کرېکټ: د اسيا جام مهالوېش اعلان شو، سيالۍ د هند پر ځای “متحده عرب اماراتو” کې ترسره کېږي.

د کرېکټ اسيا شورا وايي د ۲۰۲۵ کال د اسيا جام سيالۍ به د هند پر ځای په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي.

د يادې شورا مشر محسن نقوي پر ټولنيزې رسنۍ اېکس ليکلي چې دا سيالۍ به د روان کال د سپټمبر پر ۹ پيل او تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

د ۲۰۲۵ کال د اسيا جام سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره کېدي خو د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د وروستيو نښتو او روانو ډيپلوماټیکو کړکېچونو له کبله يې حالت ناڅرګند و. د دې سربېره دواړه هېوادونه اوس هم په یوه ګروپ کې ځای لري.

که څه هم د کرېکټ اسيا شورا مشر محسن نقوي د شنبې په ورځ د اسيا جام د ۱۷ پړاو د نېټې اعلان وکړ خو تراوسه پورې د هند کرېکټ بورډ په دې تړاو ګوم غبرګون نه دی ښودلی.

د اسیا جام شل اوريزو سياليو کې اته لوبډلې ګډون کوي چې په هغوی کې د افغانستان په ګډون د يادې شورا پنځه بشپړ غړي بنګله دېش، هند، پاکستان او شري لنکا دي او تر څنګ به يې متحده عرب امارات، عمان او هانګ کانګ هم برخه وي.

په الف ګروپ کې د هند او پاکستان سربېره عمان او کوربه متحده عرب امارات شامل دي. په ب ګروپ کې افغانستان، شري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ګډون کوي.

د افغانستان لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ سره د سپټمبر پر ۹ نېټه ده. دويمه لوبه يې له بنګله دېش سره پر۱۶ او درېیمه لوبه پر ۱۸ نېټه له شري لنکا سره ده.

له هر ګروپ څخه به دوې دوې غوره لوبډلې بل پړاو ته لار مومي او له دوی څخه به دوې لوبډلې د سپټمبر پر ۲۸ په پايلوبه کې سره مخامخ شي.

هند د اسيا جام سږنيو سياليو کوربه دی خو د پاکستان او هند کرېکټ بورډونو هوکړه وکړه چې که چېرې کوم ټورنمېنټ په هند يا پاکستان کې وي نو د دوی لوبې به په درېيم هېواد کې ترسره کېږي.

دا تړون د روان کال په پيل کې په پاکستان کې د چمپينز ټرافۍ له سياليو مخکې لاسليک شو. هند خپلې ټولې لوبې په دوبۍ کې ترسره کړي او پايلوبه يې هم وګټله.

په يوه ګروپ کې د هند او پاکستان د ساتلو پرېکړه ځکه مهمه ده چې دا له مالي پلوه د ټورنېمنټ تر ټولو ګټوره لوبه بلل کېږي.

که دواړه لوبډلې په يوه ګروپ کې وی نو تمه کېږي چې دوه ځله به سره مخامخ شي او که دواړه لوبډلې پايلوبې ته ووځي نو د دری ځله مخامخ کېدو امکان هم لري. خو د یادولو وړ ده چې د اسيا جام په تاریخ کې تر دې مهاله هېڅکله د هند او پاکستان تر منځ پايلوبه نه ده شوې.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *