د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسراییل او حماس ترمنځ په روان جنګ کې تر اوسه تر ۶۰ زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د دې وزارت د راپور له مخې، چې د سېشنبې په ورځ، د اسد د میاشتې په شپږمه نېټه خپور شو، د اسراییل د شپې په بریدونو کې په دې سیمه کې ۲۴ تنه نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول، وژل شوي دي.
د اسراییل په بې رحمانه بریدونو، چې د حماس د افراطی ډلې د ۱۴۰۲ کال د میزان د ۱۵ نېټې د برید په ځواب کې پیل شول، د غزې پراخې سیمې ویجاړې شوي، شاوخوا ۹۰ سلنه خلک بېکوره شوي، او یوه سخت بشري ناورین ته لاره هواره شوې ده.
کارپوهانو د سېشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسراییل محدودیتونو او د خوړو د خوندیتوب سیستم له منځه وړلو دا سیمه، چې نژدې دوه میلیونه فلسطینیان پکې ژوند کوي، د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت، چې د حماس تر کنټرول لاندې حکومت برخه ده، ویلي چې د جګړې له پیله تر اوسه ۶۰،۰۳۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵،۸۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، له وژل شویو کسانو څخه ۱۸،۵۹۲ ماشومان او ۹،۷۸۲ ښځې دي — یعنې تقریباً نیمايي قربانیان. دغه وزارت په خپلو شمېرو کې د ملکي وګړو او د حماس اړوند وسلهوالو ترمنځ توپیر نه کوي. ملګري ملتونه او نور خپلواک کارپوهان د دې وزارت شمېرې تر ټولو باوري بولي. اسراییل دا شمېرې شکمنې ګڼي، خو په خپله هیڅ مفصل راپور نه وړاندې کوي.
له بلې خوا، د بریتانیا صدراعظم، کییر سټارمر، د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې که اسراییلي دولت د غزې د «وحشتناکې» وضعې د پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه وانهخلي، نو بریتانیا به د سپتمبر په میاشت کې د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.
د بریتانیا دولت د کابینې له غونډې وروسته یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د اسراییل لپاره یو ډول ضربالاجل ګڼل کېږي، څو د غزې په تړانګه کې د وضعیت د بدلون لپاره اساسي ګامونه واخلي. دا پرېکړه، چې په اړه یې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، پر اسراییل د پام وړ ډیپلوماتیک فشار اچوي، او د لندن د دریځ د بدلون ښکارندويي کوي.
فرانسې هم مخکې ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکي ناسته کې، چې د سپتمبر په میاشت کې ترسره کېږي، د فلسطین هېواد په رسمیت پېژني.
د العوده روغتون ویلي، د دوشنبې د ورځې ناوخته د نصیرات په کډوالو کمپ کې د بېځایه شویو کسانو پر خیمو هوايي برید ۳۰ تنه وژلي، چې ۱۲ ماشومان او ۱۴ ښځې پکې شاملې دي. د اسراییل پوځ تر اوسه پر دې خبر تبصره نه ده کړې.
اسراییل وایي چې یوازې وسلهوال په نښه کوي، او حماس د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول بولي، ځکه چې وسلهوال په ګڼ میشتو سیمو کې فعالیت کوي.
د اسراییل پوځ ادعا کړې چې د دوشنبې په ورځ یې د حماس نظامي تأسیسات، لکه د راکټویشتونکو ځایونه، د وسلو زېرمې او تونلونه ویشتي دي.
په عین وخت کې، د روغتون چارواکو ویلي چې د هغو ۳۳ کسانو جسدونه یې ترلاسه کړي چې د دوشنبې په ورځ د غزې په جنوب کې د مرستې رسونې د کاروان شاوخوا د ډزو له امله وژل شوي، او د دې ډول پېښو د وژل شویو شمېر ۵۸ ته رسېدلی دی.
د اسوشیېټډ پرېس خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې اسراییلي ځواکونو پر عامو خلکو ډزې کړي دي.
محلي روغتونونو ویلي چې د سېشنبې په ورځ ۱۴ تنه نور فلسطینیان د غزې په مرکز کې هغه ځای ته نژدې وژل شوي چې د «بشري مرستو بنسټ» نومې یوه اداره چې د امریکا او اسراییل له خوا یې ملاتړ کېږي، فعالیت لري.
یاد بنسټ په خپله ویلي چې د سېشنبې په ورځ یې د تاسیساتو شاوخوا هېڅ تاوتریخوالی نه دی ثبت کړی. د عیني شاهدانو، روغتیايي چارواکو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په وینا، له مې میاشتې راهیسې له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان، چې د مرستو اخیستو لپاره هڅې کولې، د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.
د اسراییل له لوري پر ملکي وګړو پر له پسې بریدونه اوس حتي امریکا، چې د اسراییل کلک ملاتړې ده، تاییدوي او وايي چې نور باید دا جګړه ودرول شي.
جواب دهید