دافغانستان وضعیت په تړاو ګډ تحلیلي لارښود خپور شو
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د افغانستان وضعیت په اړه تازه ګډ تحلیلي لارښود خپور کړی دی.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د افغانستان وضعیت په اړه تازه ګډ تحلیلي لارښود خپور کړی دی.
دغه لارښود چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو لخوا په متفقه توګه تایید شوی، پهکې ویل شوي چې افغان میرمنې ، نجونې او نورې زیان منونکې ډلې په افغانستان کې د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه کې مالوماتي منابع او د دې ټولنې غړیو هېوادونو ویلي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه نقض شوي او دغه برخه د ځورونو له خطر سره مخ ده.
د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره : ((داروپايي ټولنې ۲۷غړیو هېوادونو دا تائید کړه چې په افغانستان کې ښځې، نجونې او نور د تاوتریخوالي سره مخ ډلې د ځورونو له خطر سره مخ دي. د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه کې مالوماتي منابعو او ددې ټولنې غړیو هېوادونو د مالوماتو په بنسټ په افغانستان کې واکمنو چارواکو د ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادي منع کړې او دغه برخه د ځورونو له خطر سره لاهم پر خپل ځای پاتې ده.))
همدا راز په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال موندنو ښودلې چې له بهرنیو ځواکونو سره د افغان کارکوونکو، د دولت ضد ډلو او د قومي او مذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو ترڅنګ مهمه اړتیا بللې ده.
د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره : ((د ۲۰۲۴ کال موندنې تائیدوي چې له طالبانو څخه د پخواني حکومت چارواکو، له بهرنیو ځواکونو سره افغان کارکوونکو، د طالبانو ضد ډلو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو قومي اومذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو تر څنګ مهمه اړتیا ده. ))
د اسلامي امارت ویاند بیا وایي چې د دې راپور ټولې برخې دبهرنیو چارو وزارت څېړي او خپل نظر به پخپل وخت سره شریک کړي.
خو په ټوله کې باورونه دا دي چې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه هغه ننګونې دي چې ډېری کورنۍ د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د ښځو کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو بر مخ د زدهکړو دروازې پرانیزي؛ څو د نړۍوالو له لوري پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو ته بهانه پاتې نهشي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې سربېره له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو په هېواد کې د ښځو پر کار او او له شپږم ټولګي پورته په زده کړو بندیزونو ته اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت یې په ځلونو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.
خو اسلامي امارت بیا له دې وړاندې په ځلونو ویلي چې د اسلامي او شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه تامین دي او د نجونو زدهکړو لپاره په ځانګړي پلان کار کوي.