب ورکړي.

له دې وړاندې د ایران د دفاع وزیر هم ورته خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو “که پر ایران برید وشي یا جګړه پرې وتپل شي، موږ به په زور سره ځواب ورکړو.”

 

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button