هندي امنيتي ځواکونو هغه دری وسله وال بریدګر وژلي چې د روان کال د اپرېل په مياشت کې يې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر سيلانيانو بريد کړی و. په دغه پېښه کې ۲۶ تنه ملکيان وژل شوي وو چې له امله يې د هند او پاکستان تر منځ لنډمهاله شخړه هم رامنځته شوه.
د هند د کورنيو چارو وزير امېت شاه، پارلمان ته وویل، دغه کسان د دوشنبې په ورځ د جنجالي سيمې مرکز سرينګر ته څېرمه د هندي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې بريدګر پاکستانيان و، هغه تور چې اسلام اباد يې ردوي. شاه وويل، د دغو کسانو پېژندګلوي د عدلي طب او بلېسټک ازموينو له لارې تائيد شوې ده.
پاکستان تراوسه د دغو تازه ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی او په خپلواکه توګه هم نه ده تائيد شوې. هند دا ادعا په داسې حال کې کړې چې په کشمير کې د امنيتي نيمګړتياو له امله پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي.
د روان کال د اپرېل پر ۲۲ شاوخوا ۲۶ تنه چې ډېری يې هندو مذهبه سيلانيان وو د وسله والو له لوري هغه مهال په ډزو ووژل شول چې له پهلګام ښارګوټي سره نژدې چکر ته تللي وو. دا بريد په وروستيو کلونو کې په سيمه کې يو له مرګونو هغو ګڼل کېږي.
خلک د خپلو ښځو او د کورنيو غړو مخې ته په بې رحمۍ ووژل شول. يو ځايي مسلمان چې اس يې درلود او هڅه يې کوله مرسته وکړي هم وژل شوی و.
ډيلي پر اسلام اباد تور پورې کړ چې د بريد تر شا د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان دا تور په وار وار رد کړی. په مې مياشت کې هند په پاکستان او د هغوی تر ولکې لاندې کشمير کې پر ځينو ځايونو بريدونه وکړل.
پاکستان بيا په ځواب کې بې پيلوټه الوتکې، توغندي او جنګلي الوتکې وکارولې چې په ترڅ کې يې د دواړو لوريو تر منځ څلور ورځې سختې نښتې وشوې.
دا شخړه چې په تېرو لسیزو کې د هند او پاکستان تر منځ يوه تر ټولو مرګونې بلل کېږي، لسګونه کسان ووژل شول. وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند اعلان وکړ.
هند کې اپوزسيون پر حکومت تور پورې کاوه چې “جدي امنيتي ستونزې” د بريد سبب شوې او پوښتل يې چې ولې لا تراوسه بريدګر نه دي نيول شوي.
د دوشنبې په ورځ د کانګرېس پارلماني غړي ګارو ګوګوی، غوښتنه وکړه چې شاه بايد په خپله د بريد مسووليت پر غاړه واخلي.
هندي پوځ د دوشنبې په ورځ وويل، دری کسان له سرينګر شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې د داچيګام غرنيو ځنګلي سیمو کې د نښتې پر مهال ووژل شول. بي بي سي په خپلواکه توګه د دغه نښتې پخلی نه دی کړی. پوځ هغه مهال د وژل شويو کسانو د پېژندګلوي په اړه څه نه وو ويلي.
خو د سې شنبې په ورځ شاه ادعا وکړه چې وژل شوي کسان سليمان شاه، افغان او جبران نومېږي چې په وينا يې پاکستاني وګړي دي.
نوموړي زياته کړه، “له وژل شويو ترهګرو يې دری ميله وسلې ترلاسه کړې، چې يو امریکايی اېم ۹ رايفل او دوه کلاشينکوفونه دی.
جواب دهید