خبر
د جام منار د سېلابونوله امله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی
له غور څخه ریپوټونه کاږي چې دمنار یوه برخه اوبو لاندې کړې ده
په غور کې عینی شاهدان وایی وروستیو سیلابونو د جام ۸۰۰ کلن منار د نړېدو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د دغه تاريخي منار شاوخوا سيمې دسختو سیلابونو له امه چې دپرله پسې بارانونو په وته راوتلي دي په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شوی دي.
که څه هم چې خپاره شوي انځورونه یوازي د دی منار داحاطې یوالونه ښیي چې تر اوبو لاندي دي خو دځینو شاهدانو په وینا داوبو کچه د دغه ۶۴ متره منار تر لس مترۍ پورې رسیدلې ده.
وروستیو سیلابونو دافغانستان په څو ولایتونو کې درانه انسانی تلفات و زیانونه رامنځته کړي دي .
ځینو اعلان شویو شمیر له مخې تر ۲۰۰۰۰ زیات افغانان د یادرو سیلابونو په وجه بې کوره شوي دي .
یوازی دبغلان په ویلات کې د پنځو زیات کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوی دي .