هند ته د افغاني صادراتي مالونو د مخنیوي په خاطر پر پاکستان د افغانستان اعتراض

افغانستان د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.

پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.

افغان پلاوي د تړون هغه ماده یاده کړه چې له مخې یې افغانستان ته دا اجازه ورکړل شوې چې له واګه بندر څخه درېیم هېواد ته صادرات وکړي، او پر دې یې اندېښنه وښوده.

سرچینې ویلي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ پاکستاني پلاوي طالب چارواکو ته د نوې پالیسۍ وضاحت وکړ او ویې ویل چې پاکستان د روان کال له مې میاشتې راهیسې له هندوستان سره د درېیم هېواد په تجارت بندیز لګولی، او دا پرېکړه د وروستیو ترینګلو اړیکو له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې پاکستاني پلاوي افغان چارواکو ته ویلي چې د اوسنۍ پالیسۍ له مخې له پاکستانه د هندوستان پر لور د درېیم هېواد هیڅ سوداګري ته اجازه نه شته، او دا پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ شوې ده.

ټاکل شوې ده چې دا موضوع د دواړو هېوادونو د راتلونکو خبرو پر مهال وڅېړل شي، څو د ترانزیتي سوداګرۍ په دوه‌اړخیز چوکاټ کې د احتمالي جنجال مخنیوی وشي.

افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.

په ورته وخت کې هند د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.

د هند د بهرنیو چارو د دولت وزیر کیرتي وردهن سنګ دا دریځ د خپل هیواد پارلمان ته په رسمي بیان کې څرګند کړ. نوموړي وویل، حکومت د مې په ۲۱ مه نېټه په پیکینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان له درې‌اړخیزې غونډې خبر دی، چې په لړ کې یې د سیمه‌ییزې همکارۍ، په ځانګړي ډول د لارو په اړه خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه:«حکومت په پرله‌پسې ډول له اړوندو خواوو سره خپل اعتراض شریک کړی چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) له هغو برخو تېرېږي چې د هند د لداخ او جمو و کشمیر د قلمرو برخې دي، او دا سیمې پاکستان په غیرقانوني ډول اشغال کړې دي. دا پروژه یو کمربند، یو سړک نومېږي، خو موږ پرې اعتراض کړی او له هغوی مو غوښتي چې دا فعالیتونه ودروي.»

هغه همداراز وویل:«د درېیمو هېوادونو د ګډون یا د دغه دهلېز د پراخېدو هر ډول وړاندیز هم د منلو نه دی. حکومت دا دریځ تل ټولو اړخونو ته څرګند کړی دی.»

CPEC د چین د “یو کمربند، یوه لار” (Belt and Road Initiative – BRI) سترې پروژې یوه مرکزي برخه ده، چې له مخې یې پیکېنګ له پاکستان سره د اساسي پروژو لپاره تر ۶۰ میلیاردو ډالرو د ډېرې مرستې ژمنه کړې، چې ډېره برخه یې د پورونو په بڼه ده.

په مې میاشت کې د پیکینګ په غونډه کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو خپل تمایل څرګند کړ چې درې‌اړخیزه همکاریو ته لا پراختیا ورکړي، په ځانګړې ډول د اقتصادي یوځایوالي او اتصال په برخو کې. چین څرګنده کړې چې غواړي CPEC افغانستان ته هم وغځوي، څو د دغه جګړه ځپلي هېواد د بیا رغونې او پراختیا هڅو ته پراخ ملاتړ برابر شي.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *