خبر

سټارمر دبریتانیا نوی لومړی وزیر شو

ریشي سوناګ تر سختې او بیسارې ماتې وروسته استعفی وکړه

دکارګر ګوند مشر کېیر سټارمر دبریتانیا لومړی وزیر شو.کار ګر ګوند وروسته له ۱۴ کلونودپارلمان لوی اکثریت ترلاسه کړی دی. 

 

بریتانیا

محافظه کار ګوند چې شاوخوا ۱۴ کاله په واک کې وو، په ټاکنو کې لویه ماته خوړلې او مخکېني لومړي وزیر ریشي‌ سوناک  په ټاکنو کې د نه ځلېدو له امله له خپلو ګوندي ملګرو او خلکو بښنه غوښتې.‌ښاغلی سوناک نژدې ۲۰ میاشتې په واک کې وو. نوموړي‌ د بریتانیا پاچا درېیم چارلز ته د استعفا له وړاندې کولو مخکې ملت ته لنډه وینا وکړه او نوي لومړي وزیر ته یې مبارکي وویله . ښاغلی سوناک به د خپل ګوند له مشرۍ هم په څو میاشتو کې استعفا وکړي.

کارګر ګوند د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۲۶ ته اړتیا درلوده خو دغه ګوند څه باندې ۴۱۰ څوکۍ تر لاسه کړي چې لوی اکثریت بلل کېږي.‌ کارګر د حکومت جوړولو لپاره له ټاکلې اندازې ۱۷۴ ډېرې څوکۍ لري.

په تېر ځل ټاکنو کې، چې په ۲۰۱۹ کال وشوې، د بوریس جانسن په مشرۍ محافظه کار ګوند ۳۶۵ څوکۍ ګټلې وې او کارګر ګوند کاندیدانو پر ۲۰۳ څوکیو بریا خپله کړې وه.

کېیر سټامر دبریتانیا دلومړي وزیر په توګه کار پیل کړی اوخپله کابینه یې هم جوړه کړې ده

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button