ګیلامن وزیر زمونږ دملت یو لوی اتل و(منظور پښتون)

 

په دې خاوره باندې موږ هر یو ملګري‌ دا وعده کړې ده، چې سرونه مو قربان دي،‌ جایدادونه مو قربان دي، خاندانونه مو قربان دي. خو موږ پر شا کېږو نه.

دا د پښتون ژغونې غوځنګ مشر منظور پښټون دهغې وینا یوه برخه ده چې د کیلامن وزیر د شهادت په مناسبت یې خپلو ملګرو ته وکړه.

منظور وړاندې وویل:”زموږ له خپلو شهیدانو سره دا وعده ده، چې هر کله زموږ او ستاسې روحونه سره ملاوېدل، موږ به د خپلواکۍ، د خپلې خاورې او خپل وطن د جوړولو په دې جنګ او مزاحمت کې درغلي یو، بله لار به نه وي.

منظور پښتین د ګیله من وزیر شهادت د پېمز روغتون مخ ته راټولو شویو کسانو ته په وینا کې داسې حال کې تایید کړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مخکښ مشران او د ګیله من وزیر ورور یې څنګ ته ولاړ وو.

هغه وویل “زموږ په خوږ ورور او زموږ د ملت په یو لوی اتل باندې ګوزار دومره سخت شوی و، چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسېدلی و.”

نوموړي زیاته کړه “زما تر ټولو نږدې ملګری و. په دغه تحریک کې تر ده نږدې ملګری زما څوک نه و او بیا تر ټولو فرمان بردار ملګری و. یو عظیم او غیرتي ژوند یې تېر کړ.”

منظور پښتین پاکستان کې د پښتنو حقونو لپاره پیل کړې مبارزه کې د خپلو نورو وژل شویو ملګرو،‌ په ځانګړې توګه د ارمان لوڼي او عارف وزیر یادونه هم وکړه.‌

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *