منظور پښتون اوتحریک انصاف له پوځي عملیاتو سره مخالف وښود
پرقبایلي سیمو پوځی عملیات دقانون خلاف او ډالرودګټلو یو ه هڅه ده
تحریک انصاف ګوند پر قبایلي سیمو پوځي عملیات دپاکستان دقوانینو پرخلاف او منظور پښتون دډالرو دګټلو یوه هڅه بولي.
وروسته تر هغې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو پلان منظور کړ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو ملي اسمبلۍ مخې ته راټول او پر حکومت یې نېوکې وکړي چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.
د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې.
دوی وایي په وینا د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو نه دي.
بلې خواته دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات د ډالرو د ترلاسه کولو او پښتنو د بربادولو یوه هڅه بللې ده.
منظور پښتون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې پښتانه تل مجبوره شوي دي چې یا خپل وطن پریږدي او نورو ملکومو ته د کار او روزۍ يبدا کولولپلاره لاړشي او یا هم دلږو پیسو په بدل کې مزدوري وکړي تر څو واکداري دوی ته پاتې شي .
خو د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو ښکېلو ادارو او اړخونو د رایو په اتفاق لومړي وزیر د ترهګرۍ ا و سخت دریځۍ پرضد د نویو عملیاتو پیل منظور کړی.
د ملي عمل پلان غونډه کې د پوځ د مشرانو ترڅنګ، د فدرالي کابینې غړو، د ایالتونو اعلی وزیرانو او نورو اړوندو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
دې عملیاتو ته د ‘عزم استحکام’ یا د ”ثبات هوډ” نوم ورکړل شوی. د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي د ملي عمل پلان په غونډه کې د دې ملي پلان په اړه د شته نیمګړتیاوو په اړه خبرې وشوې.
د ملي عمل پلان په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له خونړي برید وروسته جوړ شو او موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه.