دوحه کې د ګډون په اړه کابل کې سلامشورې
دریاست الوزرا سیاسی مرستیال په مشرۍ مشورتي غونډه جوړه شوه
د ریاست الوزراسیاسي مرستیال مولوي عبدلکبیرپه مشرۍ،کمیسیون د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه سلا مشورې وکړې
لاتردی دمه د دغې مشورتي ناستې پایلې نه دي اعلان شوي خو داسی ښکاری چې افغان حکومت د دوحې په دریمه غونډه کې دیو لوړ رتبه پلاوي له لارې ګډون وکړي.
تر دی واندی ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دوحې درېیمه غونډه به د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي. ددریاست الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ د زمري په دریمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په سپېدار ماڼۍ کې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو او اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو پر رسولو هم خبرې وشوې.
. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دې غونډې هدف “له افغانستان سره په منظم او منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.” دغه سازمان په یوه بیان کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډی کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې چارواکو ته په دوحه کې راتلونکې غونډې ته بلنه ورکړې ده. د افغانستان دریاست الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون د د «موقعیت» منلو ته مشروط بللی دی. عبدالکبیر دا اونۍ اغلې ډی کارلو ته وویل چې افغانستان د حکومت په بشپړ کنټرول کې دی او دا هېواد “یو امیر لري او د هغه اطاعت کیږي.” د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل به ښايي د راتلونکې غونډې یو له مهمو بحثونو څخه وي،