دایران ولسمشریزې ټاکنې دچنګاښ په ۸ ترسره کیږي
د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر به د غبرګولي د میاشتې له ۱۰مې تر ۱۴مې نیټې پورې وي
په ایران کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات به د روان کال د سرطان په اتمه ترسره شي.
دایران داساسي قانون له مخې د ولسمشر دوفات یا استعفی په صورت کې دهغه مرستیال ،چارې سمبالوی او د۵۰ ورځو په ترڅ کې نوي انتخابات تر سره کیږي.
د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر په حواله راتلونکی ولسمشریزې ټاکنې دجنګاښ په ۸ نیټه تر کیږي .
ټاکل شوې وه چې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د ۱۴۰۴ کال د جوزا په میاشت کې ترسره شي، خو د رئیسي د سپرلۍ د چورلکې سقوط او د هغه مړینه دغه بهیر یو کال مخکې کړ.
د ایران د اساسي قانون د ۱۳۱ او ۱۳۲ مادو له مخې، د ولسمشر د مړینې، ګوښه کولو، استعفا او یا ناروغۍ په صورت کې، چې تر دوو میاشتو زیات پاتې شي، لومړی مرستیال به یې د چارو مسوولیت پر غاړه اخلي او په دې موده کې د شورا مشري کوي. د ولسي جرګې رییس، د قضایه قوې مشر او د ولسمشر لومړی مرستیال باید په ۵۰ ورځو کې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.
د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر د مهال ویش له مخې، د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر به پنځه ورځې (دغبرګولي د میاشتې له ۱۰مې نیټې څخه تر ۱۴مې نیټې پورې) دوام وکړي او د ګارډین شورا به د دې میاشتې تر ۲۱مې نیټې پورې د کاندیدانو وړتیاوې وڅیړي او د انتخاباتو لپاره به وروستي کاندیدان اعلان کړي. د جیمیني په 22 د ولسمشرۍ پوسټ.
نوماندان دچنګاښ تر 6 پورې فرصتونه لري چې خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړي.